• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو جبري ستنېدو لړۍ دوام؛ تېرو دوو ورځو کې له ایرانه ۴۲زره افغانان اېستل شوي دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوه ورځو کې له ایرانه ۴۲زره کسان د هرات او نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۳۷۸۲ کورنۍ هم شاملې دي.

د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۶مه) د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، چې دغو کسانو ته یې په پولو کې د اړینو خدمتونو او لنډمهاله مېشتېدو پنډغالي هم جوړ کړي دي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان هم خبر ورکړی، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له امله هېواد ته د افغانانو جبري ستنېدو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د ایران په یو شمېر ښارونو کې بیا د افغانانو پر ګرځېدو هم بندیز لګېدلی او کرمانشاه ولایت کې یې بیا خبرداری ورکړی، چې تر نیول کېدو وروسته به افغانان په زوره خپل هېواد ته لېږي.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې تر بل هر ځایه په کې افغان کډوال ډېر مېشت دي او شمېر یې تر څلور مېلیونه کسانو هم اوړي.

د ماژان صالحي په نوم ایران کې یو مېشت افغان کډوال وایي: «تر اوسه پورې هغه کډوالو ته چې قانوني اسناد لري، څه ستونزه نه‌شته؛ خو هغوی چې اسناد نه لري اېستل کېږي».

ایراني چارواکو له دې وړاندې طالبانو سره هم د افغانانو د ستنېدو پر بهیر خبرې اترې کړې وې.

طالبانو په وار، وار د ایران تر څنګ پر پاکستان هم غږ کړی، چې افغانان دې په جبري توګه ستنېدو ته نه اړ کوي او باید اجازه ورکړي چې په خپله خوښه او باعزته توګه افغانستان ته ستانه شي.

هره ورځ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د افغان کډوالو نیول کېدو پسې ګرځي او په زوره یې خپل هېواد ته استوي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې نږدې ۲۰۰زره کسان په جبري توګه له یاد هېواد څخه اېستل شوي او همدا راز معلوماتو څرګنده کړې، چې له ایرانه هم روان کال کې تر ۶۰۰زرو ډېر افغانان اېستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

له نجونو پرته؛ تازه د ننګرهار پوهنتون نږدې ۶۰۰ زده‌کړیالان فارغ کړل

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه ۵۳۶ ځوانانو په بېلابېلو برخو کې د لېسانس دورې بشپړې کړې دي. هم‌مهاله د ملاهبت الله د بندیزونو له امله نجونې په کور ناستې دي او د فارغانو په کتار کې نه وې.

د دغو فارغانو له ډلې ۱۹۶ کسان له انجینرۍ، ۱۰۴ له ساینس، ۱۶۰ له اقتصاد او ۷۶ نور بیا له وترنرۍ پوهنځي فارغ شوي دي.

په همدې تړاو د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۶مه) جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون استادانو او د طالبي رهبرۍ یې له خپل حکومته وغوښتل، چې دغو نویو فارغانو ته په حکومتي چوکاټ کې د دندو فرصت ورکړي.

خو د ننګرهار پوهنتون په دغو مراسمو کې هېڅ ښځینه فارغه نه وه.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ټول هېواد کې د نجونو پر زده‌کړو سخت بندیزونه لګېدلي او په ټولو پوهنتونو کې د نجونو زده‌کړې د ملاهبت الله د یوه فرمان له مخې منعه اعلان شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي‌بي‌سي سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې لا هم له «شرعي لیده د نجونو زده‌کړو بیا پیلېدو لپاره کومه حل لاره نه ده موندل شوې».

طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د «ترتیب او شرعي چوکاټ» په نوم د نجونو زده‌کړو پیلېدو لپاره خلکو ته هیلې ورکوي؛ خو ښکاري چې دوی په دغو ژمنو کې دروغجن دي.

راپورونو ښودلې، چې د ملاهبت الله په ګډون د هغه نږدې کړۍ نه غواړي چې نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي او له همدې کبله یې د تورې تیارې څادر غوړولی.

د طالبانو ترمنځ هم د نجونو د زده‌کړو پر سر ناندرۍ او سخت مخالفتونه رامنځته شوي دي.

د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي نږدې څلور میاشتې وړاندې په خوست کې د یوې غونډې پر مهال نیوکه وکړه، چې د دوی مشر د خپل «شخصي فکر او طبعیت» له مخې د نجونو زده‌کړې بندې کړې دي او دغه بندیز هېڅ ډول شرعي بڼه نه لري.

له دغه ډول تکراري څرګندونو وروسته په افغانستان کې د نوموړي ژوند هم سخت شو او ملاهبت الله یې د نیول کېدو امر وکړ؛ خو عباس ستانکزي وار لومړی کړ او متحده عربي اماراتو ته یې پښې سپکې کړې، چې لا تر اوسه هلته دی.

د ملاهبت الله د امر له مخې؛ هر هغه کس، د بشري حقونو او زده‌کړو فعال چې د افغانستان دننه د نجونو د تعلیم په ملاتړ غږ پورته کوي؛ باید ونیول شي.

تر اوسه لسګونه هم نه بلکې سلګونه کسان طالبانو له همدې امله ځورولي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي دي.

که څه هم یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو نړۍ‌والو سازمانونو له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي او‌ پوهنځي بېرته پرانېزي؛ خو نه یوازې پر دې غوښتنو غوږونه کاڼه اچول شوي، بلکې ورسره پر ښځو او نجونو بندیزونه لا نور هم ډېر شوي دي.

د کانګرس استازی: د طالبانو له ژمنې سره، سره په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ لا په خپل ځای دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۰۹ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د فرعي کمېټې مشر د پنجشنبې په ورځ د دغې کمېټې په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د بایډن ادارې په بېړه وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په سوېلي او مرکزي اسیا کې د ترهګرۍ ګواښ لا په خپل ځای دی.

بل هایزینګا وایي، چې د دوحې په تړون کې د طالبانو د ژمنو سره، سره افغانستان یو وار بیا د هغو ترهګرو په مرکز بدل شوی چې د خوندي پټنځایونو په لټه کې دي.

هغه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان ډله په سیمه کې تر ټولو مهم ترهګریز ګواښونه وبلل.

هغه خبرداری ورکړ، چې ترهګرې ډلې په ټوله سیمه او نړۍ کې د بریدونو ترسره کولو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي.

ښاغلي هایزینګا زیاته کړه، چې اوس‌مهال د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ګواښونه تر بل هر وخت ډېر څرګند شوي دي.

هغه وایي، چې پاکستان په وروستيو کلونو کې تر ټولو زيات د ترهګريزو بريدونو شاهد و.

هغه دارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د امریکا رول ته په اشارې سره وویل، چې واشنګټن د دوه اړخیزو تړونونو او څو اړخیزو تګلارو له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له خپلو نړۍوالو شریکانو سره مرسته کوي.

هغه د داعش خراسان په کنټرول کې د طالبانو ناکامۍ ته اشارې سره ویلي، په داسې حال کې چې طالبان د بریا ادعا کوي؛ داعش خراسان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او ان له مرکزي اسیا څخه ور هاخوا له کډوالو ټولنو څخه د افراطیت او استخدام هڅه کوي.

ملګري ملتونه: سږ کال یو مېلیون افغانان راستانه شوي؛ نړۍواله ټولنه باید سمدلاسه اقدام وکړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۲:۰۱ GMT+۱

په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتواټ وایي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا یو مېلیون افغانان بېرته له کډوالۍ څخه هېواد ته راستانه شوي او نړۍواله ټولنه باید سمدلاسه اقدام وکړي.

هغې زیاته کړې، « هر راستنېدونکی د خوندیتوب او وقار مستحق دی، مګر د بیړني ملاتړ پرته، مونږ د کورنیو د بې وزلۍ او ناهیلۍ ژور حالت ته د تلو له ګواښ سره مخامخ یو.»

راتواټ خبرداری ورکړ، چې د بشپړ بشري ناورین مخنیوي کړکۍ په چټکۍ سره تړل کیږي. د دوامداره بیا یوځای کېدو ډاډ ترلاسه کولو او د نویو کډوالو د راتګ او میشته کېدو لپاره سمدستي او د پام وړ تمویل خورا مهم دی، که نه نو دا پرمختګونه کولی شي سیمه بې ثباته کړي.

نوموړی زیاتوي، « د پاکستان او ایران څخه د راستنېدو جریان په چټکۍ سره روان دی، ډیری راستنیدونکي د هیڅ شتمنۍ، خدماتو ته محدود لاسرسی، او د کار امکانات نلري، چې دا د لا بې ثباتۍ ګواښ زیاتوي.

هغه وایي په ۲۰۲۴کال کې، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، ملګرو ملتونو او شریکانو د منځمهاله ملاتړ په برخه کې ۱۸۳ میلیون امریکایي ډالر چمتو کړل، چې د سرپناه، معیشت، د کار پیدا کولو، او اړینو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ۳میلیون څخه زیاتو راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته رسیدلي، چې د ټولنیز یووالي او سیمه ایز ثبات په رامینځته کولو کې یې مرسته کړې.

برسیره پردې، بشري شریکانو د پاکستان او ایران څخه له ۴۶۰،۰۰۰څخه زیاتو راستنېدونکو سره د بیړنۍ مرستې په برخه کې مرسته وکړه. له بده مرغه، د نړیوال تمویل کمښت له امله، دا ملاتړ په ۲۰۲۵کال کې د پام وړ کم شوی دی.

راتواټ وویل: « دا راستنیدونکي بیرته هغو ټولنو ته ځي چې دمخه تر فشار لاندې دي، که موږ د دوی د بیا یوځای کېدو ملاتړ نشو کولی، نو موږ به د کډوالۍ د یوې نوې دورې د پیل له کواښ سره مخ شو.»

بلخوا په افغانستان کې کډوالۍ نړیوال ملاتړ ادارې مشر میهیونګ پارک وایي، چې د راستنیدونکو لویه برخه بې اسناده کډوال دي، دا کورنۍ د خپلو جامو پرته ډیر لږ څه له ځان سره راوړي، چې په بیړني ډول سرپناه، روغتیا پاملرنې او ساتنې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، «مونږ او بشري شریکان چمتو یو چې ځواب ووایو، مګر موږ اړتیا لرو چې نړیوالې ټولنې د دې ننګونې سره د مقابلې لپاره د اړین تمویل ګام پورته کړي.»

د یادولو وړ ده، چې د تمویل اوسنۍ کچه د دې بې ساري راستنېدونکو کچې پوره کولو لپاره د اړتیا وړ څخه ډیره ټیټه ده. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې اوس مهال په دې وخت پانګونه کولی شي د سیمه ییز ثبات او نورو ګډوډیو ترمنځ یو روښانه توپیر رامنځته کړي.

اکسپرېس ټرېبیون: د افغانستان اوسنی وضعیت؛ د نړیوالو د پاملرنې نه‌ شتون او د ستونزو دوام

۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۷ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۱

پاکستانۍ ورځپاڼه اکسپرېس ټرېبیون په خپله سرمقاله کې وایي په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د اوکرایین روانې جګړې او په منځني ختیځ کې د اسراییلي یرغلونو له امله بوخته ده، د جنوبي اسیا سیمه، په تېره بیا افغانستان، هم د پام وړ ناورین سره لا هم مخ دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د هند او پاکستان ترمنځ د احتمالي شخړو ترڅنګ، د پاکستان او افغانستان اړیکې له یو بل سره هم خړې پړې شوې دي. پاکستان ته د ترهګریزو بریدونو د ګواښ تر څنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې او خلاصې پولې هم د امنیت له مخې جدي ننګونه ده او له ۲۰۲۳ کال راهیسې،۸۰۰زره څخه د ډیرو افغان کډوالوله پاکستانه ایستل، چې دغه حالت دواړه هېوادونه سیاسي او بشري کړکېچ سره مخ کړي دي.

په سرمقاله کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر بنسټ، سره له دې چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه شوې، خو افغانستان کې امنیت لا هم بې‌ثباته دی. د عراق او شام اسلامي دولت څانګه « داعش خراسان » لا هم د طالبانو د رژیم پر واکمنۍ څرګندې ننګونې دي.

ورځپاڼه د طالبانو پر وړاندې ننګونو ته ګوته نیسي او وایي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې شتون یوه لوی ګواښ دي، او دغه ډلې د مذهبي لږکیو پر وړاندې د بریدونو ترڅنګ، د طالب لوړپوړو چارواکو لکه د ښار جوړونې وزارت پر دفتر برید هم کړی چې د دغه وزارت وزیر خلیل حقاني په کې ووژل شو.

همداراز، د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقاومت جبهه" او ترڅنګ یې د "افغانستان د آزادۍ جبهه" لا هم فعالې دي. که څه هم، دا ډلې تراوسه نه دي توانېدلي چې د طالبانو سخت دريځه واک ته کوم جدي ګواښ رامنځته کړي.

اکسپرېس ټرېبیون په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د بشري مرستو کمښت یو بله جدي ستونزه ګڼي او زیاتوي، ملګري ملتونه وايي چې د ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پیلېدو سره، یو ځل بیا نجونې له ثانوي ښوونځیو او لوړو زده‌کړو محرومې شوې دي. همداراز، د افغانستان بشري اړتیاوې خورا جدي پاتې دي. د ملګرو ملتونو د روان کال د بشري مرستو پلان، چې نږدې ۱۷ میلیونه افغانانو ته د مرستو نیت لري، یوازې د خپل ۲.۴۲ میلیارده ډالري بودیجې ۱۵ سلنه ترلاسه کړې، چې دا وضعیت د طالبانو حکومت له جدي ننګونو سره مخ کوي.

ورځپاڼه لیکي، د چین نفوذ په افغانستان کې مخ په زیاتېدو دی. چین هڅه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له څلور کلن ځنډ وروسته د سیاسي اړیکو بېرته ټینګښت ته لاره هواره کړي. روانه میاشت، پاکستان اعلان وکړ چې په کابل کې خپل سرپرست سفیر په رسمي سفیر بدلوي، او افغانستان هم ورته ګام واخیست. سره له دې چې چین، روسیه او څو نور هېوادونه د طالبانو استازي مني، خو تر اوسه هیڅ هېواد دې ته تیار ندې چې د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني.

اکسپرېس ټرېبیون وایي، طالبانو ته نږدې څلور کاله وخت ورکړل شو، تر څو له یوې یاغي ډلې څخه فعال حکومت ته واوړي. د هغوی سخت‌دریځی دریځ، چې لومړی د داعش خراسان د ملاتړ د له‌لاس ورکولو له وېرې توجیه کېده، اوس نور د منلو وړ نه دی. طالبان باید خپله تنګ‌نظري پرېږدي، په زور منلو حکومتدارۍ پر ځای د مسوولیت‌ منلو او استازولۍ پر بنسټ یو حکومت رامنځته کړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت ندی منلی او خپله د طالبان د حکومت نږدې ټوله کابینه لا هم سرپرسته ده. نړۍوالنه دغه ډله د بشر د حقونو په نقض توروي او وایي چې انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړي، نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نشته، سیاسي فعالیتونه بند دي، د بیان ازادي نشته او تر څنګ یې خلک اشخاص چې د طالبانو په حکومت نیوکې کوي زندانونو ته اچول کیږي او سخت شکنجه کیږي.

د سرحد سوداګرۍ خونه: د ټرانزیت سوداګرۍ لپاره دې ژر بانکي ضمانت پر ځای د بیمې ضمانت پلی شي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۱۳ GMT+۱

د سرحد سوداګرۍ او صنعت خونې( ایس سي سي ای ) د پاکستان او افغانستان تر منځ د ټرانزیټ سوداګرۍ لپاره د بانکي ضمانتونو پر ځای د بیمې ضمانتونو د پلي کېدو پر اوږدې ځنډېدنې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل چې د دغې تګلارې د ژر پلي کېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د اقتصادي ویبپاڼې « پرافېټ » د راپور له مخې، د سرحد سوداګرۍ خونې مشر فضل مقیم خان په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې حکومت باید د بانکي ضمانت پر ځای د بیمې ضمانت پالیسي ژر تر ژره پلي کړي، تر څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه‌اړخیزه او ټرانزیټ سوداګري لا پیاوړې شي.

هغه یادونه کړې، چې دا پالیسي د روان ۲۰۲۵ کال په پېل کې د حکومت له لوري اعلان شوې وه، چې موخه یې د افغان ټرانزیټ تجارت اسانتیاوو زیاتول وو، خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده غوره کړې، چې دې کار د سوداګرۍ بهیر ته زیان رسولی دی.

د « ایس سي سي ای » مشر زیاته کړې، چې د ډیورڼد کرښې دواړو غاړو سوداګر د دغې پالیسۍ د نه پلي کېدو له امله له جدي خنډونو او اضافي لګښتونو سره مخ دي، او دا حالت د خیبرپښتونخوا سوداګر، چې د افغانستان له لارې پر سیمه ییز تجارت ډېره تکیه لري، بې‌ساري اغېزمن کړي دي.

هغه وویل: « ددې پالیسي په پلي کېدو کې غیر ضروري ځنډ نه یوازې د تجارت تسلسل ګډوډوي، بلکې د کاروبارونو لګښتونه لوړوي، او دپښتونخوا ستراتیژیک رول د افغانستان او منځنۍ اسیا سره په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې تر سوال لاندې راولي.»

فضل مقیم خان د پاکستان له سوداګرۍ وزارت او د فدرالي مالیې ادارې (ایف بي ار ) څخه وغوښتل، چې بې له ځنډ څخه دې د بیمې ضمانت میکانیزم فعال کړي، روښانه لارښوونې دې صادرې کړي، او د پالیسۍ د تطبیق په بهیر کې دې دپښتونخوا سوداګرو ته هم برخه ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: « دغه اصلاحات نه یوازې د تجارت جریان بېرته عادي کوي، بلکې د لګښتونو د راکمولو ترڅنګ، د پښتونخوا اقتصادي رول هم پیاوړی کوي.»

د « ایس سي سي ای » مشر ټینګار وکړ، چې حکومت باید له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ژر تر ژره عملي او واقعي ګامونه پورته کړي، تر څو دا مهمه پالیسي پلي شي او د سیمه‌ییز تجارت روان خنډونه لیرې شي.