د افغانستان نفوس او متضادې شمېرې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د بهرنیو او کورنیو ادارو او نادولتي ټولنو لهخوا سرشمېرنې شوې دي؛ خو دغه شمېرې نه یوازې دا چې یو له بل سره سمون نه لري، بلکې په حیرانوونکي ډول بدلون مومي؛ خو د ټولو څېړنو ترمنځ یو ګډ ټکی دا دی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې اتم مقام لري چې نفوس یې په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو دی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان نفوس ۴۳.۸ مېلیونه اټکل کړی دی.
د دغه څېړنو پر بنسټ؛ د افغانستان د خلکو ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځې او د ۴۳ سلنه ماشومانو عمرونه تر څوارلسو کالو پورې دي.
د جولای د میاشتې پر اته نېټه د طالبانو د ملي احصایې ادارې د افغانستان د نفوسو په اړه یوه ویډېو خپره کړه. په دې ویډیو کې ویل شوي، چې د افغانستان ټول نفوس ۳۶.۴ مېلیونه اټکل شوی چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ یې ښځې دي.
دغه ډول د کوچیانو شمېر یو نیم مېلیونه اټکل شوی دی؛ خو دغې ادارې دا نه دي ويلي، چې دغه شمېرې یې له کومه کړې دي او د سرشمېرنې میتود یې څه و.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې لیکلي، چې یوازې له ۲۰۲۱ څخه بیا تر دې دمه تر څلور نیم مېلیونه ډېر افغانان کډوال شوي او دا لړۍ لا روانه ده.
له بلې خوا بیا د بېلابېلو هېوادونو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو جبري راشړل یوه بله داسې ستونزه ده چې د نفوسو شمېرې یې ګډې وډې کړي دي.
د ناروې د کډوالو چارو شورا راپور ورکړی، چې تر دې دمه له ۱.۴ مېلیونو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راشړل شوي دي. په دې کډوالو کې تر یو مېلیون ډېر یې له ایران او پاتې نور یې له پاکستان څخه را اېستل شوي دي.
یوناما بیا لیکلي، چې یوازې د روان زېږدیز کال له جنورۍ څخه بیا (د جون میاشتې تر ۳۱مې) پورې ۹۴۹ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
له هېواده پر یوه مهال د خلکو وتل او بېرته راتګ داسې وضعیت رامنځ ته کړی، چې د افغانستان د خلکو کره شمېر معلومول یې که ناشونې کړی نه وي؛ خو ډېر یې پېچلی کړی دی.
د تېرو څو لسيزو جګړو له امله کور په کور سرشمېرنه نه ده شوې، یوازې پر هغو خلکو تکیه شوې چې تذکرې لري؛ خو د افغاستان ډېر کلیوال خلک او کوچیان اوس هم تذکرې نه لري.
له بلې خوا په افغانستان کې داسې خلک هم اوسېږي، چې نه یې ملي هویت څرګند دی او نه تذکرې لري.
له دې ډول خلکو څخه (جوګیان) یادولای شو. دوی څو کاله مخکې رسنیو ته شکایت وکړ، چې تذکرې نه لري او له حقوقي پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، چې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال افغانستان ته راغلي؛ خو لا تر اوسه په دې هېواد کې نه دي مدغم شوي.
ډېر ولادتونه او د مور او ماشوم مړینه
کله چې نفوس ډېر شي او روغتیايي خدمات او عامه پوهاوی کم وي د مور او ماشوم د مړينې کچه هم ورسره لوړېږي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده.
په دې اړه ډاکټر محب روښان وايي: «د نړۍوال روغتیايي سازمان او کورنیو روغتیايي ادارو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې په هرو سلو زرو مېندو کې ۶۳۸ یې د لنګواله پر مهال مري. دغه ډول په هرو زرو ولادتونو کې ۴۳ مورروي (شیرخوره) ماشومان مري. هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کالو کم وي، په هرو زرو ماشومانو کې ۹۷ یې مري. هغه ماشومان چې مور یې د لنګون پر مهال مړه شي د ژوندي پاته کېدو چانس یې یوازې ۵۱.۵ سلنه دی.»
ډېر اولادونه او محدودې اقتصادي سرچینې
څېړنې ښيي، چې افغانان په تېره بیا کلیوال خلک د کلتوري او اقتصادي دلایلو له مخې ډېر اولادونه پيدا کوي. په افغانستان کې د بیمې، کافي او تضمین شوی تقاعد، د زړو خلکو د پالنې او روزنې خدمات نه شته؛ نو خلک وېرېږي که سپين ږېري شي نو زامن به یې لاسنيوی وکړي.
اقتصادي کارپوهان وايي، چې تل بېوزله خلک ډېر اولادونه زېږوي؛ ځکه دوی باور لري چې اولادونه یې بشري قوه ده. کله چې یې اولادونه ځوانان شي نو کار به وکړي او دوی به د اولادونو له لارې ډېر عاید ولري.
ډېره بشري قوه یوازې په هغو هېوادونو کې ګټوره وي، چې کاري فرصتونه یې ډېر وي؛ خو دا چې په افغانستان کې کاري فرصتونه، سرپناه، تعليمي او روغتیايي خدمات ډېر محدود دي، ډېر اولادونه نه یوازې دا چې د کورنۍ؛ بلکې د ټولنې او حکومت د اوږو بار هم دي.
اقتصادي کارپوه الیاس ضیايي وايي: «د نفوسو ډېروالی خپله د سياسي، اقتصادي او ټولنې وروسته پاتې کېدو پایله ده. باید د هر هېواد اقتصادي وده د نفوسو له ودې سره برابره وي؛ که د نفوسو وده تر اقتصادي ودې ټيټه وي، بېوزلي ډېرېږي او له بېوزلۍ سره بېلابېلې ناخوالې تړلې دي. موږ په افغانستان کې وینو، چې نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ خو برعکس اقتصادي وده خورا ورو ده.»
په ښارونو کې د خلکو تراکم
په تېرو څو لسيزو کې خلکو د ناامنۍ له امله کلي پرېښودل او ښارونو ته کډه شول؛ خو د افغانستان ښارونه نه یوازې دا چې د خپلو اصلي اوسېدونکو لپاره یې ښاري خدمات لکه د څښلو پاکې اوبه، زدهکړه، روغتیايي او نور نه شوای برابرولای؛ کليوال خلک یې نور هم د اوږو بار شول.
د افغانستان د کورنیو او بهرنیو څېړنیزو ادارو څېړنې ښيي، که له یوې خوا د افغانستان نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ له بلې خوا ښارونو ته دومره ډېر خلک ورځي، چې ښارونه یې د جذب ظرفیت نه لري.
ښارونو ته د کلیوالو خلکو د ورتګ ځانګړي لاملونه د کلیوالو کرنیزو ځمکو کموالی، وچکالي او په ټوله کې بېکاري ده.
څنګه چې د افغانستان په ښارونو کې له پخوا څخه صنعتي فضا محدوده وه؛ نو په ښارونو کې له دې بشري قوې څخه لازمه استفاده نه کېږي.
کلیوال خلک مخکې له دې چې ښارونو ته مخه کړي، یوازې له کښت او کروندې سره اشنا وو؛ د سواد کچه یې ټیټه وه او له ښاري ژوند سره ژر اشنا کېدو هم ډېر وخت غوښت؛ هغه و چې دوی له مجبوري مزدورۍ او خټګرۍ ته اړ شول.
څنګه کلیوال خلک ښارونو ته کډه شول؟
پخوا تر ډېره په کلي کې ځمکهوال او بزګران اوسېدل؛ خانانو معمولا ډېرې ښځې کولې او قبیلوي ذهنيت له مخې ډېر اولادونه یې زېږول، نتیجه یې دا شوه چې د خان ډېره ځمکه د هغه تر مرګ وروسته لس ټوټې او د زامنو تر زړېدو او مرګ وروسته دومره لږ شوه، چې نور یې دوی ته ډوډۍ نه شوای ورکولای.
کله چې ځمکه ډېره وه؛ نو د بزګر ډوډۍ هم ورسره تړلې و، خو کله چې ځمکه لږ شوه د خانانو زامن یا لمسیان په بزګرو واوښتل.
کله چې وچکالي راغله او دا لږ ځمکه هم شاړه پاتې شوه خلک اړ شول، چې ښار ته کډه شي او په پایله کې کرنه تقریبا فلج شوه.
کله چې کلیوال ښارونو ته کډه شول، د ښارونو نفوس هم ډېر شو او ښارونه پراخ شول، کرنیزو سيمو ته وغځېدل او کرنیزې ځمکې د استوګنې په سيمو واوښتې، چې دې کار کرنیز سکټور نور هم زندۍ کړ.
که څه هم افغانستان اوبه لري او ښې ډېرې دښتې هم لري، چې د زراعتي فارمونو له پاره ښې مناسبې دي؛ خو دا چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې امنيتي او سياسي ټیکاو نه دی لرلو؛ نو زراعتي فارمونه هم جوړ نه شول او ان دا چې پخواني فارمونه هم له پښو وغورځېدل.
ډېر نفوس او جرمونه
ارواپوهان وايي، کله چې بېکاري ډېره شي؛ نو هغه خلک چې تر ډېر لټون وروسته بیا هم کار نه شي موندلای او یا د کار مسلکي وړتیا نه لري، نو دوو کارونو ته مخه کوي یو اعیتاد او بل جرمونه دي.
د ارواپوهانو په خبره؛ اعیتاد په دې مانا چې غواړي په کاذب ډول محرومیت او ناخوالې هېرې کړي. په افغانستان کې د معتادېنو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي، دوی ته ډېری هغه معتادین ورغلي چې د اعتیاد لامل یې بېکاري ده.
دویمه ډله بیا جرمونو ته مخه کوي، چې خپله معتادين هم په جرمونو کې ورسره شریک دي.
په دې اړه ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي: «کله چې په یوه هېواد کې د خلکو شمېر ډېرېږي، د خلکو څارنه کمېږي. په هره اندازه چې د حکومت نظارت کمېږي، مجرمینو ته د جرم زمینه برابرېږي، حکومت نه شي کولای چې د ټولو مجرمانو مخه ونيسي.»
د نړۍوال نفوس ورځ هر کال د جولای میاشتې پر یوولسمه نېټه نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) لهخوا په ۱۹۸۹ کال کې هغه مهال ونومول شوه، چې د نړۍ نفوس د ۱۹۸۷ کال د جولای پر یوولسمه نېټه پنځو مېلیارډو ته ورسېد.