جرمني: چمتو یو چې له طالبانو سره د تورنو افغانانو د بېرته ستنولو پر سر هوکړه وکړو

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ وایي، هېواد یې چمتو دی چې له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته استولو لپاره هوکړه وکړي چې په جرمني کې مجرم پېژندل شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ وایي، هېواد یې چمتو دی چې له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته استولو لپاره هوکړه وکړي چې په جرمني کې مجرم پېژندل شوي دي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې برلین لاهم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي خو چارواکي ټینګار کوي، چې رسمي اړیکې نهلرل باید د امنیتي ستونزو د حل مانع ونهګرځي.
ډوبرینټ له الماني ټلوېزیوني شبکې «Welt TV» سره په مرکه کې ویلي: «زه چمتو یم چې له طالبانو یا هر مسوول طرف سره هوکړه وکړم، تر څو دا کار عملي شي. دا د جرمني لپاره یوه امنیتي اړتیا ده چې خطرناک مجرمین له هېواده وباسي.»
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د جرمني حکومت تر اوسه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي منلي، خو ډوبرینټ وایي چې دا رسمي نهپېژندنه باید د اجرایي همکاریو خنډ نه شي.
نوموړی زیاتوي، که طالبان یو استازی برلین ته واستوي، نو دا امکان شته چې له رسمي پېژندنې پرته هم د تخنیکي او اداري مسایلو د حل لپاره خبرې وشي.
د یادونې وړ ده، دا یوازینۍ هڅه نه ده، بلکې د تېر کال د اګست په میاشت کې هم له هغه وروسته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، جرمني کابل ته خپل لومړنی اخراج شوی پرواز ولېږه. په دغه پرواز کې ۲۸ هغه افغانان شامل وو، چې د جرمني محکمو پرې جرمونه ثابت کړي وو او د اقامت اجازه یې نه لرله.
راپورونه ښيي، چې د قطر دولت د برلین او کابل تر منځ د دې پروسې منځګړیتوب کړی و.

د امریکا استخباراتي اداراې «سي ای اې» پخوانۍ ماموره سارا اډمز، وایي، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پروړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ ترسره شوي وو.
سارا اډمز په خپل اېکس کې د امریکا حکومت تورن کړ، چې د یوه امریکایي وګړي «حبیبي» د خلاصون په برخه کې یې پاملرنه نه ده کړې.
هغې لیکلي: «حمزه بن لادن د محمود شاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او سراجالدین حقاني دا عملیات رهبري کړي وو، زموږ حکومت تر اوسه د هغه په راخوشې کولو کې ناکام دی، دا وخت دی، یا هېڅکله نه!.»
سارا اډمز چې پخوا د CIA کارکوونکې وه او اوسمهال د ترهګرۍ ضد چارو کې فعاله ده، د هغو امریکایي کورنیو استازیتوب کوي چې خپل عزیزان یې د جګړې، برمته کېدو یا سیاسي فشارونو له امله له لاسه ورکړي.
نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې طالبانو له دوی سره د حبیبي شتون رد کړی، خو د نوموړي ورور احمدشاه حبیبي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته څه موده وړاندې وویل، چې د طالبانو ادعا ناسمه ده او دوی له امریکا سره په ګډه داسې شواهد لري، چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی.
بلخوا، څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې اعلان وکړ، چې که څوک د افغاني الاصله امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ میلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي.
د دوی په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی.
د یادولو وړ ده، چې محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د «ای ار اېکس کمونېکېشن» کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره د کابل په شېرپور کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.
که څه هم طالبانو تر دې دمه د حبیبي نیول رد کړی؛ خو پر دغه شرکت یې تور پورې کړی چې د اېمن الظواهري د ځای پېژندلو په کار کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه کېږي، خو د هغوی اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره لازم امکانات نشته. دغې شورا له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د دې وضعیت د ښه مدیریت او ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ناروې د کډوالو شورا د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) پر اېکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ويلي يې دي، چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال د اسلامکلا له پولې افغانستان ته داخلېږي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر جیکوپو کاریډي له سیمې څخه د ليدنې پر مهال ویلي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې راستنېدونکي کډوال په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره هېڅ وسیله نه لري او دوی خورا ډېرې اړتياوي لري.
د ناروې د کډوالو شورا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان کډوالو لپاره خپل ملاتړ زیات او د وضعیت د مدیریت لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د رغنده خبرو اترو ملاتړ وکړي.
ایران له اسراییل سره تر جګړې وروسته د افغان کډوالو اخراج زیات کړی دی، چې هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته ستنوي.
د کډوالو د حقونو فعالینو په ایران کې د نړۍوالې څارنې او د کډوالو د حقونو د لا زیاتې ساتنې غوښتنه کړې ده.
ایران ادعا کوي، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر نور تلیو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د سوداګريزو اړیکو کچه به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې همکاري باید د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو محدوده نه وي او باید د صنعتي محصولاتو او ټکنالوژۍ د وارداتو او صادراتو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو خواوو د سړک او اورګادي ګډو ټرانسپورتي شرکتونو د جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ورکولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هم موافقه وکړه.
د طالبانو په وینا، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې هېواد یې چمتو دی څو شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلینو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړي.
هغه د قزاقستان له خوا افغانستان ته د یو میلیون ډالرو بشري مرستو د ځانګړي کولو یادونه هم وکړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، له ایران او پاکستان څخه د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو بهیر د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پر محدودو امکاناتو سخت فشار راوستی او دا وضعیت د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوه خبر کې ویلي، چې له ۲۰۲۴ کال څخه تر اوسه له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۶ میلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي.
د دوی په وینا، دغه شمېر د وړاندې شوي اټکل څخه هم زیات شوی دی.
د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ زياتوي، چې د کډوالو پراخه او چټکه ستنېدنه د افغانستان په سرحدي ولایتونو فشارونه زیات کړي؛ ځکه د دومره خلکو د جذب توان نه لري.
د دوی په وینا، دغه وضعیت په هېواد کې بېوزلي، ناامني او بشري اړتیاوې زیاتې کړې او افغانستان لا هم د اقتصادي سقوط او پراخو بشري حقونو د سرغړونو له ناوړه اغېزو سره مخ دی.
دغه سازمان لیکلي، چې راستنېدونکي کډوال په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان بیا داسې یو افغانستان ته ستنېږي چې ډېر لږ يې پېژنې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی عرفات جمال وایي: «هغوی افغانان دي، خو ډېری یې له افغانستانه بهر زېږېدلي او خپلې زده کړې یې هم هلته کړې دي؛ د دوی کلتوري ارزښتونه له اوسني افغانستان سره توپیر لري او فکر او لیدلوری یې له موجوده وضعیت سره سمون نه خوري.»
د نوموړي په خبره، د ښځو او نجونو لپاره په ګاونډيو هېوادونو کې نسبي خپلواکي د طالبانو د فرمانونو له خوا د بندیزونو سره مخ دي.

فارن پالیسي ان فوکس وېبپاڼه لیکي، چې د جولای په ۳مه نېټه روسیې له نړۍوالو اصولو سرغړونه وکړه او د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژاند؛ یوه داسې پرېکړه چې نه یوازې د سیمې، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د حیرانتیا، اندېښنې او ژور بدلون نښه ګڼل کېږي.
وېبپاڼه زیاتوي، روسیې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالبانو سره نامحسوس تعاملات درلودل، اوس یې په رسمي ډول دا اداره منلې، په داسې حال کې چې نړۍ تر اوسه د طالبانو له واکمنۍ سره د مشروع تعامل څخه ډډه کړې ده.
دغه پېژندنه په داسې حال کې شوې، چې طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې له نړۍوالې انزوا سره مخ دي. له هغه وخته چې طالبانو کابل د وسلې په زور نیولی، نه اسلامي، نه لوېدیځو، نه پرمختللو او نه هم شاته پاتې هېوادونو د دوی حکومت ته د یوه مشروع دولت حیثیت ورکړی دی.
فارن پالیسي ان فوکس په خپله خپره کړې مقاله کې وایي، دا انزوا یوازې له دې امله نه وه چې طالبان د یوه ساده سیاسي بدلون استازي و، بلکې دا د هغوی له ظالمانه سیاستونو راولاړه شوې پایله وه، چې د ښځو او نجونو پر ضد یې غوره کړي وو، هغه سیاستونه چې له تعلیم، کار، ازاد تګ و راتګ او ان د غږ له حقه یې محرومې کړې. افغان ښځو ته کورونه په زندانونو بدل شول او طالبان هڅه کوي، د یوې بشپړې خاموشې ټولنې انځور رامنځته کړي.
په مقاله کې راغلي، په نړۍ کې دا ډول چلند د «جنسمحور اپارتاید » په نوم یادېږي، چې د ملګرو ملتونو له خوا هم په کلکه غندل شوی.
طالبان دا ټول محدودیتونه د شریعت او افغاني کلتور تر نامه لاندې توجیه کوي، خو د دوی دریځ نه یوازې د اسلامي ارزښتونو له اصولو سره ټکر لري، بلکې د افغاني ټولنې له ارزښتونو سره هم مخالف دی. دا د دین او کلتور غلط تعبیر او د ښځو له ټولنیز ژوند څخه اېستل، د یو ملت نیمایي وګړي له حقونو بېبرخې کوي.
وېبپاڼه لیکي، سره له دې چې نړۍ تر اوسه طالبانو ته مشروعیت نه دی ورکړی، خو روسیه په دې برخه کې استثنا ثابته شوه. د دې پرېکړې تر شا یو شمېر عوامل موجود دي.
د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د داعش خراسان څانګې له خوا په مسکو کې په یو کنسرټ کې برید وشو چې په کې ۱۳۳ تنه ووژل شول. دا خونړۍ پېښه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا انګیزه ورکړه، چې افغانستان ته د یوې امنیتي منځګړې سیمې په سترګه وګوري. له هغه وروسته روسیې خپل تعاملات له طالبانو سره پراخ کړل، د ترهګرې ډلې نوم یې ترې لرې کړ او سفارتي اړیکې یې نورې هم رسمي کړې.
وېبپاڼه زیاتوي، طالبان چې د داعش او نورو تندلارو ډلو پروړاندې ځانونه د یو سپر په توګه وړاندې کوي، هڅه کوي روسیه، ایران او نورې سیمې ته وښيي چې د هغوی شتون د یوه لوی تهدید مخنیوی کوي.
په مقاله کې راغلي، چې دا اړیکې یوازې امنیتي اړخ نه لري، بلکې روسیه د افغانستان له طبیعي منابعو، جیوپوليټیک موقعیت او د چین-روسیه-ایران اقتصادي دهلېز له امکان څخه هم ګټه اخیستل غواړي. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لوی قدرتونه یې له جغرافیې نه، د انسانانو له مخې ارزوي.
سره له دې چې روسیې خپله پرېکړه کړې، د طالبانو دننه وضعیت ارام نه دی. د دې رژیم دننه د اختلافونو څپه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال عباس ستانکزی چې د ښځو د زدهکړې لپاره یې غږ اوچت کړی و، سږ کال مجبور شو ځان دوبۍ ته وباسي. همداراز د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني له میاشتو راهیسې له کابل څخه لرې دی او ویل کېږي چې له اماراتو او سعودي سره په تماس کې دی، تر څو د طالبانو د سخت دریځه مشرتابه پر ضد یو معتدل خوځښت رامنځته کړي. دا د دې نښه ده، چې د طالبانو صف نه یوازې له بهر سره، بلکې له دننه هم متزلزل شوی.
فارن پالیسي ان فوکس وېبپاڼه لیکي، چې د نړۍ ډېری هېوادونه لا هم د روسیې له دې ګام سره مخالفت لري او دا پرېکړه د لوېدیځو ارزښتونو، د ښځو حقونو او نړۍوالو اصولو د کمزوري کېدو نښه بولي، ان هغه هېوادونه چې له طالبانو سره همدردي لري تر اوسه یې رسمیت نه دی ورکړی، ځکه د خپلو هېوادونو د پرمختللو طبقو له مخالفت څخه وېره لري.
روسېه دا ګام د نړۍوالو اصولو د ماتولو په موخه اخیستی، نه د سولې یا ثبات لپاره. دا یو سیاسي حساب دی چې په کې د افغان ښځو حقونه، د یوې ټولنې عزت او د نړۍوال نظم اصول قرباني شوي. نړۍ که د اصولو ساتنه غواړي، باید دا ډول استبداد ته مشروعیت ورنه کړي، بلکې د یو اصولي دریځ له لارې د افغان ولس ملاتړ ته ودرېږي.
