• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران څخه د کډوالو راستنېدنه؛ تر ۱۰۰ زرو زيات افغانان له دغه هېواد جبري ویستل شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۱

په افغانستان کې د بشري بحران د پراختیا سره سم، په وروستۍ اونۍ کې له ۱۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال له ایران څخه جبري ویستل شوي، چې دا وضعیت د یوې لا جدي بشري فاجعې د رامنځته کېدو نښې څرګندوي.

د « یي ایف یي » ویبپاڼې د راپور له مخې یوازې د ۲۰۲۵ کال له پېله څخه تر دې دمه افغانستان ته تر يو ميليون زيات افغانان بېرته له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور مشر، مولوي احمدالله متقي، ويلي چې د کډوالو کمیسیون چمتو دی، څو بېرته راستانه شویو ته لومړني خدمات لکه د څښاک اوبه، خوراک، او بېړنۍ طبي خدمتونه چمتو کړي.

په راپور کې راغلي، چې د راتګ دا بهیر زياتره د هرات ولایت، اسلام کلا له پولې ترسره کېږي، چې دا د افغانستان او ايران ترمنځ ستره پوله ده. دلته طالب چارواکي او د ملګرو ملتونو ادارې نوي راتلونکي ثبتوي، تر څو هغوی خپلو اصلي ولايتونو ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ايران او اسرایيل ترمنځ وروستۍ شخړې او بمبارۍ د کډوالو په زياتېدو اغېز کړی. د ملګرو ملتونو د استازې روزا اوتونبايېوا په وینا، يوازې په تېرو ورځو کې هره ورځ تر ۱۰,۰۰۰ زيات افغان کډوال له ایران څخه راستنېږي، چې دا شمېره په وروستیو ورځو کې تر ۳۰،۰۰۰ پورې رسېدلې ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له مخکې نه د اقليمي بدلونونو او د بنيادي خدماتو کمښت سره مخ دی، او دا شمېر بېرته راستانه شوي خلک د دغه وضعيت د لا خرابېدو سبب ګرځي.

راپور زیاتوي، چې سږکال تر اوسه ۶۰۵،۰۰۰ کډوال له ايران او ۲۸۲،۰۰۰ له پاکستان څخه راستانه شوي. له پاکستانه بېرته راستانه شويو کې ۵۷ سلنه ماشومان، او له ايران څخه راستانه شويو کډوالو کې ۶۶ سلنه لويان نارينه شامل دي.

« یي ایف یي » وایي چې په ۲۰۲۴ کال کې ملګرو ملتونو درې ميليونه افغانانو ته د ۱۸۳ ميليونه ډالرو مرسته رسولې وه، خو د ۲۰۲۵ مالي کال د مرستو کچه ډېره راکمه شوې، او اوسنی مالي ملاتړ د اړمنو خلکو لپاره بسنه نه کوي.

بلخوا په افغانستان کې د یوناما مرستیال اندريکا راتواټ، په وینا: «هر راستون شوی افغان باید په امن او درناوي سره ژوند وکړي. خو که چټکه مرسته ونه شي، ډېری کورنۍ به نور هم د بېوزلۍ او ناورین کندې ته ولويږي."

د کډوالۍ نړیوال سازمان« اې او ایم »وايي، ډېری راستانه شوي اسناد نه لري او بېړني ډول سرپنا، روغتيايي پاملرنې، او خوندیتوب ته اړتيا لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هنر له لارې مبارزه؛ افغان مېرمنې د خاموش مقاومت په لیکو کې

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۱

فرانسوي خبري اژانس «فرانس ۲۴» په راپور کې وایي، سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو مدني، ټولنیز او تعلیمي فعالیتونه د طالبانو له دوامدارو محدودیتونو سره مخ دي، خو ځینې مېرمنې د هنر له لارې خپل غږ پورته کوي، او دغه هنر د هغوی لپاره د مقاومت، اظهار او هیلو وسیله ګرځېدلې.

له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا په افغانستان واکمن شول، د ښځو او نجونو اساسي حقونه د دغه سخت دریځې ډلې لخوا د سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د زده کړو د ملاتړ نړیوالو ادارو د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوي او نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري. همداراز، ښځې په ډېرو دولتي او خصوصي برخو کې له کار کولو هم منع شوي دي.

د فرانس ۲۴ خبري اژانس په کابل کې د یوې افغانې نجلۍ سره خبرې کړي، هغې چې د رسامۍ پر سپين کاغذ یې د ښوونځي انځور جوړ کړی، وایي، « کله چې طالبان راغلل زمونږ ښوونځي یې راوتړل، ډیره خفه وم، ځکه چې هیلې مې له خاورو سره خاورې شوې، اوس غواړم چې انځورګري زده کړم او له دې لارې خپل ټپي شوی غږ تر نړیوالو ورسوم».

په راپور کې راغلي، دغه ښځې، چې ځینې یې پټې او ځینې یې ښکاره هنري فعالیتونه کوي، د لیک، انځورګرۍ، فوټوګرافي او نورو تخلیقي لارو هڅه کوي د خپل موجودیت، درد، او هیلو کیسې نړۍ ته ورسوي. یو شمېر یې ان د کورونو دننه سټوډیوګانې جوړې کړي، له نړیوالو هنرمندانو سره مجازي همکارۍ کوي، او خپل اثار د ټولنیزو رسنیو له لارې خپروي.

یوه بله افغانه مېرمن « یلدا » چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو له امله ترې لوړې زده کړې پاتې شوي وایي، «هنر نه یوازې د بیان وسیله ده، بلکې د بقا، پېوستون، او هیلو یوه لاره هم ده».

سره له دې چې سانسور، امنیتي ګواښونه او ټولنیز بندیزونه زیات شوي، دغو مېرمنو ژمنه کړې چې خپل هنري کار ته دوام ورکوي او د هنر په ژبه به د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي.

په داسې یو چاپېریال کې چې د خاموشۍ او حذف سیاست حاکم دی، افغان ښځې هنر ته د مقاومت د یوه عمل په سترګه ګوري، یو داسې عمل چې نه یوازې د دوی هویت ژوندی ساتي، بلکې د زرګونو نورو خاموشو غږونو نمایندګي هم کوي.

ډېپلوماټ وېبپاڼه: افغانستان ته د ایران له شخړې ستر ګواښونه ورپېښ دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۱

دیپلوماټ ویبپاڼې په یوه تازه مقاله کې ویلي چې ایران د طالبانو حکومت لپاره له پراخو کډوالو تر ستر سوداګریز شریک پورې یو حیاتي ارزښت لري، او د دې هېواد د شخړو اغېزې افغانستان ته هم رسېدای شي ترڅنګ یې امریکا باید د ایران او طالبانو ترمنځ مخ پر زیاتېدونکو اړیکو ته پاملرنه وکړي.

ډېپلوماټ ویبپاڼه ایران ته د افغانانو تګ او بېرته راتګ ته په اشارې سره وایي چې په دې وروستیو کې د یوې افغان یوتوبرې «مهنور نعیمي» ویډیو د خلکو پام ځان ته اړولی.

نوموړې، چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د کار لپاره ایران ته تللې وه، د جون په«۲۲مه » یې له "سنگ سفید" کمپ څخه، چې د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمې کې د کډوالو یو پنډغالی دی، د افغان کډوالو سخت وضعیت بیان کړ.

ویبپاڼه زیاتوي، مهنور نعیمي، چې له تهران څخه ګڼو ښارونو ته کډه شوې وه،اوس غواړي بېرته افغانستان ته راستنه شي، خو د ایران د داخلي وضعیت له امله بنده پاتې ده. ویډیو کې یې ښودل کیږي چې ماشومان وږې، ښځې او سړي له لوږې او بې سرپناهۍ سره مخ دي. نوموړې په ژړغوني غږ وویل: «افغانستان که هر څه دی، زموږ وطن دی».

ډیپلوماټ ویبپاڼه د یوې پوښتنې په ډول پوښتي، ولې طالبانو ته ایران ارزښت لري؟ یاده ویبپاڼه دې پوښتنې ته په خپله مقاله کې ځواب وایي او لیکي، چې د طالبانو حکومت، له ۲۰۲۱م کال راهیسې له پراخې نړیوالې انزوا سره مخ دی، اوس هڅه کوي له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول ایران سره، اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړي. ایران نه یوازې د افغان کډوالو کوربه دی، بلکې د افغانستان لپاره د تېلو، ګازو او خوراکي توکو مهم صادراتي هېواد هم ګڼل کېږي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري شاوخوا ۲.۲میلیارده ډالرو ته رسېدلې، چې له دې جملې یوازې ۳۸میلیونه ډالره یې صادرات کړي دي.

ویبپاڼه په ایران کې د میشته افغان کډوالو ستونزو ته اشاره کوي او زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ « یو این ایچ سي ار» د اټکل له مخې، نږدې ۴.۵میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي، چې له ۷۰ سلنې څخه یې ډیر ښځې او ماشومان دي.

د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال نیولي او د کډوالو پنډغالو ته یې لېږدولي او یا یې هم افغانستان ته په جبري ډول ستانه کړي دي. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو دغه کمپونه « بندخونې ته ورته» بللي دي.

په مقاله کې راغلي، سره له دې چې ایران د طالبانو لپاره یو مهم اقتصادي شریک هېواد دی، خو د ایران او اسراییلو ترمنځ د وروستۍ شخړې پر مهال د طالبانو مشرانو هڅه کړې ده، چې له تند غبرګون څخه ډډه وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د جون په «۲۱مه » د ایران له سفیر سره لیدلي او یوازې یوه محدوده اعلامیه یې خپره کړې، چې پکې د ایران پر ضد د اسراییل بریدونه غندل شوي دي. خو له دې پرته، نه عامه لاریونونه شوي او نه هم د امریکا ضد شعارونه ورکړل شول، دا یوه داسې سیاسي رویه ده چې د پخواني جمهوریت له واکمنۍ سره توپیر لري.

ویبپاڼه له ایران څخه د افغان کډوالو دوامداره راتګ د طالبانو لپاره یو جدي ګواښ په توګه په ګوته کوي او وایي، د افغانستان بشري وضعیت لا له وړاندې له کړکېچه ډک دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان د بشري اړتیاوو لپاره د ۲۰۲۴م کال د مرستو پلان تر دې دمه یوازې ۱۸سلنه تمویل شوی. که ایران افغان کډوال په دوامداره ډول بېرته راولېږي، نو دا راتګ به طالبان ددوی لپاره د کاري فرصتونو، مرستو او د بیا ادغام په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي.

ویبپاڼه د پایلې په توګه وایي چې که طالبان د ایران د اغېز ساحې ته لا ورننوځي، نو دا به نه یوازې د افغانستان د کورني ثبات لپاره خطرناک وي، بلکې دا به د امریکا لپاره هم یوه ستراتيژیکه ماتې وي او له افغانستان سره د تعامل نه شتون، دغه هېواد د افراطیت، نیابتي جګړو او بشري ناورین پر مرکز بدلولی شي.

دا ویبپاڼه د اندېښنې په توګه زیاتوي، چې دا وضعیت د یو څه ژور فکر غوښتنه کوي. افغانستان یوازې د طالب ډلې حکومت نه، بلکې د میلیونونو معصومو وګړو کور دی، چې د نړۍ پام ته اړتیا لري.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمدولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د ازادو سیالیو مبارز احمدولي هوتک د سبمېشن په تخنیک خپل روسي سیال سیدګاد ژيرکوف ته ماتې ورکړه او دغه سیالي يې وګټله. سبمېشن تخنیک په ازادو سیالیو کې کاريږي او موخه یې دا وي، چې سیال د درد، یا بې وسۍ له امله تسلیم شي.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمدولي هوتک په بلاروس کې خپل روسی سیال سیدګاد ژیرکوف ته د سبمېشن په تخنیک مات کړ.

هوتک له درې کلن ځنډ ووروسته د لوبې میدان ته داخل شو او ښه ولوبېد.

احمد ولي هوتګ په خپله فیسبوک پاڼه افغانانو ته ددغه بریا مبارکي ورکړې.

د ازادو سیاليو د «ګلوبل سيريز» د ۹۱م پړاو سيالۍ د بلاروس په پلازمېنه مینسک کې تر سره کيږي، چې احمدولي هوتک په کې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سيالي د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د پرایم هال ورزشي لوبغالي کې تر سره شوه.

د احمد ولي هوتک روسي سيال تر وړاندې څلور سیالۍ تر سره کړې وې، چې درې یې ګټلي او یوه یې بايللې وه، خو نن شپه يې خپله دویمه ماتې هم وخوړه.

بل خوا بیا افغان لوبغاړي احمدولي هوتک ۱۲ سیالۍ تر سره کړي، چې ۱۱ يې ګټلي دي.

په هلمند کې د ۷ کلنې ماشومې د زور نکاح؛ طالبانو دواړه کورنۍ شرعي محکمې ته سپارلي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي، چې په هلمند کې یوه کم عمره ۷ کلنه ماشومه د خپل پلار له خوا ۴۵ کلن سړي ته د پېسو په بدل کې په نکاح شوې، چې دوی يې مخه نیولې. دغه سړي دوه نور ودونه هم درلوده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې یو پلار خپله ۷ کلنه لور د پيسو په بدل کې ۴۵ کلن سړي ته په نکاح کړې وه.

د سرچینو په خبره، چې د نجلۍ پلار د غربت له کبله دا کار کړی.

د هلمند څخه سرچينې زياتوي: « د ۷ کلنې ماشومې او ۴۵ کلن سړي نکاح شوې وه او نن يې د پښه خلاص د دود له مخي له هغې سره يو ځای کېده، چې طالبان خبر شوي او مخنیوی يې کړی.»

دغه کس دوې نوري ښځي هم درلودې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د معلوماتو د ترلاسه کولو او څېړونو وروسته یې د ۷ کلنې ماشومې پلار او ۴۵ کلن سړی نیولی او دا مهال یې د «شرعي پرېکړې لپاره محکمې ته سپارلي.»

سرچینه دا هم وايي، چې طالبانو له یاد کس څخه ضمانت اخیستی ترڅو نجلۍ ۱۵ کلنۍ ته د رسېدو مخکې به هغې ته نه ورځي.

طالبانو تېر کال د جبري نکاح مخنيوی خپله لاسته راوړنه یاده کړې وه. خو ددغه ډلې واک ته له رسېدو سره د دویم او دریم واده دود یو ځل بیا عام شوی، په تېره د طالبانو په لیکو کې اکثره چارواکي پدې تورن دي چې د پیسو په زور دوه او درې ودونه کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې د ښځو او نجونو په وړاندې پراخ او سخت بندیزونه ولګول.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګېدلی، ښځې په سیاسي مشارکت کې ګډون نشي کولی، تفریحي ځایونو او سفر بغیر له محرمه نشي کولی ترڅنګ یې د بیان په ازادۍ سخت بندیزونه وضعه کړي.

بلال کریمي: بهرني پانګوال دې افغانستان کې له پانګونې او سوداګریزو فرصتونو ګټه واخلي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د طالبانو له‌خوا په چین کې ټاکل شوی سفیر بلال کریمي د «ټرانس همالیا فورم» په پنځمه غونډه کې ګډون کړی او په خپله وینا کې یې له نړیوالو، په ځانګړي ډول له بهرنیو پانګوالو، غوښتنه کړې چې افغانستان کې له سوداګریزې پانګونې او فرصتونو ګټه واخلي.

بلال کریمي دغه غونډه چې د سیمې د اقتصادي، اقلیمي، انرژۍ او پانګونې پر موضوعاتو متمرکزه وه، یوه ارزښتمنه سیمه‌ییزه غونډه وبلله او هیله یې وښوده چې دا ډول ناستې باید یوازې تشې غونډې نه‌ وي، بلکې عملي پایلې هم ولري.

نوموړي زیاته کړه: « افغانستان اوس د پراخو پانګونو لپاره پرانیستی هېواد دی، موږ بهرني پانګوال هڅوو چې دلته راشي، وضعیت له نږدې وڅېړي او له شته فرصتونو ګټه واخلي.»

طالب سفیر په خپله وینا کې ډاډ ورکړ چې د طالبان د بهرنیو پانګوالو د امنیت خوندیتوب ته ژمن دی.

هغه وویل: «موږ هڅه کوو چې یوه باوري فضا رامنځته کړو تر څو نړیوال پانګوال دلته په ارامه پانګونه وکړي.»

په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته، چین د هغو څو هېوادونو له ډلې دی چې له افغانستان سره‌یې خپل تماسونه جاري ساتلي دي. چین د افغانستان جیوپولیټیک موقعیت، معدني سرچینو او د سیمې اتصال ته ځانګړې پاملرنه لري.

بیجینګ له طالبانو سره اقتصادي اړیکو ته لېوالتیا ښودلې او تر دې دمه یې له یو شمېر طالب چارواکو سره د پانګونې، انرژۍ، ترانسپورټ او کانونو په برخه کې خبرې کړې دي. چین همداراز هڅه کوي چې افغانستان د «یو کمربند یوه لار» پروژې سره ونښلوي.

د یادولو وړ ده، که څه هم چین لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی، خو د دواړو خواوو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي تماسونه دوام لري. دا اړیکې د چین لپاره یوه مهمه سیمه‌ییزه محاسبه ده، څو خپل اقتصادي، سیاسي او امنیتي ګټو ته وده ورکړي.