• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې د ږیرو له امله د خلکو نیونې؛ تر اوسه نږدې ۴۰۰ تنه نیول شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۱

په کندهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په تېرو څلورو ورځو کې د کمپاین پر مهال شاوخوا ۴۰۰ تنه د ږيري د کوچني کېدو او سټايلي جوړېدو له کبله نیولي او بندیان کړي دي. د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له سخت چلند، د بدو الفاظو له کارولو او د بشري حقونو له نقض څخه شکایت کوي.

په سوېلي ولایت کندهار کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د ږیرو پر وړاندې سخت کمپاین پیل کړی دی.

له کندهار څخه سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې دغه کمپاین د ښار په ټولو مهمو مارکېټونو، واټونو او هټيو کې پلي کېږي او هغه کسان نیول کېږي، چې ږېري یې خرېیلي، کوچنۍ کړي او يا یې هم سټايلي جوړې کړې وي.

د سرچینو په خبره، دغه ډلې تر دې دمه شاوخوا ۴۰۰ کسان نیولي چې ځیني یې تر لنډ یا یوې ورځې بند وروسته خوشې کړي او یو شمېر نور لا هم په بند کې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، طالبان نه یوازې له امربالمعروف ریاست پورې محدود دي، بلکې د پولیسو او حوزو امنیتي کسان هم د نیولو عملیاتو کې برخه اخلي.

د کندهار ښار هټۍوال وايي، چې له همدې کبله د دوی کارونه اغېزمن شوي او د مشتریانو تګ ‌راتګ هم کم شوی، ځکه خلک له وېرې له کورونو نه وځي.

د جميل احمد په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکي وویل: «زه له ګدامه راووتلم، درې طالبان راغلل، ږیره یې وکتل او پرته له خبرو یې ونیولم. یوه ورځ بندي وم، هېڅ جرم مې نه وو کړی.»

طالبان نیول شوي کسان په اړوندو حوزو او یا د امربالمعروف ریاست په بند خونو کې ساتي.

د بشري حقونو ځايي فعالان وايي، دا ډول نیونې د خلکو د شخصي ازادۍ، فکري خودمختارۍ او انساني کرامت ښکاره نقض دی.

ځیني ځوانان چې له بند وروسته خوشې شوي وايي، چې دا چلند یې پر دیني احکامو باور متزلزل کړی.

د نور احمد په نوم يو ځوان چې د امربالمعروف د محتسبانو له لوري نیول شوی او دوې شپې يې په دغه ریاست کې تېرې کړي، وویل: «ما ږیره کوچنۍ کړې وه، خو له دې وروسته به يې پرېږدم، له دې سره د دین نور احکام به نه عملي کوم زه په زوره اصلاح نه غواړم.»

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د امربالمعروف محتسبین نه یوازې نیونې کوي، بلکې خلکو ته له سپکاوي ډک الفاظ هم کاروي.

یو ځوان چې تازه خوشې شوی وایي: «طالب را ته وویل چې په دې څلورو کلونو کې لا هم نه یاست مسلمانان شوي ؟ او نور بد الفاظ یې هم وویل، دا چلند زموږ ایمان نه کمزوری کوي او نه یې زیاتوي خو له دوی څخه مو سخت نفرت کېږي.»

سرچينې وايي، چې دا ډول لفظي سپکاوی د خلکو دیني شناخت تر سوال لاندې راولي، د ټولنیز فشار، احساساتي زیان او دیني نفرت بڼې ته لاره جوړوي.

د ږیرو پر وړاندې دغه سخته تګلاره د طالبانو د نورو بندیزونو تسلسل دی.

په ورته وخت کې پر ځوانانو د ټولنیزو بندیزونو ترڅنګ، له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز، د موسیقۍ غږول حرام ګڼل او د نجونو ښوونځي تړل لا هم مخکنۍ اندېښنې دي.

سرچينې وايي دا ډول کمپاینونه تر ډېره په کندهار کې تر سره کېږي، ځکه چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده همدلته اوسېږي او تر ډېره طالب چارواکي تګ راتګ کوي.

خلک وايي: «د مشر تمرکز د دې لامل شوی چې دلته پالیسي سخته پلي شي، خو ورته بندیزونه په نورو ولایتونو کې یا نشته، یا هم ډېر نرم پلي کېږي.»

خلک له دې شکایت هم کوي، چې طالبان د ږیرو، جامو او ظاهري موضوعاتو ته زیات تمرکز کوي، حال دا چې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

د دوی په وینا، په حکومتي ادارو کې پراخ فساد د دې لامل شوی، چې خلک رشوت ته اړ شي او دولتي خدمات د بډو پرته ممکن نه دي.

سره له دې چې دا ډول اقدامات ښکاره بشري سرغړونې بلل کېږي، تر اوسه د ملګرو ملتونو، بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو یا اسلامي هېوادونو له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د کندهار خلک له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د دا ډول غېر انساني چلند پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې د خلکو پر شخصي ازادیو محدودیتونه لګولي. یو له دې جبري محدودیتونو څخه د ږیرې پرېښودو امر دی، چې د خلکو د شخصي انتخاب حق تر پښو لاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ له ننګرهار ولایت څخه هم ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په یو شمېر ولسوالیو کې طالبان نارینه مجبوروي چې ږیره ولري او که څوک دا کار ونه‌ کړي، نو له سپکاوي، وهلو او ان بندي کېدو سره مخ کېږي.

دغو سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکي او د «امر بالمعروف» محتسبین وخت ناوخته د سړکونو، مارکیټونو او نایي خانو څارنه کوي، څو یقیني کړي چې خلک د دوی د مذهبي تعبیر پر اساس ږیره لري.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

تورخم دروازه کې د سپکاوي فصل؛ د مبایلونو پلټل، نوبت او د عزت بیه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۳۴ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په تورخم دروازې تېرېدونکي افغان مسافر شکایت کوي، چې د پاکستاني سرحدي پولیسو له‌خوا د تالاشۍ، نوبت او قطارونو په نوم ترې غېرقانوني پیسې اخیستل کېږي، مبایلونه یې پلټل کېږي او له ښځو سره د عزت خلاف چلند کېږي.

د مسافرو په وینا، په دې وروستیو کې د تورخم دروازې پاکستاني پولیس له دغه لارې د تېرېدونکو کسانو مبایلونه پلټي او که پکې داسې انځور، ویډیو یا پیغام ومومي چې د دوی د خوښې خلاف وي، نو له مسافرو نغدي پیسې غواړي.

دوی وايي، چې د مسافرو شخصي حریم ته درناوی نه کېږي او دا کړنه یوازې د رشوت اخیستو یوه پلمه ګرځېدلې ده.

یو افغان مسافر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي: «د پاکستان سرحدي پولیسو مې مبایل وپلټلو، یو عام تصویر یې خوښ نه شو، شک یې وښود، خو بیا یې په ښکاره وویل چې که څه چای اوبه (رشوت) ورکړې، پرېږدو دې، ۵۰۰ کلدارې یې راڅخه واخیستې.»

باسط «مستعار نوم » چې څو ورځې وړاندې له خپلې مېرمنې سره د تورخم له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زما د مېرمنې مبایل پولیسو وپلټه، ان شخصي انځورونه یې پرانیستل. دا سپکاوی دی. باید دا کار و نه شي، هېڅ قانون دا اجازه نه ورکوي چې د یو مسافر مبایل بې له اجازې وپلټل شي، دا توهین دی.»

بلخوا، له دغه لارې تېرېدونکي دا هم وایي چې د قطارونو درېدلو یا نوبت اخیستو لپاره هم له دوی څخه پیسې غوښتل کېږي. که څوک پیسې ونه‌لري، ساعتونه منتظر پاتې کېږي، خو که څوک پیسې ورکړي، پرته له ځنډ څخه یې پرېږدي. دا وضعیت هغو کسانو ته هم ستونزمن شوی چې ناروغان او یا عمر خوړلي دي.

امیر خان چې له خپلې ناروغې مور سره له افغانستان څخه پېښور ته د تورخم له لارې تللی و، افانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «له ما سره مې مور وه، هغه د زړه ناروغه ده، خو موږ درې ساعته انتظار وکړ. بیا مو ولیدل چې بل کس چې پیسې ورکړې، سمدستي تېر شو، زه هم مجبور شوم چې پیسې ورکړم، ځکه چې د مور حالت مې ښه نه و.»

د ډېرو نورو ستونزو ترڅنګ د ښځینه مسافرو لپاره وضعیت لا اندېښمن دی. ډېرې ښځینه تېرېدونکې وايي، چې د خوندیتوب ځانګړي شرایط نه شته او د نارینه پولیسو تر څار لاندې ساعتونه ولاړې ساتل کېږي. ان حامله ناروغې یا د ډېر عمرمېرمنې هم خوندیتوب نه احساسوي.

یوه مېرمن چې له خپلو درېیو ماشومانو سره سفر کوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «په تورخم کې د ښځو لپاره نه جلا کتار شته، نه خوندیتوب، نه هم عزت. موږ له دې لارې یوازې د اړتیا له مخې سفر کوو، خو تر ټولو زیات سپکاوی دلته وینو.»

د یادولو وړ ده، چې مدني فعالان او د انساني حقونو ملاتړي بنسټونه له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د تورخم په پوله کې د سرحدي پولیسو له‌خوا له افغان مسافرو سره دا ډول غېر انساني او غېر قانوني، سپک او له فساد څخه ډک چلند بند شي او یو روڼ، عادلانه او انساني بهیر رامنځته شي.

د فلسطین او ایران پر جګړو د طالب مشرانو چوپتیا د دې ډلې د غړو نیوکې راپارولي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۱۵ GMT+۱

طالبان چې له شلو کلونو جګړې او د عامو افغانانو د وینو تویېدو وروسته بیا واک ته رسېدلي، اوس د خپلو جنګیالیو له خوا له پوښتنو او نیوکو سره مخ دي. دغه نیوکې تر هغه وروسته زیاتې شوې، چې د فلسطین او په ځانګړي ډول د ایران پر روانو جګړو کې د طالبانو مشرانو چوپتیا خپله کړه.

طالبانو چې د "جهاد" تر شعار لاندې کلونه کلونه جګړه وکړه، اوس حیران دي چې ولې د «کفر پر ضد جګړه» شعار ورکونکي د هغو جګړو پر وړاندې غلي دي، چې پکې سلګونه مسلمانان وګړي وژل کېږي او اسلامي ملتونه تر برید لاندې دي.

د طالب ډلې یو ټیټ رتبه غړی چې لا هم د کابل په یوه امنیتي حوزه کې دنده لري، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «موږ ته ویل کېدل چې د کفارو پر ضد جهاد کوو، موږ خپل اولادونه، وروڼه، خپلوان او ژوند پرېښود او له دوی سره مو په جګړه کې برخه واخیسته، ما په جګړه کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه، خو اوس چې د مسلمانانو پر ضد جنګونه روان دي، امارت (طالب ډله)چوپ ناست دی. دا ولې؟»

نوموړی زیاتوي: «که زموږ جهاد ریښتینی و، نو ولې نن د مسلمانانو د وژنې پر وړاندې زمونږ مشران چوپه خوله دي؟ که هغه جګړه د کفر پر ضد وه، دا څه دي چې نن یې له وړاندې تېرېږو؟»

قاري الله نور(مستعار نوم) چې د هرات ولایت د شهدا او معلولینو په ریاست کې دنده لري او د طالبانو ډله کې یې ۱۵ کاله تېر کړي دي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي: «مونږ د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د جهاد، دین او قربانۍ شعارونه ورکول، خو اوس چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسراییلي پوځ بې‌رحم بریدونه او د ایران پر ښارونو د حملو خبرونه خپرېږي، زمونږ مشران یوازې "د دعاوو" او پڅو اعلامیو تر حد محدود پاتې شوي دي».

هغه وویل: «هره ورځ په سلګونه کونډې او یتیمان دغه ریاست ته د خپلو کارونو د خلاصون په موخه راځي، په لیدلو یې زه ډېر ځورېږم چې ولې موږ د نورو د واک لپاره خپل خلک په خپله ووژل»

د یادولو وړ ده، چې پر ایران د اسراییل له برید وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې یوازې دغه برید په ډېر محتاط ډول وغانده، نه د جدي غبرګون کومه نښه ولیدل شوه، نه د اسلامي همکارۍ هڅه او نه هم کومه نړۍواله ډیپلوماتیکه هڅه.

دغه محتاط عمل او چوپتیا نه یوازې د نړۍوالو څارونکو، بلکې د طالبانو د خپل صف دننه د شک، نارضایتۍ او نیوکو لړۍ راپارولې ده.

طالبانو چې ځانونه د «دین ساتونکي» بلل، اوس دا پوښتنه کوي چې ایا د دوی جګړه رښتیا هم د دین لپاره وه، که یوازې واک ته د رسېدو یوه سیاسي وسیله.

طالبانو ته دا ننګونه اوس یوازې د حکومتدارۍ نه، بلکې د خپل شعار او عمل ترمنځ د واټن تشریح ده. د جهاد تر نامه لاندې جګړه که د مشروعیت له نظره وڅېړل شي، نو د هغوی نننۍ خاموشي دا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

طالبانو ددفاع وزارت لسګونه پخواني باتجربه منصبوال له دندو ګوښه کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د ملي دفاع وزارت یو شمېر پخوانيو مسلکي افسرانو او تخنیکي کارکوونکو له طالبانو غوښتنه کړې چې له دوی سره عادلانه او قانوني چلند وکړي او د بیا استخدام زمینه دې ورته برابره شي. دغه افسران وايي، ۲۰ سلنه کارکوونکي د تشکیلاتي تنقیص او نږدې ۵۰ سلنه نور د شفاهي تصمیمونو له لارې ګوښه شوي.

دغه کارکوونکي وایي، د طالبانو له حاکمیت وروسته دوی خپلو دندو ته ستانه شول ، خو اوس، شاوخوا څلور کاله وروسته، دوی له بې‌پامۍ او بې‌عدالتیو سره مخ دي.

د دوی په وینا، شاوخوا ۲۰ سلنه کارکوونکي د تشکیلاتي تنقیصله امله له دندو ایستل شوي، او نږدې ۵۰ سلنه نور بیا له دندو څخه د شفاهي او غیر رسمي تصمیمونو له لارې ګوښه شوي دي.

دغه راز، هغوی شکایت کوي طالبان، چې له دندو ایستل شوي، هره میاشت ۵۰۰۰ افغانۍ مرسته تر لاسه کوي، خو مسلکي کارکوونکو ته دا مرسته نه ده ورکړل شوې.

دوی دا چاره ناعادلانه او تبعیضي بولي.

دوی له طالبانو غوښتي چې له دندو ایستل باید قانوني، شفاف او عادلانه میتود ولري او د غیر رسمي او شفاهي برطرفیو لړۍ ژر تر ژره بنده شي.

دغه پخواني منصبوال وايي، مسلکي کارکوونکو ته دې هم د طالبانو په څېر میاشتنی ۵۰۰۰ افغانی معاش ورکړل شي او د دوی تخنیکي او مسلکي وړتیاو ته په کتو دې د بیا استخدام زمینه برابره شي.

هبت الله د قاضیانو سیمینار ته: قاضي د امام وکیل دی او ټول نظام د محکمو ترشا ولاړ دی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د طالبانو مشر په کندهار کې د دې ډلې د قاضیانو او قضایي مسوولینو لپاره د درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار په مراسمو کې ویلي، چې قاضیان د امام وکیلان دي او امام منشور او اصول ور کوي.هغه ویلي، چې که قضا موجوده نه وي، ظالم به ظلم کوي، د مظلوم غږ به څوک نه اوري.

د طالبانو مرستیال ویاند د چارشنبې په ورځ ، د چنګاښ پر ۱۱مه د هبت الله وینا خپره کړې او وايي، چې په دغه سیمینار کې د طالبانو د سترې محکمې رییس، د سترې محکمې مرستیالان، د نظامي محکمې نظامي مرستیال، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، د چارو ادارې لوی رییس او نور لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو.

مولوي هبت الله اخوندزاده د سیمینار ګډونوالو ته په وینا کې د هغوی د خدمتونو ستاینه کړې او د قضا حکمت، حکم، اهمیت، شرف او مشروعیت یې د قران کریم او سنتو په رڼا کې تشریح کړی او ویلي یې دي، چېړد اسلام پیغمبر پخپله قضاوت کاوه، د شریعت احکام یې بیانول، فیصلې یې تنفیذولې او حدود یې تطبیقول.

هغه څرګنده کړې: «قضا په اسلامي نظام کې یو مهم رکن دی. په محاکمو کې د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کېږي. د عدل په نیت یو ساعت قضاوت کول د یوه کال عبادت ثواب لري. د قضا له لارې فتنې او فساد له منځه ځي، عدالت ټینګیږي او د اسلامي نظام بقا د عدالت په وسيله ممکنه ده».

هغه زیاته کړې چې که قضا موجوده نه وي، ظالم به ظلم کوي، د مظلوم غږ به څوک نه اوري، او فسادونه، فتنې او ناوړه اخلاق به په ټولنه کې خپاره شي.

طالب مشر د قاضیانو مقام د امام د استازي په توګه بللی او وايي، چې هغوی ته د امام له خوا ځانګړي اصول او منشور ورکول کېږي، څو په عدالت سره قضاوت وکړي او د خلکو اعتماد په اسلامي نظام ټینګ کړي او د خلکو حقوق خوندي کړي.

مولوي هبت الله اخوندزاده دا هم ویلي، چې د «جهاد» د اهدافو په پلیتابه کې د محاکمو لوی رول دی.

دا سیمینار د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې قضایي اداره له اسلام نه د خپل تعبیر په چوکاټ کې پیاوړې کړي او د خپل واک د مشروعیت لپاره یې وکاروي.

طالبان وايي د دوحې غونډې له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د دوی هڅې وستایلې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې غونډه چې د طالبانو یوه پلاوي هم پکې ګډون کړی و، پای ته ورسېده. د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې په ناسته کې ددوی هڅې ستایل شوې او د مرستو ژمنې ورسره شوې.

دغه غونډه چې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې وه، د ۲۹ هېوادونو استازو پکې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چاوربحثونه کړي دي.

یاده غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د بېلابېلو وزارتونو یو اووه کسیز پلاوی دوه ورځې وړاندې قطر ته تللی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع نن چهارشنبه« د چنګاښ ۱۱مه» وویل، چې د قطرپه غونډه کې د مخدره توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د بديل معيشت رامنځته کولو، او د معتادينو د ساتنې او درملنې په برخو کې مهم بحثونه شوي دي.

د قانع په وینا، « د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت استازو په غونډه کې ګډوی کړی و».

د قانع له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، د تجربو د تبادلې او ګډو هڅو د پياوړتيا په موخه پر خبرو سربیره په یاده ناسته کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د طالبانو هڅې ستایل شوې او په دې برخه کې د مرستو بېلابېلې ژمنې هم ورسره شوې دي.

افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی، چې د مخدره توکو د قاچاق کچه پکې زیاته ده او ګڼ رپوټونه ښيي چې ددې ډلې یو شمېر چارواکي او غړي هم د تاریاکو په کر، سوداګرۍ او قاچاق کې ښکیل دي.

طالبانو د نشه يي توکو پر کر بندیز لګولی او په بدخشان کې د تاریاکو د کروندو له منځه وړو پر سر له یوې اونۍ راهیسې ددې ډلې او سیمه ییزو کرګرو ترمنځ شخړې روانې دي.