بریتانیا او فرانسې د کډوالو د تبادلې نوې هوکړه وکړه

برېتانیا او فرانسې په ګډه د کډوالو په چارو کې یوې نوې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې یې لندن هغه ناقانونه کډوال بېرته فرانسې ته استوي، کوم چې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي.

برېتانیا او فرانسې په ګډه د کډوالو په چارو کې یوې نوې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې یې لندن هغه ناقانونه کډوال بېرته فرانسې ته استوي، کوم چې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي.
ددغه هوکړې له مخې په بدل کې، فرانسه هغو قانوني پناهغوښتونکو ته اجازه ورکوي چې د بریتانیا خاورې ته د کورنۍ له غړو سره د یوځای کېدو لپاره ورشي.
د دې هوکړې نوم «یو داخل، یو خارج» دی، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کډوالو فشار کمول او د قانوني کډوالۍ لارو ملاتړ دی.
دغه نوښت د کډوالو د نظم او کنټرول لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، ترڅو دواړه هېوادونه د کډوالو بحران په اغېزمن ډول اداره کړي.


د کلونو سیاسي ناندریو وروسته، روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې په رسمي ډول یې طالبانو وپېژندل. دا پېژندنه، که څه هم اقتصادي یا تجارتي بڼه نه لري، خو سیاسي، ستراتیژیک، سمبولیک او نړیوالو اسلامپالو لپاره هم یو خطرناک پیغام لري «که واک په لاس درشي، مشروعیت به وروسته درکړل شي».
روسیي څېړنیزې ویبپاڼې « کارینګي پولیټیکا » په خپله یوه خپره کړې مقاله کې وایي چې دا اقدام په داسې وخت کې شوی چې مسکو هڅه کوي یو ځل بیا خپل ځان د یو نړیوال ځواک په توګه راوړاندې کړي، داسې ځواک چې د نړیوال سیاست قواعد ټاکي، نه دا چې د نورو تابع وي.
په مقاله کې راغلي دي چې روسیې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو د پېژندنې پر لور ګامونه اخیستي وو. لا په ۲۰۱۷ کال کې، مسکو د افغانستان د سولې لپاره «د مسکو فارمټ» رامنځته کړ، چې پکې یې طالبان او د کابل پخوانی لوېدیځپلوه حکومت دواړه راوبلل.
ویبپاڼه زیاتوي، کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته ننوتل، د روسیې سفارت د امنیت له اړخه ځانګړی پاملرنه ترلاسه کړه، او د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف له طالبانو سره د لیدنې لپاره لومړنی بهرنی ډیپلوماټ شو.
بلخوا هم ولسمشر ولادیمیر پوتین دا امکان وڅېړه چې طالبان دې نور د ترهګرو له نوملړ څخه وایستل شي. په اپرېل ۲۰۲۵ کې، د روسیې سترې محکمې طالبان له دې نوملړه وویستل، او دا پېژندنه رسما هماغه میاشت اعلان شوه.
کارینکي پولیټیکا په خپله مقاله کې وایي، که څه هم دا پرېکړه د «واقعیت منلو» پر اساس شوې، خو اصلي لاملونه تر دې ژور دي.
روسیه هڅه کوي وښيي چې لا هم کولی شي د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او نړیوالو سیاسي قواعدو پر جوړښت اغېز وکړي. دا پېژندنه په یو ډول د دې پیغام ورکول دي چې اخلاق، د بشر حقونه او د روښانه حکومتدارۍ غوښتنې، نور د نړیوال سیاست په «ریښتيني دنیا» کې چندان ارزښت نه لري.
په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له سقوط وروسته، او په ایران کې د اسرایېلي بریدونو له امله، مسکو د خپل نفوذ له لاسه ورکولو احساس وکړ، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه، له دغو تاوانونو وروسته، یو ستراتیژیک اقدام دی.
په مقاله کې راغلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د نړۍ د هېڅ جدي غوښتنې منلو ته تیاری نه دی ښودلی. نه یې حکومت ټولشموله کړ، نه یې د ښځو حقونو ته درناوي وکړ، او نه یې د بیان یا تعلیم ازادۍ ته اجازه ورکړه.
دا چې روسیه، سره له دې ټولو، دا حکومت په رسمي ډول پېژني، یو جانبدارانه او یو اړخیز اقدام بلل کېږي. یعنې طالبانو هڅه نه ده کړې چې د نړۍ باور ترلاسه کړي، خو روسیې ورته دروازه خلاصه کړه.
دا پېژندنه د اصلاحاتو لپاره نه، بلکې د نړیوال پیغام لپاره: « که واک ته ورسېږئ، پیژندنه به مو حتمي وي.»
ویبپاڼه زیاتوي، که څه هم د طالبانو او روسیې ترمنځ سوداګریزه اړیکه شته، لکه د افغان کوکاکولا موجودیت په روسي بازارونو کې، خو دا ارقام د پام وړ نه دي.
په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه یوازې ۳۲۳ میلیونه ډالر وه چې د نړیوالو اړیکو په کچه دا یو کوچنی شمېر دی.
پولیټیکا وایي، تر ټولو ستر پلان، د ټاپي (TAPI) ګازو نل لیکه ده، چې باید افغانستان، پاکستان، هندوستان او روسیه وصل کړي. دا طرحه هم د پانګې، امنیت او عملي تطبیق له پلوه خورا ستونزمنه ده. افغانستان له روسیې پانګه غواړي، خو د بدل لپاره یې هېڅ نه لري.
که څه هم افغانستان اوس له ښکاره جګړو خالي دی، خو امنیتي حالت یې لا هم ناپایه او له ګواښونو ډک دی. د داعش فعالیتونه، قومي اختلافات، او د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران، سیاسي بحرانونه د دې وضعیت دوام تضمین نهکوي.
د طالبانو د پېژندنې تر شا، دا واقعیت نغښتی دی چې روسیه غواړي د یو ستر لوبغاړي په توګه خپل رول وساتي – که څه هم دا د اصولو، عدالت او ښځو پر حقونو د سترګو پټولو په قیمت تمام شو.
د یادولو وړ ده، چې د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت دا پېژندنه، له نړیوالو اسلامپالو لپاره هم یو خطرناک پیغام لري: «که واک په لاس درشي، مشروعیت به وروسته درکړل شي».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې دوهم ځل لپاره یې ولسمشرۍ ته راستون شوی، لومړی ځل د ولسمشرۍ ځانګړې واککاروي ترڅو اوکراین ته وسلې واستوي. دا پرېکړه، چې دوه سرچینو د پنجشنبې په ورځ تایید کړې، ښيي چې ټرمپ د اوکراین د دفاع په برخه کې نوی دلچسپي ښيي.
سرچینې وایي، د روسیې له خوا د اوکراین تر یرغل څه باندې درې کاله وروسته، د ټرمپ اداره د امریکا له نظامي زیرمو وسلې ټاکي چې د یاد ځانګړي صلاحیت له مخې یې کییف ته واستوي، چې ارزښتیې شاوخوا ۳۰۰میلیون ډالره اټکل شوی دی.
ټرمپ د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا به له اوکراین سره د لا نورو وسلو مرسته وکړي ترڅو له روسي بریدونو څخه خپله دفاع وکړای شي.
د سرچینو په وینا، تمه ده چې د مرستې په کڅوړه کې دفاعي پیټریټ توغندي او منځمهاله برید کوونکي راکټونه شامل وي، خو د وسلو دقیق لیست لا نهایی شوی نه دی او ټاکل شوې چې پرېکړه یې د پنجشنبې په یوه غونډه کې وشي.
د امریکا دفاع وزارت (پېنتاګون) او سپینه ماڼۍ تر اوسه په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې.

په داسې حال کې چې ډېری خلک افغانستان ته د ناامنۍ، جګړو او سیاسي محدودیتونو له امله د سیاحت لپاره نه ورځي، یوه نړیواله ګرځندویي اداره «کوریو ټورز» هڅه کوي دا هېواد د نالیدلو ښکلاوو، ژور کلتور او تاریخي ارزښتونو له لارې نړۍ ته ور وپېژني.
د فرانسوي اژانس « فرانس ۲۴» د راپور له مخې، سایمن کاکېرېل، چې د «کوریو ټورز» نومې ګرځندویي ادارې مشر دی، له ۱۹۹۳ کال راهیسې په شمالي کوریا کې له نړیوالو سیلانیانو سره سفرونه تنظیموي. اوس دغه اداره د افغانستان په څېر هېوادونو ته هم سیلانیان بیايي، هغه ځایونه چې ډېر خلک یې د جګړو، ناامنۍ او سیاسي محدودیتونو له امله د سفر لپاره نهغوره کوي.
کاکېرېل ویلي: « خلک د نورماله ګرځندوی له تکرار څخه ستړي شوي او اوس غواړي نالیدلي، خاص او له کلیشیي لرې ځایونه وګوري.»
سایمن کاکېرېل زیاته کړې: «افغانستان ته د سفرونو تنظیمول، سره له دې چې له امنیتي اندېښنو ډک دي، خو د هغو کسانو لپاره ځانګړی ارزښت لري چې غواړي د تاریخ، کلتور او خلکو واقعي مخ وویني.»
د هغه په وینا، له بامیانه نیولې تر هراته، افغانستان یو داسې هېواد دی چې نهیوازې طبیعي ښکلا لري، بلکې د بشري تمدن اوږده کیسه پکې خوندي شوې ده.
د کوریو ټورز مشر وایي: « افغانستان دومره لرغونی او ژور کلتور لري چې نړۍ یې باید وویني، خو دا یوازې هغه وخت ممکن دی چې هلته یو روڼ، باثبات او د نړیوالو د باور وړ حکومت موجود وي. طالبانو دا باور له منځه وړي.»
طالبانو، د امنیت تر نامه لاندې، نه یوازې د بیان او فعالیت ازادي محدوده کړې، بلکې له بهرنیو سره شکمن چلند هم سیلانیان بېباوره کړي.
همداراز، د ښځینه سیلانیانو د سفر محدودیتونه، د هوټلونو نهوړتیا، د کلتوري ځایونو خوندیتوب نشتوالی، او د بهرنیانو لپاره د معلوماتو کمښت دا هېواد د سیاحت له نړیوال فرصت څخه محروم کړی.
هغه وايي: « موږ خلک نه تشویقوو چې خطر ومني، بلکې دا ښیو چې حتی په داسې هېوادونو کې هم، که په احترام، پوهه او سمه طرحه سفر وشي، نو بېساري تجربې ترلاسه کېدلی شي."
په داسې حال کې چې ډېری سیلانیان اروپا، خلیج یا سوېلي اسیا ته سفرونه پلانوي، داسې ادارې شته چې خلک نورې نړۍ ته هم بیايي، هغه ځایونه چې ډېر لږ خلک پرې ګام ږدي. دا ډول سفرونه نهیوازې د هغو هېوادونو اقتصادي ملاتړ کوي، بلکې د خلکو ترمنځ د فرهنګي تفاهم لپاره هم لاره هواروي.

په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې له کړاونو، نیونو او جبري ایستلو سره مخ دي، د طالبانو ویاند د تهران له لوري د څلورو لسیزو کوربتوب مننه کړې. د طالبانو دې ضد و نقیض دریځ پوښتنې راولاړې کړې دي.
د اسراییل او ایران تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته تهران د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې او پر مهال یې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له ويرې، سپکاوي او ناسم چلند سره مخ دي.
تازه د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ایران حکومت له خوا د تېرو څلورو لسیزو پر مهال د افغان کډوالو د کوربتوب مننه کړې.
دغه خبرپاڼه د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله اېکس پاڼه شریکه کړې او د ایران د کوربتوب قدرداني يې کړې.
طالبانو د افغان کډوالو جبرې ایستل د ایران حکومت پرېکړه ګڼلې او لیکلي يې دي: «په دې وروستیو کې د ایران حکومت د هغو افغان کډوالو د ایستلو تصمیم نیولی چې د اقامت قانوني اسناد نه لري، د ايراني مسوولينو خپله پرېکړه ګڼم.»
ملامحمد حسن اخوند له ایران څخه غوښتنه کړې، چې د ایستلو بهير دي په «تدريج، ابرومندۍ، ښه ګاونډيتوب او د کډوالو حقوقو د ساتلو په پام کې نیولو» سره مدیریت شي.
ملامحمد حسن اخوند له ایران څخه غوښتې: «زه پر ايراني مسوولينو غږ کوم چې د افغان کډوالو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي تر څو کډوال خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولای شي.»
په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو، زورونو او شکنجو ويډيوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوې، چې د فعالانو ګڼ غبرګونونه یې وپارول.
پر طالبانو نیوکه کېږي، چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په زور، سپکاوي او ناسم چلند ایستلو پر مهال له ډېپلوماسي کار اخلي او د کډوالو د ستونزو په پام کې نیولو پرته د خپلو اړیکو د ساتلو هڅه کوي.
نړیوالو بنسټونو او د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ هم په وار وار د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي او دغه پروسه دي په ښه ډول مدیریت شي.

د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتنياهو، د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییل چمتو دی د غزې په تړاو دایمي اوربند لپاره خبرې وکړي، خو یوازې په هغه صورت کې چې فلسطیني سیمه بې وسلې شي.
د اسراییل او حماس استازو د یکشنبې په ورځ په دوحه کې غیر مستقیمې خبرې پیل کړې، تر څو د روانې جګړې د لنډمهاله ودریدو په اړه موافقه وکړي. دغه جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له خوا د حماس د حملې له امله پیل شوې وه.
د امریکا د منځني ختیځ ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف، وړاندیز کړی چې د ۶۰ ورځني اوربند په بدل کې باید له غزې څخه نیمایي بندیان خوشې شي، دغه خبره نتنياهو د چهارشنبې په ورځ کړې ده.
نتنياهو په واشنګټن کې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل:"د دې اوربند د پیل په سر کې به موږ د جګړې دایمي پای ته د رسېدو لپاره خبرې پیل کړو."
هغه زیاته کړه چې د اسراییل اساسي شرطونه دا دي چې "حماس خپل وسلې پرېږدي" او نور د "حکومتي او پوځي واکونو" مالک نه وي.