• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام اباد: په افغانستان کې د ترهګرو خوندي ځایونه د پاکستان لپاره یوه ستره ننګونه ده

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۱۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره د خوندي ځایونو شتون د دغه هېواد لپاره ستره ننګونه ده او هیله لري، چې طالبان د یادو اندېښنو په حل کې همکاري وکړي.

شفقت علي خان د یو خبرې کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځایونو شتون د پاکستان لپاره یوه مهمه ننګونه ده.

نوموړي ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو د مسلې په اړه د طالب چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او هیله لري، چې کابل د اسلام‌اباد د یادو اندېښنو په حل کې همکاري وکړي.

اسلام اباد په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه اندېښنه ښودلې، چې تردې وړاندې په ځلونو طالب چارواکو د پاکستان دغه ډول څرګندونې بې اساسه بللي او برعکس ادعا کوي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش ډلې روزنیز مرکزونه موجود دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

افغانستان کې د نفوسو ډېروالی؛ کاري فرصتونه، تعليمي او روغتیايي خدمتونه محدود دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۱
•
خبرخونه

څېړنې ښيي، چې د افغانستان نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ خو کاري فرصتونه، تعليمي او روغتیايي خدمتونه محدود دي، کلیوال خلک ښارونو ته مخه کوي، د مور او ماشوم مړینه ډېره شوې، د نفوسو د ډېروالي له امله جرمونه ډېر شوي او د افغانستان کرنیز سکټور هم له سقوط سره مخ دی.

د افغانستان نفوس او متضادې شمېرې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د بهرنیو او کورنیو ادارو او نادولتي ټولنو له‌خوا سرشمېرنې شوې دي؛ خو دغه شمېرې نه یوازې دا چې یو له بل سره سمون نه لري، بلکې په حیرانوونکي ډول بدلون مومي؛ خو د ټولو څېړنو ترمنځ یو ګډ ټکی دا دی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې اتم مقام لري چې نفوس یې په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو دی.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان نفوس ۴۳.۸ مېلیونه اټکل کړی دی.

د دغه څېړنو پر بنسټ؛ د افغانستان د خلکو ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځې او د ۴۳ سلنه ماشومانو عمرونه تر څوارلسو کالو پورې دي.

د جولای د میاشتې پر اته نېټه د طالبانو د ملي احصایې ادارې د افغانستان د نفوسو په اړه یوه ویډېو خپره کړه. په دې ویډیو کې ویل شوي، چې د افغانستان ټول نفوس ۳۶.۴ مېلیونه اټکل شوی چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ یې ښځې دي.

دغه ډول د کوچیانو شمېر یو نیم مېلیونه اټکل شوی دی؛ خو دغې ادارې دا نه دي ويلي، چې دغه شمېرې یې له کومه کړې دي او د سرشمېرنې میتود یې څه و.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې لیکلي، چې یوازې له ۲۰۲۱ څخه بیا تر دې دمه تر څلور نیم مېلیونه ډېر افغانان کډوال شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

له بلې خوا بیا د بېلابېلو هېوادونو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو جبري راشړل یوه بله داسې ستونزه ده چې د نفوسو شمېرې یې ګډې وډې کړي دي.

د ناروې د کډوالو چارو شورا راپور ورکړی، چې تر دې دمه له ۱.۴ مېلیونو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راشړل شوي دي. په دې کډوالو کې تر یو مېلیون ډېر یې له ایران او پاتې نور یې له پاکستان څخه را اېستل شوي دي.

یوناما بیا لیکلي، چې یوازې د روان زېږدیز کال له جنورۍ څخه بیا (د جون میاشتې تر ۳۱مې) پورې ۹۴۹ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

له هېواده پر یوه مهال د خلکو وتل او بېرته راتګ داسې وضعیت رامنځ ته کړی، چې د افغانستان د خلکو کره شمېر معلومول یې که ناشونې کړی نه وي؛ خو ډېر یې پېچلی کړی دی.

د تېرو څو لسيزو جګړو له امله کور په کور سرشمېرنه نه ده شوې، یوازې پر هغو خلکو تکیه شوې چې تذکرې لري؛ خو د افغاستان ډېر کلیوال خلک او کوچیان اوس هم تذکرې نه لري.

له بلې خوا په افغانستان کې داسې خلک هم اوسېږي، چې نه یې ملي هویت څرګند دی او نه تذکرې لري.

له دې ډول خلکو څخه (جوګیان) یادولای شو. دوی څو کاله مخکې رسنیو ته شکایت وکړ، چې تذکرې نه لري او له حقوقي پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، چې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال افغانستان ته راغلي؛ خو لا تر اوسه په دې هېواد کې نه دي مدغم شوي.

ډېر ولادتونه او د مور او ماشوم مړینه

کله چې نفوس ډېر شي او روغتیايي خدمات او عامه پوهاوی کم وي د مور او ماشوم د مړينې کچه هم ورسره لوړېږي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده.

په دې اړه ډاکټر محب روښان وايي: «د نړۍوال روغتیايي سازمان او کورنیو روغتیايي ادارو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې په هرو سلو زرو مېندو کې ۶۳۸ یې د لنګواله پر مهال مري. دغه ډول په هرو زرو ولادتونو کې ۴۳ مورروي (شیرخوره) ماشومان مري. هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کالو کم وي، په هرو زرو ماشومانو کې ۹۷ یې مري. هغه ماشومان چې مور یې د لنګون پر مهال مړه شي د ژوندي پاته کېدو چانس یې یوازې ۵۱.۵ سلنه دی.»

ډېر اولادونه او محدودې اقتصادي سرچینې

څېړنې ښيي، چې افغانان په تېره بیا کلیوال خلک د کلتوري او اقتصادي دلایلو له مخې ډېر اولادونه پيدا کوي. په افغانستان کې د بیمې، کافي او تضمین شوی تقاعد، د زړو خلکو د پالنې او روزنې خدمات نه شته؛ نو خلک وېرېږي که سپين ږېري شي نو زامن به یې لاسنيوی وکړي.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې تل بې‌وزله خلک ډېر اولادونه زېږوي؛ ځکه دوی باور لري چې اولادونه یې بشري قوه ده. کله چې یې اولادونه ځوانان شي نو کار به وکړي او دوی به د اولادونو له لارې ډېر عاید ولري.

ډېره بشري قوه یوازې په هغو هېوادونو کې ګټوره وي، چې کاري فرصتونه یې ډېر وي؛ خو دا چې په افغانستان کې کاري فرصتونه، سرپناه، تعليمي او روغتیايي خدمات ډېر محدود دي، ډېر اولادونه نه یوازې دا چې د کورنۍ؛ بلکې د ټولنې او حکومت د اوږو بار هم دي.

اقتصادي کارپوه الیاس ضیايي وايي: «د نفوسو ډېروالی خپله د سياسي، اقتصادي او ټولنې وروسته پاتې کېدو پایله ده. باید د هر هېواد اقتصادي وده د نفوسو له ودې سره برابره وي؛ که د نفوسو وده تر اقتصادي ودې ټيټه وي، بې‌وزلي ډېرېږي او له بې‌وزلۍ سره بېلابېلې ناخوالې تړلې دي. موږ په افغانستان کې وینو، چې نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ خو برعکس اقتصادي وده خورا ورو ده.»

 

په ښارونو کې د خلکو تراکم

په تېرو څو لسيزو کې خلکو د ناامنۍ له امله کلي پرېښودل او ښارونو ته کډه شول؛ خو د افغانستان ښارونه نه یوازې دا چې د خپلو اصلي اوسېدونکو لپاره یې ښاري خدمات لکه د څښلو پاکې اوبه، زده‌کړه، روغتیايي او نور نه شوای برابرولای؛ کليوال خلک یې نور هم د اوږو بار شول.

د افغانستان د کورنیو او بهرنیو څېړنیزو ادارو څېړنې ښيي، که له یوې خوا د افغانستان نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ له بلې خوا ښارونو ته دومره ډېر خلک ورځي، چې ښارونه یې د جذب ظرفیت نه لري.

ښارونو ته د کلیوالو خلکو د ورتګ ځانګړي لاملونه د کلیوالو کرنیزو ځمکو کموالی، وچکالي او په ټوله کې بې‌کاري ده.

څنګه چې د افغانستان په ښارونو کې له پخوا څخه صنعتي فضا محدوده وه؛ نو په ښارونو کې له دې بشري قوې څخه لازمه استفاده نه کېږي.

کلیوال خلک مخکې له دې چې ښارونو ته مخه کړي، یوازې له کښت او کروندې سره اشنا وو؛ د سواد کچه یې ټیټه وه او له ښاري ژوند سره ژر اشنا کېدو هم ډېر وخت غوښت؛ هغه و چې دوی له مجبوري مزدورۍ او خټګرۍ ته اړ شول.

څنګه کلیوال خلک ښارونو ته کډه شول؟

پخوا تر ډېره په کلي کې ځمکه‌وال او بزګران اوسېدل؛ خانانو معمولا ډېرې ښځې کولې او قبیلوي ذهنيت له مخې ډېر اولادونه یې زېږول، نتیجه یې دا شوه چې د خان ډېره ځمکه د هغه تر مرګ وروسته لس ټوټې او د زامنو تر زړېدو او مرګ وروسته دومره لږ شوه، چې نور یې دوی ته ډوډۍ نه شوای ورکولای.

کله چې ځمکه ډېره وه؛ نو د بزګر ډوډۍ هم ورسره تړلې و، خو کله چې ځمکه لږ شوه د خانانو زامن یا لمسیان په بزګرو واوښتل.

کله چې وچکالي راغله او دا لږ ځمکه هم شاړه پاتې شوه خلک اړ شول، چې ښار ته کډه شي او په پایله کې کرنه تقریبا فلج شوه.

کله چې کلیوال ښارونو ته کډه شول، د ښارونو نفوس هم ډېر شو او ښارونه پراخ شول، کرنیزو سيمو ته وغځېدل او کرنیزې ځمکې د استوګنې په سيمو واوښتې، چې دې کار کرنیز سکټور نور هم زندۍ کړ.

که څه هم افغانستان اوبه لري او ښې ډېرې دښتې هم لري، چې د زراعتي فارمونو له پاره ښې مناسبې دي؛ خو دا چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې امنيتي او سياسي ټیکاو نه دی لرلو؛ نو زراعتي فارمونه هم جوړ نه شول او ان دا چې پخواني فارمونه هم له پښو وغورځېدل.

ډېر نفوس او جرمونه

ارواپوهان وايي، کله چې بېکاري ډېره شي؛ نو هغه خلک چې تر ډېر لټون وروسته بیا هم کار نه شي موندلای او یا د کار مسلکي وړتیا نه لري، نو دوو کارونو ته مخه کوي یو اعیتاد او بل جرمونه دي.

د ارواپوهانو په خبره؛ اعیتاد په دې مانا چې غواړي په کاذب ډول محرومیت او ناخوالې هېرې کړي. په افغانستان کې د معتادېنو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي، دوی ته ډېری هغه معتادین ورغلي چې د اعتیاد لامل یې بې‌کاري ده.

دویمه ډله بیا جرمونو ته مخه کوي، چې خپله معتادين هم په جرمونو کې ورسره شریک دي.

په دې اړه ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي: «کله چې په یوه هېواد کې د خلکو شمېر ډېرېږي، د خلکو څارنه کمېږي. په هره اندازه چې د حکومت نظارت کمېږي، مجرمینو ته د جرم زمینه برابرېږي، حکومت نه شي کولای چې د ټولو مجرمانو مخه ونيسي.»

د نړۍوال نفوس ورځ هر کال د جولای میاشتې پر یوولسمه نېټه نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له‌خوا په ۱۹۸۹ کال کې هغه مهال ونومول شوه، چې د نړۍ نفوس د ۱۹۸۷ کال د جولای پر یوولسمه نېټه پنځو مېلیارډو ته ورسېد.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ ضد پېښې ۵۶ سلنه زیاتې شوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړینو شپږ میاشتو کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۴۰ پېښې یې ثبت کړې دي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی پکې راغلی.

د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره وایي، چې طالبانو د رسنیو د ازادۍ ځپلو لړۍ ته په شدت دوام ورکړی او د ۲۰۲۵ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې یې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۴۰ پېښې ثبت کړې دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې په ثبت شویو پېښو کې له ۱۲۰ څخه ډېري یې د رسنیو د کارکوونکو د ګواښ او وېرولو پېښې دي.

د دوی د موندنو له مخې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د نوي قانون پر بنسټ د ژوندیو موجودات انځورونو خپرولو باندې بندیز، تصویري اطلاع رسونه په ځانګړي ډول تلویزیونونه نور هم محدود کړي دي. د خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو له خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لړۍ ۱۴ نورو ولایتونو ته هم غځېدلې او نورستان، فراه، بدخشان، بغلان، نیمروز، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، فاریاب، دایکندي، پنجشیر او لغمان ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرولو بندېز لګول شوی.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۲۳ تلویزیونونو په ګډون ۲۶ رسنیو خپل فعالیتونه درولي، چې له دې ډلې یوازې درېیو تلویزیونونو له لنډې مودې وروسته بېرته فعالیت پیل کړی او په محدوده توګه ځیني تصویري راپورونه خپروي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۰ خبریالانو د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوي ‍، چې ځیني خبریالان له نیول کېدو څو ساعته او ځیني څو میاشتې وروسته بېرته خوشې شوي دي.« په تېرو شپږو میاشتو کې شپږ نیول شوي خبریالان، د واکمنې ادارې د محاکمو له لوري له شپږو مياشتو څخه تر یو کال بند محکوم شوي او اوس مهال په څرخي پله او بګرام زندانونو کې د خپل بند موده تېروي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ټولنې پر ذهني او روحي سلامتۍ د رسنیو او خبریالانو د ازادي د ځپلو د شدت، ویجاړونکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو څخه غوښتنه کوي، چې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو د قانون سره سم دي د رسنیو بسټیزې ازادي ته درناوی وکړي، همدارنګه پر نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو باندې غږ کوي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د رسنیو زادۍ ته درناوی وکړي او د بیان ازادۍ له ځپلو لاس واخلي.

بریتانیا د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې حکم ستایلی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د جرمونونړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی دی. د دې وزارت یوه ویاند افغانستان انترنشنل ته ویلي، لندن د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د طالبانو لخوا له ښځو او نجونو سره د کرکجن چلند کلک مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړې چې بریتانیا د طالبانو ظالمانه او زورونکي اقدامات غندي او هر څوک چې د نړیوالو قوانینو خلاف جرم ترسره کوي، باید حساب ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په ویلي، بریتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني او څو ځله یې د دوی کړنې غندلې دي.

هغه ویلي: «لکه زموږ نور متحدین، موږ هم له طالبانو سره یوازې محدود او عملي‌محور تعامل کوو، هغه چې زموږ د ملي ګټو لپاره اړین وي.»

بریتانیا همداراز ویلي چې له هغو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د نړیوالو جرمونو عاملینو ته حساب ورکول دي.

دغه هېواد د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د نوښت ملاتړ کړی، ځکه چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړو نړیوال تړون سرغړونه کړې ده.

بریتانیا د افغانستان له ښځو او نجونو څخه د جرمونو نړیوالې محکمې دوامداره پاملرنه ستایلې ده.

د روسیې رسمیت پېژندنې د ښځو لپاره د طالبانو «ځپونکي» سیاستونه نور هم پیاوړي کړل

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغان نجونې لا هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌لري او ښځې له کار او عامه ژوند نه محرومې شوې دي، روسیې طالبان په رسمیت پېژندلي؛ یوه داسې پرېکړه چې نه یوازې یوه «ځپونکي رژیم» ته نړۍوال مشروعیت ورکوي، بلکې د مېلیونونو ښځو او نجونو له هیلو سره لوبه ده.

ډېپلوماټ مجلې په یوې نوې مقاله کې لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګولي؛ خو روسیې په غیرمستقیم ډول دغه سیاست له پامه غورځولی دی.

طالبانو له شپږم ټولګې پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې، زرګونه ښځې یې له دولتي او نادولتي دندو نه و اېستې او ان د هغوی پر عامه ژوند یې هم سخت محدودیتونه لګولي دي. همداراز، د ښځو لاریونونه هم په تاوتریخوالي سره ځپل شوي دي.

د مقالې لیکوال زیاته کړې، د روسیې دغه پرېکړه داسې وخت مهال کېږي چې د طالبانو په سیاستونو کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي. د بشري حقونو ډېری سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالینو ویلي، د روسیې دا اقدام هغه رژیم ته نړۍوال مشروعیت ورکوي چې په کور دننه هېڅ راز مشروعیت نه‌لري او د ازادۍ غوښتونکو غږ دب کوي.

د راپورونو پر بنسټ؛ د روسیې دا اقدام ښايي نور هېوادونه هم وهڅوي، چې د بشري او ښځو د حقونو په پام کې نیولو پرته طالبان په رسمیت وپېژني. که دا لړۍ دوام ومومي؛ پر طالبانو نړۍوال فشار کمېږي او د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او د ښځو کار ته د هغوی د بېرته ستنېدو هیله به نوره هم کم‌رنګه شي.

د ډېپلوماټ مجلې په مقاله کې راغلي، چې د طالبانو رسمیت پېژندل کولای شي هغوی ته د مالي سرچینو او له روسیې او متحدینو سره یې د پراخو اقتصادي اړیکو زمینې برابرې کړي؛ خو څارونکو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې دا سرچینې ښايي له خلکو سره د مرستې لپاره نه؛ بلکې د طالبانو د ځپونکو جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي، ځکه چې د دې مرستو د کارونې څارنې لپاره کوم شفاف میکانیزم نشته.

دې سره جوخت امنیتي کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دغه اقدام ښایي نورې توندلاري ډلې هم وهڅوي چې د زور له لارې واک ته ورسېږي؛ ځکه هغوی اوس پوهېدلي چې کېدای شي د وخت په تېرېدو سره نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي.

کارپوهان ټینګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید د«طالبانو د نه‌ رسمیت پېژندنې» په سیاست کې یو موټی شي او د سیمې هېوادونه وهڅوي؛ څو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر طالبانو دوامداره فشارونه راوړي.

امریکایۍ ډېپلوماټ مجله داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې مسکو د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده. روسیې تر دې مخکې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه هم اېستلي وو.

قزاقستانی شرکت: افغانستان د کاني زېرمو له پلوه هیله‌لرونکې سیمه ده

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د قزاقستان قزاق‌مېز بارلاو شرکت افغانستان د سیاسي او امنیتي ننګونو سره، سره د ځمکې لاندې زېرمو په برخه کې یوه هیله‌لرونکې سیمه بولي. دغه شرکت چې په منځنۍ اسیا کې د جیولوژیکي اکتشافاتو په برخه کې کار کوي، د افغانستان د کاني ظرفیت لومړنۍ ارزونه پیل کړې ده.

د یاد شرکت اجرایوي رییس غالیم نورزانوف وايي، چې افغانستان ته د خپلو سفرونو پرمهال یې داسې زیرمې لیدلي، چې خورا لوړ کیفیت یې درلود او په اسانۍ سره استخراج کېدای شي.

هغه له استانه ټایمز سره په مرکه کې زیاته کړه: «موږ د سرب او جست زېرمې ولیدې. دا مواد تقریباُ د پروسس لپاره چمتو دي او په مستقیم ډول فابریکې ته لېږل کېدای شي.»

هغه همدارازټینګار کړی، چې د افغانستان خلک د قزاقستان په تړاو مثبت نظر لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري او تاریخي اړیکې د راتلونکې همکارۍ لپاره ښه لار برابروي.

د هغه په ​​وینا: «موږ په افغاني بازارونو کې د قزاقستان د اوړو او غنمو په څېر خپل محصولات ولیدل. خلک موږ پېژني، درناوی مو کوي او ان موږ ته یې د چای بلنه راکوله.»

ورته مهال د قزاق‌مېز بارلاو شرکت رییس ټینګار کړی، چې له افغانستان سره راکړه ورکړه باید په احتیاط، ارزونې او متقابل درناوي سره ترسره شي؛ څو دواړه اقتصادي ګټې تضمین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره علمي او تخنیکي همکارۍ لپاره زمینه برابره شي.

د یادونې ده، که څه هم قزاقستان د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ښې شوې دي.