• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني طالبان: پوځ د کشمیر د خپلواکۍ حق هېڅکله نه دی منلی

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۸ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک په ازاد کشمير کې پر لاریونوالو د پاکستان پوځ له خوا برید «ظالمانه» بللی او ویلي یې دي: «د پاکستان پوځ کشمیر ازاد یادوي خو هیڅکله یې خپلواکې نه ده ورکړې.» دوی له کشميري ولس څخه غوښتي، چې د پاکستان د واکمنو پر تشو ژمنو ونه غولیږي.

د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي»د پنجشنبه په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «ازاد کشمېر د طبیعي سرچینو، سیندونو او برېښنا له پروژو پاکستان ګټه اخلي خو ځايي خلکو ته هیڅ ګټه نه رسيږي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستاني چارواکي د عامو کشمیریانو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک ویلي، چې د پاکستان واکمن د کشمیریانو د ستونزو د حل لپاره جدي هڅې نه کوي او یوازې یې د اسلام اباد د ګټو لپاره استفاده کوي.

دوی د کشمیر له خلکو غوښتي، چې «د پاکستان د واکمنو په وړاندې راويښ شي او د هغوی پر تشو ژمنو ونه غوليږي.»

دغه وسله والې ډلې د پاکستان له ټولو خلکو په ټينګار غوښتنه کړې، چې د کشمیریانو د حق غوښتلو ملاتړ وکړي او د لاریونوالو تر څنګ ودریږي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې له تاوتریخوالي څخه په ډکو لاریونونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي.

د کشمیر د مدني حقونو د ډلو ایتلاف مشر ویلي چې مظاهره‌چیان د سیمه‌ییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.

د اسلام‌اباد دوو امنیتي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې تر اوسه درې پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي. د دوی په وینا، د مظاهره‌چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې د دوشنبې له ورځې راهیسې نه دي کمرنګه شوې.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او تاجکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د پاکستان او تاجکستان چارواکو په دوشنبې ښار کې د یوې ناستې پر مهال په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او همکارۍ په اړه خبرې اترې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ناسته د پاکستاني پلاوي او تاجکستاني چارواکو ترمنځ د «سیاسي دوه اړخیزو مشورو» تر عنوان لاندې د دوشنبې ښار کې ترسره شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، په دې ناسته کې د دفاعي همکارۍ او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې تر څنګ د کاسا-۱۰۰۰برېښنا پروژې په اړه هم بحث شوی، چې یاده پروژه له افغانستان څخه هم تېرېږي.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، سیاسي، کرنیزو او تعلیمي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

پاکستان او تاجیکستان له دې وړاندې هم د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې. دواړو هېوادونو پرله‌ پسې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو لکه «تحریک طالبان پاکستان«ټي ټي پي» او «انصارالله» شتون د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی.

بلخوا ډیپلوماټ وېبپاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې، چې د سوریې په جګړو کې له ګډون وروسته د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې یو شمېر جنګیالي افغانستان ته تللي او په ځانګړي ډول د پنجشېر په دره کې ځای پر ځای شوي دي.

په مقاله کې همدارنګه ویل شوي، د دغه ډلې مشر عبدالحق ترکستاني چې په افغانستان کې مېشت دی او له طالبانو، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د منځنۍ اسیا له ګڼو وسله‌والو ډلو سره نږدې اړیکې لري، په خپل وروستي بیان کې ویلي: «چینایي کافران به ډېر ژر د هغه څه خوند واخلي چې د سوریې کفارو وڅاکه».

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې د راپور له مخې، اوس مهال د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۵۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې جنګیالي په افغانستان کې لري. که څه هم طالبان هڅه کوي پر دوی کلک کنټرول ولري، خو د سوریې په جګړه کې د تجربه‌کارو وسله‌والو راتګ کېدای شي دغه شمېر په چټکۍ سره ډېر کړي.

راپورونه زیاتوي، چې د یادې ډلې جنګیالي د منځنۍ اسیا څخه راغلو وسله‌والو سره یو ځای په بلخ، بدخشان، کندوز، کابل او بغلان ولایتونو کې د روزنې مرکزونه لري. طالبانو د دې ډلې جګړه‌ماران د داعش خراسان څانګې پر وړاندې هم کارولي دي. خو د اندېښنې وړ دا دی، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ناراضي غړي ښايي داعش خراسان ډلې ته ورګډ شي، ځکه چې داعش له اوږدې مودې راهیسې د ایغور جنګیالیو د جذبولو هڅې کوي.

هند او چین له پنځو کلونو وروسته مستقیمې الوتنې بېرته پیلوي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هند او چین به له پنځو کلونو ځنډ وروسته په روانه میاشت کې د یو شمېر ښارونو ترمنځ مستقیمې الوتنې بېرته پیل کړي. دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو په کمېدو کې یو احتیاطی ګام بلل کېږي.

له ۲۰۲۰ کال راهیسې د هند او چین ترمنځ مستقیمې الوتنې درېدلې وې، سره له دې چې چین د هند تر ټولو ستر دوه اړخیز سوداګریزو شریکانو څخه دی.

د هند تر ټولو لوی هوايي شرکت "انډيګو" اعلان کړی چې د اکتوبر له ۲۶مې څخه به د کلکتې او چینايي ښار ګوانګژو ترمنځ ورځنۍ مستقیمې الوتنې پیل کړي.

دغه شرکت همدارنګه پلان لري چې د نوي ډیلي او چین ترمنځ هم مستقیمه هوايي کرښه پرانیزي.

پاکستان د افغان محصلانو لپاره د بورسونو د غوښتنلیک وخت غځولی

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د انټرنېټ د څو ورځني بندیز له امله د افغان محصلانو لپاره د «علامه محمد اقبال» تحصیلي بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د تلې تر ۱۸مې نېټې غځول شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پنجشنبې په ورځ (د تلې لسمه) پر اېکس پاڼې لیکلي چې د دغو بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د روان کال د تلې له ۸مې څخه د تلې ۱۸مې نېټې ته وغځېده.

د اقبال بورسونو پروګرام د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون تر نظارت لاندې ترسره کېږي او له ۱۳۸۸ کال راهیسې یې زرګونو افغان زده‌کوونکو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه بورسونه د زده‌کړو ټول لګښتونه، استوګنځای، د ژوند او یوه ځل سفر لګښت پوښي. د دې پروګرام په درېیم پړاو کې چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې پیل شوی، پلان دی چې په درې کلونو کې ۴۵۰۰ بورسونه افغان زده کوونکو ته ورکړل شي.

منل شوي افغان زده‌کوونکي به په پاکستان کې په معتبرو دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړه وکړي. د زده کړې د دورې اوږدوالی د څانګې له مخې توپیر لري؛ د لیسانس دوره معمولا څلور کاله، طب پنځه کاله، ماسټري دوه کاله او دوکتورا لږ تر لږه درې کاله وخت نیسي.

په پاکستاني کشمیر کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ نښتو کې ۸ تنه وژل شوي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي. د کشمیر د مدني حقونو د ډلو ایتلاف مشر ویلي چې مظاهره‌چیان د سیمه‌ییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.

د مظاهرو د څرنګتیا په اړه یوازې لږ معلومات له سیمې بهر رسېدلي، ځکه مظاهرې د دوشنبې په ورځ هغه مهال پیل شوې، چې د شاوخوا ښارونو زرګونه اوسېدونکي مرکز مظفراباد ته ورسېدل.

چارواکو له هغه وخت راهیسې په سیمه کې د ټیلیفوني اړیکو او انټرنېټ لاسرسی بند کړی دی.

کشمیر د ۱۹۴۷ کال له ویش راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې سیمه پاتې شوې.

له دوشنبې راهیسې کاروبارونه، ښوونځي او ټرانسپورټ تړل شوي دي.

د اسلام‌اباد دوو امنیتي چارواکو رویټرز ته وویل چې تر اوسه درې پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي. د دوی په وینا، د مظاهره‌چیانو او پولیسو ترمنځ نښتې د دوشنبې له ورځې راهیسې نه دي کمرنګه شوې.

د صدراعظم شهباز شریف دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې نوموړي د سیاستوالو یوه کمېټه ټاکلې چې د نښتو څېړنه وکړي او له مظاهره‌چیانو سره د خبرو غوښتنه وکړي. شریف وویل، « حکومت تل تیار دی چې د خپلو کشمیري وروڼو ستونزې هوارې کړي».

د کمېټې یو غړي او د پلان وزیراحسن اقبال وویل چې هیله لري «ټولې ستونزې به د خبرو له لارې حل کړو».

د کشمیر د مدني حقونو د ډلو د ایتلاف مشر شوکت نواز میر د مظاهرو له پیل وړاندې ویلي وو چې مظاهره‌چیان د سیمه‌ییزو سیاستوالو، بیروکراټانو او نورو لوړپوړو چارواکو د امتیازاتو او ځانګړو مراعاتو پر ضد دي.

هغه د «کشمیر لنک» یوټیوب چینل ته وویل: «کله چې موږ د روغتونونو لپاره د درملو غوښتنه کوو، دوی وايي بودجه نشته، خو د پرتمین ژوند لپاره پیسې لري».

یوه بله عمده نیوکه هغه څوکۍ دي چې په سیمه‌ییزه مقننه شورا کې د پاکستان د نورو برخو د استازو لپاره ځانګړې شوې دي. د کشمیري فعالانو په وینا، له دغو څوکیو د سیمه‌ییزو حکومتونو د جوړولو یا پرزولو لپاره کار اخیستل کېږي.

تېر کال په ورته نښتو کې څلور کسان وژل شوي وو. وروسته شریف ۲۴ میلیارده روپۍ تصویب کړې، چې د دوی د اوړو او برېښنا د سبسایډۍ ترڅنګ ځینې غوښتنې پوره کړي.

اسراییل د غزې پر لور د مرستو روانې ۲۹ کښتۍ ونیولې

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۱

اسراییلي ځواکونو د غزې پر لور روانې ۳۹ کښتۍ، چې بشري مرستې او بهرني فعالان یې لېږدول، ونیولې. په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې اسراییلي سرتېري کښتیو ته ختلي او په کښتیو کې سپرو کسانو لاسونه پورته کړي دي.

د کښتیو د تنظیموونکو په وینا یوازې یوه کښتۍ لا هم پر لاره ده. په دې کښتیو کې د سویډن مشهوره اقلیمي فعاله ګریټا ټنبرګ هم شامله وه.

اسراییل وویل چې مسافر اسراییلي بندر اشدود ته انتقالېږي او ټول یې خوندي دي.

دغه فلوټیلا بیړۍ چې د اګست په پای کې روانه شوې، له ۴۰زیاتو ملکي کښتیو او شاوخوا ۵۰۰ د پارلمان غړو، وکیلانو او فعالینو څخه تشکیل شوې وه او درمل او خواړه یې غزې ته وړل.

ترکیې دا برید ترهګریز عمل بللی، کولمبیا د اسراییل ټول دیپلوماتان اخراج کړل او د سوداګرۍ تړون یې ورسره لغوه کړ، او مالیزیا د خپلو ۲۳ اتباعو نیول غندلي دي.

په ایټالیا، کولمبیا، یونان، ایرلنډ او ترکیه کې مظاهرې شوې او په ایټالیا کې خلکو د جمعې لپاره عمومي کاربندیز اعلان کړی.

اسراییلي چارواکو د دې عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل چې بېړۍ د قانوني سمندري بندیز سیمې ته ننوتلې او څو ځله ورته خبرداری ورکړل شوی و چې بیرته وګرځي.