د سوریې، افغانستان، الجزایر او مراکش وګړي تر اصلي جرمنیانو ډېر په جرمونو کې ښکېل دي

د جرمني د فدارلي حکومت نوي شمېري ښيي، چې د سوریي، افغانستان، الجزایر او مراکش وګړي تر اصلي جرمنیانو ډېر په جرمونو کې ښکېل دي.

د جرمني د فدارلي حکومت نوي شمېري ښيي، چې د سوریي، افغانستان، الجزایر او مراکش وګړي تر اصلي جرمنیانو ډېر په جرمونو کې ښکېل دي.
د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو ادارې ویلي، چې په هرو ۱۰۰ زرو تورنو کسانو کې د اصلي جرمنیانو شمېر ۱۸۸۷ دی، خو د سوریایانو شمېر ۸۲۳۶ او د افغانانو شمېر ۸۷۵۳ ته رسېږي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په جرمونو کې د بهرنیو تورنو وګړو شمېر تر اصلي جرمنیانو څلور برابره ډېر دی.
یادې ادارې ویلي، چې دا شمېرې په ځوانه طبقه کې نورې هم زیاتې دي.
د دوی په خبره د ۱۴ تر ۱۸ کلونو ځوانو له ډلې تر اصلي جرمنیانو د سوريي ځوانانو د جرمونو کچه پنځه برابره، د الجزایري ځوانانو شمېر ۵۶ برابره او د مراکش ځوانانو کچه ۱۹ برابره ډېره ده.
د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا، فزیکي بریدونو او ځورونې په قضیو کې، له هر ۱۰۰ زره تورنو کسانو څخه ۱۶۸ تنه جرمنيان، ۱۲۹۱ سوریایان او ۱۲۱۸ افغانان دي.
د جرمني د اې اېف ډي ګووند غړي مارټین هېس په جرمونو کې جرمنیانو په پرتله د کډوالو شمېر زیاتوالي ته په غبرګون ویلي:«دا پایله د ناکامې کډوالۍ پالیسۍ محصول ده، چې څو لسیزې یې دوام وکړ.»
بلخوا، د برلین څارنوالۍ ویلي چې د مجرمو ډلو درې پر څلورمه برخه د جرمني تابعیت لري، خو ډېری دغه مجرمان له کډوالو سره تړاو لري او دا کړنې د کډوالو پر ځای د "جرمن" په کټګورۍ کې شمېرل کېږي.


د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې د پيکېکې وسله والې ډلې یو شمېر غړو د جمعې په ورځ خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او اردوغان هیله څرکنده کړې، چې له ترهګرۍ څخه پاک هېواد ته د رسېدو په لوري اخېستل شوي مهم ګامونه به مثبتې پایلې ولري.
د ترکیې د پيکېکې د ځینو غړو له خوا د وسلې اېښودلو وروسته د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اېکسپاڼه لیکلي:«خدای دې موږ ته د هېواد امنیت، د ولس د سولې او د سیمې د دوامداره ثبات د تامین په لاره کې بری راکړي.»
پر همدغه مهال د ترکیې د اړېکو او ارتباطاتو رییس برهانیتن دوران د پيکېکې غړو له خوا وسلې اېښودلو ته په غبرګون ویلي، چې د ترکیې راتلونکی به له ترهګرۍ څخه پاک او د ملت یووالۍ به لا پیاوړی شي.
د راپورونو له مخې، د ۱۵ ښځو په ګډون د پيکېکې ۳۰ غړو د عراق په سلیمانیه ولایت کې خپلې وسلې سوځولې او وايي، نور د ترکیې د حکومت پر وړاندې مبارزه نه کوي.
دغو کسانو د وسلې اېښودلو اقدام له هغه وروسته کړی، چې د پيکېکې زنداني مشر عبدالله اوجلان دوه ورځې وړاندې په یوه ویډیو پیغام کې اعلان وکړ، چې دې ډلې د ترکیې پر وړاندې خپله وسله واله مبارزه پای ته ورسوله او د ترکیې له پارلمان څخه یې غوښتنه کړې وه، چې د دې ډلې د بې وسلې کولو او د سولې پروسې د څارنې لپاره یو کمېسیون جوړ کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په کوالالمپور کې له خپل روسي سیال سره په کتنه کې د ایران د اټومي مسالې په اړه وویل، چین پر دې باور دی چې زور سوله نه راولي، فشار به ستونزې حل نه کړي او یوازې خبرې اترې بنسټیزه حل لاره ده.
وانګ یي په ډاګه کړه، چین او روسیه باید ستراتیژیکه همغږي نوره هم پیاوړې کړي او د ایران د اټومي موضوع د حل لپاره سیاسي او ډېپلوماټيکو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا څه موده مخکې امریکا د ایران پر اټومي بټیو بمبار وکړ څو تهران د اټومي وسلو له جوړولو لاس واخلي؛ خو ایران تل ویلي چې اټومي پروګرام یې د انرژۍ د تولید لپاره دی او سوله ییزه بڼه لري.
د چین د بهرنیو چارو وزیر همداراز په یاده کتنه کې وویل، بېجېنګ چمتو دی چې له مسکو سره په دوامداره توګه د ستراتیژیکې همغږۍ د ودې، د دواړو هېوادونو د امنیت او پراختیایي ګټو د ساتنې او د یوه بل د پرمختګ او بیارغونې ملاتړ لپاره کار وکړي.

د امریکا د بهرنویو چارو وزارت ویلي، ډېر ژر به خپل هغو کارمندانو ته خبر ورکړي، چې د ادارې د نوې تګلارې له مخې له دندو ګوښه کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري سرچینو مدیریت مرستیال مایل ریګاس تېره ورځ ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت خپل ۱۵ سلنه کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.
ریګاس زیاته کړې:«وزارت به ډېر ژر هغو کسانو سره اړیکه ونیسي، چې د دندې کمولو له پروسې اغېزمن شوي. له خبرتیاوو وروسته به وزارت د بیا تنظیمېدو وروستي پړاو ته داخل شي او پر پایله محوره دیپلوماسۍ به تمرکز وکړي.»
رویټرز ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د ټرمپ د ادارې له خوا د فدرالي اصلاح او دندو کمولو د پلان یوه برخه ده.
په دغه بدلون کې چې ښايي سلګونه دندې ختمې شي، د بهرنیو چارو وزارت تجربه لرونکي کسان هم شامل دي.
د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو له دندو ګوښه کېدو لپاره د امریکا سترې محکمې قانوني اجازه ورکړې ده او ښايي دا اقدام نن ورځ پیل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۱۵۰۰ ډېر کارکوونکي په داسې حال کې له دندو ګوښه کېږي، چې ولسمشر ټرمپ په فبرورۍ کې په یوه اجرایي فرمان کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته امر کړی و، څو د وزارت جوړښت ته بدلون ورکړي او هغه مامورین له دندو لرې کړي چې له هغه سره وفادار نه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره د خوندي ځایونو شتون د دغه هېواد لپاره ستره ننګونه ده او هیله لري، چې طالبان د یادو اندېښنو په حل کې همکاري وکړي.
شفقت علي خان د یو خبرې کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځایونو شتون د پاکستان لپاره یوه مهمه ننګونه ده.
نوموړي ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو د مسلې په اړه د طالب چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او هیله لري، چې کابل د اسلاماباد د یادو اندېښنو په حل کې همکاري وکړي.
اسلام اباد په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه اندېښنه ښودلې، چې تردې وړاندې په ځلونو طالب چارواکو د پاکستان دغه ډول څرګندونې بې اساسه بللي او برعکس ادعا کوي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش ډلې روزنیز مرکزونه موجود دي.

څېړنې ښيي، چې د افغانستان نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ خو کاري فرصتونه، تعليمي او روغتیايي خدمتونه محدود دي، کلیوال خلک ښارونو ته مخه کوي، د مور او ماشوم مړینه ډېره شوې، د نفوسو د ډېروالي له امله جرمونه ډېر شوي او د افغانستان کرنیز سکټور هم له سقوط سره مخ دی.
د افغانستان نفوس او متضادې شمېرې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د بهرنیو او کورنیو ادارو او نادولتي ټولنو لهخوا سرشمېرنې شوې دي؛ خو دغه شمېرې نه یوازې دا چې یو له بل سره سمون نه لري، بلکې په حیرانوونکي ډول بدلون مومي؛ خو د ټولو څېړنو ترمنځ یو ګډ ټکی دا دی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې اتم مقام لري چې نفوس یې په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو دی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان نفوس ۴۳.۸ مېلیونه اټکل کړی دی.
د دغه څېړنو پر بنسټ؛ د افغانستان د خلکو ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځې او د ۴۳ سلنه ماشومانو عمرونه تر څوارلسو کالو پورې دي.
د جولای د میاشتې پر اته نېټه د طالبانو د ملي احصایې ادارې د افغانستان د نفوسو په اړه یوه ویډېو خپره کړه. په دې ویډیو کې ویل شوي، چې د افغانستان ټول نفوس ۳۶.۴ مېلیونه اټکل شوی چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ یې ښځې دي.
دغه ډول د کوچیانو شمېر یو نیم مېلیونه اټکل شوی دی؛ خو دغې ادارې دا نه دي ويلي، چې دغه شمېرې یې له کومه کړې دي او د سرشمېرنې میتود یې څه و.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې لیکلي، چې یوازې له ۲۰۲۱ څخه بیا تر دې دمه تر څلور نیم مېلیونه ډېر افغانان کډوال شوي او دا لړۍ لا روانه ده.
له بلې خوا بیا د بېلابېلو هېوادونو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو جبري راشړل یوه بله داسې ستونزه ده چې د نفوسو شمېرې یې ګډې وډې کړي دي.
د ناروې د کډوالو چارو شورا راپور ورکړی، چې تر دې دمه له ۱.۴ مېلیونو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راشړل شوي دي. په دې کډوالو کې تر یو مېلیون ډېر یې له ایران او پاتې نور یې له پاکستان څخه را اېستل شوي دي.
یوناما بیا لیکلي، چې یوازې د روان زېږدیز کال له جنورۍ څخه بیا (د جون میاشتې تر ۳۱مې) پورې ۹۴۹ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
له هېواده پر یوه مهال د خلکو وتل او بېرته راتګ داسې وضعیت رامنځ ته کړی، چې د افغانستان د خلکو کره شمېر معلومول یې که ناشونې کړی نه وي؛ خو ډېر یې پېچلی کړی دی.
د تېرو څو لسيزو جګړو له امله کور په کور سرشمېرنه نه ده شوې، یوازې پر هغو خلکو تکیه شوې چې تذکرې لري؛ خو د افغاستان ډېر کلیوال خلک او کوچیان اوس هم تذکرې نه لري.
له بلې خوا په افغانستان کې داسې خلک هم اوسېږي، چې نه یې ملي هویت څرګند دی او نه تذکرې لري.
له دې ډول خلکو څخه (جوګیان) یادولای شو. دوی څو کاله مخکې رسنیو ته شکایت وکړ، چې تذکرې نه لري او له حقوقي پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، چې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال افغانستان ته راغلي؛ خو لا تر اوسه په دې هېواد کې نه دي مدغم شوي.
ډېر ولادتونه او د مور او ماشوم مړینه
کله چې نفوس ډېر شي او روغتیايي خدمات او عامه پوهاوی کم وي د مور او ماشوم د مړينې کچه هم ورسره لوړېږي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده.
په دې اړه ډاکټر محب روښان وايي: «د نړۍوال روغتیايي سازمان او کورنیو روغتیايي ادارو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې په هرو سلو زرو مېندو کې ۶۳۸ یې د لنګواله پر مهال مري. دغه ډول په هرو زرو ولادتونو کې ۴۳ مورروي (شیرخوره) ماشومان مري. هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کالو کم وي، په هرو زرو ماشومانو کې ۹۷ یې مري. هغه ماشومان چې مور یې د لنګون پر مهال مړه شي د ژوندي پاته کېدو چانس یې یوازې ۵۱.۵ سلنه دی.»
ډېر اولادونه او محدودې اقتصادي سرچینې
څېړنې ښيي، چې افغانان په تېره بیا کلیوال خلک د کلتوري او اقتصادي دلایلو له مخې ډېر اولادونه پيدا کوي. په افغانستان کې د بیمې، کافي او تضمین شوی تقاعد، د زړو خلکو د پالنې او روزنې خدمات نه شته؛ نو خلک وېرېږي که سپين ږېري شي نو زامن به یې لاسنيوی وکړي.
اقتصادي کارپوهان وايي، چې تل بېوزله خلک ډېر اولادونه زېږوي؛ ځکه دوی باور لري چې اولادونه یې بشري قوه ده. کله چې یې اولادونه ځوانان شي نو کار به وکړي او دوی به د اولادونو له لارې ډېر عاید ولري.
ډېره بشري قوه یوازې په هغو هېوادونو کې ګټوره وي، چې کاري فرصتونه یې ډېر وي؛ خو دا چې په افغانستان کې کاري فرصتونه، سرپناه، تعليمي او روغتیايي خدمات ډېر محدود دي، ډېر اولادونه نه یوازې دا چې د کورنۍ؛ بلکې د ټولنې او حکومت د اوږو بار هم دي.
اقتصادي کارپوه الیاس ضیايي وايي: «د نفوسو ډېروالی خپله د سياسي، اقتصادي او ټولنې وروسته پاتې کېدو پایله ده. باید د هر هېواد اقتصادي وده د نفوسو له ودې سره برابره وي؛ که د نفوسو وده تر اقتصادي ودې ټيټه وي، بېوزلي ډېرېږي او له بېوزلۍ سره بېلابېلې ناخوالې تړلې دي. موږ په افغانستان کې وینو، چې نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ خو برعکس اقتصادي وده خورا ورو ده.»
په ښارونو کې د خلکو تراکم
په تېرو څو لسيزو کې خلکو د ناامنۍ له امله کلي پرېښودل او ښارونو ته کډه شول؛ خو د افغانستان ښارونه نه یوازې دا چې د خپلو اصلي اوسېدونکو لپاره یې ښاري خدمات لکه د څښلو پاکې اوبه، زدهکړه، روغتیايي او نور نه شوای برابرولای؛ کليوال خلک یې نور هم د اوږو بار شول.
د افغانستان د کورنیو او بهرنیو څېړنیزو ادارو څېړنې ښيي، که له یوې خوا د افغانستان نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ له بلې خوا ښارونو ته دومره ډېر خلک ورځي، چې ښارونه یې د جذب ظرفیت نه لري.
ښارونو ته د کلیوالو خلکو د ورتګ ځانګړي لاملونه د کلیوالو کرنیزو ځمکو کموالی، وچکالي او په ټوله کې بېکاري ده.
څنګه چې د افغانستان په ښارونو کې له پخوا څخه صنعتي فضا محدوده وه؛ نو په ښارونو کې له دې بشري قوې څخه لازمه استفاده نه کېږي.
کلیوال خلک مخکې له دې چې ښارونو ته مخه کړي، یوازې له کښت او کروندې سره اشنا وو؛ د سواد کچه یې ټیټه وه او له ښاري ژوند سره ژر اشنا کېدو هم ډېر وخت غوښت؛ هغه و چې دوی له مجبوري مزدورۍ او خټګرۍ ته اړ شول.
څنګه کلیوال خلک ښارونو ته کډه شول؟
پخوا تر ډېره په کلي کې ځمکهوال او بزګران اوسېدل؛ خانانو معمولا ډېرې ښځې کولې او قبیلوي ذهنيت له مخې ډېر اولادونه یې زېږول، نتیجه یې دا شوه چې د خان ډېره ځمکه د هغه تر مرګ وروسته لس ټوټې او د زامنو تر زړېدو او مرګ وروسته دومره لږ شوه، چې نور یې دوی ته ډوډۍ نه شوای ورکولای.
کله چې ځمکه ډېره وه؛ نو د بزګر ډوډۍ هم ورسره تړلې و، خو کله چې ځمکه لږ شوه د خانانو زامن یا لمسیان په بزګرو واوښتل.
کله چې وچکالي راغله او دا لږ ځمکه هم شاړه پاتې شوه خلک اړ شول، چې ښار ته کډه شي او په پایله کې کرنه تقریبا فلج شوه.
کله چې کلیوال ښارونو ته کډه شول، د ښارونو نفوس هم ډېر شو او ښارونه پراخ شول، کرنیزو سيمو ته وغځېدل او کرنیزې ځمکې د استوګنې په سيمو واوښتې، چې دې کار کرنیز سکټور نور هم زندۍ کړ.
که څه هم افغانستان اوبه لري او ښې ډېرې دښتې هم لري، چې د زراعتي فارمونو له پاره ښې مناسبې دي؛ خو دا چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې امنيتي او سياسي ټیکاو نه دی لرلو؛ نو زراعتي فارمونه هم جوړ نه شول او ان دا چې پخواني فارمونه هم له پښو وغورځېدل.
ډېر نفوس او جرمونه
ارواپوهان وايي، کله چې بېکاري ډېره شي؛ نو هغه خلک چې تر ډېر لټون وروسته بیا هم کار نه شي موندلای او یا د کار مسلکي وړتیا نه لري، نو دوو کارونو ته مخه کوي یو اعیتاد او بل جرمونه دي.
د ارواپوهانو په خبره؛ اعیتاد په دې مانا چې غواړي په کاذب ډول محرومیت او ناخوالې هېرې کړي. په افغانستان کې د معتادېنو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي، دوی ته ډېری هغه معتادین ورغلي چې د اعتیاد لامل یې بېکاري ده.
دویمه ډله بیا جرمونو ته مخه کوي، چې خپله معتادين هم په جرمونو کې ورسره شریک دي.
په دې اړه ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي: «کله چې په یوه هېواد کې د خلکو شمېر ډېرېږي، د خلکو څارنه کمېږي. په هره اندازه چې د حکومت نظارت کمېږي، مجرمینو ته د جرم زمینه برابرېږي، حکومت نه شي کولای چې د ټولو مجرمانو مخه ونيسي.»
د نړۍوال نفوس ورځ هر کال د جولای میاشتې پر یوولسمه نېټه نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) لهخوا په ۱۹۸۹ کال کې هغه مهال ونومول شوه، چې د نړۍ نفوس د ۱۹۸۷ کال د جولای پر یوولسمه نېټه پنځو مېلیارډو ته ورسېد.