د نیو هیومنټېرین وېبپاڼې د راپور له مخې، په بروکسل کې د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې چارواکې «ماري بېشوپینګ» له خبرو داسې ښکاره شوه، چې متحده ایالات به نور د طالبانو له حکومت سره مرسته و نه کړي.
هغې ویلي: «طالبان وایي چې ملاتړ غواړي، خو عمل نه کوي او امریکا نه شي کولی نور دغې ډلې ته پیسې ورکړي.»
نیو هیومنټېرین زیاتوي، که دا پرېکړه عملي شي نو دا به د طالبانو لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه وي، ځکه دغه هېواد له لسیزو راهیسې پر بهرنیو مرستو متکي پاتې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ میلیون ډالره طالبانو ته ورکړي دي، له بلې خوا د پخواني حکومت ۷۵ سلنه لګښتونه د بهرنیو مرستو له لارې تمویلېدل.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۳ میلیونه زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري، چې ۱۲.۳ میلیون یې ماشومان دي.
د ټرمپ د ادارې د جنورۍ میاشتې د نړۍوالو مرستو کنګل دا وضعیت لا پسې خراب کړی.
په راپور کې راغلي، د افغانستان او دوبۍ افغان سوداګر وایي چې دا تمه چې خصوصي سکټور به د مرستو ځای ونیسي، غېرمنصفانه او غېرواقعي ده، په ځانګړي ډول د امریکا له بندیزونو، مالي محدودیتونو او د طالبانو د حکومت په رسمیت د نهپېژندنې له امله.
حاجي عبیدالله چې په دوبۍ کې د افغان سوداګرۍ شورا مشري کوي، وایي، «وېره لا هم پاتې ده او تر هغو چې نړۍوال دا حکومت رسمي و نهپېژني، د پانګوالو لپاره هېڅ تضمین نشته».
هغه زیاتوي: «۸۵ سلنه افغان پانګوال اوس په دوبۍ کې مېشت دي، خو د اوسني وضعیت له امله چمتو نه دي چې په افغانستان کې بېرته پانګونه وکړي.»
وېبپاڼه زیاتوي، په داسې ګونګو حالاتو کې یو افغان پانګوال هڅه کوي دا ذهنیت بدل کړي. میرویس عزیزي، چې په دوبۍ کې د افغان شتمنو له ډلې شمېرل کېږي، سږ کال هرات ته سفر وکړ او هلته یې د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د «عزیزي ټاون» پرانیسته وکړه، چې ۳۰۰ کورونه، یو ښوونځی او یو کلینیک پکې شامل دي. سربېره پر دې، عزیزي هلته د ۱۰ میلیارده ډالرو ژمنه هم وکړه، چې د برېښنا او رېلپټلۍ پراخې پروژې پکې شاملې دي.
افغانستان اوس هم شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردوي او د دې وارداتو لپاره کلنی لګښت ۲۲۰ میلیونه ډالره دی.
د برېښنا د نشتوالي له امله خلکو ته اوږده پرچاوۍ، چاپېریالي الودګي او روغتیايي ستونزې پیدا شوې دي. ځینې روغتونونه ان لسو یا شلو ساعتونو پورې برېښنا نه لري.
د عزیزي کورنۍ بله پروژه چې د میرویس عزیزي د یوه شخصي غم له امله پیل شوې، په کابل کې د «فرشتې عزیزي» په نوم یو روغتیايي ښارګوټی دی، چې پکې د سرطاني ناروغانو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون او د مېندو او ماشومانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون شامل دي.
دا پروژه له هغه وروسته پیل شوه، چې د عزیزي لور فرشته عزیزي د سرطان له امله مړه شوه.
د عزیزي پراختیایي شرکت اجراییه مشر فرهاد عزیزي وایي، د دوی موخه دا ده چې نور شتمن افغانان هم وهڅوي چې وطن ته راستانه شي او خلکو ته خدمت وکړي.
خوسره له دې، عزیزي کورنۍ استثنا ده ځکه د دوی شتمني یوازې په دوبۍ کې ۶۰ میلیارده ډالر اټکل شوی، چې د افغانستان د ټول ناخالص تولید درې چنده برابروي.
سره له دې چې د امریکا د خزانې وزارت یو شمېر جوازونه صادر کړي چې له بندیزونو پرته تجارت ممکن کړي، خو بانکونه لا هم محتاط دي.
د سوداګرو په وینا، د یوه واضیح رسمي سند نشتوالي ستونزې زیاتې کړي دي.
دوی وایي، باید واشنګټن یو لیک صادر کړي چې د مشروع کاروبارونو لپاره د معاملاتو زمینه برابره کړي.
سوداګریز مشران ټینګار کوي، چې که طالبان خصوصي سکتور ته تمه وي چې اقتصاد بېرته راژوندی کړي، نو باید لازم مالي او حقوقي شرایط برابر کړي، په ځانګړي ډول د نړۍوال مالي سیستم سره نښلول شوې بانکداري چې دا د پانګونې بنسټیز شرط بلل شوی.
سره له دې اندېښنو، عزیزي کورنۍ هڅه کوي د اوږدمهاله پروژو له لارې دا پیغام ورکړي چې افغانستان لا هم د پانګونې یو مهم فرصت دی.
فرهاد عزیزي وایي: «که د چا موخه اقتصادي وده وي، نو افغانستان ته دې د یوه فرصتناکه او نوي بازار په سترګه وګوري.»