الجزیرې شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې د سپټمبر په ۱۳مه هغه مهال چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د خېبر پښتونخوا په بنو کې تر یوه خونړي برید وروسته روغتون ته لاړ؛ نو څېره کې یې د غوسې نښې له ورایه ښکارېدې. په همدې ورځ لږ تر لږه ۱۹پاکستاني عسکر د «ټيټيپي» په بریدونو کې وژل شوي وو.
شهباز شریف د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په حضور کې طالبانو ته په خطاب وویل: «زما پېغام افغانستان ته روښانه دی؛ یا د پاکستان سره د رښتینولۍ او ښه نیت لاره غوره کړئ او که د ترهګرو خوا ونیسئ، موږ به د افغانستان له اوسني حکومت سره هېڅ ډول اړیکې ونه ساتو».
خو تاوتریخوالي دوام وکړ. درې ورځې وروسته په بلوچستان کې یوې بمي چاودنې پنځه نور پوځیان ووژل. د سپټمبر په ۳۰مه په کویټه کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۰ کسه ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.
د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انسټیټیوټ (PICSS) د راپور له مخې؛ یوازې د اګسټ په میاشت کې ۱۴۳ بریدونه ثبت شوي، دغه شمېره د تېرو لسو کلونو تر ټولو وژونکې هغه ده. دغه بنسټ ویلي، د جولای پرتله تاوتریخوالی ۷۴ سلنه ډېر شوی.
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې هم له ۲۵۰۰ ډېر کسان د تاوتریخوالي ښکار شول، چې دا پاکستان ته په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو خونړی کال و. شهباز شریف په ښکاره د افغانستان طالبان ګرم وبلل: «ترهګر له افغانستان نه راځي او د پاکستان طالبانو تحریک سره یو ځای زموږ سرتېري او ولسي خلک وژني».
افغان طالبان دغه تورونه بېبنسټه ګڼي
افغان طالبانو دغه تورونه په وار، وار رد کړي او اسلاماباد یې په امنیتي ناکامۍ تورن کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروستی ځل په دې تړاو وویل: «پاکستان باید د دغه بریدونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي او استخباراتي معلومات له موږ سره شریک کړي».
خو شنونکي په دې باور دي، چې افغان طالبان د «ټيټيپي» د مهار لپاره هېڅ ډول ژمنتیا نهلري. د خراسان ډایري په نوم د یوې رسنۍ بنسټګر افتخار فردوس وایي: «له افغان طالبانو څخه د ټيټيپي پر وړاندې د اقدام هېڅ عملي اراده نه لیدل کېږي او ښايي هېڅ کوم ګام هم پورته نهکړي. د پاکستان دا ستره تېروتنه وه، چې افغان طالبانو پورې یې هیلې تړلې وې».
ترینګلې ډېپلوماټیکې اړیکې
پاکستان په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو له لویو ملاتړو ګڼل کېده؛ خو کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل، مناسبات یې بدل شول. الجزیزه خپل راپور کې لیکي، اوس طالبان کله نا کله د هند پر لور تمایل ښکاره کوي او په ورته وخت کې د ټيټيپي وسلهوالو هم پر پاکستان بریدونو ته زور ورکړی.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان لوړ پوړو پلاويو کابل ته سفرونه وکړل او له افغانستان او چین سره یې درې اړخیزې غونډې جوړې کړې؛ خو دغه هڅې بېپایلې وې. شنونکي باور لري، چې افغان طالبان د اېډیالوژیکو او تاریخي لاملونو له کبله حاضر نهدي، چې په مستقیم ډول د پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد اقدام وکړي.
د پاکستان امنیتي ننګوونې
د پاکستاني طالبانو تحریک چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شو، اوس د پرمختللو وسایلو لکه د شپې لید لیزري ټوپکې او ډرونونو څخه ګټه اخلي؛ دا هغه وسایل دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او اوس د دوی لاسونو ته ورغلي.
په قبایلي سیمو کې تر لسیزو جګړو او پوځي عملیاتو وروسته د خلکو او دولت پر وړاندې بېباوري زیاته شوې. څېړونکي وايي، همدا نارضایتۍ د «ټيټيپي» د بیا راپورته کېدو زمینه برابره کړې او د دغې ډلې روایت یې د «پښتنو پر وړاندې د بېعدالتۍ» پر محور لا پیاوړی کړی.
د اسلاماباد سخت دریځه سیاستونه
پاکستان د هوايي بریدونو تر څنګ، د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې؛ هغه اقدام چې له کابل سره یې ترینګلتیا زیاته کړې او انساني وضعیت یې نور هم کړکېچن کړی. پر پکتیکا د پاکستان د جېټ الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶کسان ووژل شول، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دغه سیاستونو دوام ښایي د پاکستان ضد ډلو ملاتړ ډېر کړي. په سویډن کې مېشت د امنیتي چارو څېړونکي عبدالسعید په خبره: «سرحدي بریدونه یا نور تنبیهي اقدامات به ښایي په پاکستان کې د بغاوت ګواښ نور هم زیات کړي».
شنونکي پر دې باور دي، چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ ستونزه یوازې د «ټيټيپي» موضوع نه؛ بلکې ریښه یې په تاریخي مسایلو کې نغښتې ده.