• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه محمود میاخېل: ایران د افغانستان په بې‌ثباتۍ کې له پاکستانه ژور رول لوبولی دی

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۱۳ GMT+۱

د تېر جمهوري حکومت د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل ویلي، چې ایران د افغانستان د ورانۍ او بې‌ثباتۍ په برخه کې له پاکستانه هم زیات رول لوبولی او د افغان جګړې له امله یې سترې نظامي او اقتصادي ګټې ترلاسه کړې دي.

میاخېل دغه څرګندونې په یوه تازه اېکس پوسټ کې کړي، چې پکې یې د افغانستان او ایران ترمنځ د پټو معاملو، استخباراتي لاسوهنو او اقتصادي استثمار یادونه کړې ده.

هغه لیکلي: «ایرانیانو له پاکستانه هم زیات د افغانستان په ورانولو او بې ثباتۍ کې لاس درلود او د افغانستان د جنګونو له امله د لرې واټن د توغندیو خاوندان شول.»

نوموړي پر ایران تور لګولی، چې له یو پلوه یې د افغان جګړو دوام ته لمن وهله او له بلې خوا یې په منظم ډول اقتصادي قاچاق ته لاره هواره کړې وه.

د میاخېل په وینا، د ارین بانک له لارې په میلیاردونو ډالر له افغانستانه ایران ته قاچاق شوي او د ایران د تېلو قراردادیانو بیا په ناقانونه توګه افغانستان ته تېل انتقالول.

هغه زیاته کړې: «اوس باید خلکو ته ثابته شوې وي چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ وي، نه د ژبې، قوم، یا دیني ایډیالوژۍ پر اساس.»

میاخېل د ایران استخباراتي فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلې یې دي، چې د افغانستان په سوېل لوېدیځه حوزه کې د ایران قونسلګرۍ د جاسوسۍ مرکزونه و او ځینې پخواني وکیلان یې له دغه قاچاقي شبکو سره په مستقیم ډول تړاو درلود.

نوموړي همداراز د هغو افغان سیاسي مشرانو یادونه کړې، چې د ایران په ګټه یې عامه اعلامیې خپرولې: «له بده مرغه، ځینې ایران‌پلوه مشران د ایران د ګټو لپاره د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد دریځ نیولی و.»

د پخواني دفاع سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري اېستل چټکه شوې او د تهران حکومت بې‌اسناده افغانانو ته د وتلو وروستۍ نېټه (جولای ۶مه) ټاکلې ده.

میاخېل ویلي، د افغانانو سره د ایرانیانو چلند نه پخوا ښه و او نه اوس.

هغه زیاتوي، چې دین، قوم او ژبه یوازې د احساساتو د راپارولو، انګېزې جوړولو او روایتونو د خپرولو وسیله ګرځي، نه د ملي اړیکو د رامنځته کولو بنسټ.

په ایران کې مېشت افغان کډوال دا مهال له سختو بشري او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

له څو میاشتو راهیسې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې، چې له امله یې زرګونه افغانان په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي دي.

راپورونه ښيي، چې کډوال د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د نیولو او غېرانساني چلند سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (IOM) د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې له ۲۳۰,۰۰۰ زیات افغانان له ایران څخه وتلي، چې ډېری یې له تاوتریخوالي، بې‌سرپناهۍ او اقتصادي بې‌وسۍ سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو ډلې دا وضعیت د "ژورې اندېښنې وړ" بللي او له نړۍوالې ټولنې یې د بېړنۍ مداخلې غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

له ایرانه د افغانانو جبري شړل نه یوازې بشري ناورین، بلکې د یوه ټپي ملت پر ټپونو ضربه ده

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۱

په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، چې په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د زرګونو افغانانو جبري اېستل، نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې د یوه ټپي ملت پر ټپونو د چاقو وارونه دي.

ښاغلي امرخېل پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «دا هغه درد دی چې سړی یې غږ له سترګو پټ، خو تر اسمانونو رسېدلی ویني؛ هغه چوپه ژړا چې هره شپه د زرګونو کورنیو خوبونه ګډوډوي.»

هغه زیاتوي: «د افغان کډوالو ډله‌يیز شړل یوازې یو فزیکي حرکت نه دی، دا د امیدونو، هیلو او انساني ارزښتونو پر وړاندې یوه بې‌رحمه ضربه ده. هغه خلک چې د فقر، بیکارۍ، ناامنۍ او محدودو امکاناتو له امله له خپل هېواده وتښتېدل، نن له یوې بلې خاورې هم شړل کېږي.»

امرخېل د راستنو شویو کډوالو بد وضعیت ته په اشارې سره وایي، چې را شړل شوي زرګونه کورنۍ اوس د افغانستان په بېلابېلو سرحدي سیمو کې بې سرپناه، بې وسه او له انساني کرامت پرته ژوند تېروي. د څښاک اوبو نشتوالی، د خوړو کمښت، د سرپناه نشتون، د ماشومانو بې تعلیمه پاتې کېدل، د ښځو او سپین‌ږیرو تریخ حالت هغه حقایق دي، چې د سترګو پټول پرې ممکن نه دي.

هغه د طالبانو ځانغوښتنې ته په غېر مستقیم ډول اشاره کوي او زیاتوي: «دا حالات چې ګورم، دردېږم، که موږ رښتیا یو بل خپل بللی وای، که موږ د یووالي په رڼا کې د یو او بل درد درک کړی وای، نو دا توره ورځ به هېڅکله نه وه راغلې. خو افسوس، موږ لا هم د خپلې دایرې او ډلې هاخوا بل څوک نه وینو او نه مو نور خپل ګڼلي، چې دغه تنګ نظري، دا خودغرضي، زموږ د زړونو تر منځ دېوالونه جوړوي.»

هغه د خپلې لیکنې په وروستیو کې وایي: «تر هغې چې دا سوچ ( فکر) بدل نه کړو، نه به د زړونو ارام وموندل شي، نه به د یووالي نعمت را نصیب شي او نه به د عزت تاج زموږ پر سر کېښودل شي.»

پخوانی ایراني ډیپلومات: په ایران کې د افغانانو لپاره باید د «کډوال» کلمه ونه کارول شي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخواني لوړپوړي چارواکي سېد رسول موسوي ویلي، چې په ایران کې د افغانانو لپاره باید د «کډوال» کلمه ونه کارول شي، ځکه ایران د کډوالو د منلو هېواد نه دی او د هغوی د منلو لپاره کوم رسمي قانون هم نه لري.

هغه ټینګار کړی، چې د افغان وګړو لپاره باید د «قانوني استوګن لرونکي» یا «ناقانونه استوګن» اصطلاحات وکارول شي.

سېد رسول موسوي په یوه لیکنه کې چې ایراني رسنۍ (اېراف) خپره کړې ویلي: «زه چې کله د بهرنیو چارو په وزارت کې وم، نو له افغانستان څخه ترلاسه شوي ټول هغه اسناد مو رد کول چې د "کډوال" کلمه په کې کارول شوې وه او دا مسله زمونږ لپاره ډېره جدي وه.»

موسوي لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د هغه د کار په جریان کې، هڅه وشوه چې د افغاني او ایراني، ښځه او خاوند څخه زېږیدلي ماشومان پر درېیو ډلو ووېشل شي.

هغه زیاته کړه: «لومړۍ ډله هغه کډوال و، چې د ټاکل شوي طرزالعمل سره سم هېواد ته داخل شوي او د کډوالو په توګه د ایران او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په همکارۍ منل شوي وي؛ دویم، د ایراني او افغان وګړو او د هغوی د ماشومانو ترمنځ د ودونو له امله رامنځته شوي کورنۍ اړیکې او درېیم یې هغه افغان وګړي و، چې د مختلفو قانوني او غېرقانوني لارو ایران ته راغلي وو.»

د موسوي په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت نظر دا و چې د لومړۍ ډلې دریځ روښانه و، مګر د دویمې ډلې دریځ باید د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې په یو ډول روښانه شوی وای او د درېیمې ډلې په اړه ټینګار دا و، چې موږ باید ورته د کډوالو کلمه و نه کاروو، بلکې د وګړو په توګه یاد کړو.

دغه پخواني ایراني ډیپلومات ویلي، چې هغه باور لري دا درې ګونی وېش باید لاهم په پام کې ونیول شي او د هر یو لپاره باید مختلف قانوني اقدامات ترسره شي.

هغه زیاته کړه، چې د ایران اجراییوي ادارې باید خپل اصلي تمرکز د "غېرقانوني وګړو" په اداره کولو او د هغوی د شړلو لپاره اقدام وکړي.

د پاکستان، روسیې او چین ځانګړو استازو په دوحه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره په دوحه کې لیدلي او د افغانستان د وضعیت او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراخولو یې بحثونه کړي دي.

محمد صادق خان په خپل اېکس کې ویلي، چې دا یوه مهمه غېر رسمي ناسته وه، چې د درېیو هېوادونو ګډو ژمنو ته انعکاس ورکوي.

نوموړي زیاته کړې: «نن مې په دوحه کې د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره په یوه مهم غېر رسمي بحث کې ګډون وکړ. دا ناسته زموږ د ګډ تعهد څرګندونه کوي، څو د افغانستان په تړاو سیمه‌ییزه همکاري لا پیاوړې شي.»

که څه هم د دغې ناستې په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي، خو د لیدنې ماهیت ته په پام سره، شنونکي باور لري، چې د دې درېیو هېوادونو ترمنځ دا ډول تماسونه د طالبانو له حکومت سره د اړیکو تنظیم، د ترهګرۍ مخنیوی، د اقتصادي همکاریو پراخول او د افغانستان له لارې د سیمه‌ییز اتصال مسایلو ته ځانګړې پاملرنه لري.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان، روسیه او چین د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري، خو تر اوسه یې دغه رژیم په رسمي توګه نه دی پېژندلی.

د دغو هېوادونو استازي وار له مخه څو ځله له طالبانو سره د امنیتي او اقتصادي همکاریو په اړه ناستې کړې دي.

د یادونې ده، دوحه چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان اړوند نړۍوالو او سیمه‌ییزو ناستو لپاره یو مهم ډیپلوماټیک مرکز بلل کېږي.

که څه هم په دې ناسته کې د کوم مشخصې هوکړې یا اعلامیې یادونه نه ده شوې، خو دا ډول غېر رسمي لیدنې ښيي، چې سیمه‌ییز قدرتونه هڅه کوي د طالبانو په اړه یو ګډ دریځ رامنځته کړي، تر څو د ثبات، اتصال او سیمه‌ییز امنیت لپاره همغږي رامنځته شي.

د کونړ لپاره د داعش والي ابوبکر او د هغه ساتونکی له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۱

په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یاد لايت لپاره د داعش خراسان ډلې والي قاري ابوبکر او د هغه ساتونکی له طالبانو سره په یوه نښته کې وژل شوي دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ د کونړ ولایت په کوړنګل دره کې شوې ده.

په کونړ کې سیمه ییزو سرچینو نن دوشنبه د چنګاښ ۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې جګړه د کونړ د استخباراتو قطعې برخه درلوده.

ویل کیږي دې نښتې ۶ ساعته دوام درلود.

ياده پيښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نشته.

تر اوسه طالبانو او داعش وسله والو ډلو ددې پېښې رسمي پخلی نه دی کړی.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان پر ثبات او پراختیا ټینګار کړی

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا ژمنه کړې چې د افغانستان د ثبات، سولې او پراختیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او له نړیوالو شریکانو سره به همکاري پراخوي.

د یاد سازمان د غړو هېوادونو وزیرانو د دوشنبې په ورځ د قرغیزستان په چولپاناتا ښار کې په یوه اعلامیه کې وویل، « موږ خپل تعهد تکراروو، چې له افغانستان سره په یوه سوله‌ییز او باثباته هېواد د بدلېدو برخه کې مرسته وکړو».

اعلامیه وايي، چې سازمان چمتو دی د افغانستان د پراختیا لپاره په نړیوالو هڅو کې برخه واخلي.

په دې غونډه کې د سازمان سرمنشي ایمانګلي تاسماګامبیټوف هم ګډون کړی و.

په غونډه کې ترهګرۍ او افراطیت ته د لاره هوارونکي رادیکالیزم پر ضد اقداماتو او له شانګهای همکارۍ سازمان سره د ګډو همکاریو په اړه هم خبرې شوې دي.

سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغان ولس سره خپلې بشردوستانه مرستې زیاتې کړي.

د وزیرانو له قوله، د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیا موخو (SDGs) لپاره د منځنۍ اسیا او افغانستان په کچه د یو سیمه‌ییز مرکز جوړېدل به د اوراسیا په سیمه کې د سولې او همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ګټور تمام شي.

د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اعلامیه کې راغلي، « موږ باور لرو چې دا مرکز به د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې، د هغو پرمختیایي پروګرامونو د همغږۍ پیاوړې برخه شي چې د بې‌بندره [په وچه ایسارو] پرمختیایي هېوادونو لپاره ترتیب شوي دي».

دغه امنیتي سازمان چې مشري‌ یې روسیه کوي او د پخواني شوروي اتحادیې څو هېوادونه‌ یې غړي دي، وخت ناوخته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي.