هغه پر ایکس خواله رسنۍ دا څرګندونې د هغو تاریخونو پر بنسټ کړي، چې پکې ګڼ افغان روڼ اندي، استادان، دیني عالمان، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، یواځې د دې لپاره وژل شوي، چې د اشغال، استخباراتي نفوذ، افراطیت، او ناافغانه اجنډاوو مخالف وو.
د ډاکټر فضلي په وینا، دا لړۍ لا له ۱۹۸۰مې لسیزې پیل شوې، چې پکې په پېښور ښار کې پوهاند بهاوالدین مجروح او ډاکټر نسیم لودین ووژل شول.
همداراز، د همدې لسیزې په ترڅ کې، جنرال کټوازی او ولي خان کړوخېل په ګډون ګڼ نور افغان فعالان ترور شول، او د ځینو جسدونه یې د ورسک بند ته وغورځول شول.
هغه زیاتوي، په ۱۹۹۰مې لسیزه کې بیا، دا تسلسل ننګرهار پوهنتون ته ورسېد، چیرې چې پوهاند بشریار او پوهاند حبیبي له خپلو کورونو څخه له ویستلو وروسته ووژل شول، او جسدونه یې د درونټې بند ته واچول شول.
د ډاکټر فضلي په وینا، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې، دا وژنې دومره پراخې شوې چې نه یواځې افغانستان، بلکې کوزه پښتونخوا، وزیرستان، کوټه، سوات، او نورې سیمې هم په کې راښکېلې شوې.
له وروستیو څخه په کابل کې « مولوي ریحان »، په هلمند کې « جنرال قهرمان »، په جلال اباد کې « مولوي عبدالظاهر حقاني »، په وزیرستان کې « عارف وزیر » او بیا تازه په پښتونخوا کې مفتي منیر شاکر او مولانا خانزیب د همدې تسلسل قربانیان دي.
فضلي وايي، د دې ټولو شهیدانو یو ګډ صفت دا و چې هغوی پرمختګپاله او ملتپاله افغانان وو، نه د کوم بهرني اشغالګر ملاتړي. خو مقابل لوری ( قاتلان )هم یو څرګند مشترک صفت لري: « دوی ټول هغه مذهبي افراطي عناصر دي چې د پاکستاني پوځ له خوا د استعماري موخو لپاره روزل شوي، او د ستراتیژیکو وسلو، فکري بمونو، او استخباراتي اجنډاوو د تطبیق وسیلې ګرځېدلي دي».
فضلي ټینګار کوي چې که موږ غواړو دا وژنې وغندو، او یا له دا ډول قتلونو څخه د راتلونکي لپاره د ځان او خپل ملت دفاع وکړو، باید پر یو اصولي حقیقت اتفاق وکړو.
نوموړی زیاتوي: «دا لړۍ د یوې تصادفي ناتراشې جګړې برخه نه، بلکې د یوې سنجول شوې پروژې نتیجه ده، او د دې پروژې بنسټايښودونکي، عملي کوونکي، روزونکي او لارویان باید ټول وپېژندل شي او وغندل شي».
هغه زیاته کړه چې دا موضوع یوازې د ژړا او ملامتۍ نه، بلکې د شعوري ویښتیا او تحلیل اړتیا لري، ځکه د افغان پرمختګپالو وژنه، یوازې د یو شخص له منځه وړل نه دي، بلکې دا د تفکر، هویت، او د ملت د راتلونکي له منځه وړل دي.