• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ؛ افغان خبریالان د بقا لپاره جګړه کوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سختو بندیزونو لګول، د ښځو لپاره اضافي محدودیتونه او د خبریالانو تهدید د مطبوعاتي ازادۍ د له منځه تللو ښکارندويي کوي.

جسټ سکورټي ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر مياشت کې په تخار کې خلک هغه مهال حیران شول، چې د ټلویزیون پر پرده له ویاند پرته خبرونه له عکس او غږ سره نشر شول.

طالبانو د خپل نوي قانون له مخي د دغه ولایت د ماه نو ټلویزیون پر ویديويي نشراتو بندیز لګولی وو.

دغه ورځپاڼې د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې پر ساه کښو انځورونو او ویډیو بندیز لګلوي دي.

دوی ویلي، چې د افغانستان له ګڼو ولایتونو څخه پر ټلویزیوني نشراتو بندیزونه لګېدلي.

دوی د طالبانو دغه اقدام د افغان رسنیو پر وړاندي یو سخت ګوزار ګڼلی او لیکلي یې دي: «افغاني رسنۍ، چې یو وخت د لاسته راوړنو او بریالیتوب په نوم ګڼل کېدې، اوس د بقا لپاره مبارزه کوي.»

په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو سختې پاليسۍ، د خبریالانو نیول او د نړیوالو مرستو کمېدل د رسنیو وضعت زيات خراب کړی دی.

طالبان د افغان رسنیو کنټرول څنګه کوي؟

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک تر لاسه کړ، دغه ډلې ډېر ژر د افغان ټولنې پر بېلابېلو برخو کنټرول ته مخه کړه.

پخوانی اساسي قانون او حقوقي اصول يې تر هغه وځنډول، چې د «شریعت» سره يې وارزوي.

ددې سره هم مهال دغه ډلې ورو ورو یو پېچلی سیسټم جوړ کړ، چې نوې پاليسۍ او قوانين پکې شامل دي او د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري وضع شوي دي.

په دې بندیزونو کې رسنۍ هم شاملي دي، یوازي د کابل له سقوط یوه میاشت وروسته طالبانو د رسنیو لپاره ۱۱ ماده ییزه لارښوونه خپره کړه.

په دې کې د «اسلام او فرهنګ» خلاف نشرات او شخصتیونو نه سپکاوی یاد شوی وو.

په خبر کې ویل شوي، چې له هغه وروسته طالبانو شل نور بندیزونه هم ولګول، چې په موسیقي بندیز هم په کې شامل وو.

د دوی په خبره، چې پر رسنیو د بندیزونو تر ټولو زيات زيان ښځينه خبریالانو ته رسېدلی. طالبانو پر رسنيو د بندیزونو پر مهال ویلي، چې ښځې دي د ټلویزیون پر پرده د ښکاره کېدو پر مهال ماسک وکارو.

دوی لیکلي: «طالبانو ویلي، چې ښځينه خبريالانې باید ماسک وکړي، دفترونه یې جلا وي، د نارینه سره پر یو مهال پر سکرین را څرګند نه شي، د طالبانو کنفرانسونو ته اجازه نه لري، له محرم پرته دفتر ته نشي تللی او د ساحوي کار اجازه هم نه لري.»

دغه ډلې د رسنيو سره د سخت چلند تر څنګ ډېری خبریالان تهدید کړي، نیولي، زنداني کړي او زورولي دي.

په خبر کې د ملګرو ملتونو له قوله ویل شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو درېيو کلونو کې له ۲۵۰ زيات خبریالان په خپل سري ډول نیول شوي او تر ۱۳۰ زيات شکنجه شوي او یا هم ناوړه چلند ورسره شوی.

د همدې فشار له کبله ډېری رسنۍ اوس مهال سانسور شوي، چې له کبله یې خپلواکه خبريالي له منځه تللې.

دغه ورځپاڼې زياته کړې، چې افغانستان د نړۍ د مطبوعاتي ازادۍ په شاخص کې له ۲۰۱۸ کال راهیسې، چې پر ۱۸۰ هېوادونو کې یې ۱۱۸م مقام درلود، تر ۲۰۲۵ پورې ۱۷۵م مقام ته راکښته شوی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

مایکل مک ‌کال: روسیه د طالبانو په رسميت پېژندلو سره نړیوال امنیت ګواښي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۱

د امریکا د کانګرس غړي، مایکل مک‌کال، د روسیې له خوا طالبانو ته د رسمي مشروعیت ورکولو پرېکړه «خطرناک» بللې او ویلي یې دي چې دا اقدام د طالبانو د ظالمانه او زورپالې واکمنۍ په رسمیت پېژندلو معنا لري.

مک‌کال وویل: « زه دا اقدام غندم. دا نه یواځې د طالبانو د زورواکې واکمنۍ تایید دی، بلکې د نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو سره ښکاره جفا ده.»

نوموړي زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، هلته یو ویجاړوونکی بشري بحران رامنځته شوی، د ښځو حقونه له منځه تللي، امریکایي وګړي د سیاسي معاملو لپاره یرغمل نیول شوي، او د طالبانو د استبدادي رژیم مخالفان ښکاره اعدام شوي دي.

مک‌کال همداراز د چین له خوا د روسیې د اقدام هرکلی ته په غبرګون کې ویلي: « دا یوه ښکاره هڅه ده چې د یو نامقدس ایتلاف له خوا خپلو متحدینو ته مشروعیت ورکړل شي. دا چاره د نړیوالو اصولو، د بشري حقونو، او د افغان ولس له ارادې سره په ټکر کې ده.»

هغه ټینګار کړی چې د نړۍ د ازادو هېوادونو له مشرانو سره یو ځای، دا ډول خطرناک اقدام باید وغندل شي او نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د رسمي تعامل پر ځای، د افغان ولس حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

فضلي: د افغان ملتپالو وژنه د یوې سنجول شوې پروژې تسلسل دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د چارو ادارې پخوانی مشر ډاکټر فضل محمود فضلي وايي، چې د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې د افغان ملتپالو او پرمختګپالو شخصیتونو پر ضد د هدفي وژنو یو تسلسل روان دی، چې لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ دا څرګندونې د هغو تاریخونو پر بنسټ کړي، چې پکې ګڼ افغان روڼ اندي، استادان، دیني عالمان، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، یواځې د دې لپاره وژل شوي، چې د اشغال، استخباراتي نفوذ، افراطیت، او ناافغانه اجنډاوو مخالف وو.

د ډاکټر فضلي په وینا، دا لړۍ لا له ۱۹۸۰مې لسیزې پیل شوې، چې پکې په پېښور ښار کې پوهاند بهاوالدین مجروح او ډاکټر نسیم لودین ووژل شول.

همداراز، د همدې لسیزې په ترڅ کې، جنرال کټوازی او ولي خان کړوخېل په ګډون ګڼ نور افغان فعالان ترور شول، او د ځینو جسدونه یې د ورسک بند ته وغورځول شول.

هغه زیاتوي، په ۱۹۹۰مې لسیزه کې بیا، دا تسلسل ننګرهار پوهنتون ته ورسېد، چیرې چې پوهاند بشریار او پوهاند حبیبي له خپلو کورونو څخه له ویستلو وروسته ووژل شول، او جسدونه یې د درونټې بند ته واچول شول.

د ډاکټر فضلي په وینا، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې، دا وژنې دومره پراخې شوې چې نه یواځې افغانستان، بلکې کوزه پښتونخوا، وزیرستان، کوټه، سوات، او نورې سیمې هم په کې راښکېلې شوې.

له وروستیو څخه په کابل کې « مولوي ریحان »، په هلمند کې « جنرال قهرمان »، په جلال اباد کې « مولوي عبدالظاهر حقاني »، په وزیرستان کې « عارف وزیر » او بیا تازه په پښتونخوا کې مفتي منیر شاکر او مولانا خانزیب د همدې تسلسل قربانیان دي.

فضلي وايي، د دې ټولو شهیدانو یو ګډ صفت دا و چې هغوی پرمختګپاله او ملتپاله افغانان وو، نه د کوم بهرني اشغالګر ملاتړي. خو مقابل لوری ( قاتلان )هم یو څرګند مشترک صفت لري: « دوی ټول هغه مذهبي افراطي عناصر دي چې د پاکستاني پوځ له خوا د استعماري موخو لپاره روزل شوي، او د ستراتیژیکو وسلو، فکري بمونو، او استخباراتي اجنډاوو د تطبیق وسیلې ګرځېدلي دي».

فضلي ټینګار کوي چې که موږ غواړو دا وژنې وغندو، او یا له دا ډول قتلونو څخه د راتلونکي لپاره د ځان او خپل ملت دفاع وکړو، باید پر یو اصولي حقیقت اتفاق وکړو.

نوموړی زیاتوي: «دا لړۍ د یوې تصادفي ناتراشې جګړې برخه نه، بلکې د یوې سنجول شوې پروژې نتیجه ده، او د دې پروژې بنسټ‌ايښودونکي، عملي کوونکي، روزونکي او لارویان باید ټول وپېژندل شي او وغندل شي».

هغه زیاته کړه چې دا موضوع یوازې د ژړا او ملامتۍ نه، بلکې د شعوري ویښتیا او تحلیل اړتیا لري، ځکه د افغان پرمختګپالو وژنه، یوازې د یو شخص له منځه وړل نه دي، بلکې دا د تفکر، هویت، او د ملت د راتلونکي له منځه وړل دي.

کارینګي پولیټیکا: ولې روسیې طالبان په رسمیت وپېژندل؟

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د کلونو سیاسي ناندریو وروسته، روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول یې طالبانو وپېژندل. دا پېژندنه، که څه هم اقتصادي یا تجارتي بڼه نه لري، خو سیاسي، ستراتیژیک، سمبولیک او نړیوالو اسلامپالو لپاره هم یو خطرناک پیغام لري «که واک په لاس درشي، مشروعیت به وروسته درکړل شي».

روسیي څېړنیزې ویبپاڼې « کارینګي پولیټیکا » په خپله یوه خپره کړې مقاله کې وایي چې دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې مسکو هڅه کوي یو ځل بیا خپل ځان د یو نړیوال ځواک په توګه راوړاندې کړي، داسې ځواک چې د نړیوال سیاست قواعد ټاکي، نه دا چې د نورو تابع وي.

په مقاله کې راغلي دي چې روسیې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو د پېژندنې پر لور ګامونه اخیستي وو. لا په ۲۰۱۷ کال کې، مسکو د افغانستان د سولې لپاره «د مسکو فارمټ» رامنځته کړ، چې پکې یې طالبان او د کابل پخوانی لوېدیځ‌پلوه حکومت دواړه راوبلل.

ویبپاڼه زیاتوي، کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته ننوتل، د روسیې سفارت د امنیت له اړخه ځانګړی پاملرنه ترلاسه کړه، او د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف له طالبانو سره د لیدنې لپاره لومړنی بهرنی ډیپلوماټ شو.

بلخوا هم ولسمشر ولادیمیر پوتین دا امکان وڅېړه چې طالبان دې نور د ترهګرو له نوملړ څخه وایستل شي. په اپرېل ۲۰۲۵ کې، د روسیې سترې محکمې طالبان له دې نوملړه وویستل، او دا پېژندنه رسما هماغه میاشت اعلان شوه.

کارینکي پولیټیکا په خپله مقاله کې وایي، که څه هم دا پرېکړه د «واقعیت منلو» پر اساس شوې، خو اصلي لاملونه تر دې ژور دي.

روسیه هڅه کوي وښيي چې لا هم کولی شي د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او نړیوالو سیاسي قواعدو پر جوړښت اغېز وکړي. دا پېژندنه په یو ډول د دې پیغام ورکول دي چې اخلاق، د بشر حقونه او د روښانه حکومتدارۍ غوښتنې، نور د نړیوال سیاست په «ریښتيني دنیا» کې چندان ارزښت نه لري.

په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له سقوط وروسته، او په ایران کې د اسرایېلي بریدونو له امله، مسکو د خپل نفوذ له لاسه ورکولو احساس وکړ، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه، له دغو تاوانونو وروسته، یو ستراتیژیک اقدام دی.

په مقاله کې راغلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د نړۍ د هېڅ جدي غوښتنې منلو ته تیاری نه دی ښودلی. نه یې حکومت ټولشموله کړ، نه یې د ښځو حقونو ته درناوي وکړ، او نه یې د بیان یا تعلیم ازادۍ ته اجازه ورکړه.

دا چې روسیه، سره له دې ټولو، دا حکومت په رسمي ډول پېژني، یو جانبدارانه او یو اړخیز اقدام بلل کېږي. یعنې طالبانو هڅه نه ده کړې چې د نړۍ باور ترلاسه کړي، خو روسیې ورته دروازه خلاصه کړه.

دا پېژندنه د اصلاحاتو لپاره نه، بلکې د نړیوال پیغام لپاره: « که واک ته ورسېږئ، پیژندنه به مو حتمي وي.»

ویبپاڼه زیاتوي، که څه هم د طالبانو او روسیې ترمنځ سوداګریزه اړیکه شته، لکه د افغان کوکاکولا موجودیت په روسي بازارونو کې، خو دا ارقام د پام وړ نه دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه یوازې ۳۲۳ میلیونه ډالر وه چې د نړیوالو اړیکو په کچه دا یو کوچنی شمېر دی.

پولیټیکا وایي، تر ټولو ستر پلان، د ټاپي (TAPI) ګازو نل لیکه ده، چې باید افغانستان، پاکستان، هندوستان او روسیه وصل کړي. دا طرحه هم د پانګې، امنیت او عملي تطبیق له پلوه خورا ستونزمنه ده. افغانستان له روسیې پانګه غواړي، خو د بدل لپاره یې هېڅ نه لري.

که څه هم افغانستان اوس له ښکاره جګړو خالي دی، خو امنیتي حالت یې لا هم ناپایه او له ګواښونو ډک دی. د داعش فعالیتونه، قومي اختلافات، او د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، سیاسي بحرانونه د دې وضعیت دوام تضمین نه‌کوي.

د طالبانو د پېژندنې تر شا، دا واقعیت نغښتی دی چې روسیه غواړي د یو ستر لوبغاړي په توګه خپل رول وساتي – که څه هم دا د اصولو، عدالت او ښځو پر حقونو د سترګو پټولو په قیمت تمام شو.

د یادولو وړ ده، چې د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت دا پېژندنه، له نړیوالو اسلامپالو لپاره هم یو خطرناک پیغام لري: «که واک په لاس درشي، مشروعیت به وروسته درکړل شي».

له شمالي کوریا تر افغانستانه؛ نړیوالو ګرځندویانو ته د نااشنا لارو بلنه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې ډېری خلک افغانستان ته د ناامنۍ، جګړو او سیاسي محدودیتونو له امله د سیاحت لپاره نه‌ ورځي، یوه نړیواله ګرځندویي اداره «کوریو ټورز» هڅه کوي دا هېواد د نالیدلو ښکلاوو، ژور کلتور او تاریخي ارزښتونو له لارې نړۍ ته ور وپېژني.

د فرانسوي اژانس « فرانس ۲۴» د راپور له مخې، سایمن کاکېرېل، چې د «کوریو ټورز» نومې ګرځندویي ادارې مشر دی، له ۱۹۹۳ کال راهیسې په شمالي کوریا کې له نړیوالو سیلانیانو سره سفرونه تنظیموي. اوس دغه اداره د افغانستان په څېر هېوادونو ته هم سیلانیان بیايي، هغه ځایونه چې ډېر خلک یې د جګړو، ناامنۍ او سیاسي محدودیتونو له امله د سفر لپاره نه‌غوره کوي.

کاکېرېل ویلي: « خلک د نورماله ګرځندوی له تکرار څخه ستړي شوي او اوس غواړي نالیدلي، خاص او له کلیشیي لرې ځایونه وګوري.»

سایمن کاکېرېل زیاته کړې: «افغانستان ته د سفرونو تنظیمول، سره له دې چې له امنیتي اندېښنو ډک دي، خو د هغو کسانو لپاره ځانګړی ارزښت لري چې غواړي د تاریخ، کلتور او خلکو واقعي مخ وویني.»

د هغه په وینا، له بامیانه نیولې تر هراته، افغانستان یو داسې هېواد دی چې نه‌یوازې طبیعي ښکلا لري، بلکې د بشري تمدن اوږده کیسه پکې خوندي شوې ده.

د کوریو ټورز مشر وایي: « افغانستان دومره لرغونی او ژور کلتور لري چې نړۍ یې باید وویني، خو دا یوازې هغه وخت ممکن دی چې هلته یو روڼ، باثبات او د نړیوالو د باور وړ حکومت موجود وي. طالبانو دا باور له منځه وړي.»

طالبانو، د امنیت تر نامه لاندې، نه یوازې د بیان او فعالیت ازادي محدوده کړې، بلکې له بهرنیو سره شکمن چلند هم سیلانیان بې‌باوره کړي.

همداراز، د ښځینه سیلانیانو د سفر محدودیتونه، د هوټلونو نه‌وړتیا، د کلتوري ځایونو خوندیتوب نشتوالی، او د بهرنیانو لپاره د معلوماتو کمښت دا هېواد د سیاحت له نړیوال فرصت څخه محروم کړی.

هغه وايي: « موږ خلک نه تشویقوو چې خطر ومني، بلکې دا ښیو چې حتی په داسې هېوادونو کې هم، که په احترام، پوهه او سمه طرحه سفر وشي، نو بې‌ساري تجربې ترلاسه کېدلی شي."

په داسې حال کې چې ډېری سیلانیان اروپا، خلیج یا سوېلي اسیا ته سفرونه پلانوي، داسې ادارې شته چې خلک نورې نړۍ ته هم بیايي، هغه ځایونه چې ډېر لږ خلک پرې ګام ږدي. دا ډول سفرونه نه‌یوازې د هغو هېوادونو اقتصادي ملاتړ کوي، بلکې د خلکو ترمنځ د فرهنګي تفاهم لپاره هم لاره هواروي.

په ایران کې د افغان کډوالو د کړاوونو دوام؛ خو طالبان د تهران کوربتوب ستایي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې له کړاونو، نیونو او جبري ایستلو سره مخ دي، د طالبانو ویاند د تهران له لوري د څلورو لسیزو کوربتوب مننه کړې. د طالبانو دې ضد و نقیض دریځ پوښتنې راولاړې کړې دي.

د اسراییل او ایران تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته تهران د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې او پر مهال یې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له ويرې، سپکاوي او ناسم چلند سره مخ دي.

تازه د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ایران حکومت له خوا د تېرو څلورو لسیزو پر مهال د افغان کډوالو د کوربتوب مننه کړې.

دغه خبرپاڼه د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله اېکس پاڼه شریکه کړې او د ایران د کوربتوب قدرداني يې کړې.

طالبانو د افغان کډوالو جبرې ایستل د ایران حکومت پرېکړه ګڼلې او لیکلي يې دي: «په دې وروستیو کې د ایران حکومت د هغو افغان کډوالو د ایستلو تصمیم نیولی چې د اقامت قانوني اسناد نه لري، د ايراني مسوولينو خپله پرېکړه ګڼم.»

ملامحمد حسن اخوند له ایران څخه غوښتنه کړې، چې د ایستلو بهير دي په «تدريج، ابرومندۍ، ښه ګاونډيتوب او د کډوالو حقوقو د ساتلو په پام کې نیولو» سره مدیریت شي.

ملامحمد حسن اخوند له ایران څخه غوښتې: «زه پر ايراني مسوولينو غږ کوم چې د افغان کډوالو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي تر څو کډوال خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولای شي.»

په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو، زورونو او شکنجو ويډيوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوې، چې د فعالانو ګڼ غبرګونونه یې وپارول.

پر طالبانو نیوکه کېږي، چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په زور، سپکاوي او ناسم چلند ایستلو پر مهال له ډېپلوماسي کار اخلي او د کډوالو د ستونزو په پام کې نیولو پرته د خپلو اړیکو د ساتلو هڅه کوي.

نړیوالو بنسټونو او د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ هم په وار وار د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي او دغه پروسه دي په ښه ډول مدیریت شي.