• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان: د غزې د سولې لپاره د ټرمپ پلان د مسلمانو هېوادونو وړاندیز سره سمون نه لري

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ وویل چې هغه وړاندیزونه، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره اعلان کړي، د مسلمانو هېوادونو له خوا د ټرمپ لپاره وړاندې شوې مسودې سره سمون نه لري.

د ډار په وینا، دغو هېوادونو په سپټمبر میاشت کې ټرمپ ته وړاندیز کړی و چې اسراییل باید له غزې څخه بشپړ ووځي، خو د ټرمپ پلان یوازې د اسراییل جزوي شاتګ وړاندیز کوي ترڅو د فلسطیني حماس وسله‌والو له‌خوا نیول شوي پاتې یرغمل کسان خوشې شي.

ډار د پارلمان د غړو په وړاندې وویل: «ما څرګنده کړې چې دا ۲۰وړاندېزونه چې ټرمپ یاد کړي، زموږ له وړاندیز سره سمون نه لري، ځینې بدلونونه پکې شوي دي، په هغه مسوده کې چې موږ وړاندې کړې وه.»

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای لپاره ۲۰وړاندېزونه په ډاګه کړل، چې له مخې به یې ټول ژوندي او مړه یرغمل کسان د اوربند وروسته په ۷۲ ساعتونو کې خوشې شي.

دغه پلان د راتلونکي «نوې غزې» د بیا رغونې وړاندیز هم کوي.

په پلان کې یې ډېری جزییات د خبرو اترو لپاره پرېښي دي او د حماس د منلو پورې تړلي.

ډار وویل، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشرانو د غزې د وضعیت په اړه له ټرمپ سره لیدلي وو.

دغه هېوادونو له ټرمپ ژمنه ترلاسه کړې چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې الحاق ته به اجازه ورنه کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د سوداګرۍ لپاره نوې تګلاره تصویب کړه

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټې د پنجشنبې په ورځ یوه نوې مسوده منظوره کړه، چې له مخې به یې افغانستان، ایران او روسیې سره د مال پر مال سوداګرۍ تګلاره بدله او اصلاح شي.

په دې غونډه کې چې د ماليې او عوایدو فدرالي وزیر محمد اورنګزیب یې مشري کوله، د سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ موجوده چوکاټ ته بدلون ورکړل شي، څو سوداګریزې اړیکې لا اسانه او عملي شي.

له دې پرکړې وروسته به د افغانستان، پاکستان، ایران او روسیه د پیسو پر ځای سوداګري د توکو په تبادله تر سره کیږي.

دغې پرېکړې ته د پاکستان اقتصادي کارپوهان د پام وړ ارزښت ورکوي. د دوی په باور، د مال پر مال سوداګري به د یادو هېوادونو ترمنځ د هغو ستونزو هوارولو کې مرسته وکړي، چې د بانکي محدودیتونو او د پیسو د لېږد د ستونزو له امله رامنځته شوي دي.

افغان کډوال: د پاکستان حکومت مو په پرله‌پسې توګه د ویزو غوښتنلیکونه ردوي

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۸ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې یوشمېر افغانان شکایت کوي، چې له کوم دلیل پرته یې د پاکستان حکومت په پرله‌پسې ډول د ویزو غوښتنلیکونه ردوي. دوی له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، چې په وروستیو میاشتو کې یې په وار، وار د ویزو غوښتنه کړې؛ خو له اوږد انتظار وروسته یې د ویزو غوښتنه رد شوې ده.

صفي الله چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي وايي، څلور میاشتې وړاندې یې د ویزې موده ختمه شوې؛ خو لاهم نه‌دی بریالی شوی، چې د خپلې ویزې موده وغځوي.

نوموړی وايي، تېره ورځ یې د درېیم ځل لپاره د خپلې ویزې د رد ایمېل ترلاسه کړ او په ایمېل کې د ویزې د ردېدو لامل په اړه ورته هېڅ نه و ویل شوي.

هغه وایي:« له ډېرو هڅو سره، سره بیاهم دوی ویزې نه راکوي. موږ دلته له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ یو. په کوم ښارګوټي کې چې اوسېږو، دلته نور افغانان هم شته. پولیس پوهېږي، چې موږ ویزې نه‌لرو؛ نو وخت ناوخت راځي او ډېر مو ځوروي.»

په پاکستان کې د مېشتو یو شمېر افغانانو په خبره؛ ډېری ردېدونکې ویزې روغتیایي او سیاحتي وې. په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشته بله افغان کډواله ثریا هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، چې روغتیایي ویزه یې له کوم دلیل پرته رد شوې ده.

هغه وایي: «د ویزو لپاره درخواست ورکوو او دوی یې له کوم دلیل پرته ردوي. په هرځل موږ شاوخوا د درېیو کسانو لپاره ۲۵ زره کلدارې ورکوو؛ خو اوس مو پریکړه کړې، چې نور غوښتنلیک نه جمع کوو؛ ځکه هسې پیسې پرې ځي.»

تر دې وړاندې په اسلام‌اباد کې د افغانانو شورا هم ویلي و، چې په دې وروستیو کې د ډېرو افغانانو ویزې ردېږي.

د پاکستان حکومت شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ په بشپړه ډول ودروله، چې دې مسلې په پاکستان کې مېشت افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

په اسلام‌اباد کې مېشت افغانان وايي، پولیس په دومداره توګه په هغو ښارګوټو کې چې تر ډېره افغانان په‌کې اوسېږي چاپې وهي او په بېلابېلو پلمو یې ځوروي.

دوی وايي، که څه هم د ویزو د تمدید لپاره یې ټولې قانوني لارې ازمایلې دي؛ خو بیا هم دغه ستونزه نه‌ده حل شوې او پاکستاني پولیسو ته د افغانانو د ځور او کړاو ښه پلمه په لاس ورغلې ده. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د راپورونو پربنسټ؛ څه باندې نیم مېلیون افغانان په ویزو پاکستان ته تللي دي.

پاکستاني طالبان: پوځ د کشمیر د خپلواکۍ حق هېڅکله نه دی منلی

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۸ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک په ازاد کشمير کې پر لاریونوالو د پاکستان پوځ له خوا برید «ظالمانه» بللی او ویلي یې دي: «د پاکستان پوځ کشمیر ازاد یادوي خو هیڅکله یې خپلواکې نه ده ورکړې.» دوی له کشميري ولس څخه غوښتي، چې د پاکستان د واکمنو پر تشو ژمنو ونه غولیږي.

د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي»د پنجشنبه په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «ازاد کشمېر د طبیعي سرچینو، سیندونو او برېښنا له پروژو پاکستان ګټه اخلي خو ځايي خلکو ته هیڅ ګټه نه رسيږي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستاني چارواکي د عامو کشمیریانو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک ویلي، چې د پاکستان واکمن د کشمیریانو د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې نه کوي او یوازې یې د اسلام اباد د ګټو لپاره استفاده کوي.

دوی د کشمیر له خلکو غوښتي، چې «د پاکستان د واکمنو په وړاندې راويښ شي او د هغوی پر تشو ژمنو ونه غوليږي.»

دغه وسله والې ډلې د پاکستان له ټولو خلکو په ټينګار غوښتنه کړې، چې د کشمیریانو د حق غوښتلو ملاتړ وکړي او د لاریونوالو تر څنګ ودریږي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې له تاوتریخوالي څخه په ډکو لاریونونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي.

د کشمیر د مدني حقونو د ډلو ایتلاف مشر ویلي چې مظاهره‌چیان د سیمه‌ییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.

د اسلام‌اباد دوو امنیتي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تر اوسه درې پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي. د دوی په وینا، د مظاهره‌چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې د دوشنبې له ورځې راهیسې نه دي کمرنګه شوې.

پاکستان د افغان محصلانو لپاره د بورسونو د غوښتنلیک وخت غځولی

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د انټرنېټ د څو ورځني بندیز له امله د افغان محصلانو لپاره د «علامه محمد اقبال» تحصیلي بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د تلې تر ۱۸مې نېټې غځول شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پنجشنبې په ورځ (د تلې لسمه) پر اېکس پاڼې لیکلي چې د دغو بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د روان کال د تلې له ۸مې څخه د تلې ۱۸مې نېټې ته وغځېده.

د اقبال بورسونو پروګرام د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون تر نظارت لاندې ترسره کېږي او له ۱۳۸۸ کال راهیسې یې زرګونو افغان زده‌کوونکو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه بورسونه د زده‌کړو ټول لګښتونه، استوګنځای، د ژوند او یوه ځل سفر لګښت پوښي. د دې پروګرام په درېیم پړاو کې چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې پیل شوی، پلان دی چې په درې کلونو کې ۴۵۰۰ بورسونه افغان زده کوونکو ته ورکړل شي.

منل شوي افغان زده‌کوونکي به په پاکستان کې په معتبرو دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړه وکړي. د زده کړې د دورې اوږدوالی د څانګې له مخې توپیر لري؛ د لیسانس دوره معمولا څلور کاله، طب پنځه کاله، ماسټري دوه کاله او دوکتورا لږ تر لږه درې کاله وخت نیسي.

د ټي‌ټي‌پي په سر ناندرۍ؛ افغان طالبانو د اسلام‌اباد امنیتي اندېښنې لا هم ختمې نه‌کړې

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۹ GMT+۱

په کویټې کې تر ځانمرګي برید وروسته پاکستان یو ځل بیا د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سم افغان طالبان تورن کړي، چې «ټي‌ټي‌پي» ته یې په خپله خاوره کې پناه ځایونه ورکړي. پاکستان د‌ پوځي عملیاتو تر څنګ د افغان کډوالو د اېستلو په څېر سختو انتخابونو سره مخ دی.

الجزیرې شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې د سپټمبر په ۱۳مه هغه مهال چې د‌ پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د خېبر پښتونخوا‌‌ په بنو کې تر یوه خونړي برید وروسته روغتون ته لاړ؛ نو څېره کې یې د غوسې نښې له ورایه ښکارېدې. په همدې ورځ لږ تر لږه ۱۹پاکستاني عسکر د «ټي‌ټي‌پي» په بریدونو کې وژل شوي وو.

شهباز شریف د پاکستان د‌‌ پوځ مشر عاصم منیر په حضور کې طالبانو ته په خطاب وویل: «زما پېغام افغانستان ته روښانه دی؛ یا د پاکستان سره د رښتینولۍ او ښه نیت لاره غوره کړئ او که د ترهګرو خوا ونیسئ، موږ به د افغانستان له اوسني حکومت سره هېڅ ډول اړیکې ونه ساتو».

خو تاوتریخوالي دوام وکړ. درې ورځې وروسته په بلوچستان کې یوې بمي چاودنې پنځه نور پوځیان ووژل. د سپټمبر په ۳۰مه په کویټه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۰ کسه ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې؛ یوازې د اګسټ په میاشت کې ۱۴۳ بریدونه ثبت شوي، دغه شمېره د تېرو لسو کلونو تر ټولو وژونکې هغه ده. دغه بنسټ ویلي، د جولای پرتله تاوتریخوالی ۷۴ سلنه ډېر شوی.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې هم له ۲۵۰۰ ډېر کسان د تاوتریخوالي ښکار شول، چې دا پاکستان ته په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړی کال و. شهباز شریف په ښکاره د افغانستان طالبان ګرم وبلل: «ترهګر له افغانستان نه راځي او د پاکستان طالبانو تحریک سره یو ځای زموږ سرتېري او ولسي خلک وژني».

افغان طالبان دغه تورونه بې‌بنسټه ګڼي

افغان طالبانو دغه تورونه په وار، وار رد کړي او اسلام‌اباد یې په امنیتي ناکامۍ تورن کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروستی ځل په دې تړاو وویل: «پاکستان باید د دغه بریدونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي او استخباراتي معلومات له موږ سره شریک کړي».

خو شنونکي په دې باور دي، چې افغان طالبان د «ټي‌ټي‌پي» د مهار لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نه‌لري. د خراسان ډایري په نوم د یوې رسنۍ بنسټګر افتخار فردوس وایي: «له افغان طالبانو څخه د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې د اقدام هېڅ عملي اراده نه لیدل کېږي او ښايي هېڅ کوم ګام هم پورته نه‌کړي. د پاکستان دا ستره تېروتنه وه، چې افغان طالبانو پورې یې هیلې تړلې وې».

ترینګلې ډېپلوماټیکې اړیکې

پاکستان په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو له لویو ملاتړو ګڼل کېده؛ خو کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل، مناسبات یې بدل شول. الجزیزه خپل راپور کې لیکي، اوس طالبان کله نا کله د هند پر لور تمایل ښکاره کوي او په ورته وخت کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو هم پر پاکستان بریدونو ته زور ورکړی.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان لوړ پوړو پلاويو کابل ته سفرونه وکړل او له افغانستان او چین سره یې درې اړخیزې غونډې جوړې کړې؛ خو دغه هڅې بې‌پایلې وې. شنونکي باور لري، چې افغان طالبان د اېډیالوژیکو او تاریخي لاملونو له کبله حاضر نه‌دي، چې په مستقیم ډول د پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد اقدام وکړي.

د پاکستان امنیتي ننګوونې

د پاکستاني طالبانو تحریک چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شو، اوس د پرمختللو وسایلو لکه د شپې لید لیزري ټوپکې او ډرونونو څخه ګټه اخلي؛ دا هغه وسایل دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او اوس د دوی لاسونو ته ورغلي.

په قبایلي سیمو کې تر لسیزو جګړو او پوځي عملیاتو وروسته د خلکو او دولت پر وړاندې بې‌باوري زیاته شوې. څېړونکي وايي، همدا نارضایتۍ د «ټي‌ټي‌پي» د بیا راپورته کېدو زمینه برابره کړې او د دغې ډلې روایت یې د «پښتنو پر وړاندې د بې‌عدالتۍ» پر محور لا پیاوړی کړی.

د اسلام‌اباد سخت دریځه سیاستونه

پاکستان د هوايي بریدونو تر څنګ، د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې؛ هغه اقدام چې له کابل سره یې ترینګلتیا زیاته کړې او انساني وضعیت یې نور هم کړکېچن کړی. پر پکتیکا د پاکستان د جېټ الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶کسان ووژل شول، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دغه سیاستونو دوام ښایي د پاکستان ضد ډلو ملاتړ ډېر کړي. په سویډن کې مېشت د امنیتي چارو څېړونکي عبدالسعید په خبره: «سرحدي بریدونه یا نور تنبیهي اقدامات به ښایي په پاکستان کې د بغاوت ګواښ نور هم زیات کړي».

شنونکي پر دې باور دي، چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ ستونزه یوازې د «ټي‌ټي‌پي» موضوع نه؛ بلکې ریښه یې په تاریخي مسایلو کې نغښتې ده.