• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عدم تشدد نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان: د جګړو له کبله مو ارمانونه نیمګړي پاتې دي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

په‌داسې حال کې چې (د اکټوبر ۲مه نېټه) هر کال په نړۍ کې د عدم تشدد نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي یوشمېر افغانان وايي، د تاوتریخوالي او جګړو له کبله یې ډېری ارمانونه نیمګړي پاتې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی شبیر وايي، که څه هم په وروستیو څو کلونو کې افغانستان له نسبي امن څخه برخمن دی؛ خو ګڼ نور داسې لاملونه پرخپل ځای دي چې دغه ټیکاو ګواښي.

نوموړی ټینګار کوي، چې په افغانستان کې باید په بنسټیزه توګه د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو لپاره پر هغو عواملو فکر وشي چې افغانان تاوتریخوالی ته اړ باسي.

ملګرو ملتونو د مهاتما ګاندي د زوکړې ورځ (د اکټوبر ۲مه) د نه تاوتریخوالي ورځې په توګه ځانګړې کړې ده. ملګري ملتونه وايي، د دغه ورځې د نمانځنې موخه په نړۍ کې د هر ډول بدلون لپاره د مبارزې د یوې داسې کړنلارې د دودولو هڅه ده چې په‌کې انسانان له زیان او ویجاړۍ پرته خپلو موخو ته ورسېږي.

د هند د مهاتما ګاندي او پښتون مبارز باچا خان یا خان عبدالغفار خان په نړۍ کې د عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي د لارې او فلسفې مخکښان دي. یادو مشرانو چې په دغه لار کې یې ګڼې قربانۍ ورکړې دي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ لارویان لري.

مهاتما ګاندي او خان عبدالغفار خان په دې باور وو، چې عدم تشدد یا نه تاوتریخوالی د نړۍ تر ټولو ښه او پیاوړی ځواک دی چې انسانان یې لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

متحده عربي اماراتو ننګرهار کې د خرما بڼونو د پراخېدو ژمنه کړې

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۱

ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند سره د لیدنې پر مهال افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سرې میاشتې رییس حمودالعفاري ژمنه کړې، چې دغه ولایت کې به د خرما بڼونو په پراختیا کې مرسته وکړي.

د طالبانو د ځايي رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ننګرهار کې د خرما په بڼونو کې «۳۷۰۰ونې» شپږ ډوله حاصل ورکوي او سږ کال به یې ۹زره نیالګي هم د پراختیا په موخه نورو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د طالبانو ځايي چارواکو د متحده عربي اماراتو دغه چارواکي سره په ګده د زیتونو تېلو له تولیدي فابریکې هم لیدنه کړې او ترې یې غوښتي، چې د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې ورسره لازمې مرستې وکړي.

د ننګرهار کانال د خرما بڼونو مدیر عبدالقیوم اطرافي ویلي، چې دوی د بوټو پاللو او ثمر ته رسېدو لپاره یو شمېر تخنیکي وسایلو او روزنیزو پروګرامونو ته هم اړتیا لري.

د حمود العفاري له قوله په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «زموږ د پلرونو او نیکونو په وختونو کې ښه تولید همدا خرما وه، چې د اقتصادي او روغتیایي ګټو په برخه کې یې لازمه مرسته کوله». د نوموړي په حواله ویل شوي، چې په متحده عربي اماراتو کې به شرکتونه او ادارې په افغانستان کې د خرما بڼوالۍ د ودې په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي.

ننګرهار د هوا له کبله د خرما حاصلاتو لپاره د ښه جغرافیې لرونکی ولایت بلل کېږي او په تېرو کلونو کې د خرما بڼونو په‌کې ښه پایله هم ورکړې ده. د ځايي کاروباریانو په وینا، که په دغه ولایت کې د خرما بڼونو ته ځانګړې پاملرنه وشي؛ نو د هېواد د خرما اړتیا به پوره کړي او همدا راز به یې بهر ته هم حاصلات صادر شي.

بې‌پولې ډاکټران: امریکایي ځواکونو لس کاله وړاندې په همدې ورځ کندوز کې یو روغتون بمبار کړ

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د بې‌پولې ډاکټرانو نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې لس کاله وړاندې (د اکټوبر په ۲مه نېټه) په همدې ورځ امریکایي ځواکونو په کندوز ولایت کې د دوی یو روغتون بمبار کړ. په دغه پېښه کې د ناروغانو، ډاکټرانو او روغتیاپالو په ګډون نږدې ۴۲کسان وژل شوي وو.

یاد سازمان دغه پېښه په سختو ټکو غندلې او دا یې پر روغتیایي سکتور برید بللی دی. دغه سازمان وایي، یاد برید یو ساعت دوام وکړ چې په کې د روغتون بېړنۍ څانګه، د جدي مراقبت خونې او د عملیاتو خونې د امریکايي ځواکونو له لوري بمبار شوې.

د بې‌پولې ډاکټرانو د معلوماتو له مخې؛ دغه برید کې ۲۴ناروغان او ۱۴روغتیایي کارکوونکي وژل شوي وو. دغه سازمان د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې «ځینې ناروغان په خپلو بسترو کې په اور وسوځېدل او یو شمېر نور د تېښې پر مهال په نښه شول».

د بې‌پولې ډاکټرانو په وینا؛ د دغه روغتون کره موقعیت یې د امریکا دفاع وزارت او هغه مهال د افغانستان جمهوري نظام له چارواکو سره شریک کړی و؛ خو لا تر اوسه پورې د دغه پېښې په تړاو هېڅ ډول بې‌پرې او خپلواکې څېړنې نه‌دي شوې.

د راپور له مخې؛ د کندوز روغتون په ۲۰۱۱کال کې د شمال یوازینی روغتون و، چې د ټپیانو درملنه په‌کې کېده او د جګړو د قربانیانو لپاره یې ۱۵۰بسترونه لاره.

ډاکتر عصمت‌الله عصمت له دغه برید ژوند وتلی. هغه وایي: «موږ ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو ته خدمت کاوه. هېڅ ډول قومي جوړښت او سیاسي نظریه مو نظر کې نه نیوله».

تر برید وروسته دغه مرکز په بشپړه توګه له‌منځه لاړ او زرګونه ټپیان له بېړنیو خدمتونو بې‌برخې شول. د جراحي عملیاتو یو متخصص ډاکټر سید حامد هاشمي هم له دغه مرګونې پېښې ژوندی پاتې شوی. هغه د برید شېبه داسې انځوروي: «دېوالونه سوځېدلي وو، چت سوری شوی و او د جراحۍ وسایل د اوسپنې په ټوټو بدل شوي وو. داسې ښکارېده لکه وخت چې په همدې شپه کې ولاړ وي».

د بې‌پولې ډاکټرانو په ۲۰۱۸کال کې د دغه روغتون د بېرته رغېدو چارې پیل کړې او لنډمهاله خدمتونه یې پیل کړل. دوی وایي، په ۲۰۲۱کال کې یې نوی مرکز پرانیست او اوس د ۷۹بسترونو په لرلو سره فعال دی.

کندوز کې د بې‌پولې ډاکټرانو همغږی کوونکی امیل بوایل وایي: «نننی کندوز له ۲۰۱۵کال سره توپير لري، اوس د زخمونو بڼه تر پخوا بدله شوې ده. موږ هر چا ته د طبي اړتیاوو پر بنسټ روغتیایي خدمتونه وړاندې کوو او هېڅ ډول توپیر په‌کې نه کوو». 

دغه سازمان د خپل راپور په پای کې لیکلي، چې د کندوز دغه خونړۍ پېښه اوس هم د افغانانو په ذهنونو کې ده او د جګړو پر مهال د روغتیایي مرکزونو د نازک حالت ښکارندویي کوي.

بلوچستان کې پاکستاني ځواکونو د ۲۱وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، د بلوچستان ایالت په کویټې، شېراني او کیچ ولسوالیو کې یې د بېلابېلو پوځي عملیاتو پر مهال ۲۱ وسله‌وال وژلي او څلور کسان یې نیولي دي. ویل شوي، چې نیول شویو وسله‌والو د ښځو جامو کې د تېښتې هڅه کوله.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له مخې؛ د یو لړ استخباراتي عملیاتو پر مهال یې د بلوچستان ایالت د کویټې ښار په اغبرګ سیمه کې څو ساعته عملیات کړي دي. د چارواکو په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال پرې وسله‌والو ډزې کړې او نښته هم رامنځته شوې ده. دغه نښتې یو ساعت دوام کړی او د پاکستان امنیتي ادارو ادعا کړې، چې د نښتې پر مهال یې ۱۰وسله‌وال وژلي دي.

همدا راز په دغه عملیاتو کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو ۲عسکر هم ټپیان شوي دي. د یاد هېواد د ترهګرۍ ضد ادارې د ویاند په وینا؛ له جګړې وروسته د وسلو، مهماتو، چاودېدونکو توکو او نورو وسایلو ستره زېرمه هم ترلاسه شوې ده. د وژل شویو کسانو هویت لا نه‌دی څرګند شوی او پلټنې روانې دي.

همدا راز ادعا شوې، چې د بلوچستان د شیراني سیمې په مغل کوټ کې هم ورته عملیات شوي چې په پایله کې یې ۸ وسله‌والو د وژل کېدو یادونه شوې. دغه اداره وایي، د یادو عملیاتو پر مهال هم د پرمختللو وسلو او پوځي تجهیزاتو یوه زېرمه پاکستاني ځواکونو موندلې ده.

د‌ پاکستان پوځ د رسنیو څانګې (ISPR) په ورته مهال د اکټوبر په لومړۍ نېټه د کویټې او کیچ په سیمو کې د «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو» پر ضد هم د عملیاتو خبر ورکړی او په کې یې د درېیو وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې. همدا راز د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې د څو تنه‌ وسله‌والو د ژوندي نیول کېدو یادونه هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې ورځ تر بلې نا امنۍ ډېرېدونکې دي او په دې وروستیو کې پر پوځیانو خونړي ځانمرګي او وسله‌وال بریدونه هم شوي دي. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې دغه بریدونه پرې د «ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون پالو» له لوري‌ د افغانستان له خاورې پلانېږي او هلته افغان طالبانو د دوی ضد دغه وسله‌والو ته پناه ځایونو ورکړي؛ خو پر کابل واکمن بیا د پاکستان ادعا نه یوازې دا چې ردوي، بلکې دا یې داخلي امنیتي ناکامي بولي.

۴۸ساعته انټرنېتي تیاره؛ «احساس مو کاوه، چې څو پېړۍ شاته ګرځېدلي یو»

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۱

د چهارشنبې په ماښام یو ځل بیا د کابل تشې کوڅې له خلکو ډکې شوې او په ناببره توګه یو ځل بیا د خلکو موبایلونه د اړیکو پر مخ روښانه شول، چې له دې سره اړیکې هم ټینګې شوې. دا د طالبانو تر ۴۸ساعته بندیز وروسته د خلکو لپاره د اوږدې ساه اخیستلو شېبه وه.

خلکو موبایلونه غوږونو ته پورته کړل، چا په لاسونو کې نیولي وو او کوڅو ته راووتل. ډېرو د خپلو خپلوانو، ملګرو او ان بهر کې د کورنیو غړو سره حال احوال کاوه چې تېر ۴۸ساعتونه یې له دې بندیزونو سره څنګه تېر شول.

ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې تېر ماښام خلکو د انټرنېټ فعالېدو له امله د کابل په کوڅو کې «یو بل ته مبارکۍ ورکولې». ځینو ته دا شېبې لکه اختر یا د خوښۍ لوی مراسم داسې وې.

د انټرنېټ له بندیز ختمېدو سره یو ځل بیا په خلکو کې احساسات را ژوندي شول، رسټورانټونو ته لاړل او ملګري سره جوپې، جوپې راټول شول او د انټرنېټي بندیز پر مهال یې د خپلو کړاوونو کیسې سره وکړې.

ګارډین د سهراب احمد په نوم د یو ۲۴کلن ځوان چې کابل کې د ډیلیورۍ یا هم د لېږد خدمتونه ترسره کوي لیکلي، چې دوه ورځې په بشپړه توګه وزګار ناست و. هغه وایي، له خلکو سره د اړیکو لپاره یې کاروونکي اپلکېشنونه ټول له کاره لوېدلي وو. اوس د رسټورانټونو مخې ته د ډیلیورۍ لپاره د موټرسایکلونو کتارونه بېرته جوړ شوي، چې جوس او خوراکي توکي خلکو ته یوسي.

د طالبانو له سختو بندیزونو سره، سره تر دې بندیز وروسته ښځې هم په کوڅو کې راښکاره شوې. ګارډین د یوې نجلۍ له قوله چې نوم یې د امنیتي اندېښنو له کبله نه‌دی ذکر شوی لیکلي: «زه دا حالت نه شم بیانولای، چې څومره د ارام ساه مې واخیسته. انلاین زده‌کړې کوم او له خیره بېرته دا دی پیل شوې».

هم‌مهاله ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ملاهبت الله له لوري د انټرنېټي بندیز پرېکړې د افغانستان اقتصادي ثبات ګواښلی او روان بشري ناورین یې لا پسې پراخ کړی دی. طالبانو د دغه بندیز په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کړې دي.

دغه انټرنېټي پرېکون وروسته له هغې رامنځته شو، چې طالبانو د «غېراخلاقي پاڼو» د شته‌والي یادونه وکړه او دا یې د انټرنېټ د بندېدود مهم لامل وباله؛ خو د معلوماتو او ټېکنالوژۍ کارپوهان دا چاره «احمقانه» بولي او زیاتوي، چې د ناسمو منځپانګو د بندېدو لپاره نورې لارې چارې هم شته.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې انټرنېټ نوې پدیده وه، هغه مهال د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله افغانستان مخابراتي سکټور کې د زېربناوو جوړولو توان نه لاره؛ خو په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې پر انټرنېټ تکیه موندلې ده، چې ان په لرو پرتو کلیوالو سیمو کې هم افغانان د خپلو روزګارونو لپاره له انټرنېټ کار اخلي.

د غلام رباني په نوم یو کرېډیټ پلورونکی چې اوس یې تر بندیز وروسته هټۍ بیا له خلکو ډکه شوې، وایي: «نړۍ پرمختګ کړی او اوس د ۳۰کلونو پخوا غوندې زمانه نه‌ده. موږ هیلې لرلې، چې انټرنېټ به بېرته خوشې کېږي او بندول یې د ټولو لپاره لوی تاوان و».

طالبانو د پنجشېر څه باندې ۷ زره قیراطه زمرد پلورلي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

طالبانو د یوې داوطلبۍ له لارې د پنجشېر ولایت ۷زره او ۴۶۴ قیراطه زمرد د ۱۰۶ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي. طالبانو ویلي، چې دغه زمرد یې پر ملي سوداګرو پلورلي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي‌ دفتر د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) ویلي، چې دغه داوطلبي د کانونو د څارنې پلاوې، سیمه ييزو چارواکو او خصوصي سکټور د استازو په حضور کې تر سره شوې ده. په پنجشېر کې طالبانو تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورلي دي. 

پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي، چې لوړ کیفیت لرونکي زمرد پکې موندل کېږي او د دې ډبرو قانوني استخراج او پلور د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي و، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.

د دغه ریاست په وینا، په پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.