د بشري حقونو د څار بنسټ وایي، چې د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت یا « TPS» یوه قانوني درجه ده، چې د امریکا حکومت یې هغو وګړو ته ورکوي چې هېوادونه یې د ناامنیو، جګړو، یا طبیعي افتونو له امله د خوندي ژوند لپاره مناسب نه وي.
خو اوس، سره له دې چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ښځو، نجونو، اقلیتونو او عامو وګړو لپاره یو له تر ټولو خطرناکو ځایونو بلل کېږي، امریکا دا خوندي وضعیت پای ته رسوي.
د بشري حقونو نړۍوال سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې که ښځې او نجونې بېرته افغانستان ته وشړل شي، د طالبانو تر ظالمانه نظام لاندې به د دوی ژوند له جدي ګواښونو سره مخ وي. یوازې څو ورځې وړاندې، د جرمونو نړۍوالې محکمې (ICC) له خوا د طالبانو پر دوو جګپوړو مشرانو د ښځو د حقونو پر ضد د سیستماټیکو سرغړونو له امله د نیولو حکم صادر شو.
د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا، طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تبعیض جرم ترسره کوي، کوم چې د انسانیت پر ضد یو جرم ګڼل کېږي.
طالبان له هغه وخته چې په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا له وتلو وروسته بېرته واک ته ورسېدل، د ښځو پر وړاندې یې پراخ محدودیتونه وضع کړي دي. ښځې نه شي کولی ثانوي ښوونځیو، پوهنتونونو یا کار ته ولاړې شي.
روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود شوی او ښځې له عامو ځایونو ګوښه کړل شوي دي. ډېری افغان فعالانو او د ملګرو ملتونو چارواکو دا وضعیت « جنسمحوره اپارتاید» بللی دی.
د امریکا د کډوالۍ د قوانینو له مخې، د پناه غوښتنې لپاره معمولاً افراد باید ځانګړی شخصي ګواښ ثابت کړي، خو ډېرې افغان ښځې دا ډول اسناد نه لري، ځکه چې دوی له یوه داسې رژیم څخه تښتي چې پراخې، ټولګټې او سیسټماټیکې سرغړونې کوي.
په همدې دلیل، د لنډمهال خوندیتوب وضیعت یو مهم قانون و، ترڅو افغان وګړي د اخراج له خطره وژغورل شي.
همداراز، ویل کېږي چې د «ټي پي اېس» لرونکو ځینو افغان ماشومان اوس د امریکا تابعیت لري. د دوی د اخراج له امله به یا دا ماشومان له خپلو مېندو او پلرونو بېلېږي یا به مجبوره شي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند ته ورستانه شي، یو داسې انتخاب چې دواړه یې د انساني ارزښتونو خلاف دي.
د بشري حقونو مدافعین، افغان فعالان او ګڼ شمېر امریکایي سناتوران له حکومت څخه غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي او«ټي پي اېس» بېرته فعاله کړي.
د هغوی په وینا، د دې پرېکړې دوام به زرګونه افغانان د سختو او نهتصورېدونکو ګواښونو سره مخ کړي او امریکا به د هغو انسانانو پروړاندې خپل اخلاقي مسوولیت له پامه وغورځوي، چې په تېرو کلونو کې یې د واشنګټن له ماموریتونو سره ملتیا کړې وه.
د یادولو وړ ده، چې تر دې دمه د امریکا حکومت د دغې پرېکړې د بدلولو رسمي اعلان نه دی کړی.