• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

المرصاد: د پاکستان په بلوچستان کې د داعش دوه مسوولین وژل شوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د طالبانو استخباراتو پورې اړوندې رسنۍ «المرصاد» خبر ورکړی، چې د پاکستان تر واک لاندې بلوچستان کې د داعش څانګې یو پاکستانی مسوول له خپل تاجکستاني ملګري سره وژل شوی دی. دغه رسنۍ زياته کړې، چې په پاکستان کې د داعش پاکستانی مسوول عاصم بلوچ نومېده.

المرصاد رسنۍ د شنبې په ورځ په یوه خبر کې ليکلي: «د عاصم بلوچ په نوم د داعش یو مسوول چې د بلوچستان د مستونګ سیمې اوسېدونکی و په خضدار کې د نامعلومو وسله والو په یوه برید کې له خپل یوه بهرني ملګري سره وژل شوی.»

المرصاد د خپلو سرچینو له قوله زیاته کړې، چې له عاصم سره وژل شوی تاجکستانی وګړی تازه د داعش لیکو ته جذب شوی و او له نوموړي سره یو ځای اوسېده.

دغې رسنۍ ادعا کړې، چې داعش په افغانستان کې د ځینو بریدونو لپاره له تاجکستاني وګړو استفاده کوله.

د دوی د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې د حسن په نوم د داعش یو بل مسوول هم په هدفي برید کې وژل شوی.

پاکستان په وار-وار ویلي، چې د نورو وسله والو ډلو ترڅنګ داعش وسله وال هم په افغانستان کې دي؛ خو دغه رسنۍ په پاکستان کې د همدې کسانو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، چې داعش له افغانستان څخه بهر فعال دي‌.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم تېره اوونۍ ویلي، چې په افغانستان کې یې د داعش ډله مهار کړې او دغه ډله د افغانستان بهر فعاله او تنظمېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن شنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې په کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې یوه مشر حسن د وژلو په اړه څو پوښتنې لیکلي او پاکستان ته یې د شک ګوته نیولې ده. هغه له دې پوښتنو سره یو ځای د حسن د وژل کېدو په اړه خبر هم خپور کړی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شريف د غزې د اوربند پر لور د پرمختګونو هرکلی وکړ

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير محمد شهباز شريف د غزې په جګړه کې د اوربند د رامنځته کېدو پر لور د روانو مثبتو پرمختګونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې پاکستان تل د فلسطين د خلکو تر څنګ ولاړ دی او دا ملاتړ به دوام لري.

د پاکستان حکومت د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د سولې د هڅو ملاتړ او د تاوتريخوالي د ختمېدو لپاره روان پرمختګونه د سيمې د ثبات لپاره مهم دي.

نوموړي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکيې، اردن، مصر او اندونيزيا د مشرانو له هڅو مننه وکړه چې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو په هڅو کې يې ونډه اخيستې ده.

شهباز شريف وويل، د حماس وروستی بيان د اوربند او د سولې د ټينګښت لپاره يوه نوې لاره پرانيزي چې بايد بيا له لاسه ور نه کړل شي.

ټرمپ د جمعه په ورځ (د تلې ۱۱مه) په تروت شوشیل ټولنیزې شبکې لیکلي و چې حماس تر یکشنبې د واشنګتن پر وخت د ماښام ۶ بجې وخت لري چې د سولې تړون ومني که داسې ونه شي، د حماس لپاره به سختې او پراخې پایلې ولري.

خو حماس له ټاکلي ضرب الاجل مخکې د سولې تړون ته غاړه کېښوده. حماس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د غزې لپاره د ټرمپ له وړاندیز شوې طرحې سره موافق دی او ټول برمته شوي اسراییلیان (مړه او ژوندي) به وسپارل شي.

حماس زیاته کړې، د ټرمپ په وړاندیز شوې طرحه کې د غزې د راتلونکې او د فلسطینیانو د حقوقو په تړاو راغلي مسایل د دوی له ملي دریځ سره مطابقت لري او په وینا یې باید د یوې فلسطینیي اجماع په چوکاټ کې پرې بحث وشي.

له هغې وروسته چې حماس د ټرمپ شل ماده‌ییز پلان ومانه، د فلسطین د خپلواک حکومت مشر محمود عباس وویل، نن په غزه کې د پخوا په پرتله ډېره ارامي راغلې ده. عباس هیله وښوده چې دا ارامي به د بشپړ اوربند لپاره لاره هواره کړي، خو زیاته یې کړه چې لا روښانه نه ده، دا اوربند به کله عملي شي.

خلیلزاد د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په اړه پاکستان ته د «شک ګوته» نیولې

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۱

خلیلزاد نن شنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه په کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې یوه مشر حسن د وژلو په اړه څو پوښتنې لیکلي او پاکستان ته یې د شک ګوته نیولې ده. هغه له دې پوښتنو سره یو ځای د حسن د وژل کېدو په اړه خبر هم خپور کړی دی.

د طالبانو پورې تړلې یوې ویب پاڼې المرصاد په راپور کې راغلي، چې د داعش خراسان ډلې مشر حسن د کراچۍ په ښار کې وژل شوی دی. خلیلزاد لیکي: «حسن څومره مهم و، په کراچۍ کې یې څه کار کاوه او چا وواژه؟»

هغه پر خپله اېکس پاڼه د حسن په اړه د المرصاد راپور شریک کړی او په تایید یې خپلې پوښتنې ورسره یو ځای کړي دي.

که څه هم خلیلزاد ښکاره پاکستان د داعش خراسان ډلې په ملاتړ نه دی تورن کړی، خو د المرصاد راپور او کنایه ډوله پوښتنو یې داسې ښکاري، چې هغه د پاکستان ملاتړ ته اشاره کوي.

المرصاد لیکلي، د حسن وژل په کراچۍ کې دا روښانه کوي، چې دا ښار د داعش خراسان ډلې لپاره د جذب، موقتي پټنځایونو او استخباراتي روزنې مرکز دی.

د پښتونخوا په پېښور ښار کې یو افغان امام په ډزو وژل شوی

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

په پښتونخوا کې د پولیسو سرچینو ویلي د جمعه په ورځ په پیښور ښار کې د رضا خان مریم زۍ جومات افغان امام د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

د پیښور پولیسو ویلي ادم خان، چې یو افغان امام او د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی، په موټرسایکل کور ته د ستنېدو پرمهال پرې برید شوې او پر ځای وژل شوی دی.

د ځایي چارواکو په وینا، پولیسو د پېښې له ځایه مهم شواهد راټول کړي او پلټنې یې پیل کړې دي.

مریمزي هغه سیمه ده، چې د پېښور په ښار کې موقعیت لري او ګڼ شمېر افغان کډوال پکې ژوند کوي.

پاکستان: د غزې د سولې لپاره د ټرمپ پلان د مسلمانو هېوادونو وړاندیز سره سمون نه لري

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ وویل چې هغه وړاندیزونه، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره اعلان کړي، د مسلمانو هېوادونو له خوا د ټرمپ لپاره وړاندې شوې مسودې سره سمون نه لري.

د ډار په وینا، دغو هېوادونو په سپټمبر میاشت کې ټرمپ ته وړاندیز کړی و چې اسراییل باید له غزې څخه بشپړ ووځي، خو د ټرمپ پلان یوازې د اسراییل جزوي شاتګ وړاندیز کوي ترڅو د فلسطیني حماس وسله‌والو له‌خوا نیول شوي پاتې یرغمل کسان خوشې شي.

ډار د پارلمان د غړو په وړاندې وویل: «ما څرګنده کړې چې دا ۲۰وړاندېزونه چې ټرمپ یاد کړي، زموږ له وړاندیز سره سمون نه لري، ځینې بدلونونه پکې شوي دي، په هغه مسوده کې چې موږ وړاندې کړې وه.»

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای لپاره ۲۰وړاندېزونه په ډاګه کړل، چې له مخې به یې ټول ژوندي او مړه یرغمل کسان د اوربند وروسته په ۷۲ ساعتونو کې خوشې شي.

دغه پلان د راتلونکي «نوې غزې» د بیا رغونې وړاندیز هم کوي.

په پلان کې یې ډېری جزییات د خبرو اترو لپاره پرېښي دي او د حماس د منلو پورې تړلي.

ډار وویل، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشرانو د غزې د وضعیت په اړه له ټرمپ سره لیدلي وو.

دغه هېوادونو له ټرمپ ژمنه ترلاسه کړې چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې الحاق ته به اجازه ورنه کړي.

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د سوداګرۍ لپاره نوې تګلاره تصویب کړه

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټې د پنجشنبې په ورځ یوه نوې مسوده منظوره کړه، چې له مخې به یې افغانستان، ایران او روسیې سره د مال پر مال سوداګرۍ تګلاره بدله او اصلاح شي.

په دې غونډه کې چې د ماليې او عوایدو فدرالي وزیر محمد اورنګزیب یې مشري کوله، د سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ موجوده چوکاټ ته بدلون ورکړل شي، څو سوداګریزې اړیکې لا اسانه او عملي شي.

له دې پرکړې وروسته به د افغانستان، پاکستان، ایران او روسیه د پیسو پر ځای سوداګري د توکو په تبادله تر سره کیږي.

دغې پرېکړې ته د پاکستان اقتصادي کارپوهان د پام وړ ارزښت ورکوي. د دوی په باور، د مال پر مال سوداګري به د یادو هېوادونو ترمنځ د هغو ستونزو هوارولو کې مرسته وکړي، چې د بانکي محدودیتونو او د پیسو د لېږد د ستونزو له امله رامنځته شوي دي.