• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اردوغان: له ترهګرۍ څخه پاکه ترکیه به مثبتې پایلې ولري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې د پي‌کې‌کې وسله والې ډلې یو شمېر غړو د جمعې په ورځ خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او اردوغان هیله څرکنده کړې، چې له ترهګرۍ څخه پاک هېواد ته د رسېدو په لوري اخېستل شوي مهم ګامونه به مثبتې پایلې ولري.

د ترکیې د پي‌کې‌کې د ځینو غړو له خوا د وسلې اېښودلو وروسته د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اېکسپاڼه لیکلي:«خدای دې موږ ته د هېواد امنیت، د ولس د سولې او د سیمې د دوامداره ثبات د تامین په لاره کې بری راکړي.»

پر همدغه مهال د ترکیې د اړېکو او ارتباطاتو رییس برهانیتن دوران د پي‌کې‌کې غړو له خوا وسلې اېښودلو ته په غبرګون ویلي، چې د ترکیې راتلونکی به له ترهګرۍ څخه پاک او د ملت یووالۍ به لا پیاوړی شي.

د راپورونو له مخې، د ۱۵ ښځو په ګډون د پي‌کې‌کې ۳۰ غړو د عراق په سلیمانیه ولایت کې خپلې وسلې سوځولې او وايي، نور د ترکیې د حکومت پر وړاندې مبارزه نه کوي.

دغو کسانو د وسلې اېښودلو اقدام له هغه وروسته کړی، چې د پي‌کې‌کې زنداني مشر عبدالله اوجلان دوه ورځې وړاندې په یوه ویډیو پیغام کې اعلان وکړ، چې دې ډلې د ترکیې پر وړاندې خپله وسله واله مبارزه پای ته ورسوله او د ترکیې له پارلمان څخه یې غوښتنه کړې وه، چې د دې ډلې د بې وسلې کولو او د سولې پروسې د څارنې لپاره یو کمېسیون جوړ کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د چین د بهرنیو چارو وزیر: د ایران د اټومي پروګرام مساله باید د ډېپلوماتیکو لارو حل شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په کوالالمپور کې له خپل روسي سیال سره په کتنه کې د ایران د اټومي مسالې په اړه وویل، چین پر دې باور دی چې زور سوله نه راولي، فشار به ستونزې حل نه کړي او یوازې خبرې اترې بنسټیزه حل لاره ده.

وانګ یي په ډاګه کړه، چین او روسیه باید ستراتیژیکه همغږي نوره هم پیاوړې کړي او د ایران د اټومي موضوع د حل لپاره سیاسي او ډېپلوماټيکو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا څه موده مخکې امریکا د ایران پر اټومي بټیو بمبار وکړ څو تهران د اټومي وسلو له جوړولو لاس واخلي؛ خو ایران تل ویلي چې اټومي پروګرام یې د انرژۍ د تولید لپاره دی او سوله ییزه بڼه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همداراز په یاده کتنه کې وویل، بېجېنګ چمتو دی چې له مسکو سره په دوامداره توګه د ستراتیژیکې همغږۍ د ودې، د دواړو هېوادونو د امنیت او پراختیایي ګټو د ساتنې او د یوه بل د پرمختګ او بیارغونې ملاتړ لپاره کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سلګونو کارمندانو د دندو ختمولو پرېکړه کړې

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنویو چارو وزارت ویلي،‌ ډېر ژر به خپل هغو کارمندانو ته خبر ورکړي، چې د ادارې د نوې تګلارې له مخې له دندو ګوښه کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري سرچینو مدیریت مرستیال مایل ریګاس تېره ورځ ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت خپل ۱۵ سلنه کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.

ریګاس زیاته کړې:«وزارت به ډېر ژر هغو کسانو سره اړیکه ونیسي، چې د دندې کمولو له پروسې اغېزمن شوي. له خبرتیاوو وروسته به وزارت د بیا تنظیمېدو وروستي پړاو ته داخل شي او پر پایله محوره دیپلوماسۍ به تمرکز وکړي.»

رویټرز ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام د ټرمپ د ادارې له خوا د فدرالي اصلاح او دندو کمولو د پلان یوه برخه ده.

په دغه بدلون کې چې ښايي سلګونه دندې ختمې شي، د بهرنیو چارو وزارت تجربه لرونکي کسان هم شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو له دندو ګوښه کېدو لپاره د امریکا سترې محکمې قانوني اجازه ورکړې ده او ښايي دا اقدام نن ورځ پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۱۵۰۰ ډېر کارکوونکي په داسې حال کې له دندو ګوښه کېږي، چې ولسمشر ټرمپ په فبرورۍ کې په یوه اجرایي فرمان کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته امر کړی و، څو د وزارت جوړښت ته بدلون ورکړي او هغه مامورین له دندو لرې کړي چې له هغه سره وفادار نه دي.

د ملګرو ملتونو موندنو ښودلې، چې د سوریې حکومت اوس له «القاعده شبکې» سره اړیکې نه‌لري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو اړوند د بندیزونو څارونکو ویلي،‌ دوی سږ کال داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې له القاعده شبکې سره د سوریې د اوسني حکومت اړیکې په ډاګه کړي. دغه مالومات په یو ناچاپ شوي راپور کې ځای پر ځای شوي دي.

باور دا دی، چې له القاعده شبکې سره د سوریې حکومت د اوسنيو مشرانو د اړیکو پرېکون ښايي د امریکا له لوري د بندیزونو د ختمولو هڅې پیاوړې کړي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ دا راپور لیدلی، چې تمه ده همدا روانه میاشت کې به خپور شي.

راپور کې راغلي، تمه شته چې احمد الشرع به په سوریه کې یو پراخ بنسټه او ډېموکراتیک حکومت رامنځته کړي.

د امریکا او چین اقتصادي کړکېچ؛ مارکو روبیو له وانګ یي سره ګوري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د واشګنټن او بېجینګ ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي کړکېچ په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جمعې په ورځ په کوالالمپور کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وګوري. 

روبیو د ختیځې اسیا سرمشریزې او اسیان فورم ناسته کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی.

هغه به د چاپان، چین، سویلي کوریا، روسیې، اسټرالیا، هند، اروپايي ټولنې او د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو له استازو سره په ګډه یاد فورم کې ګډون وکړي.

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال سره ګوري، چې په نړۍ‌واله کچه د ډونالډ ترمپ د ګمرکي تعرفو تګلارې له امله کړکېچونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

د ټرمپ مالیاتي ناندرۍ؛ د اګسټ له لومړۍ پر کاناډا ۳۵سلنه مالیه لګوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ته په یوه لیک کې ویلي، چې هېواد به یې د اګست له لومړۍ نېټې څخه امریکا ته د خپلو صادراتي توکو لپاره له ۳۵ سلنه ګمرکي محصول سره مخ شي.

دغه لیک د صادراتي توکو په تړاو د ټرمپ له ۲۰ لیکونو څخه وروستی لیک دی او امریکا لا هم غواړي، چې له ګڼو هېوادونو سره د سوداګریزو ګواښونو لړۍ روانه وساتي.

کاناډا هڅه کوي، چې (د جولای تر ۲۱مې) له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي؛ خو د ټرمپ دا وروستی ګواښ ښايي یاد ضرب الاجل له ګواښ سره مخ کړي.

د راپورونو پر بنسټ؛ کاناډا او مکسیکو دواړه هڅې کوي؛ څو ټرمپ راضي کړي او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون (USMCA) بېرته خپل عادي حالت ته راولي.