تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې درې زره کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې یوازې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا درې زره کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې یوازې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا درې زره کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
د دغه اژانس په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۲۲ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۸۰ کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۳۳ کورنۍ، د پکتيکا د انګور اډې له لارې دوه کورنۍ او د هرات د اسلام کلا له لارې بیا ۲۳۶۰ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ورستیو کې د افغانستان له دواړو ګاونډیو ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
په هرات ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي، یوازې په تېره اوونۍ کې څه باندې ۱۰۰زره کسان له ایرانه ستانه شوي دي.