• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیولو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې حکم ستایلی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د جرمونونړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیولو د حکم هرکلی کړی دی. د دې وزارت یوه ویاند افغانستان انترنشنل ته ویلي، لندن د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د طالبانو لخوا له ښځو او نجونو سره د کرکجن چلند کلک مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړې چې بریتانیا د طالبانو ظالمانه او زورونکي اقدامات غندي او هر څوک چې د نړیوالو قوانینو خلاف جرم ترسره کوي، باید حساب ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په ویلي، بریتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني او څو ځله یې د دوی کړنې غندلې دي.

هغه ویلي: «لکه زموږ نور متحدین، موږ هم له طالبانو سره یوازې محدود او عملي‌محور تعامل کوو، هغه چې زموږ د ملي ګټو لپاره اړین وي.»

بریتانیا همداراز ویلي چې له هغو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د نړیوالو جرمونو عاملینو ته حساب ورکول دي.

دغه هېواد د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې د نوښت ملاتړ کړی، ځکه چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړو نړیوال تړون سرغړونه کړې ده.

بریتانیا د افغانستان له ښځو او نجونو څخه د جرمونو نړیوالې محکمې دوامداره پاملرنه ستایلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د روسیې رسمیت پېژندنې د ښځو لپاره د طالبانو «ځپونکي» سیاستونه نور هم پیاوړي کړل

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغان نجونې لا هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه‌لري او ښځې له کار او عامه ژوند نه محرومې شوې دي، روسیې طالبان په رسمیت پېژندلي؛ یوه داسې پرېکړه چې نه یوازې یوه «ځپونکي رژیم» ته نړۍوال مشروعیت ورکوي، بلکې د مېلیونونو ښځو او نجونو له هیلو سره لوبه ده.

ډېپلوماټ مجلې په یوې نوې مقاله کې لیکلي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګولي؛ خو روسیې په غیرمستقیم ډول دغه سیاست له پامه غورځولی دی.

طالبانو له شپږم ټولګې پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې، زرګونه ښځې یې له دولتي او نادولتي دندو نه و اېستې او ان د هغوی پر عامه ژوند یې هم سخت محدودیتونه لګولي دي. همداراز، د ښځو لاریونونه هم په تاوتریخوالي سره ځپل شوي دي.

د مقالې لیکوال زیاته کړې، د روسیې دغه پرېکړه داسې وخت مهال کېږي چې د طالبانو په سیاستونو کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي. د بشري حقونو ډېری سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالینو ویلي، د روسیې دا اقدام هغه رژیم ته نړۍوال مشروعیت ورکوي چې په کور دننه هېڅ راز مشروعیت نه‌لري او د ازادۍ غوښتونکو غږ دب کوي.

د راپورونو پر بنسټ؛ د روسیې دا اقدام ښايي نور هېوادونه هم وهڅوي، چې د بشري او ښځو د حقونو په پام کې نیولو پرته طالبان په رسمیت وپېژني. که دا لړۍ دوام ومومي؛ پر طالبانو نړۍوال فشار کمېږي او د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو او د ښځو کار ته د هغوی د بېرته ستنېدو هیله به نوره هم کم‌رنګه شي.

د ډېپلوماټ مجلې په مقاله کې راغلي، چې د طالبانو رسمیت پېژندل کولای شي هغوی ته د مالي سرچینو او له روسیې او متحدینو سره یې د پراخو اقتصادي اړیکو زمینې برابرې کړي؛ خو څارونکو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې دا سرچینې ښايي له خلکو سره د مرستې لپاره نه؛ بلکې د طالبانو د ځپونکو جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره وکارول شي، ځکه چې د دې مرستو د کارونې څارنې لپاره کوم شفاف میکانیزم نشته.

دې سره جوخت امنیتي کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دغه اقدام ښایي نورې توندلاري ډلې هم وهڅوي چې د زور له لارې واک ته ورسېږي؛ ځکه هغوی اوس پوهېدلي چې کېدای شي د وخت په تېرېدو سره نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي.

کارپوهان ټینګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید د«طالبانو د نه‌ رسمیت پېژندنې» په سیاست کې یو موټی شي او د سیمې هېوادونه وهڅوي؛ څو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر طالبانو دوامداره فشارونه راوړي.

امریکایۍ ډېپلوماټ مجله داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې مسکو د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده. روسیې تر دې مخکې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه هم اېستلي وو.

قزاقستانی شرکت: افغانستان د کاني زېرمو له پلوه هیله‌لرونکې سیمه ده

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د قزاقستان قزاق‌مېز بارلاو شرکت افغانستان د سیاسي او امنیتي ننګونو سره، سره د ځمکې لاندې زېرمو په برخه کې یوه هیله‌لرونکې سیمه بولي. دغه شرکت چې په منځنۍ اسیا کې د جیولوژیکي اکتشافاتو په برخه کې کار کوي، د افغانستان د کاني ظرفیت لومړنۍ ارزونه پیل کړې ده.

د یاد شرکت اجرایوي رییس غالیم نورزانوف وايي، چې افغانستان ته د خپلو سفرونو پرمهال یې داسې زیرمې لیدلي، چې خورا لوړ کیفیت یې درلود او په اسانۍ سره استخراج کېدای شي.

هغه له استانه ټایمز سره په مرکه کې زیاته کړه: «موږ د سرب او جست زېرمې ولیدې. دا مواد تقریباُ د پروسس لپاره چمتو دي او په مستقیم ډول فابریکې ته لېږل کېدای شي.»

هغه همدارازټینګار کړی، چې د افغانستان خلک د قزاقستان په تړاو مثبت نظر لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري او تاریخي اړیکې د راتلونکې همکارۍ لپاره ښه لار برابروي.

د هغه په ​​وینا: «موږ په افغاني بازارونو کې د قزاقستان د اوړو او غنمو په څېر خپل محصولات ولیدل. خلک موږ پېژني، درناوی مو کوي او ان موږ ته یې د چای بلنه راکوله.»

ورته مهال د قزاق‌مېز بارلاو شرکت رییس ټینګار کړی، چې له افغانستان سره راکړه ورکړه باید په احتیاط، ارزونې او متقابل درناوي سره ترسره شي؛ څو دواړه اقتصادي ګټې تضمین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره علمي او تخنیکي همکارۍ لپاره زمینه برابره شي.

د یادونې ده، که څه هم قزاقستان د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ښې شوې دي.

متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سياسي تفاهم پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت لپاره د دوی وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره د سياسي تفاهم پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغې خبرې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په کتنه کې کړې دي.

د طالبانو په دویمه واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کوي.

د طالبانو په وینا؛ دوی د قزاقستان سره پر سياسي تفاهم بحث کړی دی. که څه هم په دې ملاقات کې د بېلابېلو اړیکو پر پراختیا د بحث یادونه شوې؛ خو سوداګریزې اړیکې او سياسي تفاهم یې مهم بحثونه بلل کېږي.

د افغانستان د تورغونډۍ له لارې له قزاقستان سره د اورګاډي د پټلۍ غځولو توافق مخکې لا شوی؛ خو اوس د دې تخنيکي کار پر دوام بحث شوی دی.

کله چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند داسې ښکاري، چې طالبان په منځنۍ اسيا کې د نورو ملګرو په لټه کې دی؛ په تېره بیا هغه هېوادونه چې د روسیې تر نفوذ لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم له ترکمنستان او قزاقستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لرلې.

بېټ‌کوېن؛ د محدودیتونو په منځ کې د افغان مېرمنو لپاره نوې هیله

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

بېټ‌کوېن او نورې ډیجیټلي پیسې د یو شمېر افغان مېرمنو لپاره په ځانګړي ډول د طالبانو د ځپونکې واکمنۍ پر مهال، د اقتصادي خپلواکۍ او د هغوی د حقونو د دفاع یوه وسیله ګرځېدلې ده.

د افغان روباټيک ټيم بنسټ اېښودونکې او د وګړو ډیجیټلي صندوق (DCF) مشره رویا محبوب وايي، په داسې حالت کې چې ښځې له کار، زده‌کړې او بانکي خدمتونو څخه بې برخې دي؛ بېټ‌کوېن په څېر ډیجیټل پیسې دوی ته اجازه ورکوي، چې د حکومت له څارنې پرته پیسې ترلاسه او اداره کړي.

د مېرمن محبوب بنسټ نجونو او ښځو ته انلاین او پټ مالي او ډیجیټل زده‌کړې ورکوي. د دې زده‌کړې یوه مهمه برخه د بېټ‌کوېن کارولو لارې چارې دي. هغه وايي: «د افغانستان په محدودو شرایطو کې د بېټ‌کوېن زده‌کول د ښځو لپاره اسانه دی؛ ځکه چې دا هغوی ته د مالي ازادۍ لپاره هیلي بخښي.»

که څه طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ډيجیټلي اسعارو کارول منع کړي او دا «حرام» ګڼي؛ خو په افغانستان کې د بېټ‌کوېن بازار په پټ ډول لا هم فعال دی او د (P2P) شبکې له لارې فعالیت ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، چې دا مهال په افغانستان کې د پرمختللې ټېکنالوژۍ په ګډون د ډيجیټلي پیسو کاروبار د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی. ورته مهال، رویا محبوب وايي چې هڅه کوي له دې لارې افغان مېرمنو ته روزنه ورکړي.

جاپان په افغانستان کې د پولیو د ختمېدو لپاره ۵ مېلیونه ډالر مرسته وکړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۸ GMT+۱

د جاپان حکومت د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ته په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو او د واکسیناسیون د پیاوړتیا لپاره ۵ مېلیونه ډالر مرسته کړې ده. دا مرسته د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې شوې ده.

د ماشومانو وجهي صندوق پرون (پنجشنبه) په خپله وېب‌پاڼه لیکلي، چې د دغه پروګرام موخه په یو کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر ۱۳ مېلیونو ډېرو ماشومانو ته پاملرنه ده. دا پروژه به ماشومانو ته د پولیو واکسین چمتو او د واکسین منظم پروګرام پیاوړی کړي.

یونېسف زیاته کړې، سره له دې چې د ماشومانو او مېندو د مړینې په کمښت کې پرمختګ شوی؛ خو روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس‌رسی لاهم په افغانستان کې یوه لویه او جدي ستونزه بلل کېږي. د پولیو په څېر خطرناکې؛ خو د مخنیوي وړ ناروغۍ لاهم ماشومان ګواښي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي، چې د جاپان حکومت او خلک یې په افغانستان کې د پولیو له منځه‌وړلو په برخه کې همکاري کوي او هیله‌من دی چې دا نوې مرسته د افغان ماشومانو او کورنیو په ژوند کې ښه‌والی راولي.

یونېسف وايي، چې دا مرسته به په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو واکسین پوره او په اړمنو سیمو کې د روغتیا پروګرامونو د ښه پلي کولو لپاره لاره هواره کړي. دغه سازمان د افغان ماشومانو لپاره د جاپان د دوامداره ملاتړ ستاینه کړې ده.

د یادونې ده، افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو په‌کې له‌منځه نه ده وړل شوې.