• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سياسي تفاهم پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت لپاره د دوی وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره د سياسي تفاهم پر پراختیا خبرې کړې دي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغې خبرې د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر مرات نورتلیو سره په کتنه کې کړې دي.

د طالبانو په دویمه واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی، چې د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کوي.

د طالبانو په وینا؛ دوی د قزاقستان سره پر سياسي تفاهم بحث کړی دی. که څه هم په دې ملاقات کې د بېلابېلو اړیکو پر پراختیا د بحث یادونه شوې؛ خو سوداګریزې اړیکې او سياسي تفاهم یې مهم بحثونه بلل کېږي.

د افغانستان د تورغونډۍ له لارې له قزاقستان سره د اورګاډي د پټلۍ غځولو توافق مخکې لا شوی؛ خو اوس د دې تخنيکي کار پر دوام بحث شوی دی.

کله چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند داسې ښکاري، چې طالبان په منځنۍ اسيا کې د نورو ملګرو په لټه کې دی؛ په تېره بیا هغه هېوادونه چې د روسیې تر نفوذ لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم له ترکمنستان او قزاقستان سره ښې سوداګریزې اړیکې لرلې.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو موندنو ښودلې، چې د سوریې حکومت اوس له «القاعده شبکې» سره اړیکې نه‌لري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو اړوند د بندیزونو څارونکو ویلي،‌ دوی سږ کال داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې له القاعده شبکې سره د سوریې د اوسني حکومت اړیکې په ډاګه کړي. دغه مالومات په یو ناچاپ شوي راپور کې ځای پر ځای شوي دي.

باور دا دی، چې له القاعده شبکې سره د سوریې حکومت د اوسنيو مشرانو د اړیکو پرېکون ښايي د امریکا له لوري د بندیزونو د ختمولو هڅې پیاوړې کړي.

رویټرز د پنجشنبې په ورځ دا راپور لیدلی، چې تمه ده همدا روانه میاشت کې به خپور شي.

راپور کې راغلي، تمه شته چې احمد الشرع به په سوریه کې یو پراخ بنسټه او ډېموکراتیک حکومت رامنځته کړي.

د امریکا او چین اقتصادي کړکېچ؛ مارکو روبیو له وانګ یي سره ګوري

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د واشګنټن او بېجینګ ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي اقتصادي کړکېچ په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د جمعې په ورځ په کوالالمپور کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وګوري. 

روبیو د ختیځې اسیا سرمشریزې او اسیان فورم ناسته کې د ګډون لپاره مالیزیا ته تللی.

هغه به د چاپان، چین، سویلي کوریا، روسیې، اسټرالیا، هند، اروپايي ټولنې او د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو له استازو سره په ګډه یاد فورم کې ګډون وکړي.

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال سره ګوري، چې په نړۍ‌واله کچه د ډونالډ ترمپ د ګمرکي تعرفو تګلارې له امله کړکېچونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

بېټ‌کوېن؛ د محدودیتونو په منځ کې د افغان مېرمنو لپاره نوې هیله

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

بېټ‌کوېن او نورې ډیجیټلي پیسې د یو شمېر افغان مېرمنو لپاره په ځانګړي ډول د طالبانو د ځپونکې واکمنۍ پر مهال، د اقتصادي خپلواکۍ او د هغوی د حقونو د دفاع یوه وسیله ګرځېدلې ده.

د افغان روباټيک ټيم بنسټ اېښودونکې او د وګړو ډیجیټلي صندوق (DCF) مشره رویا محبوب وايي، په داسې حالت کې چې ښځې له کار، زده‌کړې او بانکي خدمتونو څخه بې برخې دي؛ بېټ‌کوېن په څېر ډیجیټل پیسې دوی ته اجازه ورکوي، چې د حکومت له څارنې پرته پیسې ترلاسه او اداره کړي.

د مېرمن محبوب بنسټ نجونو او ښځو ته انلاین او پټ مالي او ډیجیټل زده‌کړې ورکوي. د دې زده‌کړې یوه مهمه برخه د بېټ‌کوېن کارولو لارې چارې دي. هغه وايي: «د افغانستان په محدودو شرایطو کې د بېټ‌کوېن زده‌کول د ښځو لپاره اسانه دی؛ ځکه چې دا هغوی ته د مالي ازادۍ لپاره هیلي بخښي.»

که څه طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ډيجیټلي اسعارو کارول منع کړي او دا «حرام» ګڼي؛ خو په افغانستان کې د بېټ‌کوېن بازار په پټ ډول لا هم فعال دی او د (P2P) شبکې له لارې فعالیت ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، چې دا مهال په افغانستان کې د پرمختللې ټېکنالوژۍ په ګډون د ډيجیټلي پیسو کاروبار د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی. ورته مهال، رویا محبوب وايي چې هڅه کوي له دې لارې افغان مېرمنو ته روزنه ورکړي.

جاپان په افغانستان کې د پولیو د ختمېدو لپاره ۵ مېلیونه ډالر مرسته وکړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۸ GMT+۱

د جاپان حکومت د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ته په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو او د واکسیناسیون د پیاوړتیا لپاره ۵ مېلیونه ډالر مرسته کړې ده. دا مرسته د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې شوې ده.

د ماشومانو وجهي صندوق پرون (پنجشنبه) په خپله وېب‌پاڼه لیکلي، چې د دغه پروګرام موخه په یو کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر ۱۳ مېلیونو ډېرو ماشومانو ته پاملرنه ده. دا پروژه به ماشومانو ته د پولیو واکسین چمتو او د واکسین منظم پروګرام پیاوړی کړي.

یونېسف زیاته کړې، سره له دې چې د ماشومانو او مېندو د مړینې په کمښت کې پرمختګ شوی؛ خو روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاس‌رسی لاهم په افغانستان کې یوه لویه او جدي ستونزه بلل کېږي. د پولیو په څېر خطرناکې؛ خو د مخنیوي وړ ناروغۍ لاهم ماشومان ګواښي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي، چې د جاپان حکومت او خلک یې په افغانستان کې د پولیو له منځه‌وړلو په برخه کې همکاري کوي او هیله‌من دی چې دا نوې مرسته د افغان ماشومانو او کورنیو په ژوند کې ښه‌والی راولي.

یونېسف وايي، چې دا مرسته به په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو واکسین پوره او په اړمنو سیمو کې د روغتیا پروګرامونو د ښه پلي کولو لپاره لاره هواره کړي. دغه سازمان د افغان ماشومانو لپاره د جاپان د دوامداره ملاتړ ستاینه کړې ده.

د یادونې ده، افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو په‌کې له‌منځه نه ده وړل شوې.

د طالبانو او مسکو تودې اړیکې؛ په روسیه کې افغانستان ته د سفر تبلیغات ډېر شوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د روسیې له‌خوا د طالبانو تر رسمیت پېژندنې وروسته، ځینو روسي سفري شرکتونو د دغه هېواد د وګړو لپاره افغانستان ته د اونیزو سفرونو اعلانونه پیل کړي دي. د دغه سفرونو بیه له ۲۲۳زره روبلو (شاوخوا درې زره امریکایي ډالرو) څخه پیلېږي.

د راپورونو پر بنسټ؛ د دغه سفرونو اعلانونه لومړی ځل د روان کال اپرېل میاشت په ځینو روسي وېب‌پاڼو کې خپاره شوي وو. شاټ ټېلیګرام چینل ویلي، چې د سېلانیانو لومړۍ ډله به د جولای تر نیمایي پورې افغانستان ته ورسېږي.

که څه هم دا لا څرګنده نه ده، چې څومره روسي وګړو دغه سفرونو ته لېوالتیا ښودلې؛ خو دې سفرونو ته داسې مهال تبلبغات ګرم شوي، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت یوې ښې کچې ته رسېدلې دي.

روسیې اعلان کړی، چې له طالبانو سره د انرژۍ، کرنې، ټرانسپورټ او زېربناوو په برخو کې همکارۍ ته چمتو ده. همداراز، د روسیې د هوايي چلند چارواکو ویلي، چې ښايي ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.

د دې ټولو سره سره، د روسیې حکومت د دغو سفرونو د خوندیتوب په اړه څه نه دي ویلي. دا لا روښانه نه ده، چې دا سفرونه خطرناک دي یا د یوې ځانګړې او یوې نوې تجربې په توګه وړاندې کېږي او دا هم لا روښانه نه ده، چې ایا د روسیې حکومت به افغانستان ته د خپلو سفر کوونکو ملاتړ وکړي او که نه.

بل‌خوا، لوېدیځ هېوادونه افغانستان ته د سفر کولو سخت مخالفت کوي او دا ډېر خطرناک ګڼي. دوی خبرداری ورکړی، چې د افراطي ډلو ګواښ، د زېربناوو او قونسلګرۍ خدماتو نشتوالي افغانستان ته سفر ناامنه کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډغې ډلې پر خلکو، په ځانګړي ډول پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي. د نجونو ښوونځي تړل شوي، اعدامونه او بدني سزاوې بیا پیل شوي او هره ورځ د خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو دا کړنې له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې بولي.

ورته مهال، د اناتولي ارونوف په نوم یو روسي سوداګر د «طالبانو سفر» په نوم یو شرکت جوړ کړی او د رسمي نوم‌لیکنې لپاره یې غوښتنه کړې ده. که څه هم د سفر اعلانونه ډېر ژر بند شول؛ خو شاوخوا ۳۰۰ کسانو لیدلي وو.

په تېرو وختونو کې هم په روسیه کې د داسې سفرونو د پیلولو هڅې شوې دي. په ۲۰۲۱ کال کې د «طالبانو سوداګریز سفرونه» په نوم د کراسنویارسک په ښار کې تبلغیات شوي وو. په دې سفرونو کې کندهار ته سفر او د افغان کلتور پېژندنې په نوم اعلانونه شوي وو.

طالبان تر دې وروستیو پورې په روسیه کې د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېدل. اوس دا نوم لرې شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم عادي شوې دي او ویل کېږي، چې د طالبانو او مسکو ترمنځ به د امنیت، سوداګرۍ او د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د همکارۍ زمینه نوره هم پراخه شي.