نوموړي په خپل اېکس کې د افغان پوځ د پخواني جنرال سمیع سادات هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له لارې له هندوستان سره مرسته کوي.
فدایي لیکلي: «د سمیع سادات له لوري دا ډول تورونه چې ګواکې طالبان د ټي ټي پي له لارې له هندوستان سره مرسته کوي او ځان ورته خداګواه شاهد جوړوي، د پاکستان د اوږدمهال سیاست له روایتونو څخه دی.»
نوموړي دا تورونه «غېر مسولانه، غېر ملي او خام سیاست» بللی او زیاته کړې یې ده، چې ګټه یې یوازې دوښمن ته رسېږي.
نوموړی زیاتوي: «افغانستان هېڅکله له خپلو ګاونډیانو سره ناځواني نه ده کړې، بلکې دا تل ګاونډیان دي چې خپلې او پردۍ جګړې یې زموږ پر خاوره او زموږ پر ضد ترسره کړې دي.»
فدایي همداراز څرګنده کړې، چې طالبان نه د پاکستان پر ضد د ټي ټي پي ملاتړ کولای شي او نه دومره خپلواک دي چې دا جرات وکړي.
د هغه په وینا، طالبانو پخوا د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د سولې هڅې کولې او «د پاکستان په خاطر یې ان د هېواد د باندې جهادونو فتوا هم بنده کړې وه.»
نوموړي لیکلي: «نو دا ډول تورونه نه یوازې بېاساسه دي، بلکې یوازینی زیان یې افغان ولس ته رسېږي.»
فدایي ټینګار کړی، چې د طالبانو په سیاست کې بنسټیز بدلون «د ټولو افغانانو مشروع حق او غوښتنه» ده.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې سمیع سادات څو ورځې وړاندې ویلي و چې طالبان له هند سره نږدې اړیکې لري او له دغه هېواده پیسې اخلي، څو د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ یاغیانو د عملیاتو ملاتړ وکړي.
هغه دا هم ویلي و، چې طالبان د هرې هغې ډلې ملاتړ کوي چې د پاکستان پر ضد جګړه کوي.
هېره دې نه وي چې افغانستان له اوږدې جګړې، سیاسي کړکېچونو او د قدرت د بېلابېلو ډلو ترمنځ د اختلافاتو سره مخ دی. له طالبانو سره د هېواد وضعیت په نړۍواله او داخلي کچه ګڼ بحثونه راپارولي او د دوی حکومت د بشري حقونو، سولې او امنیت په اړه مختلفې نړۍوالې اندېښنې راپورته کړې دي.
طالبانو له قدرت نیولو وروسته د کورنیو او نړۍوالو فشارونو سره مخ شوي، په ځانګړې توګه د خپلو سیاستونو او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه.