• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنېدو څپه چټکه شوې

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر مشر عرفات جمال ویلي، چې له اسراییل سره د تهران د کړکېچ له امله له ایران څخه د افغانانو د ستنېدو څپه چټکه شوې ده. هغه په اسلام کلا بندر کې د یوه وېډیويي پېغام پر مهال دغو ستنېدونکو سره د مرستو غوښتنه کړې.

د یاد سازمان د افغانستان څانګې دې مشر د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۵مه) خپاره کړي پېغام کې زیاته کړې، چې له ایران څخه په دغو راستنو شویو کډوالو کې داسې کسان هم شته چې لومړی ځل خپل هېواد ګوري.

عرفات جمال وویل: «دا هغه کسان دي، چې د جګړو له کبله یې افغانستان کې ژوند ستونزمن و او ایران کې یې ژوند پیل کړی و؛ خو هلته هم د خلکو د جنګونو له امله ارام پاتې نه شو».

هغه ټینګار کړی، چې په لنډ مهال کې له دغو ستنېدونکو کډوالو سره مرستې کېږي؛ خو په اوږدمهال کې هم باید کډوالۍ ته د نه اړ کېدو لپاره د دغو افغانانو لاسنېوی وشي.

تېره ورخ چهارشنبه د (چنګاښ ۴مه) په هرات کې د‌ طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمد الله متقي خبر ورکړی، چې په یوه ورځ کې تر لس زرو ډېر افغانان له ایران څخه په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

هغه ویلي، له اسراییل سره د روان کړکېچ له کبله له ایران څخه د ستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی.

هم‌مهاله د ایران په کرمانشاه کې حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی، چې هېڅ افغان په دغه ولایت کې د تګ راتګ یا ګرځېدو اجازه نه لري.

ځايي ایراني چارواکو ګواښ کړی،‌ که هلته یې هر افغان ولید؛ نو افغانستان ته به یې ډیپورټ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تېره ورځ په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې استبداد، سیاسي ظلمونه، فقر او بې روزګارۍ د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه دي.

پاکستان او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې د افغان کډوالو شمېر په کې تر بل هره ځایه ډېر دی او دغه دواړه هېوادونه په هغه کتار کې هم د ټولو سر کې راځي چې افغان کډوال په کې له سختو ځورونو او شکنجو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هند دفاع وزیر: نوی ډيلی د افغانستان تر ټولو لوی سیمه‌ییز پرمختیایي شریک دی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د هند د دفاع وزیر راجناټ سېنګ د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې نوی ډيلی د افغانستان د سولې، امنیت او ټیکاو پیاوړی ملاتړی دی. هغه زیاته کړې، چې له افغانانو سره به بشري مرستو او پراختیایي پروژو ته دوام ورکړي.

راجنات سېنګ د چین په ښار چینګداو کې د SCO غونډې ته وویل: «هند تل د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره د ملاتړ ثابته تګلاره غوره کړې. زموږ په بېړنيو لومړیتوبونو کې بشري مرستې او د افغانستان د پرمختیا ملاتړ شامل دی. هند د افغانستان تر ټولو لوی سیمه‌ییز پرمختیایي شریک دی او د افغانانو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرامونه پر مخ وړي».

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او هند ترمنځ اړیکې خوږې شوې او ان نوي ډیلي د یادې ډلې ځینې ډېپلوماتان هم منلي دي.

په اپرېل میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ دوستانه ټلېفوني خبرې هم شوې دي.

د دغه اړیکې پر مهال نوي ډیلي له متقي مننه کړې وه، چې د دوی په هېواد کې یې د کشمیر په پهلګام کې ترهګریزه پېښه غندلې ده.

دا اړیکه له طالبانو سره د هند د یوه نوي تعامل پیل ګڼل شوی او تر دې دمخه هم طالبانو په بېلابېلو وختونو کې له هندي ډېپلوماټانو او چارواکو سره ناستې کړې دي.

اسلام اباد د طالبانو له دغه ډول اړیکو خوښ نه برېښي او هڅه کوي، چې په افغانستان کې د نوي ډیلي د نفوذ مخه ډب کړي.

په بیجینګ کې میاشت وړاندې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ګډه ناسته کې په دې هم خبرې شوې وې، چې څنګه افغانستان کې د هند د پراخېدونکي نفوذ مخه ونیول شي.

پاکستاني رسنیو څو څو ځله راپورونه ورکړل، چې پاکستاني چارواکو له نوي ډیلي سره د طالبانو د زیاتېدونکو اړیکو په تړاو خپلې اندېښنې له دغه ډلې سره شریکې کړې دي.

طالبان چې لا تر اوسه هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو د تعادل په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې ۴ ورځې پاتې دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د پاکستان له لوري د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. د دغې مودې ختمېدو په درشل کې ګڼ د پي او ار کارت لرونکي افغانان د خپل ناروښانه برخلیک په تړاو اندېښمن دي.

د پاکستان مرکزي حکومت تر دې وړاندې په وار، وار د پي او ار کارت لرونکو لپاره د روانې جون میاشتې ۳۰مه په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې وه؛ خو د دغې نېټې په رانږدې کېدو یو شمېر پي او ار کارت لرونکي افغانان د خپل ناروښانه برخلیک په اړه اندېښمن دي.

امنه چې د دوو بچو مور ده او د پښتونخوا په پېښور ښار کې اوسېږي وايي، د خپلې کورنۍ د راتلونکې په اړه ډېره اندېښمنه ده.

نوموړې د پاکستان پر حکومت غږ کوي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دې له افغان کډوالو سره له نرمښته کار واخلي:« له شلو کالو زیاته موده کېږي، چې موږ دلته اوسېږو. ژوند مو برابر کړی او روزګار مو د خدای په فضل ښه چلېږي؛ خو که موږ په جبري توګه شړل کېږو دا به ډېره سخته وي او باید مرسته راسره وشي.»

یوازې امنه نه؛ بلکې د دغې پرېکړې له مخې ۱.۳ مېلیونه افغان کډوال چې د پي او ار کارتونه لري، له پاکستانه د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

که څه هم (د جون ۳۰مې) ته لا څو ورځې پاتې دي؛ خو وار له مخه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ویلي، چې یوازې تېره اوونۍ زرګونه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او انګور اډې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

د افغان کډوالو لویه برخه کې د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشته ده، چې وخت ناوخت له دوی سره د ناسم چلند او زور زیاتي په اړه هم راپورونه ورکول کېږي.

په دې ورستیو کې بیا د افغانستان بل ګاونډي ایران هم له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ ایران یوازې د چهارشنبې په ورځ له خپلې خاورې تر ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال د اسلام‌کلا له لارې اېستلي دي.

د هرات لپاره د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم د دغه خبرې پخلی کړی و.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا اعلان کړی، چې پر افغانستان د دغې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ مېلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي چې ، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

که څه هم طالبان د ستنو شویو افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو خبره کوي؛ خو ستانه شوي کډوال بیا له بې وزلۍ، بې‌کارۍ او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي ستونزه سره مخ دي.

وړاندې په دې اړه بېلابېلو نړۍواله مرستندویه بنسټونو او بشري سازمانونو اندېښنه ښودلې وه، چې افغانستان وار له مخه له جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی او که هم‌مهاله له ګاونډیو هېوادونو افغان کډوال په زور شړل کېږي؛ نو دغه هېواد به له جدي او لویو ستونزو سره مخامخ شي.

افغانستان د کډوالۍ څپو کې؛ نورالدین عزیزي وایي، استبداد او سیاسي ظلمونه یې اصلي لاملونه دي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې په افغانستان کې استبداد، سیاسي ظلمونه،‌ بې‌وزلي او بې‌کاري د کډوالۍ اصلي لاملونه دي. هغه دغه څرګندونې په کابل کې د افغانانو د کډوالۍ اړوند مسایلو د څېړنې په یوه کنفرانس کې کړې دي.

د طالبانو د کابینې دغه غړي زیاته کړې، چې افغانان په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ یو له ډېرو اغېزمنو خلکو څخه دي او تر ټولو لوی لاملونه یې سیاسي کړکېچونه او اقتصادي ستونزې یادې کړې دي. د یادې ډلې دغه وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د رسمي شمېرو له مخې مېلیونونه افغانان د دوی په روانه واکمني کې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو له لوري شکنجې، ځورونې، وژنې او د اقتصادي ستونزو تر څنګ بې روزګاري د کډوالۍ مهم لاملونه بللي دي.

پر افغانستان د واکمنو سختدریځو تګلارو له کبله خلک اړ شوي، چې ګاونډیو هېوادونو او یا هم لوېدیځ ته کډې وکړي.

همدا راز د زده‌کړو او کار په برخه کې پر افغان مېرمنو شته محدودیتونه هم د کډوالۍ له عواملو څخه ګڼل کېږي، چې کورنۍ یې د افغانستان پرېښودو ته اړ اېستې دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره د پخواني جمهوري نظام امنیتي کارکوونکو او پوځیانو ته هم د مرګ خطرونه پېښ شوي دي.

د پخواني پوځ او امنیتي ادارو اکثریت غړي د طالبانو له وېرې له هېواده وتلي دي.

په دغه ناسته کې همدا راز ویل شوي،‌ هغه پانګه‌وال او سوداګر چې له نورو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته ستنېږي؛ تر ۵ کالونو‌ پورې ترې طالبان مالیه نه اخلي او ورسره به د پانګونې په برخه کې همکاري هم کوي.

په افغانستان کې د کډوالۍ مخنېوي مسایل داسې مهال د طالبانو له لوري بحث کېږي، چې په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې د افغانانو ژوند ورځ تر بلې تریخېږي.

دواړو هېوادونو د خپلو سختو تګلارو له امله پر افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او هره ورځ زرګونه کسان په جبري ډول خپل هېواد ته ستنوي.

طالبان په هرات کې د تازه مېوو صادراتو لپاره اداري بهیر اسانه کوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار ویلي، چې د تازه مېوو د صادراتو په برخه کې یو شمېر جدي اسانتیاوې رامنځته کوي؛ څو اداري چارې چټکې شي او د هر ډول ځنډ و خنډ مخه یې ونیول شي.

د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۴مه) نېټه د طالبانو د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې تړاو د طالبانو ولایتي ادارو ترمنځ ګډه غونډه شوې.

په یاده ناسته کې د یادې ډلې والي ټینګار کړی، د تازه مېوو پروسه باید داسې تنظیم شي چې تازه مېوې پرته له هر ډول خنډ او ځنډه نړۍ‌والو بازارونو ته ورسېږي.

مولانا اسلام جار خپلو ادارو ته لارښوونه کړې، چې له سوداګرو سره همغږي زیاته کړي او ډاډ ورکړي چې صادرات په منظم او مؤثر ډول ترسره شي.

دا هڅې داسې مهال کېږي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سوداګر شکایت کوي چې تازه مېوې له سختو ګمرکي بهیرونو سره مخ دي او له امله یې ډېر کله د دوی بار شوي مالونه خوسا کېږي.

د تورخم له لارې پاکستان ته د لېږل کېدونکو تازه مېوو په تړاو هم سوداګرو په وار، وار شکایتونه کړي او ویلي یې دي، چې د پېچلي ګمرکي بهیر له امله د طالبانو تر څنګ د پاکستاني چارواکو سخت مدیریتي چلند صادراتي توکي له خوسا کېدو سره مخ کوي.

همدا راز د تورخم لارې تړل کېدل هم څو، څو ځله د تازه مېوو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

خالد حنفي: کفري نړۍ او یا مخربې کړۍ نه غواړي افغانستان کې اسلامي نظام راشي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي د عصري زده‌کړو ارزښت په تړاو ویلي، مسلمانانو لومړی ساعت او کاغذ جوړ کړی چې دا یې د نوښتونو بېلګه ده.

هغه زیاته کړې: «تخنیکونه او ایجادونه مسلمانانو کړي. کفري نړۍ او یا مخربې کړۍ نه غواړي افغانستان کې اسلامي نظام راشي».

هغه دغه څرګندونې د کابل پوهنتون په پولي تخنیک پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.

نوموړي زده‌کړیالانو ته په خبرو کې ویلي، چې دوی یې د راتلونکي لپاره یوه پانګه ده.

د طالبانو دغه وزیر داسې مهال د عصري زده‌کړو په تړاو څرګندونې کوي، چې څو، څو ځله یې په خپلو ویناوو کې عصري زده‌کړې «مباح ګڼلې» دي.

د طالبانو په منځ کې د عصري زده‌کړو په تړاو ژور اختلافات شته. د دغې ډلې مشر ملاهبت الله او د هغه د څنګ ملګري د پوهنتوني زده‌کړو سره ژور مخالفتونه لري او له همدې کبله یې په هېواد کې د دیني مدرسو جوړېدو شمېر هم تر پخوا څو چنده ډېر کړی دی.

همدا راز د هېواد بېلابېل پوهنتونو کې هم اکاډمیک چاپېریال د مدرسو بڼې غوره کړې دي او نیوکې دا دي، چې طالبانو د مسلکي استادانو پر ځای په کې اوس خپل هم‌فکره ملایان د استادانو په توګه په دندو ګومالي دي.

د راپورونو له مخې؛ طالبانو د هېواد په پوهنتونونو کې مسلکي او د عصري زده‌کړو لرونکو باتجربه استادانو مخه په بېلابېلو نومونو ډب کړې او ان له دندو یې ګوښه کړي دي.

کارپوهان وایي، طالبان په دې کار سره غواړي پر پوهنتوني چاپېریال خپلې فکري اغېزې وشېندي او زده‌کړیالانو ته خپل سختدریځه مذهبي افکار ور پیچکاري کړي؛ څو یې د واکمنۍ په بقا کې ورسره مرسته وکړي.

د کابل پوهنتون په ګډون د یو شمېر نورو پوهنتونو استادانو څو، څو ځله نیوکې وکړې، چې طالبانو په پوهنتونو کې د عصري زده‌کړو او غوره درسي موادو د مخنېوي لپاره یو شمېر اقدامات هم کړي دي.