• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مایکل مک ‌کال: روسیه د طالبانو په رسميت پېژندلو سره نړیوال امنیت ګواښي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۸ GMT+۱

د امریکا د کانګرس غړي، مایکل مک‌کال، د روسیې له خوا طالبانو ته د رسمي مشروعیت ورکولو پرېکړه «خطرناک» بللې او ویلي یې دي چې دا اقدام د طالبانو د ظالمانه او زورپالې واکمنۍ په رسمیت پېژندلو معنا لري.

مک‌کال وویل: « زه دا اقدام غندم. دا نه یواځې د طالبانو د زورواکې واکمنۍ تایید دی، بلکې د نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو سره ښکاره جفا ده.»

نوموړي زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، هلته یو ویجاړوونکی بشري بحران رامنځته شوی، د ښځو حقونه له منځه تللي، امریکایي وګړي د سیاسي معاملو لپاره یرغمل نیول شوي، او د طالبانو د استبدادي رژیم مخالفان ښکاره اعدام شوي دي.

مک‌کال همداراز د چین له خوا د روسیې د اقدام هرکلی ته په غبرګون کې ویلي: « دا یوه ښکاره هڅه ده چې د یو نامقدس ایتلاف له خوا خپلو متحدینو ته مشروعیت ورکړل شي. دا چاره د نړیوالو اصولو، د بشري حقونو، او د افغان ولس له ارادې سره په ټکر کې ده.»

هغه ټینګار کړی چې د نړۍ د ازادو هېوادونو له مشرانو سره یو ځای، دا ډول خطرناک اقدام باید وغندل شي او نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د رسمي تعامل پر ځای، د افغان ولس حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

روبیو د اوکراین جګړې د ختمولو نوې طرحه له لاوروف سره شریکه کړې

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جولای په ۱۰مه د مالیزیا په پلازمېنه کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره "نوې طرحه" یې ورسره شریکه کړې.

که څه هم ددغه طرحې جزییات یې نه دي افشا شوي، خو دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې هڅو یوه نوې مرحله ښودل کیږي.

یادې څرګندونې داسې مهال شوي چې روسیې دویمه شپه پرله‌پسې پر کییف ډرون او توغندیز بریدونه وکړل، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي. په همدې حال کې، امریکا د ځینو وسلو لېږد له موقتي ځنډ وروسته بېرته پیل کړی، چې پکې ۱۵۵ ملي‌متره مرمۍ، هدایت‌لرونکي راکټونه او نور مهمات شامل دي. دا پرېکړه د پنټاګون د بیاکتنې وروسته شوې، چې هدف‌یې د امریکا د زېرمو ارزونه وه.

د روبیو په وینا، د وسلو مرستې به د کانګرس له تایید شوي مهال‌وېش سره سم دوام وکړي، چې د امریکا د ملاتړ په برخه کې یو تازه ګام دی.

فضلي: د افغان ملتپالو وژنه د یوې سنجول شوې پروژې تسلسل دی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د چارو ادارې پخوانی مشر ډاکټر فضل محمود فضلي وايي، چې د تېرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې د افغان ملتپالو او پرمختګپالو شخصیتونو پر ضد د هدفي وژنو یو تسلسل روان دی، چې لا هم پای ته نه دی رسېدلی.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ دا څرګندونې د هغو تاریخونو پر بنسټ کړي، چې پکې ګڼ افغان روڼ اندي، استادان، دیني عالمان، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، یواځې د دې لپاره وژل شوي، چې د اشغال، استخباراتي نفوذ، افراطیت، او ناافغانه اجنډاوو مخالف وو.

د ډاکټر فضلي په وینا، دا لړۍ لا له ۱۹۸۰مې لسیزې پیل شوې، چې پکې په پېښور ښار کې پوهاند بهاوالدین مجروح او ډاکټر نسیم لودین ووژل شول.

همداراز، د همدې لسیزې په ترڅ کې، جنرال کټوازی او ولي خان کړوخېل په ګډون ګڼ نور افغان فعالان ترور شول، او د ځینو جسدونه یې د ورسک بند ته وغورځول شول.

هغه زیاتوي، په ۱۹۹۰مې لسیزه کې بیا، دا تسلسل ننګرهار پوهنتون ته ورسېد، چیرې چې پوهاند بشریار او پوهاند حبیبي له خپلو کورونو څخه له ویستلو وروسته ووژل شول، او جسدونه یې د درونټې بند ته واچول شول.

د ډاکټر فضلي په وینا، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې، دا وژنې دومره پراخې شوې چې نه یواځې افغانستان، بلکې کوزه پښتونخوا، وزیرستان، کوټه، سوات، او نورې سیمې هم په کې راښکېلې شوې.

له وروستیو څخه په کابل کې « مولوي ریحان »، په هلمند کې « جنرال قهرمان »، په جلال اباد کې « مولوي عبدالظاهر حقاني »، په وزیرستان کې « عارف وزیر » او بیا تازه په پښتونخوا کې مفتي منیر شاکر او مولانا خانزیب د همدې تسلسل قربانیان دي.

فضلي وايي، د دې ټولو شهیدانو یو ګډ صفت دا و چې هغوی پرمختګپاله او ملتپاله افغانان وو، نه د کوم بهرني اشغالګر ملاتړي. خو مقابل لوری ( قاتلان )هم یو څرګند مشترک صفت لري: « دوی ټول هغه مذهبي افراطي عناصر دي چې د پاکستاني پوځ له خوا د استعماري موخو لپاره روزل شوي، او د ستراتیژیکو وسلو، فکري بمونو، او استخباراتي اجنډاوو د تطبیق وسیلې ګرځېدلي دي».

فضلي ټینګار کوي چې که موږ غواړو دا وژنې وغندو، او یا له دا ډول قتلونو څخه د راتلونکي لپاره د ځان او خپل ملت دفاع وکړو، باید پر یو اصولي حقیقت اتفاق وکړو.

نوموړی زیاتوي: «دا لړۍ د یوې تصادفي ناتراشې جګړې برخه نه، بلکې د یوې سنجول شوې پروژې نتیجه ده، او د دې پروژې بنسټ‌ايښودونکي، عملي کوونکي، روزونکي او لارویان باید ټول وپېژندل شي او وغندل شي».

هغه زیاته کړه چې دا موضوع یوازې د ژړا او ملامتۍ نه، بلکې د شعوري ویښتیا او تحلیل اړتیا لري، ځکه د افغان پرمختګپالو وژنه، یوازې د یو شخص له منځه وړل نه دي، بلکې دا د تفکر، هویت، او د ملت د راتلونکي له منځه وړل دي.

بریتانیا او فرانسې د کډوالو د تبادلې نوې هوکړه وکړه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۱

برېتانیا او فرانسې په ګډه د کډوالو په چارو کې یوې نوې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې یې لندن هغه ناقانونه کډوال بېرته فرانسې ته استوي، کوم چې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي.

ددغه هوکړې له مخې په بدل کې، فرانسه هغو قانوني پناه‌غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې د بریتانیا خاورې ته د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو لپاره ورشي.

د دې هوکړې نوم «یو داخل، یو خارج» دی، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو فشار کمول او د قانوني کډوالۍ لارو ملاتړ دی.

دغه نوښت د کډوالو د نظم او کنټرول لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، ترڅو دواړه هېوادونه د کډوالو بحران په اغېزمن ډول اداره کړي.

کارینګي پولیټیکا: ولې روسیې طالبان په رسمیت وپېژندل؟

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د کلونو سیاسي ناندریو وروسته، روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول یې طالبانو وپېژندل. دا پېژندنه، که څه هم اقتصادي یا تجارتي بڼه نه لري، خو سیاسي، ستراتیژیک، سمبولیک او نړیوالو اسلامپالو لپاره هم یو خطرناک پیغام لري «که واک په لاس درشي، مشروعیت به وروسته درکړل شي».

روسیي څېړنیزې ویبپاڼې « کارینګي پولیټیکا » په خپله یوه خپره کړې مقاله کې وایي چې دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې مسکو هڅه کوي یو ځل بیا خپل ځان د یو نړیوال ځواک په توګه راوړاندې کړي، داسې ځواک چې د نړیوال سیاست قواعد ټاکي، نه دا چې د نورو تابع وي.

په مقاله کې راغلي دي چې روسیې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو د پېژندنې پر لور ګامونه اخیستي وو. لا په ۲۰۱۷ کال کې، مسکو د افغانستان د سولې لپاره «د مسکو فارمټ» رامنځته کړ، چې پکې یې طالبان او د کابل پخوانی لوېدیځ‌پلوه حکومت دواړه راوبلل.

ویبپاڼه زیاتوي، کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته ننوتل، د روسیې سفارت د امنیت له اړخه ځانګړی پاملرنه ترلاسه کړه، او د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف له طالبانو سره د لیدنې لپاره لومړنی بهرنی ډیپلوماټ شو.

بلخوا هم ولسمشر ولادیمیر پوتین دا امکان وڅېړه چې طالبان دې نور د ترهګرو له نوملړ څخه وایستل شي. په اپرېل ۲۰۲۵ کې، د روسیې سترې محکمې طالبان له دې نوملړه وویستل، او دا پېژندنه رسما هماغه میاشت اعلان شوه.

کارینکي پولیټیکا په خپله مقاله کې وایي، که څه هم دا پرېکړه د «واقعیت منلو» پر اساس شوې، خو اصلي لاملونه تر دې ژور دي.

روسیه هڅه کوي وښيي چې لا هم کولی شي د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او نړیوالو سیاسي قواعدو پر جوړښت اغېز وکړي. دا پېژندنه په یو ډول د دې پیغام ورکول دي چې اخلاق، د بشر حقونه او د روښانه حکومتدارۍ غوښتنې، نور د نړیوال سیاست په «ریښتيني دنیا» کې چندان ارزښت نه لري.

په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له سقوط وروسته، او په ایران کې د اسرایېلي بریدونو له امله، مسکو د خپل نفوذ له لاسه ورکولو احساس وکړ، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه، له دغو تاوانونو وروسته، یو ستراتیژیک اقدام دی.

په مقاله کې راغلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د نړۍ د هېڅ جدي غوښتنې منلو ته تیاری نه دی ښودلی. نه یې حکومت ټولشموله کړ، نه یې د ښځو حقونو ته درناوي وکړ، او نه یې د بیان یا تعلیم ازادۍ ته اجازه ورکړه.

دا چې روسیه، سره له دې ټولو، دا حکومت په رسمي ډول پېژني، یو جانبدارانه او یو اړخیز اقدام بلل کېږي. یعنې طالبانو هڅه نه ده کړې چې د نړۍ باور ترلاسه کړي، خو روسیې ورته دروازه خلاصه کړه.

دا پېژندنه د اصلاحاتو لپاره نه، بلکې د نړیوال پیغام لپاره: « که واک ته ورسېږئ، پیژندنه به مو حتمي وي.»

ویبپاڼه زیاتوي، که څه هم د طالبانو او روسیې ترمنځ سوداګریزه اړیکه شته، لکه د افغان کوکاکولا موجودیت په روسي بازارونو کې، خو دا ارقام د پام وړ نه دي.

په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه یوازې ۳۲۳ میلیونه ډالر وه چې د نړیوالو اړیکو په کچه دا یو کوچنی شمېر دی.

پولیټیکا وایي، تر ټولو ستر پلان، د ټاپي (TAPI) ګازو نل لیکه ده، چې باید افغانستان، پاکستان، هندوستان او روسیه وصل کړي. دا طرحه هم د پانګې، امنیت او عملي تطبیق له پلوه خورا ستونزمنه ده. افغانستان له روسیې پانګه غواړي، خو د بدل لپاره یې هېڅ نه لري.

که څه هم افغانستان اوس له ښکاره جګړو خالي دی، خو امنیتي حالت یې لا هم ناپایه او له ګواښونو ډک دی. د داعش فعالیتونه، قومي اختلافات، او د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، سیاسي بحرانونه د دې وضعیت دوام تضمین نه‌کوي.

د طالبانو د پېژندنې تر شا، دا واقعیت نغښتی دی چې روسیه غواړي د یو ستر لوبغاړي په توګه خپل رول وساتي – که څه هم دا د اصولو، عدالت او ښځو پر حقونو د سترګو پټولو په قیمت تمام شو.

د یادولو وړ ده، چې د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت دا پېژندنه، له نړیوالو اسلامپالو لپاره هم یو خطرناک پیغام لري: «که واک په لاس درشي، مشروعیت به وروسته درکړل شي».

سرچینې: ټرمپ د ځانګړي صلاحیت له مخې اوکراین ته د دفاع لپاره وسلې ورکوي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې دوهم ځل لپاره یې ولسمشرۍ ته راستون شوی، لومړی ځل د ولسمشرۍ ځانګړې واککاروي ترڅو اوکراین ته وسلې واستوي. دا پرېکړه، چې دوه سرچینو د پنجشنبې په ورځ تایید کړې، ښيي چې ټرمپ د اوکراین د دفاع په برخه کې نوی دلچسپي ښيي.

سرچینې وایي، د روسیې له خوا د اوکراین تر یرغل څه باندې درې کاله وروسته، د ټرمپ اداره د امریکا له نظامي زیرمو وسلې ټاکي چې د یاد ځانګړي صلاحیت له مخې یې کییف ته واستوي، چې ارزښت‌یې شاوخوا ۳۰۰میلیون ډالره اټکل شوی دی.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا به له اوکراین سره د لا نورو وسلو مرسته وکړي ترڅو له روسي بریدونو څخه خپله دفاع وکړای شي.

د سرچینو په وینا، تمه ده چې د مرستې په کڅوړه کې دفاعي پیټریټ توغندي او منځ‌مهاله برید کوونکي راکټونه شامل وي، خو د وسلو دقیق لیست لا نهایی شوی نه دی او ټاکل شوې چې پرېکړه یې د پنجشنبې په یوه غونډه کې وشي.

د امریکا دفاع وزارت (پېنتاګون) او سپینه ماڼۍ تر اوسه په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې.