دا ستونزه نوې نه ده. له ۲۰۰۱ وروسته د بهرني حضور په شل کلنه دوره کې نه یوازې دا ستونزه حل نه شوه، بلکې لا پسې ژوره شوه. سره له دې چې میلیاردونه ډالر افغانستان ته د پراختیایي مرستو په بڼه وارد شول، خو د کابل د اوبو مدیریت ته جدي پاملرنه ونه شوه.
رحیمي وایي: «ډېری پروژې لنډمهاله او کوچنۍ وې، چې د کابل د اوبو حوزې پر توازن یې اوږدمهاله اغېز نه درلود. بنسټیزو د اوبو ساتونکو تاسیساتو ته پاملرنه ونه شوه.»
بهرنیان، لنډمهاله پروژې او دوام نهلرونکی پرمختګ
د جیوماټیک (GIS) متخصص ډاکټر احمدشاه فرهمند چې د اوبو سطحې د بدلونونو نقشه جوړوي، وایي: «د پروژو د تطبیق طریقه، د پوهې نه انتقال او بهرني قراردادیان چې له محلي کارکوونکو پرته یې کار کاوه، د دې لامل شول چې سیستمونه ژر له کاره ولوېږي.»
د فرهمند په وینا، د اوبو د سکتور له بودیجې څخه یوازې ۱۰ سلنه د محلي تخنیکي کارکوونکو روزنې او ساتنې ته ځانګړې شوې وه.
ضایع شوې مرستې او له لاسه وتلي فرصتونه
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (SIGAR) د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي، چې له ۳۰ سلنه څخه زیاتې مرستې چې نږدې ۱۹ میلیارده ډالر جوړوي، ضایع شوي، اختلاس شوي یا ترې ناوړه استفاده شوې ده. ځینې نورې څېړنې دا کچه تر ۴۰ سلنې پورې بولي.
له ۲۰۲۱ وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او نړۍوالو بندیزونه ولګول، سترې بنسټیزې پروژې تم شوې. هېواد دا مهال له ګڼو بشري ناورینونو سره مخ دی او پراخې پانګونې ته هېڅ بودیجه نشته.
فرهمند وایي: «کابل تر ۱۹۷۸ وروسته هېڅ جامع د اوبو مدیریت پلان نه لري. دا سیستم د پخواني نفوس لپاره جوړ شوی و، خو اوس شاوخوا ۷ میلیونه خلک پرې متکي دي. ډېر اوسېدونکي له خصوصي ټانکرونو یا غېرمحفوظه څاه ګانو څخه استفاده کوي.»
راتلونکی، چاپېریالي، ټولنیز او اقتصادي ناورین؟
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اټکل کوي، چې تر ۲۰۳۰ پورې ښايي ۲ میلیونه کسان له کابل څخه د اوبو موندلو لپاره وتښتي. د اوبو کمښت کولی شي د کبانو ډولونه له منځه یوسي او د چاپېریال توازن ړنګ کړي.
د خوړو نړۍوال سازمان (FAO) هم وړاندوینه کوي، چې تر ۲۰۳۵ پورې به په کابل ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو کچه ۴۰ سلنه راکمه شي. دا به داسې خلک له لوږې سره مخ کړي، چې مخکې له مخکې د خوړو له نهخوندیتوب سره لاس او ګرېوان دي.
کابل چې د افغانستان تر ټولو ګڼ نفوسه ښار دی، له څو کلونو راهیسې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی. دا ناورین چې د طبیعي منابعو کمښت، اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د نفوس زیاتوالي له امله رامنځته شوی، اوس د یوه انساني ناورین بڼه خپلوي.
دا ناورین نه یوازې د ښار د اوسېدونکو ورځنی ژوند متاثره کوي، بلکې د کرنې، خوراکي خوندیتوب، چاپېریال او ټولنیز ثبات لپاره هم لوی ګواښ دی.
حال وش د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران د سراوان ولسوالۍ په دازدک کلي کې ناڅرګندو وسله والو یو افغان ځوان وژلی او د هغه پلار یې تښتولی دی.
حال وش د وژل شوي کس هويت ناصر همتخېل (۲۷ کلن) ښودلی، چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی و. پلار يې موسی همتخېل (۶۸ کلن) لا هم د وسلهوالو له لوري يرغمل دی او د برخلیک په اړهیې تر دې دمه هېڅ معلومات نشته.
د حالوش د رپوټ له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په سهار وختي رامنځته شوې، کله چې وسلهوالو د دغې کورنۍ پر استوګنځي بريد کړی. ناصر يې په ډزو وژلی او پلار یې له ځان سره بېولی دی.
د سيمې خلکو ويلي چې دا پلار او زوی له څو کلونو راهيسې د کډوالو په ډول په دې سیمه کې اوسېدل، کارګر وو او له چا سره یې ستونزې نه درلودې.
تر اوسه د بریدکوونکو هويت او د پېښې د انګېزې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم کومې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی.
تر اوسه په ایران کې د طالبانو سیاسي استازولیو ددې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرچینو نن افغانستان اتڼرنشنل ته وویل چې «تېره شپه د افغانستان انټرنشنل پښتو د ددې خبر له خبرېدو وروسته د یاد وزارت د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی رییس مفتي محمد سالم عبرت خپل حضور ته غوښتی و او هغه ته یې ویلي چې دا کار تاسې په خپلسري توګه کړی او باید له دې پرېکړې تېر شئ او له دې وروسته ورته کړنې ترسره نه کړئ».
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو رسمي سند کې، چې افغانستان انټرنشنل تېره ورځ خپور کړ، د یاد وزارت ټولو ولایتي چارواکو ته سپارښتنه شوې چې له بدخشان، بامیان او پنجشېر پرته، په ټولو ولایتونو کې رسمي مکتوبونه او اسناد باید په پښتو ژبه ولیکل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په رهبري غونډه کې چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې ترسره شوې، پرېکړه شوې وه چې د یاد وزارت د تفتیش لوی ریاست اړوند مرکزي او ولایتي مسوولین او مفتشین مکلف دي چې له دې وروسته ټول اداري مکتوبونه، وړاندیزونه، استعلامونه، د ارزونو راپورونه او نور رسمي اسناد په پښتو ژبه ولیکي.
د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو فغانستان انټرنشنل ته وویل چې یوازې درې ولایتونه بدخشان، بامیان او پنجشېر له دې پرېکړې مستثنا دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې سند کې راغلي، چې په دې پرېکړه د کورنیو چارو وزارت او د یاد وزارت ټولې اړوندې ولایتي ادارې مکلفې دي څو په اړه یې لازمې کړنې ترسره او په ۴۸ ساعتونو کې اطمنان وړاندې کړي.
دغه سند د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی رییس مفتي محمد سالم عبرت له خوا لاسلیک شوی دی.