امرالله صالح: په خاش ولسوالۍ کې وسله واله نښته د پاڅون پیلامه وه؛ نه د کوکنارو مسله

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ تر وسله والې نښتې وروسته د تېر نظام لومړي مرستیال امرالله صالح یاده نښته د طالبانو پر ضد پاڅون بللی دی.

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ تر وسله والې نښتې وروسته د تېر نظام لومړي مرستیال امرالله صالح یاده نښته د طالبانو پر ضد پاڅون بللی دی.
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ پر ۹مه د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
په یاده نښته کې د دغې مرګژوبلې پخلی ځينو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته کړی وو.
په هغه وخت کې د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي او څو نورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دغه وسله واله نښته د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر سر رامنځته شوې؛ خو امرالله صالح بیا وايي، دغه نښته د کوکنارو له کرکېلې سره هېڅ تړاو نه لري او زیاتوي: "د طالبانو تبلیغاتي رسنۍ که هر څه وايي؛ دا موضوع له کوکنارو سره تړاو نه لري. دا د انصاف لپاره یو پاڅون دی. "
صالح همداراز په ډاګه کړې، چې په اوسني وخت کې یوازینۍ مهمه مسله پيل دی او په بدخشان کې شوې وسله واله نښته یې یوه پیلامه بللې او بدخشان ته یې هم د همدې مسلې په تړاو مبارکي ورکړې ده.
خو ځینې هېوادوال بیا له دغه ډول کسانو غواړي، که په رښتیا هم په افغانستان کې د نظام بدلون غواړي؛ نو په خپله په نورو هېوادونو کې د مجلل ژوند او فېسبوکي اعلامیې او غبرګونو پر ځای باید افغانستان ته راشي او دغه پیل هم په خپله همدوی وکړي.

د پاکستان پوځ وایي، د پاکستاني طالبانو ۲۴ غړو ته یې هغه مهال مرګژوبله اړولې، کله چې هغوی غوښتل له افغانستانه د شمالي وزیرستان زُۍ سیدګي سیمې ته واوړي. د پوځ په وینا، په دې پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
پاکستانۍ خراسان ډایري ورځپانې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوه خبر کې د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې پر دغه وسله والو یې له درېيو خواو هغه مهال برید وکړ، کله چې يې غوښتل پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم پرې کړي.
په خبر کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو غړو پلان درلود له افغانستان څخه د شمالي وزيرستان ځينو سیمو ته د بریدونو لپاره ولاړ شي.
پاکستاني پوځ ویلي، چې په دې برید کې يې ۷ وسله وال ټپیان کړي او ممکن یو شمېر وسله وال پاکستان ته داخل شوي؛ خو ټينګار يې کړی چې په سيمه کې به یې عملیات دوام ولري.
که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو پاکستاني چارواکو ويلي چې په یاده سیمه کې اکثره وخت د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند جنګيالي فعالیت کوي.
په کندوز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې له خبریالانو غوښتي چې په بېلابېلو مراسمو کې د اسراف، موسیقۍ او نڅا د بندیز په اړه عامه پوهاوی زیات کړي. طالبانو د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر عملي کولو ټينګار کړی.
په کندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د ناسمو رواجونو د مخنيوي په موخه د سیمه ييزو رسنیو د مسوولینو او خبریالانو سره ناسته تر سره کړې ده.
د دغه ولایت د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د «خېښيو، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو او له شریعت سره په ټکر کې رواجونو د مخنيوي» اړوند فرمانونه هم تشریح شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د ځوانانو چارو امر داد محمد منصور ویلي: «اسلام د منځلارېتوب دین دی، زموږ ټولنیز محفلونه باید له اسراف، ناروا رواجونو، موسیقۍ، ګډو نڅاوو او نورو ناسمو دودونو پاک وساتل شي.»
نوموړي له رسنیو غوښتې، چې دا «شرعي فریضه ده او د ولس مادي او معنوي سوکالي پکې نغښتې ده.»
طالبانو په دغه ولایت کې له رسنیو څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې باید د عامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېر ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې په هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال له ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه یو پنځه مادهییز فرمان صادر کړ.
د دې فرمان له مخې، په هېواد کې باید د هر ډول اسراف او ناسمو دودونو مخه ونیول شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو را رووسته دغه ډلې په ډېرو برخو کې بندیزونه لګولي.
موسیقي بنده، د ځوانانو پر ډېرو تفريحې لوبو بندیز دی، ښځې او نجونې له کار، زده کړو او یوازي سفر څخه منعه شوي او ان خلک پر دې ډلې له نیوکه کولو هم منعه شوي دي.
ډېری افغانان د طالبانو له دې کړونو په تکلیف شوي او له نړۍوالې ټولنې څخه د فشار راوړولو په تمه دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو کمښت او د ښځو د حقونو او بندیانو د خلاصون په برخه کې د طالبانو د نههمکارۍ له امله د بندیزونو کواښونو پر خصوصي پانګوالو فشار زیات کړی، چې د هېواد اقتصاد ته ساه ورکړي. اوس پوښتنه راپورته شوې، چې له پانګوالو دا تمه عادلانه او عملي ده او که نه؟
د نیو هیومنټېرین وېبپاڼې د راپور له مخې، په بروکسل کې د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې چارواکې «ماري بېشوپینګ» له خبرو داسې ښکاره شوه، چې متحده ایالات به نور د طالبانو له حکومت سره مرسته و نه کړي.
هغې ویلي: «طالبان وایي چې ملاتړ غواړي، خو عمل نه کوي او امریکا نه شي کولی نور دغې ډلې ته پیسې ورکړي.»
نیو هیومنټېرین زیاتوي، که دا پرېکړه عملي شي نو دا به د طالبانو لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه وي، ځکه دغه هېواد له لسیزو راهیسې پر بهرنیو مرستو متکي پاتې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ میلیون ډالره طالبانو ته ورکړي دي، له بلې خوا د پخواني حکومت ۷۵ سلنه لګښتونه د بهرنیو مرستو له لارې تمویلېدل.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۳ میلیونه زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري، چې ۱۲.۳ میلیون یې ماشومان دي.
د ټرمپ د ادارې د جنورۍ میاشتې د نړۍوالو مرستو کنګل دا وضعیت لا پسې خراب کړی.
په راپور کې راغلي، د افغانستان او دوبۍ افغان سوداګر وایي چې دا تمه چې خصوصي سکټور به د مرستو ځای ونیسي، غېرمنصفانه او غېرواقعي ده، په ځانګړي ډول د امریکا له بندیزونو، مالي محدودیتونو او د طالبانو د حکومت په رسمیت د نهپېژندنې له امله.
حاجي عبیدالله چې په دوبۍ کې د افغان سوداګرۍ شورا مشري کوي، وایي، «وېره لا هم پاتې ده او تر هغو چې نړۍوال دا حکومت رسمي و نهپېژني، د پانګوالو لپاره هېڅ تضمین نشته».
هغه زیاتوي: «۸۵ سلنه افغان پانګوال اوس په دوبۍ کې مېشت دي، خو د اوسني وضعیت له امله چمتو نه دي چې په افغانستان کې بېرته پانګونه وکړي.»
وېبپاڼه زیاتوي، په داسې ګونګو حالاتو کې یو افغان پانګوال هڅه کوي دا ذهنیت بدل کړي. میرویس عزیزي، چې په دوبۍ کې د افغان شتمنو له ډلې شمېرل کېږي، سږ کال هرات ته سفر وکړ او هلته یې د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د «عزیزي ټاون» پرانیسته وکړه، چې ۳۰۰ کورونه، یو ښوونځی او یو کلینیک پکې شامل دي. سربېره پر دې، عزیزي هلته د ۱۰ میلیارده ډالرو ژمنه هم وکړه، چې د برېښنا او رېلپټلۍ پراخې پروژې پکې شاملې دي.
افغانستان اوس هم شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردوي او د دې وارداتو لپاره کلنی لګښت ۲۲۰ میلیونه ډالره دی.
د برېښنا د نشتوالي له امله خلکو ته اوږده پرچاوۍ، چاپېریالي الودګي او روغتیايي ستونزې پیدا شوې دي. ځینې روغتونونه ان لسو یا شلو ساعتونو پورې برېښنا نه لري.
د عزیزي کورنۍ بله پروژه چې د میرویس عزیزي د یوه شخصي غم له امله پیل شوې، په کابل کې د «فرشتې عزیزي» په نوم یو روغتیايي ښارګوټی دی، چې پکې د سرطاني ناروغانو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون او د مېندو او ماشومانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون شامل دي.
دا پروژه له هغه وروسته پیل شوه، چې د عزیزي لور فرشته عزیزي د سرطان له امله مړه شوه.
د عزیزي پراختیایي شرکت اجراییه مشر فرهاد عزیزي وایي، د دوی موخه دا ده چې نور شتمن افغانان هم وهڅوي چې وطن ته راستانه شي او خلکو ته خدمت وکړي.
خوسره له دې، عزیزي کورنۍ استثنا ده ځکه د دوی شتمني یوازې په دوبۍ کې ۶۰ میلیارده ډالر اټکل شوی، چې د افغانستان د ټول ناخالص تولید درې چنده برابروي.
سره له دې چې د امریکا د خزانې وزارت یو شمېر جوازونه صادر کړي چې له بندیزونو پرته تجارت ممکن کړي، خو بانکونه لا هم محتاط دي.
د سوداګرو په وینا، د یوه واضیح رسمي سند نشتوالي ستونزې زیاتې کړي دي.
دوی وایي، باید واشنګټن یو لیک صادر کړي چې د مشروع کاروبارونو لپاره د معاملاتو زمینه برابره کړي.
سوداګریز مشران ټینګار کوي، چې که طالبان خصوصي سکتور ته تمه وي چې اقتصاد بېرته راژوندی کړي، نو باید لازم مالي او حقوقي شرایط برابر کړي، په ځانګړي ډول د نړۍوال مالي سیستم سره نښلول شوې بانکداري چې دا د پانګونې بنسټیز شرط بلل شوی.
سره له دې اندېښنو، عزیزي کورنۍ هڅه کوي د اوږدمهاله پروژو له لارې دا پیغام ورکړي چې افغانستان لا هم د پانګونې یو مهم فرصت دی.
فرهاد عزیزي وایي: «که د چا موخه اقتصادي وده وي، نو افغانستان ته دې د یوه فرصتناکه او نوي بازار په سترګه وګوري.»
په کندهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په تېرو څلورو ورځو کې د کمپاین پر مهال شاوخوا ۴۰۰ تنه د ږيري د کوچني کېدو او سټايلي جوړېدو له کبله نیولي او بندیان کړي دي. د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له سخت چلند، د بدو الفاظو له کارولو او د بشري حقونو له نقض څخه شکایت کوي.
په سوېلي ولایت کندهار کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د ږیرو پر وړاندې سخت کمپاین پیل کړی دی.
له کندهار څخه سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې دغه کمپاین د ښار په ټولو مهمو مارکېټونو، واټونو او هټيو کې پلي کېږي او هغه کسان نیول کېږي، چې ږېري یې خرېیلي، کوچنۍ کړي او يا یې هم سټايلي جوړې کړې وي.
د سرچینو په خبره، دغه ډلې تر دې دمه شاوخوا ۴۰۰ کسان نیولي چې ځیني یې تر لنډ یا یوې ورځې بند وروسته خوشې کړي او یو شمېر نور لا هم په بند کې دي.
د عیني شاهدانو په وینا، طالبان نه یوازې له امربالمعروف ریاست پورې محدود دي، بلکې د پولیسو او حوزو امنیتي کسان هم د نیولو عملیاتو کې برخه اخلي.
د کندهار ښار هټۍوال وايي، چې له همدې کبله د دوی کارونه اغېزمن شوي او د مشتریانو تګ راتګ هم کم شوی، ځکه خلک له وېرې له کورونو نه وځي.
د جميل احمد په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکي وویل: «زه له ګدامه راووتلم، درې طالبان راغلل، ږیره یې وکتل او پرته له خبرو یې ونیولم. یوه ورځ بندي وم، هېڅ جرم مې نه وو کړی.»
طالبان نیول شوي کسان په اړوندو حوزو او یا د امربالمعروف ریاست په بند خونو کې ساتي.
د بشري حقونو ځايي فعالان وايي، دا ډول نیونې د خلکو د شخصي ازادۍ، فکري خودمختارۍ او انساني کرامت ښکاره نقض دی.
ځیني ځوانان چې له بند وروسته خوشې شوي وايي، چې دا چلند یې پر دیني احکامو باور متزلزل کړی.
د نور احمد په نوم يو ځوان چې د امربالمعروف د محتسبانو له لوري نیول شوی او دوې شپې يې په دغه ریاست کې تېرې کړي، وویل: «ما ږیره کوچنۍ کړې وه، خو له دې وروسته به يې پرېږدم، له دې سره د دین نور احکام به نه عملي کوم زه په زوره اصلاح نه غواړم.»
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د امربالمعروف محتسبین نه یوازې نیونې کوي، بلکې خلکو ته له سپکاوي ډک الفاظ هم کاروي.
یو ځوان چې تازه خوشې شوی وایي: «طالب را ته وویل چې په دې څلورو کلونو کې لا هم نه یاست مسلمانان شوي ؟ او نور بد الفاظ یې هم وویل، دا چلند زموږ ایمان نه کمزوری کوي او نه یې زیاتوي خو له دوی څخه مو سخت نفرت کېږي.»
سرچينې وايي، چې دا ډول لفظي سپکاوی د خلکو دیني شناخت تر سوال لاندې راولي، د ټولنیز فشار، احساساتي زیان او دیني نفرت بڼې ته لاره جوړوي.
د ږیرو پر وړاندې دغه سخته تګلاره د طالبانو د نورو بندیزونو تسلسل دی.
په ورته وخت کې پر ځوانانو د ټولنیزو بندیزونو ترڅنګ، له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز، د موسیقۍ غږول حرام ګڼل او د نجونو ښوونځي تړل لا هم مخکنۍ اندېښنې دي.
سرچينې وايي دا ډول کمپاینونه تر ډېره په کندهار کې تر سره کېږي، ځکه چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده همدلته اوسېږي او تر ډېره طالب چارواکي تګ راتګ کوي.
خلک وايي: «د مشر تمرکز د دې لامل شوی چې دلته پالیسي سخته پلي شي، خو ورته بندیزونه په نورو ولایتونو کې یا نشته، یا هم ډېر نرم پلي کېږي.»
خلک له دې شکایت هم کوي، چې طالبان د ږیرو، جامو او ظاهري موضوعاتو ته زیات تمرکز کوي، حال دا چې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.
د دوی په وینا، په حکومتي ادارو کې پراخ فساد د دې لامل شوی، چې خلک رشوت ته اړ شي او دولتي خدمات د بډو پرته ممکن نه دي.
سره له دې چې دا ډول اقدامات ښکاره بشري سرغړونې بلل کېږي، تر اوسه د ملګرو ملتونو، بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو یا اسلامي هېوادونو له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.
د کندهار خلک له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د دا ډول غېر انساني چلند پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې د خلکو پر شخصي ازادیو محدودیتونه لګولي. یو له دې جبري محدودیتونو څخه د ږیرې پرېښودو امر دی، چې د خلکو د شخصي انتخاب حق تر پښو لاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ له ننګرهار ولایت څخه هم ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په یو شمېر ولسوالیو کې طالبان نارینه مجبوروي چې ږیره ولري او که څوک دا کار ونه کړي، نو له سپکاوي، وهلو او ان بندي کېدو سره مخ کېږي.
دغو سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکي او د «امر بالمعروف» محتسبین وخت ناوخته د سړکونو، مارکیټونو او نایي خانو څارنه کوي، څو یقیني کړي چې خلک د دوی د مذهبي تعبیر پر اساس ږیره لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په تورخم دروازې تېرېدونکي افغان مسافر شکایت کوي، چې د پاکستاني سرحدي پولیسو لهخوا د تالاشۍ، نوبت او قطارونو په نوم ترې غېرقانوني پیسې اخیستل کېږي، مبایلونه یې پلټل کېږي او له ښځو سره د عزت خلاف چلند کېږي.
د مسافرو په وینا، په دې وروستیو کې د تورخم دروازې پاکستاني پولیس له دغه لارې د تېرېدونکو کسانو مبایلونه پلټي او که پکې داسې انځور، ویډیو یا پیغام ومومي چې د دوی د خوښې خلاف وي، نو له مسافرو نغدي پیسې غواړي.
دوی وايي، چې د مسافرو شخصي حریم ته درناوی نه کېږي او دا کړنه یوازې د رشوت اخیستو یوه پلمه ګرځېدلې ده.
یو افغان مسافر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي: «د پاکستان سرحدي پولیسو مې مبایل وپلټلو، یو عام تصویر یې خوښ نه شو، شک یې وښود، خو بیا یې په ښکاره وویل چې که څه چای اوبه (رشوت) ورکړې، پرېږدو دې، ۵۰۰ کلدارې یې راڅخه واخیستې.»
باسط «مستعار نوم » چې څو ورځې وړاندې له خپلې مېرمنې سره د تورخم له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زما د مېرمنې مبایل پولیسو وپلټه، ان شخصي انځورونه یې پرانیستل. دا سپکاوی دی. باید دا کار و نه شي، هېڅ قانون دا اجازه نه ورکوي چې د یو مسافر مبایل بې له اجازې وپلټل شي، دا توهین دی.»
بلخوا، له دغه لارې تېرېدونکي دا هم وایي چې د قطارونو درېدلو یا نوبت اخیستو لپاره هم له دوی څخه پیسې غوښتل کېږي. که څوک پیسې ونهلري، ساعتونه منتظر پاتې کېږي، خو که څوک پیسې ورکړي، پرته له ځنډ څخه یې پرېږدي. دا وضعیت هغو کسانو ته هم ستونزمن شوی چې ناروغان او یا عمر خوړلي دي.
امیر خان چې له خپلې ناروغې مور سره له افغانستان څخه پېښور ته د تورخم له لارې تللی و، افانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «له ما سره مې مور وه، هغه د زړه ناروغه ده، خو موږ درې ساعته انتظار وکړ. بیا مو ولیدل چې بل کس چې پیسې ورکړې، سمدستي تېر شو، زه هم مجبور شوم چې پیسې ورکړم، ځکه چې د مور حالت مې ښه نه و.»
د ډېرو نورو ستونزو ترڅنګ د ښځینه مسافرو لپاره وضعیت لا اندېښمن دی. ډېرې ښځینه تېرېدونکې وايي، چې د خوندیتوب ځانګړي شرایط نه شته او د نارینه پولیسو تر څار لاندې ساعتونه ولاړې ساتل کېږي. ان حامله ناروغې یا د ډېر عمرمېرمنې هم خوندیتوب نه احساسوي.
یوه مېرمن چې له خپلو درېیو ماشومانو سره سفر کوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «په تورخم کې د ښځو لپاره نه جلا کتار شته، نه خوندیتوب، نه هم عزت. موږ له دې لارې یوازې د اړتیا له مخې سفر کوو، خو تر ټولو زیات سپکاوی دلته وینو.»
د یادولو وړ ده، چې مدني فعالان او د انساني حقونو ملاتړي بنسټونه له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د تورخم په پوله کې د سرحدي پولیسو لهخوا له افغان مسافرو سره دا ډول غېر انساني او غېر قانوني، سپک او له فساد څخه ډک چلند بند شي او یو روڼ، عادلانه او انساني بهیر رامنځته شي.