• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایستلو له ګواښ سره مخ افغانان؛ امریکا باید کډوالو سره په خپلو ژمنو ودرېږي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۱

د جان هریسن په نوم یوه متقاعد امریکايي ډاکټر په متحده ایالاتونو کې د افغان کډوالو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له حکومت نه یې غوښتي چې له دې کورنیو سره پر کړو ژمنو ودرېږي.

د مقالې لیکوال وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، یو شمېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، له خپلو کورنیو سره امریکا ته لېږدول شوي دي.د هغه په ​​وینا، دا خلک له امریکایي ځواکونو سره د صادقانه کار او خدمت له امله د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) په ترلاسه کولو سره د مرګ له خطر نه ژغورل شوي او دا مهال په امریکا کې ژوند کوي.

نوموړي امریکايي ډاکټر ویلي چې په تېروشاوخوا درېیو کلونو کې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو کورنیو دندې موندلي، ماشومان یې ښوونځيو ته تللي او انګلیسي ژبه یې زده کړې ده.هغه زیاته کړې چې افغان ځوانان په دغه هېواد کې پوهنتونونو ته ځي او د خپلو زده‌کړو تر څنګ نیمه ورځ دندې هم لري.

جان هریسن وايي چې دې کورنیو د افغانستان پرېښودو او په بېړني حالت او اندېښنې سره متحده ایالاتو ته د لېږدولو پر مهال له خپلو کورنیو سره ان د خدای پاماني کولو فرصت هم نه درلود. د هغه په ​​وینا، امریکا ته تللیو افغانانو په پوځي کمپونو کې سختې ورځې تېرې کړې، خو د ټولو ننګونو سره سره، دوی وکولای شول چې یو نوی ژوند پیل کړي.

هغه ټینګار کړی چې دا کورنۍ په امریکا کې ازادۍ، د نجونو زده‌کړو، کار او ژوند ته ارزښت ورکوي، خو دا مهال هغوی د ایستلو له ګواښ ته اندېښمن دي. د یاد ډاکټر په وینا، د امریکا حکومت باید له دې خلکو سره خپلې کړې ژمنې پوره او د هغوی ملاتړ وکړي.

د مقالې لیکوال زیاته کړې چې افغان کډوال لاهم په افغانستان کې د خپلو پاتې کورنیو غړو له لیدلو نه محروم دي، خو بیا هم هغوی په امریکا کې له شته فرصتونو خوښ او منندوی دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټي‌پي‌اېس موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۴مه پای ته ورسېږي. د دغه وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي. دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحده‌ایالاتونو کې ژوند کوي، د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو او نجونو پر ضد تر ۸۰ ډېر رسمي فرمانونه صادر کړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د نوې ارزونې له مخې، طالبانو تر دې دمه له ۸۰ زیات رسمي فرمانونه، لارښوونې او احکام صادر کړي، چې د ښځو بشري حقونه او فردي ازادۍ یې په مستقیم ډول او تنظیم شوې بڼه په نښه کړي دي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله دې فرمانونو د ښځو او نجونو د ژوند بېلابېل برخې اغېزمنې کړي دي. له شپږم ټولګي وروسته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، له شرعي محرم پرته د سفر مخنیوی، د جامو او حجاب په برخه کې سخت محدودیتونه او له پارکونو، ورزشي سالونونو، عامه حمامونو، کتابتونونو او پوهنتونونو څخه د ښځو بشپړ منعه کیدل د دغو فرمانونو برخې دي.

په راپور کې راغلي، نه یوازې دا چې ښځې له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند څخه محوه شوي، بلکې د طالبانو د واکمنۍ په جوړښت کې هم هېڅ رول نه لري. دا مهال، د دغه ډلې په حکومت کې هېڅ ښځه په کابینه یا ولایتي دفترونو کې نشته او شاوخوا ۸۰ سلنه ځوانې ښځې له زده‌کړو، کار یا مسلکي روزنو څخه بې‌ برخې پاتې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې دا تګلارې نه یوازې د ښځو بسنټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې افغان ټولنه هم له ستر خطر سره مخ کوي. د دې ادارې شنونکي وايي، که دغه بندیزونه دوام پیدا کړي، فقر به زیات شي، د زده‌کړو کچه به راټیټه شي او د ښځو پر وړاندې به جوړښتي تاوتریخوالی لا ډېر شي.

راپور کاږي، سره له دې چې فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو افغان ښځې لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. ځینې ښځې د وړو اقتصادي نوښتونو، پټو ښوونیزو فعالیتونو او رسنیزو هڅو له لارې د خپل غږ پورته کولو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي او د هغوی د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره سیاسي، اقتصادي او ډېپلوماتیک ګامونه واخلي.

پاکستان د محرم د ۱۰ ورځو تر پایه د افغان کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل وځنډاوه

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی چې د محرم په موده کې د امنیتي او مذهبي اندېښنو له امله له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د ایستلو د ټاکل شوي ضرب‌الاجل وروستۍ نېټه په موقت ډول ځنډول شوې ده.

پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې د محرم تر لومړۍ لسیزې وروسته به د ایستلو پراخ عملیات یو وار بیا پیل شي.

ورته مهال ویل کېږي چې د پاکستان فدرالي حکومت به ډېر ژر د دغه بهیر د غځېدو یا د نویو مقرراتو د جوړېدو په اړه بیان خپور کړي.

دې سره جوخت، د پاکستان امنیتي ځواکونو د جعلي هویت اسنادو، ناقانونه تابعیت او د هغو شکمنو دولتي کارمندانو پر وړاندې چې له افغانانو سره اړیکې لري، عملیات پیل کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې یو شمېر افغانانو د ځینو پاکستاني سوداګرو د نومونو په کارونې سره جعلي اسناد ترلاسه کړي او په دې تړاو یې څېړنې روانې کړي دي.

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت دا اقدام داسې مهال کوي چې د پاکستان فدرالي حکومت له‌خوا د پي‌او‌ار (PoR) کارټ‌لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو ټاکل شوي ضرب الاجل ته یوازې دوه ورځې پاتې دي.

ایران په مشهد کې «۳ افغان زندانیان» اعدام کړي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان «هه‌نګاو» اعلان کړی چې د ايران حکومت د مشهد په مرکزي زندان کې درې تنه افغان بندیان اعدام کړي دي. د یاد سازمان په وينا، پر دغه افغانانو د نشه‌يي توکو اړوند تورونو له کبله د اعدام حکمونه صادر شوي وو.

هه‌نګاو د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په خبرپاڼه کې ويلي چې د اعدام شویو له ډلې د دوو کسانو هویت په ډاګه شوی، خو د یو بل تن بیا پټ پاتې شوی دی. د دغو دوو اعدام شویو افغانانو نومونه «پاشاه او حمد» ښوول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه درې واړه زندانيان د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) د مشهد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي. تر دې دمه، نه د ايران کومې کورنۍ رسنۍ او نه هم رسمي حکومتي سرچينې د دغو اعدامونو پخلی کړی دی.

له ایران نه دباندې فعالیت کوونکو بشري سازمانونو تر دې مخکې خبر ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته د تهران له لوري د افغان زندانیانو د اعدامونو کچه لوړه شوې ده. د دغو سازمانونو د راپور له مخې، تېر کال ايران کې تر ۸۰ زيات افغان زندانيان اعدام شوي دي.

د امریکا د کانګرس غړی: افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره پر خوندي پناه‌ ځای بدل شوی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د امریکا د کانګرس غړي بېل هویزینګا خبرداری ورکړی چې افغانستان یو وار بیا د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي ځای بدل شوی او دا کولای شي د سیمې او ان تر هغې هاخوا امنیت ته وګواښي.

د نیوز اېکس د راپور پر بنسټ، هویزینګا دا څرګندونې جمعه (د جون ۲۷مه) د سوېلي او مرکزي اسیا د امنیتي وضعیت د ارزونې په یوې رسمي غونډه کې مطرح کړې دي.

هغه وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو د سيمې امنيتي توازن بدل کړی او د داعش-خراسان او تحريک طالبان پاکستان په څېر ترهګرې ډلې یو وار بیا فعالې شوې دي.

د امریکا د کانګرس غړي همدا راز یادونه کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل په هوايي ډګر کې د داعش-خراسان په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ ملکي وګړي وژل شوي وو. هغه وايي چې د نوموړي د ټاکنیزې حوزې یو اوسېدونکی هم په دې برید کې ټپي شوی و.

د امریکا د کانګریس بېل هویزینګا زیاته کړې چې داعش وسله‌والې ډلې اوس ډېرې وړتیاوې ترلاسه کړې دي او په ډېرې اسانه سره کولای شي ملکیان او همدا راز طالب چارواکي په نښه کړي.

هغه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د امریکا او پاکستان وروستۍ همکارۍ ته په اشارې خبرداری ورکری چې پاکستان لاهم له پراخې بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي سره مخ دی.
‌ د هغه په وینا، ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې یو له ډېرو تاوتریخوالي ډکو کلونو نه و چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌پي‌پي) او بلوڅ ازادي غوښتوکو په څېر ډلو ګڼ شمېر بریدونه ترسره کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکايي چارواکو په وار-وار خبرداری ورکړی چې افغانستان د «القاعده، داعش-خراسان او ټي‌ټي‌پي» په ګډون د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي هېواد بدل شوی، خو طالب چارواکي بیا دا ادعاوې ردوي او بې‌ بنسټه یې بولي.

ایم ایم سي: افغانان د کډوالۍ په لاره له تښتونې، فزیکي او جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ کېږي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د ګډې کډوالۍ مرکز ( ایم ایم سي ) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانان د ناامنۍ، اقتصادي بحران او جنسیتي محدودیتونو له امله له هیواده وځي. خو د کډوالۍ په لار کې د تښتونې، شکنجې، فزیکي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

د « ایم ایم سي » په راپور کې راغلي دي، چې د طالبانو له خوا د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، په هېواد کې بشري وضعیت ډېر پېچلی شوی، چې خلک یې کډوالۍ ته اړ کړي دي.

دغه ډنمارکۍ شبکې "د ګډې کډوالۍ مرکز" خپل راپور په پاکستان او ترکیه کې د دوه زره څخه زیاتو افغان کډوالو د نظر پوښتنې پر اساس، چې د دوی د سفر څخه مخکې، په جریان کې او وروسته د ننګونو پوښتل شوي چمتو کړی دی.

د سازمان موندنې د کډوالۍ په ټوله لاره کې د محافظتي او ملاتړ کونکو اقداماتو پلي کولو بیړنۍ اړتیا باندې ټینګار کوي، او همداراز په جنسیتي او حساسو مسایلو کې د همغږي شوو او هر اړخیزو مرستو غوښتنه کوي.

د راپور له مخې، ۷۵سلنه کډوالو د خپلې کډوالۍ لامل ناامني بللې، او ۷۱ سلنه یې اقتصادي ستونزې بللې دي. د دې راپور له مخې، په پاکستان کې ۴۰سلنه افغان میرمنې او په ترکیه کې ۴۸سلنه میرمنې د هېواد پرېښودو لامل له خپلو حقونو څخه محرومیت بولي.

دې سازمان د افغان ښځو د کډوالۍ په برخه کې د جنسیتي ظلم یو مهم عامل پېژندلی دی. په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې ۸۸سلنه او په ترکیه کې ۷۸سلنه ځواب ویونکو ویلي چې دوی د خپل مهاجرت په سفر کې د خوندیتوب له یو یا څو ډوله خطرونو سره مخ شوي دي.

ځواب ورکوونکو « ایم ایم سي » ته د پرله پسې فشارونو، د سرحدي مامورینو له خوا د ناوړه چلند، د غلا او د قاچاق وړونکو له خوا د پرېښودو شکایت کړی دی.

د راپور له مخې، په پاکستان کې افغان کډوال د بلوچستان، پېښور، کوېټې او د ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه خطر لرونکو سیمو کې له تاوتریخوالي، تښتونې، زور زیاتي او ځورونې سره مخ شوي دي.

راپور همدارنګه ټینګار کوي چې افغانانو د کډوالۍ په لاره کې فزیکي تاوتریخوالی، توقیف، غلا او شکنجې تجربه کړې، چې دا خطرونه د ښځو او نارینه وو لپاره توپیر لري.

راپور ښيي چې په دواړو هېوادونو کې، ښځو د نارینه وو په پرتله ډیر جنسي او غیر فزیکي تاوتریخوالی تجربه کړی، پداسې حال کې چې نارینه د غلا او نیولو سره مخ شوي دي.

د دې راپور د موندنو له مخې، په پاکستان کې د کډوالۍ پرمهال ښځې د نارینه وو په پرتله د فزیکي تاوتریخوالي سره ډیرې مخ شوې، خو په ترکیه کې، نارینه د ښځو په پرتله د فزیکي تاوتریخوالي سره ډیر مخ شوي دي.