روسیي څېړنیزې ویبپاڼې « کارینګي پولیټیکا » په خپله یوه خپره کړې مقاله کې وایي چې دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې مسکو هڅه کوي یو ځل بیا خپل ځان د یو نړیوال ځواک په توګه راوړاندې کړي، داسې ځواک چې د نړیوال سیاست قواعد ټاکي، نه دا چې د نورو تابع وي.
په مقاله کې راغلي دي چې روسیې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو د پېژندنې پر لور ګامونه اخیستي وو. لا په ۲۰۱۷ کال کې، مسکو د افغانستان د سولې لپاره «د مسکو فارمټ» رامنځته کړ، چې پکې یې طالبان او د کابل پخوانی لوېدیځپلوه حکومت دواړه راوبلل.
ویبپاڼه زیاتوي، کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته ننوتل، د روسیې سفارت د امنیت له اړخه ځانګړی پاملرنه ترلاسه کړه، او د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف له طالبانو سره د لیدنې لپاره لومړنی بهرنی ډیپلوماټ شو.
بلخوا هم ولسمشر ولادیمیر پوتین دا امکان وڅېړه چې طالبان دې نور د ترهګرو له نوملړ څخه وایستل شي. په اپرېل ۲۰۲۵ کې، د روسیې سترې محکمې طالبان له دې نوملړه وویستل، او دا پېژندنه رسما هماغه میاشت اعلان شوه.
کارینکي پولیټیکا په خپله مقاله کې وایي، که څه هم دا پرېکړه د «واقعیت منلو» پر اساس شوې، خو اصلي لاملونه تر دې ژور دي.
روسیه هڅه کوي وښيي چې لا هم کولی شي د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او نړیوالو سیاسي قواعدو پر جوړښت اغېز وکړي. دا پېژندنه په یو ډول د دې پیغام ورکول دي چې اخلاق، د بشر حقونه او د روښانه حکومتدارۍ غوښتنې، نور د نړیوال سیاست په «ریښتيني دنیا» کې چندان ارزښت نه لري.
په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له سقوط وروسته، او په ایران کې د اسرایېلي بریدونو له امله، مسکو د خپل نفوذ له لاسه ورکولو احساس وکړ، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه، له دغو تاوانونو وروسته، یو ستراتیژیک اقدام دی.
په مقاله کې راغلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د نړۍ د هېڅ جدي غوښتنې منلو ته تیاری نه دی ښودلی. نه یې حکومت ټولشموله کړ، نه یې د ښځو حقونو ته درناوي وکړ، او نه یې د بیان یا تعلیم ازادۍ ته اجازه ورکړه.
دا چې روسیه، سره له دې ټولو، دا حکومت په رسمي ډول پېژني، یو جانبدارانه او یو اړخیز اقدام بلل کېږي. یعنې طالبانو هڅه نه ده کړې چې د نړۍ باور ترلاسه کړي، خو روسیې ورته دروازه خلاصه کړه.
دا پېژندنه د اصلاحاتو لپاره نه، بلکې د نړیوال پیغام لپاره: « که واک ته ورسېږئ، پیژندنه به مو حتمي وي.»
ویبپاڼه زیاتوي، که څه هم د طالبانو او روسیې ترمنځ سوداګریزه اړیکه شته، لکه د افغان کوکاکولا موجودیت په روسي بازارونو کې، خو دا ارقام د پام وړ نه دي.
په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه یوازې ۳۲۳ میلیونه ډالر وه چې د نړیوالو اړیکو په کچه دا یو کوچنی شمېر دی.
پولیټیکا وایي، تر ټولو ستر پلان، د ټاپي (TAPI) ګازو نل لیکه ده، چې باید افغانستان، پاکستان، هندوستان او روسیه وصل کړي. دا طرحه هم د پانګې، امنیت او عملي تطبیق له پلوه خورا ستونزمنه ده. افغانستان له روسیې پانګه غواړي، خو د بدل لپاره یې هېڅ نه لري.
که څه هم افغانستان اوس له ښکاره جګړو خالي دی، خو امنیتي حالت یې لا هم ناپایه او له ګواښونو ډک دی. د داعش فعالیتونه، قومي اختلافات، او د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، سیاسي بحرانونه د دې وضعیت دوام تضمین نهکوي.
د طالبانو د پېژندنې تر شا، دا واقعیت نغښتی دی چې روسیه غواړي د یو ستر لوبغاړي په توګه خپل رول وساتي – که څه هم دا د اصولو، عدالت او ښځو پر حقونو د سترګو پټولو په قیمت تمام شو.
د یادولو وړ ده، چې د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت دا پېژندنه، له نړیوالو اسلامپالو لپاره هم یو خطرناک پیغام لري: «که واک په لاس درشي، مشروعیت به وروسته درکړل شي».