• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له شمالي کوریا تر افغانستانه؛ نړیوالو ګرځندویانو ته د نااشنا لارو بلنه

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې ډېری خلک افغانستان ته د ناامنۍ، جګړو او سیاسي محدودیتونو له امله د سیاحت لپاره نه‌ ورځي، یوه نړیواله ګرځندویي اداره «کوریو ټورز» هڅه کوي دا هېواد د نالیدلو ښکلاوو، ژور کلتور او تاریخي ارزښتونو له لارې نړۍ ته ور وپېژني.

د فرانسوي اژانس « فرانس ۲۴» د راپور له مخې، سایمن کاکېرېل، چې د «کوریو ټورز» نومې ګرځندویي ادارې مشر دی، له ۱۹۹۳ کال راهیسې په شمالي کوریا کې له نړیوالو سیلانیانو سره سفرونه تنظیموي. اوس دغه اداره د افغانستان په څېر هېوادونو ته هم سیلانیان بیايي، هغه ځایونه چې ډېر خلک یې د جګړو، ناامنۍ او سیاسي محدودیتونو له امله د سفر لپاره نه‌غوره کوي.

کاکېرېل ویلي: « خلک د نورماله ګرځندوی له تکرار څخه ستړي شوي او اوس غواړي نالیدلي، خاص او له کلیشیي لرې ځایونه وګوري.»

سایمن کاکېرېل زیاته کړې: «افغانستان ته د سفرونو تنظیمول، سره له دې چې له امنیتي اندېښنو ډک دي، خو د هغو کسانو لپاره ځانګړی ارزښت لري چې غواړي د تاریخ، کلتور او خلکو واقعي مخ وویني.»

د هغه په وینا، له بامیانه نیولې تر هراته، افغانستان یو داسې هېواد دی چې نه‌یوازې طبیعي ښکلا لري، بلکې د بشري تمدن اوږده کیسه پکې خوندي شوې ده.

د کوریو ټورز مشر وایي: « افغانستان دومره لرغونی او ژور کلتور لري چې نړۍ یې باید وویني، خو دا یوازې هغه وخت ممکن دی چې هلته یو روڼ، باثبات او د نړیوالو د باور وړ حکومت موجود وي. طالبانو دا باور له منځه وړي.»

طالبانو، د امنیت تر نامه لاندې، نه یوازې د بیان او فعالیت ازادي محدوده کړې، بلکې له بهرنیو سره شکمن چلند هم سیلانیان بې‌باوره کړي.

همداراز، د ښځینه سیلانیانو د سفر محدودیتونه، د هوټلونو نه‌وړتیا، د کلتوري ځایونو خوندیتوب نشتوالی، او د بهرنیانو لپاره د معلوماتو کمښت دا هېواد د سیاحت له نړیوال فرصت څخه محروم کړی.

هغه وايي: « موږ خلک نه تشویقوو چې خطر ومني، بلکې دا ښیو چې حتی په داسې هېوادونو کې هم، که په احترام، پوهه او سمه طرحه سفر وشي، نو بې‌ساري تجربې ترلاسه کېدلی شي."

په داسې حال کې چې ډېری سیلانیان اروپا، خلیج یا سوېلي اسیا ته سفرونه پلانوي، داسې ادارې شته چې خلک نورې نړۍ ته هم بیايي، هغه ځایونه چې ډېر لږ خلک پرې ګام ږدي. دا ډول سفرونه نه‌یوازې د هغو هېوادونو اقتصادي ملاتړ کوي، بلکې د خلکو ترمنځ د فرهنګي تفاهم لپاره هم لاره هواروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د افغان کډوالو د کړاوونو دوام؛ خو طالبان د تهران کوربتوب ستایي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۵۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې له کړاونو، نیونو او جبري ایستلو سره مخ دي، د طالبانو ویاند د تهران له لوري د څلورو لسیزو کوربتوب مننه کړې. د طالبانو دې ضد و نقیض دریځ پوښتنې راولاړې کړې دي.

د اسراییل او ایران تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته تهران د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کړې او پر مهال یې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له ويرې، سپکاوي او ناسم چلند سره مخ دي.

تازه د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ایران حکومت له خوا د تېرو څلورو لسیزو پر مهال د افغان کډوالو د کوربتوب مننه کړې.

دغه خبرپاڼه د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله اېکس پاڼه شریکه کړې او د ایران د کوربتوب قدرداني يې کړې.

طالبانو د افغان کډوالو جبرې ایستل د ایران حکومت پرېکړه ګڼلې او لیکلي يې دي: «په دې وروستیو کې د ایران حکومت د هغو افغان کډوالو د ایستلو تصمیم نیولی چې د اقامت قانوني اسناد نه لري، د ايراني مسوولينو خپله پرېکړه ګڼم.»

ملامحمد حسن اخوند له ایران څخه غوښتنه کړې، چې د ایستلو بهير دي په «تدريج، ابرومندۍ، ښه ګاونډيتوب او د کډوالو حقوقو د ساتلو په پام کې نیولو» سره مدیریت شي.

ملامحمد حسن اخوند له ایران څخه غوښتې: «زه پر ايراني مسوولينو غږ کوم چې د افغان کډوالو د اخراج پرمهال د هغوی د حقوقو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه ورکړي تر څو کډوال خپل منقول اموال وطن ته ولېږدولای شي.»

په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو، زورونو او شکنجو ويډيوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې نشر شوې، چې د فعالانو ګڼ غبرګونونه یې وپارول.

پر طالبانو نیوکه کېږي، چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په زور، سپکاوي او ناسم چلند ایستلو پر مهال له ډېپلوماسي کار اخلي او د کډوالو د ستونزو په پام کې نیولو پرته د خپلو اړیکو د ساتلو هڅه کوي.

نړیوالو بنسټونو او د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ هم په وار وار د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو غږ کړی، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي او دغه پروسه دي په ښه ډول مدیریت شي.

ټایمز اف انډیا: د هلمندۍ ماشومې نجلۍ ماشومتوب د نکاح قرباني شو

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱

په هلمند کې د یوې ۶ کلنې نجلۍ د یو ۴۵ کلن نارینه سره د نکاح کیسه، چې د پیسو په بدل کې ترسره شوې، نه یوازې افغانان، بلکې نړیوال یې هم اندېښمن کړي؛ دا پېښه د طالبانو تر واک لاندې د ماشومانو او ښځو له حقونو سره د غیرې انساني چلند بله ژوندۍ بیلګه ګڼل کېږي.

هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا په خپل تازه خبر کې ددغه هلمندۍ ماشومې موضوع راخیستې، په راپور کې راخلي چې یاد نارینه مخکې له دې دوه مېرمنې لري، دا کوچنۍ نجلۍ یې د دریمې ښځې په توګه نکاح کړې. د رسنیو د معلوماتو له مخې، د نجلۍ پلار د سختو مالي ستونزو له امله دا پرېکړه کړې ده.

د ټایمز اف انډیا په وینا، سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې چې دا نکاح د یوې معاملې په بڼه ترسره شوې ده.

په راپور کې راغلي، که څه هم د طالبانو چارواکو یاد مراسم درولي، خو د هغوی کړنلارې لا زیاتې اندېښنې راپورته کړي، د سرچینو په وینا، طالبانو د نکاح لغوه کولو یا د ښکېلو کسانو د نیولو پر ځای یوازې همدومره ویلي: « داسې وکړئ چې تر هغه وخته یې د خاوند کور ته مه راوړئ، ترڅو چې نهه کلنه شي».

دغه پرېکړه چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوه، د ماشومانو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه نوې پوښتنې راولاړې کړې دي. نړیوالو ټولنو، د بشري حقونو فعالینو، او ګڼو هېوادونو دا کړنه په سختو ټکو غندلې او دا یې د ماشومانو د حقونو ښکاره نقض بللی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو ودونه یو له پخوانیو اندېښنو څخه ده، خو دا پېښه چې یوه ډېره کوچنۍ ماشومه د یو څو ځله واده کړي نارینه سره د مالي فشار له امله "واده" کړل شوې – یو ځل بیا دا موضوع نړیوالو ته روښانه کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجلۍ ماشومتوب، د زده‌کړو او روحي، فزیکي ودې حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې تر جمهوري نظام ړنګېدو او طالبانو واک تر لاسه کولو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز، د کار مخنیوی، او د عامه ژوند څخه د ښځو ایستنه او دې تازه پېښې دا اندېښنې لا ژورې کړي چې د افغانستان تر ټولو زیانمن قشرونه ښځې او ماشومان هیڅ قانوني او انساني ملاتړ نه لري.

ټایمز اف انډیا زیاتوي، چې ځینې هېوادونه لا هم له طالبانو سره د رسمي اړیکو له نیولو انکار کوي، تر څو چې هغوی د ښځو حقونه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ تضمین نه کړي. خو دا پېښه ښيي چې دا ضمانتونه لا هم یوازې شعارونه دي، نه عملي اقدامات.

اسراییل وایي د ۶۰ ورځني اوربند پر مهال به د غزې دایمي اوربند لپاره خبرې وکړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتنياهو، د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییل چمتو دی د غزې په تړاو دایمي اوربند لپاره خبرې وکړي، خو یوازې په هغه صورت کې چې فلسطیني سیمه بې وسلې شي.

د اسراییل او حماس استازو د یکشنبې په ورځ په دوحه کې غیر مستقیمې خبرې پیل کړې، تر څو د روانې جګړې د لنډمهاله ودریدو په اړه موافقه وکړي. دغه جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې له خوا د حماس د حملې له امله پیل شوې وه.

د امریکا د منځني ختیځ ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف، وړاندیز کړی چې د ۶۰ ورځني اوربند په بدل کې باید له غزې څخه نیمایي بندیان خوشې شي، دغه خبره نتنياهو د چهارشنبې په ورځ کړې ده.

نتنياهو په واشنګټن کې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل:"د دې اوربند د پیل په سر کې به موږ د جګړې دایمي پای ته د رسېدو لپاره خبرې پیل کړو."
هغه زیاته کړه چې د اسراییل اساسي شرطونه دا دي چې "حماس خپل وسلې پرېږدي" او نور د "حکومتي او پوځي واکونو" مالک نه وي.

کرزی: ایران دې په اوسمهالي وضعیت کې د کډوالو د اېستلو پر بهیر بیا غور وکړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان او ایران ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې، د افغان کډوالو د جبري ایستلو د روانې پروسې د بیاکتنې غوښتنه کړې، او ټینګار یې کړی چې دا موضوع دې د دواړو هېوادونو د سترو مصالحو له زاویې وڅېړل شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) پر اېکس پاڼه د ایران څخه د کډوالو د جبري ایستلو په برخه کې د خلکو او سوداګرو لاسنیوي او همکارۍ مننه کړې.

نوموړي له هېوادوالو او پانګوالو غوښتنه کړې تر څو په دې برخه کې لا د کډوالو سره زياته همکاري وکړي.

هغه لیکلي: «د افغانستان او ایران ترمنځ د ګاونډیتوب، تاريخي او فرهنګي ګډو ځانګړونو ته په پام په اوسني وضعت کې د افغان کډوالو جبري ایستلو بهیر باید له سره وکتل شي؛ تر څو د دواړو هېوادونو سترو مصالحو ته زیان ونه رسيږي.»

نوموړي د کډوالو سره د میرویس عزيز خیريه بنسټ له خوا د یو میلیارد افغانیو د مرستې او سوداګرو د همکاريو مننه کړې.

یو ۱۸ کلن فرانسوي بایسکل‌چلوونکی په ایران کې د یو نامعلوم جرم په تور نیول شوی

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۱ GMT+۱

یو ۱۸ کلن ځوان، چې د فرانسې او جرمني دواړو تابعیت لري، له جون میاشتې راهیسې په ایران کې ورک و او اوس د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی د یو جرم په تور نیول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د نیول کېدو رسمي خبر یې د فرانسې سفارت ته استولی، خو د ځوان د تور په اړه یې نور جزییات نه‌دي وړاندې کړي.

یاد ځوان د ایران له لارې د سفر پر مهال ناڅاپه نادرک شوی و، چې وروسته یې د نیولو خبر ورکړل شو.

د فرانسې حکومت په دې اړه ویلي چې له ایراني چارواکو سره په تماس کې دی، خو له نورو څرګندونو یې ډډه کړې ده.