عراقچي: له اسراییل سره په جګړه کې اوښتي زیانونه "جدي" دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل چې له اسراییل سره په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې اوښتي زیانونه "جدي" دي، او دا مهال د دغو تاوانونو د ارزونې پروسه پیل شوې ده.
عراقچي د ایران دولتي تلویزیون ته وویل:"د اتومي انرژۍ سازمان متخصصین دا مهال د زیانونو تفصیلي ارزونه ترسره کوي."
هغه زیاته کړه چې د جګړې له امله د تاوان غوښتنې موضوع اوس د دولت په کاري اجنډا کې لومړیتوب لري.
په ورته وخت کې عراقچي هغه اوازې کلکې رد کړې چې ګواکې ایران له امریکا سره د اټومي خبرو د بیا پيل نیت لري.
هغه وویل:"هغه ګومانونه چې له سره د خبرو د پیل په اړه کېږي، باید جدي و نه نیول شي. زه په ډاګه وایم چې تر دې دمه د نوو مذاکراتو د پیل لپاره نه کوم توافق شوی، نه کوم ترتیب او نه کوم پلان."