• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او تاجکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د پاکستان او تاجکستان چارواکو په دوشنبې ښار کې د یوې ناستې پر مهال په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې او همکارۍ په اړه خبرې اترې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ناسته د پاکستاني پلاوي او تاجکستاني چارواکو ترمنځ د «سیاسي دوه اړخیزو مشورو» تر عنوان لاندې د دوشنبې ښار کې ترسره شوې ده.

د دغه وزارت په وینا، په دې ناسته کې د دفاعي همکارۍ او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې تر څنګ د کاسا-۱۰۰۰برېښنا پروژې په اړه هم بحث شوی، چې یاده پروژه له افغانستان څخه هم تېرېږي.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، سیاسي، کرنیزو او تعلیمي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.

پاکستان او تاجیکستان له دې وړاندې هم د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې. دواړو هېوادونو پرله‌ پسې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو لکه «تحریک طالبان پاکستان«ټي ټي پي» او «انصارالله» شتون د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی.

بلخوا ډیپلوماټ وېبپاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې، چې د سوریې په جګړو کې له ګډون وروسته د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې یو شمېر جنګیالي افغانستان ته تللي او په ځانګړي ډول د پنجشېر په دره کې ځای پر ځای شوي دي.

په مقاله کې همدارنګه ویل شوي، د دغه ډلې مشر عبدالحق ترکستاني چې په افغانستان کې مېشت دی او له طالبانو، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د منځنۍ اسیا له ګڼو وسله‌والو ډلو سره نږدې اړیکې لري، په خپل وروستي بیان کې ویلي: «چینایي کافران به ډېر ژر د هغه څه خوند واخلي چې د سوریې کفارو وڅاکه».

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشتې د راپور له مخې، اوس مهال د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۵۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې جنګیالي په افغانستان کې لري. که څه هم طالبان هڅه کوي پر دوی کلک کنټرول ولري، خو د سوریې په جګړه کې د تجربه‌کارو وسله‌والو راتګ کېدای شي دغه شمېر په چټکۍ سره ډېر کړي.

راپورونه زیاتوي، چې د یادې ډلې جنګیالي د منځنۍ اسیا څخه راغلو وسله‌والو سره یو ځای په بلخ، بدخشان، کندوز، کابل او بغلان ولایتونو کې د روزنې مرکزونه لري. طالبانو د دې ډلې جګړه‌ماران د داعش خراسان څانګې پر وړاندې هم کارولي دي. خو د اندېښنې وړ دا دی، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ناراضي غړي ښايي داعش خراسان ډلې ته ورګډ شي، ځکه چې داعش له اوږدې مودې راهیسې د ایغور جنګیالیو د جذبولو هڅې کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د روسیې ولسمشر پوتین وايي چې «قوت په قوت ماتیږي»

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې که اروپا مسکو تحریک کړي، نو روسیه به په چټک ډول ځواب ورکړي. هغه د لوېدیځ په اړه په یوه روسي متل کې وویل، چې «قوت په قوت ماتېږي».

پوتین په سوچي ښار کې د «والدای خبرو اترو ګروپ» غونډې ته وویل، چې « خبره زموږ د دفاع او خوندیتوب ده. له همدې امله موږ د اروپا د زیاتېدونکې پوځي کېدا پروسه په ډېر دقت څارو».

هغه دا ادعا رد کړه چې روسیه به یوه ورځ د ناټو پر غړي هېواد برید وکړي. پوتین وویل، « دا خبره هېڅ امکان نه لري. زه یوازې غواړم ووایم: ارام اوسئ، په سکون ویده شئ، او خپلو ستونزو ته پام وکړئ. یوازې یو ځل وګورئ چې د اروپايي ښارونو په سړکونو کې څه روان دي».

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، پوتین ټینګار وکړ چې نړیوالو بنسټونو نور خپله اغېزمنتیا له لاسه ورکړې ده.

هغه وویل، « هر څومره ځواک چې یو هېواد یا د هېوادونو یوه ډله ولري، دا ځواک هم خپل حد لري. موږ په روسي ژبه کې یو متل لرو چې وایي، قوت په قوت ماتېږي. دا خبره تل راڅرګندېږي، او تاسې وینئ چې د نننۍ نړۍ د پېښو اصلي ماهیت همدا دی».

طالبانو د افغان ژورنالېست مهدي انصاري د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۱

طالبانو دافغان زنداني ژورنالېست مهدي انصاري د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړې، چې نوموړی پکې له بهرمیشتو رسنیو سره د اړیکو او د طالبانو پر ضد د تبلیغ یادونه کوي. د طالبانو استخباراتو نوموړی تېر کال په کابل کې نیولی و او وروسته یې محکمې د یو نیم کال بند په سزا محکوم کړی و.

دغه ویډيو چې د طالبانو اړوند سوشل مېډیا پاڼو د پنجشنبې په ورځ، د میزان په لسمه نېټه خپره کړې، پکې انصاري وايي، چې له یو شمېر بهرمیشتو رسنیو سره په اړیکه کې و او د طالبانو پر ضد د تبلیغ لپاره یې په سوشل مېډیا کې جعلي اکاونټونه کارول.

هغه همدارنګه خپلې پخوانۍ څرګندونې چې د افغانستان د خراب وضعیت په اړه وې، "ناسمې" بللې دي.

د ویډیو د ثبت کره نېټه معلومه نه ده، خو د انصاري له خبرو ښکاري چې ښايي دا اعترافونه د هغه د لومړني بند په ورځو کې اخیستل شوي وي.

د بښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې د مهدي انصاري د بې‌قید او شرطه سمدستي ازادېدو غوښتنه کړې وه او ویلي یې و، چې نوموړی د طالبانو په زندان کې له بدسلوکۍ او شکنجې سره مخ شوی دی.

د طالبانو محکمې نوموړی د "د حاکمیت ضد مطالبو د خپرولو" په تور، پرته له دې چې د وکیل او خپلې کورنۍ ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي، د یو نیم کال بند په سزا محکوم کړی و.

له هغه مهاله چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه په هېواد کې خورا سخت محدود شوي دي.

هند او چین له پنځو کلونو وروسته مستقیمې الوتنې بېرته پیلوي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هند او چین به له پنځو کلونو ځنډ وروسته په روانه میاشت کې د یو شمېر ښارونو ترمنځ مستقیمې الوتنې بېرته پیل کړي. دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو په کمېدو کې یو احتیاطی ګام بلل کېږي.

له ۲۰۲۰ کال راهیسې د هند او چین ترمنځ مستقیمې الوتنې درېدلې وې، سره له دې چې چین د هند تر ټولو ستر دوه اړخیز سوداګریزو شریکانو څخه دی.

د هند تر ټولو لوی هوايي شرکت "انډيګو" اعلان کړی چې د اکتوبر له ۲۶مې څخه به د کلکتې او چینايي ښار ګوانګژو ترمنځ ورځنۍ مستقیمې الوتنې پیل کړي.

دغه شرکت همدارنګه پلان لري چې د نوي ډیلي او چین ترمنځ هم مستقیمه هوايي کرښه پرانیزي.

روسیه وايي طالبان د امریکا د ضرب الاجلونو په بدل کې خپل حاکمیت نه قربانوي

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، «واشنګټن پوهیږي افغانستان به د امریکا د ضرب الاجلونو بدل کې خپل ملي حاکمیت قرباني نه کړي». زاخارووا وايي، امریکا هڅه کوي افغانستان کې په یو یا بل ډول خپل پوځي حضور بېرته ټینګ کړي. ټرمپ ویلي، که طالبان بګرام ور ونه سپاري، بدې پېښې به وشي.

زاخارووا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي خبرداري ته په اشاره، چې طالبان یې د بګرام اډې نه ور سپارلو په صورت کې په بدو پېښو ګواښلي، وویل، چې افغانستان ددغسې خبرداریو او ضرب الاجلونو پر وړاندې خپل حاکمیت نه قربانوي.

نوموړې زیاته کړه: « واشنګټن ښه پوهېږي افغان ولس، چې د ناټو پر وړاندې د جګړې په نتیجه کې یې خپلواکي ګټلې، د هېڅ ډول ضرب الاجل په بدل کې له خپل ملي حاکمیت څخه تېرېدونکی نه دی. دا خبره د افغانستان د حکومت رسمي استازي ذبیح‌الله مجاهد هم په ښکاره توګه کړې ده».

هغې وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د ادارې پر مهال امریکا له افغانستان نه په عملي ډول وتښتېده او خپله شل کلنه ناکامه جګړه یې پای ته ورسوله.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، زاخارووا زیاته کړې، « اوس هغوی هڅه کوي چې په یو ډول یا بل ډول خپل پوځي حضور بېرته په دې هېواد کې ټینګ کړي. د کابل ترڅنګ موقعیت لرونکې بګرام هوايي اډه چې عصري شوې ده، طبعاً د هغوی لپاره یو ستره تمه بلل کېږي».

پاکستان د افغان محصلانو لپاره د بورسونو د غوښتنلیک وخت غځولی

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د انټرنېټ د څو ورځني بندیز له امله د افغان محصلانو لپاره د «علامه محمد اقبال» تحصیلي بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د تلې تر ۱۸مې نېټې غځول شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پنجشنبې په ورځ (د تلې لسمه) پر اېکس پاڼې لیکلي چې د دغو بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د روان کال د تلې له ۸مې څخه د تلې ۱۸مې نېټې ته وغځېده.

د اقبال بورسونو پروګرام د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون تر نظارت لاندې ترسره کېږي او له ۱۳۸۸ کال راهیسې یې زرګونو افغان زده‌کوونکو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

دغه بورسونه د زده‌کړو ټول لګښتونه، استوګنځای، د ژوند او یوه ځل سفر لګښت پوښي. د دې پروګرام په درېیم پړاو کې چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې پیل شوی، پلان دی چې په درې کلونو کې ۴۵۰۰ بورسونه افغان زده کوونکو ته ورکړل شي.

منل شوي افغان زده‌کوونکي به په پاکستان کې په معتبرو دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړه وکړي. د زده کړې د دورې اوږدوالی د څانګې له مخې توپیر لري؛ د لیسانس دوره معمولا څلور کاله، طب پنځه کاله، ماسټري دوه کاله او دوکتورا لږ تر لږه درې کاله وخت نیسي.