بېټکوېن؛ د محدودیتونو په منځ کې د افغان مېرمنو لپاره نوې هیله

بېټکوېن او نورې ډیجیټلي پیسې د یو شمېر افغان مېرمنو لپاره په ځانګړي ډول د طالبانو د ځپونکې واکمنۍ پر مهال، د اقتصادي خپلواکۍ او د هغوی د حقونو د دفاع یوه وسیله ګرځېدلې ده.

بېټکوېن او نورې ډیجیټلي پیسې د یو شمېر افغان مېرمنو لپاره په ځانګړي ډول د طالبانو د ځپونکې واکمنۍ پر مهال، د اقتصادي خپلواکۍ او د هغوی د حقونو د دفاع یوه وسیله ګرځېدلې ده.
د افغان روباټيک ټيم بنسټ اېښودونکې او د وګړو ډیجیټلي صندوق (DCF) مشره رویا محبوب وايي، په داسې حالت کې چې ښځې له کار، زدهکړې او بانکي خدمتونو څخه بې برخې دي؛ بېټکوېن په څېر ډیجیټل پیسې دوی ته اجازه ورکوي، چې د حکومت له څارنې پرته پیسې ترلاسه او اداره کړي.
د مېرمن محبوب بنسټ نجونو او ښځو ته انلاین او پټ مالي او ډیجیټل زدهکړې ورکوي. د دې زدهکړې یوه مهمه برخه د بېټکوېن کارولو لارې چارې دي. هغه وايي: «د افغانستان په محدودو شرایطو کې د بېټکوېن زدهکول د ښځو لپاره اسانه دی؛ ځکه چې دا هغوی ته د مالي ازادۍ لپاره هیلي بخښي.»
که څه طالبانو له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ډيجیټلي اسعارو کارول منع کړي او دا «حرام» ګڼي؛ خو په افغانستان کې د بېټکوېن بازار په پټ ډول لا هم فعال دی او د (P2P) شبکې له لارې فعالیت ته دوام ورکوي.
د یادونې ده، چې دا مهال په افغانستان کې د پرمختللې ټېکنالوژۍ په ګډون د ډيجیټلي پیسو کاروبار د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی. ورته مهال، رویا محبوب وايي چې هڅه کوي له دې لارې افغان مېرمنو ته روزنه ورکړي.


د جاپان حکومت د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ته په افغانستان کې د پولیو د لهمنځه وړلو او د واکسیناسیون د پیاوړتیا لپاره ۵ مېلیونه ډالر مرسته کړې ده. دا مرسته د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې شوې ده.
د ماشومانو وجهي صندوق پرون (پنجشنبه) په خپله وېبپاڼه لیکلي، چې د دغه پروګرام موخه په یو کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر ۱۳ مېلیونو ډېرو ماشومانو ته پاملرنه ده. دا پروژه به ماشومانو ته د پولیو واکسین چمتو او د واکسین منظم پروګرام پیاوړی کړي.
یونېسف زیاته کړې، سره له دې چې د ماشومانو او مېندو د مړینې په کمښت کې پرمختګ شوی؛ خو روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی لاهم په افغانستان کې یوه لویه او جدي ستونزه بلل کېږي. د پولیو په څېر خطرناکې؛ خو د مخنیوي وړ ناروغۍ لاهم ماشومان ګواښي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي، چې د جاپان حکومت او خلک یې په افغانستان کې د پولیو له منځهوړلو په برخه کې همکاري کوي او هیلهمن دی چې دا نوې مرسته د افغان ماشومانو او کورنیو په ژوند کې ښهوالی راولي.
یونېسف وايي، چې دا مرسته به په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو واکسین پوره او په اړمنو سیمو کې د روغتیا پروګرامونو د ښه پلي کولو لپاره لاره هواره کړي. دغه سازمان د افغان ماشومانو لپاره د جاپان د دوامداره ملاتړ ستاینه کړې ده.
د یادونې ده، افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو پهکې لهمنځه نه ده وړل شوې.

د روسیې لهخوا د طالبانو تر رسمیت پېژندنې وروسته، ځینو روسي سفري شرکتونو د دغه هېواد د وګړو لپاره افغانستان ته د اونیزو سفرونو اعلانونه پیل کړي دي. د دغه سفرونو بیه له ۲۲۳زره روبلو (شاوخوا درې زره امریکایي ډالرو) څخه پیلېږي.
د راپورونو پر بنسټ؛ د دغه سفرونو اعلانونه لومړی ځل د روان کال اپرېل میاشت په ځینو روسي وېبپاڼو کې خپاره شوي وو. شاټ ټېلیګرام چینل ویلي، چې د سېلانیانو لومړۍ ډله به د جولای تر نیمایي پورې افغانستان ته ورسېږي.
که څه هم دا لا څرګنده نه ده، چې څومره روسي وګړو دغه سفرونو ته لېوالتیا ښودلې؛ خو دې سفرونو ته داسې مهال تبلبغات ګرم شوي، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت یوې ښې کچې ته رسېدلې دي.
روسیې اعلان کړی، چې له طالبانو سره د انرژۍ، کرنې، ټرانسپورټ او زېربناوو په برخو کې همکارۍ ته چمتو ده. همداراز، د روسیې د هوايي چلند چارواکو ویلي، چې ښايي ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.
د دې ټولو سره سره، د روسیې حکومت د دغو سفرونو د خوندیتوب په اړه څه نه دي ویلي. دا لا روښانه نه ده، چې دا سفرونه خطرناک دي یا د یوې ځانګړې او یوې نوې تجربې په توګه وړاندې کېږي او دا هم لا روښانه نه ده، چې ایا د روسیې حکومت به افغانستان ته د خپلو سفر کوونکو ملاتړ وکړي او که نه.
بلخوا، لوېدیځ هېوادونه افغانستان ته د سفر کولو سخت مخالفت کوي او دا ډېر خطرناک ګڼي. دوی خبرداری ورکړی، چې د افراطي ډلو ګواښ، د زېربناوو او قونسلګرۍ خدماتو نشتوالي افغانستان ته سفر ناامنه کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډغې ډلې پر خلکو، په ځانګړي ډول پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي. د نجونو ښوونځي تړل شوي، اعدامونه او بدني سزاوې بیا پیل شوي او هره ورځ د خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو دا کړنې له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې بولي.
ورته مهال، د اناتولي ارونوف په نوم یو روسي سوداګر د «طالبانو سفر» په نوم یو شرکت جوړ کړی او د رسمي نوملیکنې لپاره یې غوښتنه کړې ده. که څه هم د سفر اعلانونه ډېر ژر بند شول؛ خو شاوخوا ۳۰۰ کسانو لیدلي وو.
په تېرو وختونو کې هم په روسیه کې د داسې سفرونو د پیلولو هڅې شوې دي. په ۲۰۲۱ کال کې د «طالبانو سوداګریز سفرونه» په نوم د کراسنویارسک په ښار کې تبلغیات شوي وو. په دې سفرونو کې کندهار ته سفر او د افغان کلتور پېژندنې په نوم اعلانونه شوي وو.
طالبان تر دې وروستیو پورې په روسیه کې د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېدل. اوس دا نوم لرې شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم عادي شوې دي او ویل کېږي، چې د طالبانو او مسکو ترمنځ به د امنیت، سوداګرۍ او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د همکارۍ زمینه نوره هم پراخه شي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سختو بندیزونو لګول، د ښځو لپاره اضافي محدودیتونه او د خبریالانو تهدید د مطبوعاتي ازادۍ د له منځه تللو ښکارندويي کوي.
جسټ سکورټي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر مياشت کې په تخار کې خلک هغه مهال حیران شول، چې د ټلویزیون پر پرده له ویاند پرته خبرونه له عکس او غږ سره نشر شول.
طالبانو د خپل نوي قانون له مخي د دغه ولایت د ماه نو ټلویزیون پر ویديويي نشراتو بندیز لګولی وو.
دغه ورځپاڼې د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې پر ساه کښو انځورونو او ویډیو بندیز لګلوي دي.
دوی ویلي، چې د افغانستان له ګڼو ولایتونو څخه پر ټلویزیوني نشراتو بندیزونه لګېدلي.
دوی د طالبانو دغه اقدام د افغان رسنیو پر وړاندي یو سخت ګوزار ګڼلی او لیکلي یې دي: «افغاني رسنۍ، چې یو وخت د لاسته راوړنو او بریالیتوب په نوم ګڼل کېدې، اوس د بقا لپاره مبارزه کوي.»
په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو سختې پاليسۍ، د خبریالانو نیول او د نړیوالو مرستو کمېدل د رسنیو وضعت زيات خراب کړی دی.
طالبان د افغان رسنیو کنټرول څنګه کوي؟
کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک تر لاسه کړ، دغه ډلې ډېر ژر د افغان ټولنې پر بېلابېلو برخو کنټرول ته مخه کړه.
پخوانی اساسي قانون او حقوقي اصول يې تر هغه وځنډول، چې د «شریعت» سره يې وارزوي.
ددې سره هم مهال دغه ډلې ورو ورو یو پېچلی سیسټم جوړ کړ، چې نوې پاليسۍ او قوانين پکې شامل دي او د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري وضع شوي دي.
په دې بندیزونو کې رسنۍ هم شاملي دي، یوازي د کابل له سقوط یوه میاشت وروسته طالبانو د رسنیو لپاره ۱۱ ماده ییزه لارښوونه خپره کړه.
په دې کې د «اسلام او فرهنګ» خلاف نشرات او شخصتیونو نه سپکاوی یاد شوی وو.
په خبر کې ویل شوي، چې له هغه وروسته طالبانو شل نور بندیزونه هم ولګول، چې په موسیقي بندیز هم په کې شامل وو.
د دوی په خبره، چې پر رسنیو د بندیزونو تر ټولو زيات زيان ښځينه خبریالانو ته رسېدلی. طالبانو پر رسنيو د بندیزونو پر مهال ویلي، چې ښځې دي د ټلویزیون پر پرده د ښکاره کېدو پر مهال ماسک وکارو.
دوی لیکلي: «طالبانو ویلي، چې ښځينه خبريالانې باید ماسک وکړي، دفترونه یې جلا وي، د نارینه سره پر یو مهال پر سکرین را څرګند نه شي، د طالبانو کنفرانسونو ته اجازه نه لري، له محرم پرته دفتر ته نشي تللی او د ساحوي کار اجازه هم نه لري.»
دغه ډلې د رسنيو سره د سخت چلند تر څنګ ډېری خبریالان تهدید کړي، نیولي، زنداني کړي او زورولي دي.
په خبر کې د ملګرو ملتونو له قوله ویل شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو درېيو کلونو کې له ۲۵۰ زيات خبریالان په خپل سري ډول نیول شوي او تر ۱۳۰ زيات شکنجه شوي او یا هم ناوړه چلند ورسره شوی.
د همدې فشار له کبله ډېری رسنۍ اوس مهال سانسور شوي، چې له کبله یې خپلواکه خبريالي له منځه تللې.
دغه ورځپاڼې زياته کړې، چې افغانستان د نړۍ د مطبوعاتي ازادۍ په شاخص کې له ۲۰۱۸ کال راهیسې، چې پر ۱۸۰ هېوادونو کې یې ۱۱۸م مقام درلود، تر ۲۰۲۵ پورې ۱۷۵م مقام ته راکښته شوی دی.

د امریکا د کانګرس غړي، مایکل مککال، د روسیې له خوا طالبانو ته د رسمي مشروعیت ورکولو پرېکړه «خطرناک» بللې او ویلي یې دي چې دا اقدام د طالبانو د ظالمانه او زورپالې واکمنۍ په رسمیت پېژندلو معنا لري.
مککال وویل: « زه دا اقدام غندم. دا نه یواځې د طالبانو د زورواکې واکمنۍ تایید دی، بلکې د نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو سره ښکاره جفا ده.»
نوموړي زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، هلته یو ویجاړوونکی بشري بحران رامنځته شوی، د ښځو حقونه له منځه تللي، امریکایي وګړي د سیاسي معاملو لپاره یرغمل نیول شوي، او د طالبانو د استبدادي رژیم مخالفان ښکاره اعدام شوي دي.
مککال همداراز د چین له خوا د روسیې د اقدام هرکلی ته په غبرګون کې ویلي: « دا یوه ښکاره هڅه ده چې د یو نامقدس ایتلاف له خوا خپلو متحدینو ته مشروعیت ورکړل شي. دا چاره د نړیوالو اصولو، د بشري حقونو، او د افغان ولس له ارادې سره په ټکر کې ده.»
هغه ټینګار کړی چې د نړۍ د ازادو هېوادونو له مشرانو سره یو ځای، دا ډول خطرناک اقدام باید وغندل شي او نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د رسمي تعامل پر ځای، د افغان ولس حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان د چارو ادارې پخوانی مشر ډاکټر فضل محمود فضلي وايي، چې د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې د افغان ملتپالو او پرمختګپالو شخصیتونو پر ضد د هدفي وژنو یو تسلسل روان دی، چې لا هم پای ته نه دی رسېدلی.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ دا څرګندونې د هغو تاریخونو پر بنسټ کړي، چې پکې ګڼ افغان روڼ اندي، استادان، دیني عالمان، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، یواځې د دې لپاره وژل شوي، چې د اشغال، استخباراتي نفوذ، افراطیت، او ناافغانه اجنډاوو مخالف وو.
د ډاکټر فضلي په وینا، دا لړۍ لا له ۱۹۸۰مې لسیزې پیل شوې، چې پکې په پېښور ښار کې پوهاند بهاوالدین مجروح او ډاکټر نسیم لودین ووژل شول.
همداراز، د همدې لسیزې په ترڅ کې، جنرال کټوازی او ولي خان کړوخېل په ګډون ګڼ نور افغان فعالان ترور شول، او د ځینو جسدونه یې د ورسک بند ته وغورځول شول.
هغه زیاتوي، په ۱۹۹۰مې لسیزه کې بیا، دا تسلسل ننګرهار پوهنتون ته ورسېد، چیرې چې پوهاند بشریار او پوهاند حبیبي له خپلو کورونو څخه له ویستلو وروسته ووژل شول، او جسدونه یې د درونټې بند ته واچول شول.
د ډاکټر فضلي په وینا، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې، دا وژنې دومره پراخې شوې چې نه یواځې افغانستان، بلکې کوزه پښتونخوا، وزیرستان، کوټه، سوات، او نورې سیمې هم په کې راښکېلې شوې.
له وروستیو څخه په کابل کې « مولوي ریحان »، په هلمند کې « جنرال قهرمان »، په جلال اباد کې « مولوي عبدالظاهر حقاني »، په وزیرستان کې « عارف وزیر » او بیا تازه په پښتونخوا کې مفتي منیر شاکر او مولانا خانزیب د همدې تسلسل قربانیان دي.
فضلي وايي، د دې ټولو شهیدانو یو ګډ صفت دا و چې هغوی پرمختګپاله او ملتپاله افغانان وو، نه د کوم بهرني اشغالګر ملاتړي. خو مقابل لوری ( قاتلان )هم یو څرګند مشترک صفت لري: « دوی ټول هغه مذهبي افراطي عناصر دي چې د پاکستاني پوځ له خوا د استعماري موخو لپاره روزل شوي، او د ستراتیژیکو وسلو، فکري بمونو، او استخباراتي اجنډاوو د تطبیق وسیلې ګرځېدلي دي».
فضلي ټینګار کوي چې که موږ غواړو دا وژنې وغندو، او یا له دا ډول قتلونو څخه د راتلونکي لپاره د ځان او خپل ملت دفاع وکړو، باید پر یو اصولي حقیقت اتفاق وکړو.
نوموړی زیاتوي: «دا لړۍ د یوې تصادفي ناتراشې جګړې برخه نه، بلکې د یوې سنجول شوې پروژې نتیجه ده، او د دې پروژې بنسټايښودونکي، عملي کوونکي، روزونکي او لارویان باید ټول وپېژندل شي او وغندل شي».
هغه زیاته کړه چې دا موضوع یوازې د ژړا او ملامتۍ نه، بلکې د شعوري ویښتیا او تحلیل اړتیا لري، ځکه د افغان پرمختګپالو وژنه، یوازې د یو شخص له منځه وړل نه دي، بلکې دا د تفکر، هویت، او د ملت د راتلونکي له منځه وړل دي.