• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې د ظفر ګوند مشر: افغان او سوریایي کډوال دې له دې هېواده واېستل شي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د ترکیې د ظفر ګوند مشر او د کډوالۍ ضد سیاستونو مخکښ پلوي امید اوزداغ له دې هېواد څخه د افغان او سوریایي کډوالو د اېستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا کډوال د ترکیې لپاره «امنیتي ګواښ» دي او باید ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته واستول شي.

اوزداغ چې د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان له سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، زیاته کړه چې ایران په وروستیو ورځو کې له ۵۰۰ زرو زیات افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي او ترکیه هم باید ورته ګام پورته کړي.

د ترکیې د ظفر ګوند مشر وویل: «موږ به سوریایان او افغانان د خپلو قوانینو سره سم خپلو هېوادونو ته ستانه کړو.»

هغه د افغان کډوالو د اخراج په ملاتړ کې ادعا وکړه، چې یو شمېر افغان کډوال له اسراییل سره همکاري کوي.

د ترکیې د «ښه ګوند» مرستیال د عدالت او پراختیا ګوند پر مشر اردوغان تور لګولی، چې کډوالي د خپلو سیاسي کمزورتیاوو د پټولو لپاره د یوه امتیاز په توګه کاروي. د اردوغان د حکومت د کډوالۍ په پالیسۍ لا له وړاندې هم نیوکې موجودې وې.

د ترکیې د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند مشر اوزګور اوزل هم ویلي، چې دوی د کډوالو سره دوښمني نه لري، خو د هغو کسانو مخالفت کوي چې دا وضعیت یې رامنځته کړی دی.

د ترکیې احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې شاوخوا ۱۳۹ زره او ۲۵۱ افغان کډوال په رسمي ډول په ترکیه کې ژوند کوي، خو د هغو کډوالو کره شمېره چې اسناد نه لري، نه ده خپره شوې.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې تر ۲۳۰ زرو زیات غېر قانوني کډوال نیول شوي او له هېواده اېستل شوي دي.

اوزداغ مخکې هم د سوریایي کډوالو پر ضد د خلکو د هڅونې له امله په ۲۰۲۴ کال کې مجرم پېژندل شوی و او محکمې ورته د ۲ کلونو بند سزا ورکړې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په اړه د طالبانو یوې ۵۰ ثانیه‌ییزې طنزیه ویډیو نړۍوال بحثونه راپارولي دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د افغانستان په اړه د طالبانو یوې ۵۰ ثانیه‌ییزې طنزیه ویډیو چې "Welcome to Afghanistan" نومېږي، نړۍوالو ته د سیاحت بلنه ورکوي. نړۍوالو رسنیو لکه بي بي سي، سي اېن اېن، انډیا ټایمز، پولیټیکو او اې پي بیا دا ویډيو د طالبانو تبلیغات او د حقایقو پټولو هڅه بللې ده.

دغه خپره شوې ویډیو په طنزي بڼه د یرغمل نیونې له صحنې پیلېږي او وروسته د افغانستان ښکلاوې، کلتور، طبیعت او ان وسله‌وال کسان د سیلانیانو تر څنګ ښودل کېږي.

ویډیو د "Raza Afghanistan" ټور اژانس له خوا خپره شوې او د طالبانو اړوند حسابونو له خوا هم خپره شوې ده.

د دې ویډیو موخه ظاهرا د افغانستان د ښکلاوو ښودل او سفر ته د بهرنیانو هڅول دي، خو ځینو نړۍوالو رسنیو دا ویډیو د طالبانو د تبلیغاتو او د حقایقو د پټولو هڅه بللې ده.

له دې سره، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هم دا ویډیو د طالبانو د واکمنۍ تر شا د واقعیتونو د پټولو یوه هڅه بولي.

یوې افغان مېرمنې په خپل اېکس کې لیکلي: «سیاحت په هغه هېواد کې ممکن نه دی چېرې چې ښځې له زده‌کړو محرومې وي، موسیقي جرم بلل کېږي او د بیان ازادي نه‌لري.»

یو بل فعال وایي: «دا ویډیو یوازې د ښکلا ښودنه نه ده، دا د ظلم پټولو پرده ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د برېتانیا او نورو هېوادونو د سفر مشورتي ادارو په وار - وار خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته سفر د برمته کېدو، ناامنۍ او حکومتي محدودیتونو له امله خطرناک دی.

له دې سره، که څه هم د روسیې ځینو سیاحتي اژانسونو افغانستان ته د سفر اعلانونه کړي، خو د روسیې د سفر ادارو اتحادیې دا رد کړي او ویلي یې دي چې د امنیت خراب وضعیت دا ډول سفرونه ناممکن کړي دي.

که څه هم ویډیو هڅه کوي افغانستان یو جذاب او خوشحاله ځای وښيي، خو فعالان، خبریالان او افغانان پوښتنه کوي: «ایا دا د واقعیت ښودنه ده، که د ظلم د پټولو یوه پرده؟»

د ناټو مشر واشنګټن ته روان دی؛ ټرمپ د روسیې په اړه د پالیسۍ د بدلون دروازه پرانیزي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۱

په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه لا پسې توده شوې او روسیه د اوربند غوښتنې ته غاړه نه ږدي، د ناټو سرمنشي واشنګټن ته سفر کوي او ټرمپ وایي، چې په نږدې ورځو کې به د روسیې پر ضد د نویو تدابیرو په اړه مهم اعلان وکړي.

د ناټو مطبوعاتي دفتر د جولای په ۱۳مه اعلان وکړ، چې د ناټو سرمنشي مارک روټه به د جولای په ۱۴مه او ۱۵مه واشنګټن ته سفر وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي وو، چې نیت لري د جولای په ۱۴مه د روسیې په اړه یو "مهم" اعلان وکړي ـ داسې اعلان چې ښايي د اوکراین د جګړې په تړاو د امریکا په سیاستونو کې بدلون راولي، په داسې حال کې چې له کرملېن سره اړیکې ورځ تر بلې خرابېږي.

ټرمپ د جولای په ۱۰مه اېن بي سي نیوز ته ویلي وو: «زه فکر کوم چې د روسیې په اړه به د دوشنبې په ورځ یو مهم بیان ولرم.»

نوموړي له دې زیات جزییات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه: «زه له روسیې نه خفه یم، خو راځئ چې وګورو په راتلونکو څو اوونیو کې څه پېښېږي.»
که څه هم د ناټو مطبوعاتي دفتر د روټه د سفر د اصلي هدف په اړه څه نه‌دي ویلي، خو ټرمپ NBC ته وویل، چې امریکا له ناټو سره یو نوی توافق کړی چې له مخې به یې امریکایي وسلې اوکراین ته انتقالېږي.

ټرمپ وویل: «موږ وسلې ناټو ته استوو او ناټو د دغو وسلو پیسې ۱۰۰٪ ورکوي. نو څه چې کېږي، هغه دا دي چې وسلې به ناټو ته ځي او بیا به ناټو دا وسلې اوکراین ته ورکوي او لګښت به هم ناټو پرې کوي.»

د هغه په وینا، دا توافق د ناټو د تېرې میاشتې په سرمشریزه کې نهايي شوی و، ټرمپ په دغه سرمشریزه کې د اوکراین لپاره د نورو "پېتریوت" توغندیو استولو ملاتړ څرګند کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې له اوربند سره موافقه نه ده کړې او دغه راز یې پر اوکرایني ښارونو پراخ بریدونه هم ډېر کړي.

د کابل د اوبو کړکېچ: د بهرنیو مرستو ناسم مدیریت ناورین لا ژور کړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

کابل چې یو وخت د غرونو له اوبو غني ښار بلل کېده، اوس د وچېدو له ګواښ سره مخ دی. د ملي او نړۍوالو هڅو تر سیوري لاندې نه یوازې طبیعت، بلکې ناسمې بهرنۍ مرستې او دوه لسیزې ناسمې پالیسۍ د دې ښار د اوبو زېرمې وچې کړې دي.

دا ښار اوسمهال د نړۍوالو رسنیو سرټکی جوړ شوی، ځکه چې شنونکي خبرداری ورکوي چې دا ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.

کارپوهان وایي، دا ستونزه نه یوازې طبیعي او سیمه‌ییز عوامل لري، بلکې د لسیزو اوږدو بهرنیو پروژو او د مرستو د ناسم مدیریت پایله هم ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو ماموریت (UNAMA) د وروستیو شمېرو له مخې، د افغانستان نږدې یوه پر درېیمه برخه وګړي شاوخوا ۱۲.۵ میلیونه کسان دوامداره اوبو ته لاسرسی نه لري.

ملګري ملتونه وړاندوینه کوي، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې ښايي د ښار ځمکنۍ اوبه بشپړې وچې شي او له دې سره به کابل د نړۍ لومړنی عصري ښار وګرځي چې له اوبو بې‌برخې کېږي.

څېړونکی عبیدالله رحیمي چې د جرمني د کیزلاؤټرن لانداو پوهنتون کې د ښاري اوبو مدیریت په برخه کې دوکتورا کوي، عرب نیوز ته ویلي:«که ژر تر ژره اقدام و نه شي لکه د نورو حوزو د سطحي اوبو راوستل، کابل به د 'صفر ورځې' له وضعیت سره مخ شي، لکه څنګه چې څو کاله وړاندې کیپ‌ټاون تجربه کړه.»

د هغه په وینا، د کابل د ځمکنيو اوبو ظرفیت یوازې ۴۴ میلیونه متر مکعبه دی، چې د ورځې ۵۰ لیتره مصرف پر بنسټ د شاوخوا دوه میلیونه کسانو لپاره بسیا دی. دا په دې معنا ده چې له ۶.۵ میلیونه نفوس څخه یوازې نږدې ۳۰ سلنه یې د روغتیا، نظافت او بنسټیز مصرف لپاره د نړۍوال روغتیا سازمان (WHO) د لږ تر لږه اړینو اوبو معیار پوره کولی شي.

طبیعي وچکالي + ناسم مدیریت = ناورین
په تېرو کلونو کې د ځمکنیو اوبو زیات استعمال، اوږدمهاله وچکالي، د ورښت کموالی او د هندوکش د واورینو غرونو د واورو کمښت چې د کابل د سیندونو او زېرمو عمده سرچینه ده، د دې ښار اوبه خلاصېدو ته نږدې کړې دي.

دا ستونزه نوې نه ده. له ۲۰۰۱ وروسته د بهرني حضور په شل کلنه دوره کې نه یوازې دا ستونزه حل نه شوه، بلکې لا پسې ژوره شوه. سره له دې چې میلیاردونه ډالر افغانستان ته د پراختیایي مرستو په بڼه وارد شول، خو د کابل د اوبو مدیریت ته جدي پاملرنه ونه شوه.

رحیمي وایي: «ډېری پروژې لنډمهاله او کوچنۍ وې، چې د کابل د اوبو حوزې پر توازن یې اوږدمهاله اغېز نه درلود. بنسټیزو د اوبو ساتونکو تاسیساتو ته پاملرنه ونه شوه.»

بهرنیان، لنډمهاله پروژې او دوام نه‌لرونکی پرمختګ

د جیوماټیک (GIS) متخصص ډاکټر احمدشاه فرهمند چې د اوبو سطحې د بدلونونو نقشه جوړوي، وایي: «د پروژو د تطبیق طریقه، د پوهې نه انتقال او بهرني قراردادیان چې له محلي کارکوونکو پرته یې کار کاوه، د دې لامل شول چې سیستمونه ژر له کاره ولوېږي.»

هغه زیاته کړه: «مرستې زیاتره په ښکارندوو پروژو لکه موقتي څاه‌ګانو، ازمایښتي پروګرامونو او شبکو ولګول شوې، خو بنسټیزو تاسیساتو لکه بندونو، زېرمو او د اوبو تصفیه‌خونو ته ډېر لږ پام شوی دی.»

د فرهمند په وینا، د اوبو د سکتور له بودیجې څخه یوازې ۱۰ سلنه د محلي تخنیکي کارکوونکو روزنې او ساتنې ته ځانګړې شوې وه.

ضایع شوې مرستې او له لاسه وتلي فرصتونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (SIGAR) د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي، چې له ۳۰ سلنه څخه زیاتې مرستې چې نږدې ۱۹ میلیارده ډالر جوړوي، ضایع شوي، اختلاس شوي یا ترې ناوړه استفاده شوې ده. ځینې نورې څېړنې دا کچه تر ۴۰ سلنې پورې بولي.

له ۲۰۲۱ وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او نړۍوالو بندیزونه ولګول، سترې بنسټیزې پروژې تم شوې. هېواد دا مهال له ګڼو بشري ناورینونو سره مخ دی او پراخې پانګونې ته هېڅ بودیجه نشته.

فرهمند وایي: «کابل تر ۱۹۷۸ وروسته هېڅ جامع د اوبو مدیریت پلان نه لري. دا سیستم د پخواني نفوس لپاره جوړ شوی و، خو اوس شاوخوا ۷ میلیونه خلک پرې متکي دي. ډېر اوسېدونکي له خصوصي ټانکرونو یا غېرمحفوظه څاه ګانو څخه استفاده کوي.»

راتلونکی، چاپېریالي، ټولنیز او اقتصادي ناورین؟

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اټکل کوي، چې تر ۲۰۳۰ پورې ښايي ۲ میلیونه کسان له کابل څخه د اوبو موندلو لپاره وتښتي. د اوبو کمښت کولی شي د کبانو ډولونه له منځه یوسي او د چاپېریال توازن ړنګ کړي.

د خوړو نړۍوال سازمان (FAO) هم وړاندوینه کوي، چې تر ۲۰۳۵ پورې به په کابل ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو کچه ۴۰ سلنه راکمه شي. دا به داسې خلک له لوږې سره مخ کړي، چې مخکې له مخکې د خوړو له نه‌خوندیتوب سره لاس او ګرېوان دي.

کابل چې د افغانستان تر ټولو ګڼ نفوسه ښار دی، له څو کلونو راهیسې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. دا ناورین چې د طبیعي منابعو کمښت، اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د نفوس زیاتوالي له امله رامنځته شوی، اوس د یوه انساني ناورین بڼه خپلوي.

دا ناورین نه یوازې د ښار د اوسېدونکو ورځنی ژوند متاثره کوي، بلکې د کرنې، خوراکي خوندیتوب، چاپېریال او ټولنیز ثبات لپاره هم لوی ګواښ دی.

د شانګهای غونډه: چین او روسیه له امریکا سره پر اړیکو او اوکراین جګړې وغږېدل

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ له امریکا سره د دواړو هېوادونو اړیکې او د اوکراین جګړې د پای ته رسولو احتمالات وڅېړل. په ورته وخت کې د پاکستان او ایران سفیران هم د شانګهای ناسته کې د ګډون لپاره بیجنګ ته روان دي.

په داسې حال کې، چې د شانګهای تیانجین ښار د جولای پر ۱۵مه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې کوربه دی، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې په ورځ په بیجینګ کې له خپل چینایي سیال وانګ یي سره وکتل.

ټاکل شوې ده چې لاوروف د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې هم ګډون وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، « دواړو لوریو له امریکا سره اړیکې او همداراز د اوکراین د کړکېچ د حل لارې وڅېړلې».

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسحاق ډار د شانګهاي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره بیجنګ ته په سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسحاق ډار به ددې غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم ناستې ولري.

ایراني رسنیو هم خبر ور کړی، چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره چین ته په رسمي سفر لاړ شي.

په دې غونډه کې د روسیې، چین، پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، بلاروس او هند د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

هندوستان د شانګهای همکارۍ سازمان ددفاع وزیرانو په ناسته کې د ګډې اعلامیې له لاسلیکولو ډډه کړې وه، ځکه د نوي ډيلي په وینا، په دې اعلامیه کې د بلوچستان بېلتونپالنې ته اشاره شوې وه، خو د کشمیر د پهلګام وروستۍ پېښې ته، چې هند یې تور پر پاکستان لګوي، اشاره نه وه شوې.

د ایران په سراوان کې یو افغان ځوان وژل شوی او پلار یې تښتول شوی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱

حال وش د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران د سراوان ولسوالۍ په دازدک کلي کې ناڅرګندو وسله والو یو افغان ځوان وژلی او د هغه پلار یې تښتولی دی.

حال وش د وژل شوي کس هويت ناصر همت‌خېل (۲۷ کلن) ښودلی، چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی و. پلار يې موسی همت‌خېل (۶۸ کلن) لا هم د وسله‌والو له لوري يرغمل دی او د برخلیک په اړه‌یې تر دې دمه هېڅ معلومات نشته.

د حال‌وش د رپوټ له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په سهار وختي رامنځته شوې، کله چې وسله‌والو د دغې کورنۍ پر استوګنځي بريد کړی. ناصر يې په ډزو وژلی او پلار یې له ځان سره بېولی دی.

د سيمې خلکو ويلي چې دا پلار او زوی له څو کلونو راهيسې د کډوالو په ډول په دې سیمه کې اوسېدل، کارګر وو او له چا سره یې ستونزې نه درلودې.

تر اوسه د بریدکوونکو هويت او د پېښې د انګېزې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم کومې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی.

تر اوسه په ایران کې د طالبانو سیاسي استازولیو ددې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.