• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

سند: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې ټول اداري راپورونه دې پر «پښتو» ولیکل شي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو رسمي سند چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، ښيي چې د دې وزارت له لوري ټولو ولایتونو ته سپارښتنه شوې چې له بدخشان، بامیان او پنجشېر پرته، په ټولو ولایتونو کې رسمي مکتوبونه او لیکلي اسناد باید په پښتو ژبه ولیکل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هغه رهبري غونډه کې چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې ترسره شوې، پرېکړه شوې ده چې د یاد وزارت د تفتیش لوی ریاست اړوند مرکزي او ولایتي مسوولین او مفتشین مکلف دي چې له دې وروسته ټول اداري مکتوبونه، وړاندیزونه، استعلامونه، د بررسیو راپورونه او نور رسمي اسناد په پښتو ژبه ولیکي.

100%

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو فغانستان انټرنشنل ته وویل چې یوازې درې ولایتونه بدخشان، بامیان او پنجشېر له دې پرېکړې استثنا دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې سند کې راغلي، چې دا پرېکړ د کورنیو چارو وزارت او د یاد وزارت ټولې اړوند ولایتي ادارې مکلفې دي ترڅو په اړه یې لازمې کړنې ترسره او په ۴۸ ساعتونو پورې اطمنان وړاندې کړي.

د دې امر سند د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی رییس مفتي محمد سالم عبرت له خوا لاسلیک شوی دی.

100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو شمېر برحاله مامورینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېر حکومت راهیسې تر اوسه پورې، د طالبانو د روانې واکمنۍ په ګډون، رسمي راپورونه او مکتوبونه به په دواړو رسمي ژبو، یعنې پښتو او دري لیکل کېدل. خو اوس چې یوازې په پښتو لیکل لازمي ګرځول شوی، دا به ټولو مامورینو ته ستونزمن وي.

یو برحاله مامور وویل: «د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي لوی رییس، مفتي محمد سالم عبرت، تر دې پرېکړې وروسته د مامورینو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي. پخوا به راپورونه په دواړو رسمي ژبو لیکل کېدل، خو هغه کارمندان چې دري یې مورنۍ ژبه وه، خپل راپورونه او مکتوبونه به یې په هماغه ژبه لیکل.»

د کورنیو چارو وزارت مامورین زیاتوي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي رییس مفتي محمد سالم عبرت دري لوست نه دی زده نو دی اوس غواړي، چې د یاد وزارت ټول مکتوبونه او تحریرونه پر پښتو ولیکل شي.

همدراز ځيني مامورین نیوکه کوي، چې د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست راپورونه او تحریرونه له درې سوه پاڼو څخه زیات وي نو دا پښتو ته اړول ستونزمن کار دی.

د تېر جمهوریت پرمهال د افغانستان اساسي قانون کې د هېواد دوه رسمي ژبې پښتو او دري وې خو په دولتي ادارو کې د مکتوبونو او راپورونه لیکلو پرمهال بیا د دواړو رسمي ژبو ترمنځه انډیوال نه ساتلو په اړه نیوکې موجودې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کډوالو سره ناسم چلند؛ له ایران سره د افغانانو خواخوږي په کرکې بدلېدونکې ده

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۶ GMT+۱
•
خبرخونه

د کډوالو په اړه د ایران د حکومت ناوړه چلند افغانان ناراضه کړي او له ایران سره یې تر پخوا د ګاونډیتوب او اسلامي ورورولۍ له مخې خواخوږي کمه شوې ده. ځینو نړیوالو بشري سازمانونو هم د ایران دا ناوړه چلند غندلی دی.

په افغانستان کې د څو لسیزو ناامنۍ له امله مېلیونونه افغانان ایران ته کډوال شول. دوی هلته مزدوري کوله او د ایران له‌پاره هم لویه او ارزانه بشري قوه وه، خو کله چې اسراييل او امریکایانو پر ایران بریدونه وکړل، تهران دا کډوال په ناڅاپي او ډله ييز ډول افغانستان ته وشړل.

د ناخوښۍ علت یوازې په شړلو کې نه دی، افغانان له دې امله ډېر ناراضه دي چې پر هغوی د «جاسوسۍ او ناامنۍ تورونه ولګول شول، سپک شول، شکنجه شول او په ډېر ظلم وشړل شول» او اوس هم هره ورځ زرګونه افغانان له خپل هېواده اوباسي.

د ایران دا چلند نه یوازې دا چې نړیوالو بشري سازمانونو غندلی، بلکې د افغانانو کرکه هم د ایران پر ضد ډېره شوې ده.

د فراه ولایت یو اوسېدونکی سمیع چې تازه له ایران څخه په زوره اېستل شوی او د امنیتي دلایلو له مخې خپل اصلي نوم نه یادوي داسې وايي: «ما پخوا له ایران سره د ګاونډیتوب او دین له امله خواخوږي درلوده، خو اوس چې یې زه او زما په ډول نور ډېر افغانان یې ونیول، شکنجه یې کړل، په ډله ییز، ناڅاپي او ډېر بد ډول یې راوشړل، نور هیڅ خواخوږي نه ورسره لرم. خواخوږي خو څه کوې چې کرکه ورسره لرم، زه خوشاله یم چې په ایران کې د اخوندانو نظام رانسکور شي، هر څوک چې یې رانسکوي ما ته مهم نه دی».

د هرات ولایت یو اوسېدونکی جمیل (مستعار نوم) چې څو ورځې مخکې له ایران څخه په زوره ستون کړای شوی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «ما د اسراييل د جګړې پر مهال له ایران سره خواخوږي درلوده، ځکه موږ مسلمانان یو او اسراييل په غزه کې له ملکي خلکو سره ظلم کاوه او اوس یې هم کوي، خو وروسته چې مې له افغانانو سره د ایران د حکومت ظلم ولید غزه مې هېره شوه. اسراييل له بل اسراييل سره دومره ظلم نه کوي، خو د ایران حکومت له خپل مسلمان او ګاونډي ورور سره ظلم کوي».

د نیمروز ولایت یو تازه راستون شوی ځوان محمود وايي: «زموږ تاريخ دا راته وايي چې ایران نه پخوا زموږ دوست و او نه به بیا زموږ دوست شي، تل یې زموږ له ناامنۍ او سياسي ګډوډۍ څخه ګټه پورته کړې ده. په ایران کې یې پر افغانانو اسراييل ته د جاسوسۍ او ناامنۍ جوړولو تورونه ولګول، حال دا چې موږ هلته د مزدورۍ له پاره تللي وو، موږ د حکومت په پټو رازونو نه و خبر او نه اوس خبر یو، دا کار د دوی خپل خلک کوي، لنډه دا چې د ایران حکومت زموږ سره ډېر لوی ظلم وکړ او لا یې کوو».

له افغان کډوالو سره د ظلم، شکنجې او غیر انساني چلند خبره یوازې د دې څو افغانانو د خولې خبرې نه دي، نړیوال بشري سازمانونه هم دا وضعیت له نژدې څخه څاري او د ایران د دې بې عدالتۍ یادونه کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) استازي عرفات جمال وویل:«موږ ډېر داسې راستانه شوي کډوال وینو چې ډېر ستړي او وارخطا وي، د ایران د حکومت له خوا ځورېدلي او سپک چلند ورسره شوی وي».

د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون په دې باور دی چې د مخکني جمهوري نظام تر نسکورېدو ډېری افغانان د خپلو سرونو خوندي کولو او هېواد کې د بې روزګارۍ له امله ایران ته د مزدورۍ لپاره لاړل. هغه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته زیاته کړه: «که ایران د دې کډوالو کوربه توب نه شو کولای لومړی به یې نه پرېښودلای، خو کله چې یې ځای ورکړ، ورته ویلي به یې وای چې تر پلاني تاریخ پورې په خپله خوښه له ایران څخه ووځئ، خو دوی په ډېر ناوړه او غیر انساني ډول راوشړل شو».

پښتون زیاتوي: «د ایران دې ناوړه چلند افغانان ناراضه کړي او د ایران پر ضد یې کرکه ډېره شوې ده. ما د یوه افغان ویډیو کلیپ ولید چې بل افغان ته وايي نور به زما سره ایراني اصطلاحات نه وایې، لکه (میرسي، ويل اش کن) او داسې نور، زما له ایران څخه کرکه کېږي».

کله چې پر ایران لومړی اسراييل او بیا امریکا بریدونه وکړل، ایران ډېری افغانان په ډله ییز ډول، په زور او ناوړه طرز افغانستان ته ستانه کړل او دا لړۍ لا هم په چټکۍ روانه ده.

میروېس عزیزي قرغېزستان کې له افغان زده کړیالانو سره «۵۰۰زره ډالر» مرسته وکړه

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۱

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي نن شنبه د ( چنګاښ ۲۱مه) په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې د قرغیزستان په بشکېک کې یې ۹۵ افغان محصلینو د زده کړو د دوام لپاره د مرکزي اسیا امریکايي پوهنتون سره هوکړه لاسلیک کړه.

نوموړی وايي، په دې وروستیو کې د امریکا د پراختیایي بودیجې د لغوه کېدو له امله د یاد شمېر محصلینو بورسیې هم ختمې شوې وې او له همدې امله یې دا مرسته وکړه، څو د دغو افغانانو زده کړې روانې پاتې شي. د دې افغان پانګه‌وال په وینا، په همدې موخه یې بشکېک ته سفر کړی و او هلته یې ستونزې له نږدې حل کړې.

عزیزي زیاته کړه: «زده کړه نه یوازې د فرد، بلکې د ټولنې د راتلونکي تضمین دی او زه به د افغان ځوانانو د تعلیم او زده کړې د دوام په برخه کې تل ژمن پاتې شم».

د عزیزي د معلوماتو له مخې په ۹۵ افغان محصلینو کې چې دا مهال د مرکزي اسیا په امریکايي پوهنتون کې د لېسانس او ماسټرۍ زده کړې کوي د هلکانو تر څنګ نجونې هم شاملې دي.

طالبانو په افغانستان له بیا واک ته رسېدو سره سم د نورو محدیتونو سربیره افغان نجونې له زده کړو هم راوګرځولې چې له کبله یې دا ډله تر توندو نیوکو او بندیزونو لاندې هم راغلې.

وړمه ورځ ایټالیا له پاکستان نه تر «۱۰۰ډېر افغانان» لېږدولي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۱

تر ۱۰۰ډېر افغان کډوال له پاکستان نه د بشرپاله ویزو له لارې ایټالیا ته لېږدول شوي دي.د معلوماتو له‌مخې، دا ۱۱۹ کسیزه ډله د جون پر ۱۰مه د روم د فیومیسینو هوایي ډګر ته رسېدلې ده.

دا لېږد د «بشرپاله دهلیزونو» په نوم د یوه پروګرام له لارې د «سنت‌اجیدیو ټولنې»، د ایټالیا د حکومت او یو شمېر مذهبي او غیردولتي بنسټونو په همکارۍ پیل شوی دی.د دغه پروګرام هدف د محدود شمېر کډوالو لپاره خوندي سفر، ویزې، کور او په ایټالیا کې د نوي ژوند پیل کولو کې مرسته کول دي.

هغه کډوال چې ایټالیا ته رسېدلي د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته پناه وړې وه او نږدې څلور کاله یې د دغه هېواد په بې‌ثباته شرایطو کې تېر کړي وو.د سنت‌اجیدیو ټولنې ویلي چې د دغو کډوالو د منل کېدو او د ایټالیا ټولنې سره د ادغام په بهیر کې به له دوی ملاتړ کوي.

د بشري دهلیزونو د پروګرام له پیل راهیسې، تر ۸۵۰۰ډېر افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو نه اروپایي هیوادونو ته لېږدول شوي دي. دا پروګرام په بشپړه توګه د خیریه بنسټونو له‌خوا تمویل کیږي او د واتیکان نیوز په وینا، هېڅ دولتي تمویل نه‌لري.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته بیرته واک ترلاسه کړ. له هماغه وخت راهیسې دغې ډلې، د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو لکه په دُرو وهل، د غړو پرې کول، بدني مجازات او اعدامونه پیل کړي دي.

طالبان افغانستان د بهرنيو سېلانيانو لپاره د یوه امن هېواد په توګه انځوروي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې ډېرو هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته سفر ونه کړي، طالبان هڅه کوي چې افغانستان د بهرنیو سېلانیانو، په ځانګړې توګه امریکایانو لپاره د یوې نوې تبلیغاتي ویډیو په خپرېدو سره د یو خوندي ځای په توګه وړاندې کړي.

ویل کېږي چې دغه ویډیو د یوسف اریوبي په نوم د یوه افغان ځوان له‌خوا جوړې شوې ده. هغه یو کاروباري دی او ډېری وخت د کلفرونیا او کابل ترمنځ تګ‌‌راتګ کوي او د «رضا افغانستان» په نوم د ګرځندوی شرکت اداره هم پر غاړه لري.

هغه له امریکایۍ رسنیو سره په مرکه کې ویلي، د دې ویډیو د جوړېدو موخه یې دا ده چې په طنزیه ډول د افغانستان په اړه د لوېدیځ منفي نظر وننګوي او هغه واقعیتونه انځور کړي چې سیلانیان یې افغانستان ته د سفر پرمهال ورسره مخ کېږي. نوموړی غواړي وښيي چې افغانستان یوازې خطر او جنګ نه دی، بلکې د لیدنې لپاره ځایونه، کلتوري تجربې او مېلمه‌پاله خلک هم لري.

یوسف اریوبی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لوېدیځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې دغه هېواد ته سفر ونه کړي، خو د طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیو په خپرېدو سره داسې ښيي چې افغانستان یو امن هېواد دی.

افغانستان په تېرو وختونو کې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو د جګړو له امله د سېلانیانو لپاره خوندي ځای نه و، خو د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې امنیت ښه شوی او شرایط د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره ډېر مناسب دي.

په افغانستان کې د طالبانو د امنیت خوندیتوب ادعاوو سربېره، په ځینو ولایتونو کې د وسله‌والو بریدونو خطر لا هم پر خپل ځای دی. د تېر ۲۰۲۴ کال په مۍ میاشت کې په بامیان کې د یوه وسله‌وال برید په ترڅ کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان وژل شوي وو.

بل‌خوا، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د عامه ژوند، کار او زده‌کړې په ګډون پر افغان ښځو پراخ او ځپونکي محدودیتونه لګولي، خو څه موده مخکې د دغې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرت‌الله جمال له اسوشیټېډپرېس خبري اژانس سره په مرکه زیاته کړې وه چې له نارینه او ښځینه سېلانیانو هرکلی کوي.

کاناډا د طالبانو د مشرانو د نیولو له نړۍوال حکم څخه ملاتړ اعلان کړ

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۶ GMT+۱

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې له مخې یې د طالبانو پر مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دوی د قضايي مشر عبدالحکیم حقاني د بشريت ضد جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر شوي دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي: «موږ د جرمونو د نړۍوالې محکمې د هغې پرېکړې ملاتړ کوو، چې غواړي د طالبانو مشران د نړۍوالو جرمونو په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب له امله مسوول وپېژني.»

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې تېره اوونۍ د طالبانو دوه مهم مشران هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د بشریت ضد جرمونو په تور تورن کړل او د دوی د نیولو نړۍوال حکم یې صادر کړ.

دا تورونه د ښځو او نجونو پروړاندې د سیستماتیک ظلم، تبعیض او مدني حقونو د نه رعایت پر بنسټ دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «موږ د هاک نړۍوالې محکمې د څارنوال دفتر د خپلواکۍ درناوی کوو او له نړۍوالو هڅو یې ملاتړ کوو، چې د نړۍوالو قوانینو نقض کوونکي مسوول حساب ورکولو ته اړ کړي.»

کاناډا همداراز پر طالبانو غږ کړی، چې د بشري حقونو نړۍوالو اصولو ته درناوی وکړي او د افغان ښځو، نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونه مراعات کړي.

اعلامیه زیاتوي: «موږ د بشري حقونو له سیستماتیک نقض څخه ژوره اندېښنه لرو، په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو او نجونو حقونه چې د طالبانو له خوا تر سخت فشار لاندې دي.»

دا دریځ داسې مهال څرګندېږي، چې د ۲۰۲۴ کال په پای کې کاناډا، المان، هالنډ او اسټرالیا په ګډه له طالبانو څخه د نړۍوال عدالت محکمې ته شکایت کړی و او یو حقوقي بهیر یې پیل کړی، ترڅو طالبان د ښځو پروړاندې د تبعیض له امله قانوني ځواب ویلو ته اړ کړي.

ملګرو ملتونو او له شلو زیاتو هېوادونو د دغه حقوقي بهیر ملاتړ کړی او دا هڅه روانه ده، چې طالبان د خپلو سرغړونو له امله عدلي تعقیب ته وسپارل شي.