• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کاناډا د طالبانو د مشرانو د نیولو له نړۍوال حکم څخه ملاتړ اعلان کړ

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۶ GMT+۱

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې له مخې یې د طالبانو پر مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دوی د قضايي مشر عبدالحکیم حقاني د بشريت ضد جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر شوي دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي: «موږ د جرمونو د نړۍوالې محکمې د هغې پرېکړې ملاتړ کوو، چې غواړي د طالبانو مشران د نړۍوالو جرمونو په ځانګړي ډول د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب له امله مسوول وپېژني.»

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې تېره اوونۍ د طالبانو دوه مهم مشران هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د بشریت ضد جرمونو په تور تورن کړل او د دوی د نیولو نړۍوال حکم یې صادر کړ.

دا تورونه د ښځو او نجونو پروړاندې د سیستماتیک ظلم، تبعیض او مدني حقونو د نه رعایت پر بنسټ دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «موږ د هاک نړۍوالې محکمې د څارنوال دفتر د خپلواکۍ درناوی کوو او له نړۍوالو هڅو یې ملاتړ کوو، چې د نړۍوالو قوانینو نقض کوونکي مسوول حساب ورکولو ته اړ کړي.»

کاناډا همداراز پر طالبانو غږ کړی، چې د بشري حقونو نړۍوالو اصولو ته درناوی وکړي او د افغان ښځو، نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونه مراعات کړي.

اعلامیه زیاتوي: «موږ د بشري حقونو له سیستماتیک نقض څخه ژوره اندېښنه لرو، په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو او نجونو حقونه چې د طالبانو له خوا تر سخت فشار لاندې دي.»

دا دریځ داسې مهال څرګندېږي، چې د ۲۰۲۴ کال په پای کې کاناډا، المان، هالنډ او اسټرالیا په ګډه له طالبانو څخه د نړۍوال عدالت محکمې ته شکایت کړی و او یو حقوقي بهیر یې پیل کړی، ترڅو طالبان د ښځو پروړاندې د تبعیض له امله قانوني ځواب ویلو ته اړ کړي.

ملګرو ملتونو او له شلو زیاتو هېوادونو د دغه حقوقي بهیر ملاتړ کړی او دا هڅه روانه ده، چې طالبان د خپلو سرغړونو له امله عدلي تعقیب ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جرمني: چمتو یو چې له طالبانو سره د تورنو افغانانو د بېرته ستنولو پر سر هوکړه وکړو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ وایي، هېواد یې چمتو دی چې له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته استولو لپاره هوکړه وکړي چې په جرمني کې مجرم پېژندل شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې برلین لاهم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي خو چارواکي ټینګار کوي، چې رسمي اړیکې نه‌لرل باید د امنیتي ستونزو د حل مانع ونه‌ګرځي.

ډوبرینټ له الماني ټلوېزیوني شبکې «Welt TV» سره په مرکه کې ویلي: «زه چمتو یم چې له طالبانو یا هر مسوول طرف سره هوکړه وکړم، تر څو دا کار عملي شي. دا د جرمني لپاره یوه امنیتي اړتیا ده چې خطرناک مجرمین له هېواده وباسي.»

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د جرمني حکومت تر اوسه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي منلي، خو ډوبرینټ وایي چې دا رسمي نه‌پېژندنه باید د اجرایي همکاریو خنډ نه شي.

نوموړی زیاتوي، که طالبان یو استازی برلین ته واستوي، نو دا امکان شته چې له رسمي پېژندنې پرته هم د تخنیکي او اداري مسایلو د حل لپاره خبرې وشي.

د یادونې وړ ده، دا یوازینۍ هڅه نه ده، بلکې د تېر کال د اګست په میاشت کې هم له هغه وروسته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، جرمني کابل ته خپل لومړنی اخراج شوی پرواز ولېږه. په دغه پرواز کې ۲۸ هغه افغانان شامل وو، چې د جرمني محکمو پرې جرمونه ثابت کړي وو او د اقامت اجازه یې نه لرله.

راپورونه ښيي، چې د قطر دولت د برلین او کابل تر منځ د دې پروسې منځګړیتوب کړی و.

سارا اډمز: سراج‌الدین حقاني د «محمود شاه حبیبي» د نیولو عملیات رهبري کړي وو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۱

د امریکا استخباراتي اداراې «سي ای اې» پخوانۍ ماموره سارا اډمز، وایي، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پروړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په مشرۍ ترسره شوي وو.

سارا اډمز په خپل اېکس کې د امریکا حکومت تورن کړ، چې د یوه امریکایي وګړي «حبیبي» د خلاصون په برخه کې یې پاملرنه نه ده کړې.

هغې لیکلي: «حمزه بن لادن د محمود شاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او سراج‌الدین حقاني دا عملیات رهبري کړي وو، زموږ حکومت تر اوسه د هغه په راخوشې کولو کې ناکام دی، دا وخت دی، یا هېڅکله نه!.»

سارا اډمز چې پخوا د CIA کارکوونکې وه او اوسمهال د ترهګرۍ ضد چارو کې فعاله ده، د هغو امریکایي کورنیو استازیتوب کوي چې خپل عزیزان یې د جګړې، برمته کېدو یا سیاسي فشارونو له امله له لاسه ورکړي.

نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې طالبانو له دوی سره د حبیبي شتون رد کړی، خو د نوموړي ورور احمدشاه حبیبي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته څه موده وړاندې وویل، چې د طالبانو ادعا ناسمه ده او دوی له امریکا سره په ګډه داسې شواهد لري، چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی.

بلخوا، څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې اعلان وکړ، چې که څوک د افغاني الاصله امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ میلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي.

د دوی په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی.

د یادولو وړ ده، چې محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د «ای ار اېکس کمونېکېشن» کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره د کابل په شېرپور کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.

که څه هم طالبانو تر دې دمه د حبیبي نیول رد کړی؛ خو پر دغه شرکت یې تور پورې کړی چې د اېمن الظواهري د ځای پېژندلو په کار کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې.

د ناروې د کډوالو شورا: هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره کډوال افغانستان ته ستنېږي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا وايي، هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کېږي، خو د هغوی اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره لازم امکانات نشته. دغې شورا له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دې وضعیت د ښه مدیریت او ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د ناروې د کډوالو شورا د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) پر اېکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ويلي يې دي، چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال د اسلام‌کلا له پولې افغانستان ته داخلېږي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر جیکوپو کاریډي له سیمې څخه د ليدنې پر مهال ویلي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې راستنېدونکي کډوال په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره هېڅ وسیله نه لري او دوی خورا ډېرې اړتياوي لري.

د ناروې د کډوالو شورا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان کډوالو لپاره خپل ملاتړ زیات او د وضعیت د مدیریت لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو ملاتړ وکړي.

ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغان کډوالو اخراج زیات کړی دی، چې هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنوي.

د کډوالو د حقونو فعالینو په ایران کې د نړۍوالې څارنې او د کډوالو د حقونو د لا زیاتې ساتنې غوښتنه کړې ده.

ایران ادعا کوي، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

طالبان: د افغانستان او قزاقستان اقتصادي اړیکې به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې پراخې شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر نور تلیو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د سوداګريزو اړیکو کچه به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې همکاري باید د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو محدوده نه وي او باید د صنعتي محصولاتو او ټکنالوژۍ د وارداتو او صادراتو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو خواوو د سړک او اورګادي ګډو ټرانسپورتي شرکتونو د جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ورکولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هم موافقه وکړه.

د طالبانو په وینا، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې هېواد یې چمتو دی څو شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلینو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړي.

هغه د قزاقستان له خوا افغانستان ته د یو میلیون ډالرو بشري مرستو د ځانګړي کولو یادونه هم وکړه.

ملګري ملتونه: بې‌وسه افغان کډوال یو نااشنا افغانستان ته روان دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، له ایران او پاکستان څخه د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو بهیر د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پر محدودو امکاناتو سخت فشار راوستی او دا وضعیت د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوه خبر کې ویلي، چې له ۲۰۲۴ کال څخه تر اوسه له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۶ میلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي.

د دوی په وینا، دغه شمېر د وړاندې شوي اټکل څخه هم زیات شوی دی.

د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ زياتوي، چې د کډوالو پراخه او چټکه ستنېدنه د افغانستان په سرحدي ولایتونو فشارونه زیات کړي؛ ځکه د دومره خلکو د جذب توان نه لري.

د دوی په وینا، دغه وضعیت په هېواد کې بېوزلي، ناامني او بشري اړتیاوې زیاتې کړې او افغانستان لا هم د اقتصادي سقوط او پراخو بشري حقونو د سرغړونو له ناوړه اغېزو سره مخ دی.

دغه سازمان لیکلي، چې راستنېدونکي کډوال په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان بیا داسې یو افغانستان ته ستنېږي چې ډېر لږ يې پېژنې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی عرفات جمال وایي: «هغوی افغانان دي، خو ډېری یې له افغانستانه بهر زېږېدلي او خپلې زده کړې یې هم هلته کړې دي؛ د دوی کلتوري ارزښتونه له اوسني افغانستان سره توپیر لري او فکر او لیدلوری یې له موجوده وضعیت سره سمون نه خوري.»

د نوموړي په خبره، د ښځو او نجونو لپاره په ګاونډيو هېوادونو کې نسبي خپلواکي د طالبانو د فرمانونو له خوا د بندیزونو سره مخ دي.