عراقچي د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، زمونږ لوی مشر ته «سپکه ژبه» مه کاروه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې که ټرمپ رېښتینې هوکړه غواړي، نو باید د ایران د لوی مشر ایتالله علي خامنهيي پر وړاندې «د سپکاوي ډکې ژبې او د خپلو مېلیونونو ملاتړکوونکو له ځورونې نه لاس واخلي.»