• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي وايي له هند او پاکستان سره یې د واګه لارې پر پرانېستلو خبرې کړې

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له یو شمېر افغان سوداګرو سره په ناسته کې د ویزو، ټرانزیټي لارواو د افغاني محصولاتو لپاره د بازار موندنې پر موضوعاتو خبرې وکړې، او ویې ویل چې هڅه کوي له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د سوداګرۍ دروازې بېرته پرانیزي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې ناسته کې ویلي، چې په استانبول کې یې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په ټیلیفون خبرې کړې دي. د ده په وینا، دواړو ته یې ویلي چې د سوداګرۍ لارې باید بندې نه شي.

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې لارې پرانیستل شي، که څه هم دا اسانه نه ده. له هند او پاکستان سره وخت پر وخت خبرې شوې دي».

د متقي په وینا، د تېرو دریو کلونو په پرتله د تجارتي ویزو په برخه کې سهولتونه راغلي او نور به هم زیات شي.

هغه زیاته کړې، « د چین ویزې اسانه شوې دي، له نورو هېوادونو سره هم تګ راتګ ډېر شوی، که څه هم د ویزو مسایل تر یوه حده حل شوي، د ټرانزیټ لارو ستونزه د نورو هېوادونو ترمنځ د شخړو له امله ده».

نوموړي د چابهار بندر چارې ددغه بندر د چارو په پرمختګ پورې تړلی وبللې او ویې ویل، چې کله چابهار بندر دوامداره عملیات پیل کړي، سوداګري وده وکړي او کښتۍ منظمې شي، دا لاره به ستر فرصت وي، خو دده په وینا، د سیمې شرایطو یو ډول نیمګړی حالت رامنځته کړی.

متقي وايي، چې حکومت یې هممهاله د ویزو اسانتیا، واګه او چابهار بندر په برخو کې کار کوي.

نوموړي زیاته کړه، « په درېواړو حوزو، ویزو او د واګه ، چابهار بندر برخه کې کار کوو، خو ځینې موضوعات وخت اخلي او ځینې په نورو هېوادونو پورې اړه لري».

د طالبانو حکومت سره له دې چې په رسمیت نه دی پېژندل شوی، هڅه کوي د اقتصادي فشارونو تر سیوري لاندې د سیمې له هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې فعاله کړي، خو اقتصادي شنونکي وايي لا هم په سوداګریزه راکړه ور کړه کې د وارداتو او صادراتو ترمنځ بېلانس نشته او ډېره اتکا‌ء په وارداتو کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار وایي، له افغانستان سره د پاکستان اړیکې مثبت لور ته روانې دي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د خپل وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي، چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې مثبت لور ته روانې دي.

نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعو انسټیټیوټ (ISSI) د بنسټ اېښودنې ۵۲مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې دي.

د هغه په خبره؛ دواړه خواووې پر دې سلا شوې، چې د سفارتي اړیکو د پراخېدو سربېره به د سپیک « چین- پاکستان اقتصادي دهلیز» په تړاو هم ګډه همکاري وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوې برخه کې ویلي: « سوله‌ییز، باثباته، یو موټی او پرمختللی افغانستان زموږ د ټولو د ملي ګټو برخه ده.»

دغه پاکستاني لوړپوړي ډیپلومات د طالبانو له حکومته د هغه ډاډ غوښتنه هم کړې، چې په خبره یې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ځانګړې توګه د پاکستان پرضد ونه کارول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که طالبان په دې برخه کې رښتینې همکاري وکړي؛ نو دواړه هېوادونه به سیمه‌ییز اتصال ته ورسېږي او ګډ اقتصادي پرمختګونه به وکړي.

د وینو قمار؛ د طالبانو له بندیزونو سره، سره بیا هم په کابل کې چرګان جنګول کېږي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۱۸ GMT+۱

سره له دې چې طالبانو د خپلې دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې د چرګانو پر جنګولو بندیز اعلان کړی؛ خو د کابل لارې او کوڅې لا هم د دې وینه بهوونکې لوبې شاهدې دي. د اسوشیټېډ پرېس اژانس ویلي، چې لا هم خلک د چرګانو جنګولو لپاره راټولېږي او قمار پرې وهي.

کله چې د چرګانو جنګېدو سیالۍ پیلېږي، شاوخوا ناست نندارچیان په لوړو غږنو همدا وايي: «وهه! او ووژنه!». له دې سره چرګان پر یو بل مرګوني بریدونه کوي، د یو بل پر ضد هوا ته پورته کېږي او د وینو څاڅکي یې په بڼکو خپرېږي.

د چرګانو جګړه په افغانستان کې سلګونه کلونه پخوانی دود دی، چې پخوا به د ژمي د فصل یوه عامه ساتیري وه؛ خو اوس دا دود په ځانګړې توګه په کابل کې یوه دوامداره پدیده ګرځېدلې ده. فقر، بې روزګاري او اقتصادي فشارونه د دغه لوبې د ډېرېدو لاملونه بلل کېږي.

د راپور له مخې؛ جنګي چرګان په ځانګړې بڼه ساتل کېږي، تر سیالۍ مخکې یې پنجې تړل کېږي، اوبه پرې پاشل کېږي او کله ناکله د ځواک د زیاتوالي لپاره ځانګړې انرژۍ هم ورکول کېږي.

د چرګانو د جنګولو دا له وحشته ډکه سیالي څو پړاوونه لري او‌ په هر یو کې یې دمه هم شته. بریا هغه وخت اعلانېږي، چې یو چرګ له پښو وغورځي او نور د جنګ توان بایلي.

د ډېرو لپاره د چرګانو جنګول یوازې یوه ساتېري نه ده؛ بلکې د عوایدو یوه سرچینه، د قمار میدان او کله ناکله یو خطرناک اعتیاد هم دی.

درانه شرطونه کېدای شي یوه کورنۍ شتمنه کړي، یا یې په بشپړ فقر کې ډوبه کړي.

د محمد په نوم یو ۶۳کلن سړی له لسیزو راهیسې د چرګانو په دې جنګي لوبه کې ښکېل دی. هغه اسوشیېټډ پرېس ته ویلي: «په دغو کلونو کې مې لیدلي، چې څه ډول د یو چا ژوند جوړ شوی یا خراب شوی دی. یو ځل د همدې لوبې پر سر زامنو خپل پلار وواژه».

دی زیاتوي: «ځینو ‌بې وزلو کسانو په دې لوبو کې کورونه واخیستل؛ خو شتمنو کسانو بیا دې لوبه کې هر څه بایللي. مالکان د خپلو چرګانو سره دومره مینه لري، چې ان له خپلو کورنیو یې هم ښه ساتي. حتی د خپلو چرګانو لپاره د ډوډۍ او خوړو پیسې بېلوي».

د وینې تویېدنې دغه لوبه لا هم سره له بندیزونو روانه ده. دا د کابل ښار د تریخ ژوند یو له حقیقتونو ښکاره کیسه ده، چې ځیني کسان پرې بوخت دي.

طالبان وایي، ختیځ نورستان له مرکزي نورستان سره نښلوي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې د ۲۹ مېلیونه افغانیو په لګښت د پپړوک لس کیلو متره سړک جوړېدو چارې پیل شوې دي. د راپور له مخې؛ د یاد سړک په جوړېدو به د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالۍ د نورستان له مرکز پارون سره ونښلول شي.

خو یو شمېر نورستانیان بیا وايي، په دغه ولایت کې باید د لارو او سړکونو جوړېدو ته پاملرنه ډېره شي.

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی کفایت افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په دې اړه وویل:« موږ چې اوس مرکز پاورن ته ځو نو اړ یو، لومړی کونړ او بیا له هغه ځایه د اوږد مزل په کولو سره ځانونه مرکز ته ورسوو؛ خو که دغه لاره جوړه شي بیا زموږ مزل رالنډېږی.»

د کفایت په خبره؛ د نورستان ډېری ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکزه په لرې واټن کې پرتې دي او اوسېدونکي یې ان تر درېیو ورځو مزل وروسته مرکز پارون ته سفر کوي.

د نورستان دغه اوسېدونکی شکایت کوي، چې اړونده مسوولینو په هغه ډول چې په کار ده؛ دغه ولایت ته پام نه دی کړی او خلک یې د لارو د خرابوالي سربېره له ډول، ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان نورستان ولایت د هندوکش غرونو په سوېلي برخه کې موقعیت لري، چې د خپل لرغوني اریايي کلتور له کبله یې د پوهانو، ګرځندویانو او نورو پاملرنه ځان ته اړولې ده؛ خو دغه ولایت ته د ورغلو لارو او په ولایت کې دننه د لارو د خرابولي له کبله په کراتو نورستانیانو او هغوی چې ترې لیدنه کړې شکایتونه کړي دي.

نوي ډیلي سره سوداګریزې اړیکې؛ طالبان هند ته د پنجشېر ۵۰ټنه ګیلاس لېږي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په پنجشېر کې د دغه ډلې والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي چې هند ته د دغه ولایت د بېلابېلو سیمو ۵۰ټنه ګیلاس لېږي. هغه دغه خبرې د تازه میوو له سوداګرو سره په یوې ګډه ناسته کې کړې دي.

راپور زیاتوي، چې دغه ګیلاس د پنجشېر له ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هم‌مهاله یې بسته بندي هم شوې چې د صادراتو لړۍ به یې ژر پېل شي.

همدا راز ویل شوي، چې د دغه ولایت له ځینو نورو سیمو څخه هم د ګیلاس میوې د راټولولو هڅې روانې دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون تر دې وړاندې په غبرګولي میاشت کې هم ویلي و، چې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ ټنه تازه ګیلاس ازبکستان، قرغزستان او مسکو ته صادروي.

د افغانستان په لور د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز غځېدل د قمار بڼه لري

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) چې له کلونو راهیسې د سیمه‌ییزو سټراتیژیو د «لوبې بدلوونکي» په نوم یادېږي؛ اوس د بیجېنګ د ډېپلوماټیکو هڅو په پایله کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سړې شوې اړیکې بېرته ګرمې کړې دي او دا پروژه یوې نوې جیوپولېټیکي مرحلې ته داخله شوې ده.

یورو اېشیا وېب‌پاڼې په یوې تحلیلي مقاله کې ویلي، د روان زېږدیز کال د مئ په میاشت کې د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د سي پېک د غځېدو په تړاو خبرې یو داسې اقدام دی، چې د سیمې اقتصادي ودې لپاره یې یو نوی باب پرانېستی دی.

مقاله کاږي، دا هڅه په یوه داسې سیمه کې ترسره کېږي چې تاریخ یې د بې‌باورۍ، سختدریځۍ او بهرنیو لاسوهنو څخه ډک دی چې دا چاره که څه هم یو فرصت ګڼل کېږي؛ خو هم‌مهاله یوه لویه ننګونه هم ده.

په داسې حال کې چې د مئ میاشتې په لومړیو کې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی و او ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمې له سختې نا امنۍ سره مخ وې؛ هم‌مهاله بېجینګ د یوه ښه منځګړي او ټیکاو راوستونکي په توګه دغه کړکېچ کې رول ادا کړ.

نه یوازې یې د CPEC د پراخېدو ملاتړ وکړ؛ بلکې هڅې وشوې چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته فعالې شي او تر دوو کلونو وروسته دواړو هېوادونو خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړې کړې.

وړاندې لیکل شوي، بلوچستان چې د CPEC جیوپولیټيکي او لوژستیکي زړه بلل کېږي؛ لا هم یوه کړکېچنه او ناکراره سیمه ګڼل کېږي.

دغه ایالت سره له دې چې د غني کاني زېرمو خاوند دی؛ خو له سختې بې‌وزلۍ، انزوا او وروسته‌ پاتې والي سره مخ دی.

د ګوادر بندر، چې د CPEC د ګران بیه ګاڼې په توګه پېژندل کېږي، خپله د دې تضاد سمبول دی. ځايي کب نیوونکي لکه جمال پیر بخش شکایت کوي، چې د بندر جوړښت او ختیځ سړک یې د دوی دودیز بازارونه له منځه وړی او د بدیل لپاره یې هېڅ ډول پلان نشته.

د اقتصادي ګټې ناسم وېش او د ولسي خلکو له پامه غورځېدل په سیمه کې د سختې ناراضۍ لامل شوې. وسله‌والې ډلې لکه د بلوچستان ازادۍ پوځ یا بلوڅ بېلتون غوښتونکي (BLA) او د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) اوس د تاوتریخوالي ځانګړي لوبغاړي ګرځېدلي دي، چې پر ملکي وګړو او مهمو بنسټیزو تاسیساتو وژونکې بریدونه کوي.

د «نړۍوال ترهګرۍ شاخص» د ۲۰۲۵کال د راپور پر بنسټ؛ پاکستان د ترهګرۍ له اړخه تر افغانستان وروسته دویم مقام لري.

یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱۰۰۰ زیات ترهګریز بریدونه پاکستان کې ثبت شوي، چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې د BLA او TTP له لوري ترسره شوي دي. شنونکي دا بریدونه تصادفي نه بولي.

پاکستاني او چینایي چارواکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د هند قونسلګرۍ له بلوڅ بېلتون پالو سره مالي او وسله‌واله مرسته کړې او دا د هند د چین د مهار د ستراتیژۍ یوه برخه ګڼل کېږي؛ ځکه چې هند CPEC ته د سیمې د جیوپولیټيکي توازن لپاره یو ګواښ ګڼي.

یاده وېب‌پاڼه باور لري، له دې ټولو ګواښونو سره، سره په سي پېک کې د افغانستان ګډون ګټې او ګواښونه دواړه لري.

افغانستان له پخوا راهیسې په بېلابېلو پروژو لکه د TAPI ګازو نل‌لیکه او CASA-1000 برېښنا پروژه کې د ټرانزیت رول لاره؛ خو د دغه هېواد پرله‌پسې بې‌ثباتي د اوږدمهاله پانګونې مخه نیسي.

چینایي کارپوهان هم دا نظر لري، چې د CPEC دوه اړخیز ماډل باید بیا طرحه شي او دغه پروژه دې د یوه سیمه‌ییز مشارکت د چوکاټ بڼه غوره کړي چې افغانستان په کې یوازې یو جغرافیایې دهلېز نه؛ بلکې یو ګټور ګډونوال وي.