د روسیې ولسمشر پوتین وايي چې «قوت په قوت ماتیږي»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې که اروپا مسکو تحریک کړي، نو روسیه به په چټک ډول ځواب ورکړي. هغه د لوېدیځ په اړه په یوه روسي متل کې وویل، چې «قوت په قوت ماتېږي».

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې که اروپا مسکو تحریک کړي، نو روسیه به په چټک ډول ځواب ورکړي. هغه د لوېدیځ په اړه په یوه روسي متل کې وویل، چې «قوت په قوت ماتېږي».
پوتین په سوچي ښار کې د «والدای خبرو اترو ګروپ» غونډې ته وویل، چې « خبره زموږ د دفاع او خوندیتوب ده. له همدې امله موږ د اروپا د زیاتېدونکې پوځي کېدا پروسه په ډېر دقت څارو».
هغه دا ادعا رد کړه چې روسیه به یوه ورځ د ناټو پر غړي هېواد برید وکړي. پوتین وویل، « دا خبره هېڅ امکان نه لري. زه یوازې غواړم ووایم: ارام اوسئ، په سکون ویده شئ، او خپلو ستونزو ته پام وکړئ. یوازې یو ځل وګورئ چې د اروپايي ښارونو په سړکونو کې څه روان دي».
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، پوتین ټینګار وکړ چې نړیوالو بنسټونو نور خپله اغېزمنتیا له لاسه ورکړې ده.
هغه وویل، « هر څومره ځواک چې یو هېواد یا د هېوادونو یوه ډله ولري، دا ځواک هم خپل حد لري. موږ په روسي ژبه کې یو متل لرو چې وایي، قوت په قوت ماتېږي. دا خبره تل راڅرګندېږي، او تاسې وینئ چې د نننۍ نړۍ د پېښو اصلي ماهیت همدا دی».


طالبانو دافغان زنداني ژورنالېست مهدي انصاري د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړې، چې نوموړی پکې له بهرمیشتو رسنیو سره د اړیکو او د طالبانو پر ضد د تبلیغ یادونه کوي. د طالبانو استخباراتو نوموړی تېر کال په کابل کې نیولی و او وروسته یې محکمې د یو نیم کال بند په سزا محکوم کړی و.
دغه ویډيو چې د طالبانو اړوند سوشل مېډیا پاڼو د پنجشنبې په ورځ، د میزان په لسمه نېټه خپره کړې، پکې انصاري وايي، چې له یو شمېر بهرمیشتو رسنیو سره په اړیکه کې و او د طالبانو پر ضد د تبلیغ لپاره یې په سوشل مېډیا کې جعلي اکاونټونه کارول.
هغه همدارنګه خپلې پخوانۍ څرګندونې چې د افغانستان د خراب وضعیت په اړه وې، "ناسمې" بللې دي.
د ویډیو د ثبت کره نېټه معلومه نه ده، خو د انصاري له خبرو ښکاري چې ښايي دا اعترافونه د هغه د لومړني بند په ورځو کې اخیستل شوي وي.
د بښنې نړیوال سازمان تر دې وړاندې د مهدي انصاري د بېقید او شرطه سمدستي ازادېدو غوښتنه کړې وه او ویلي یې و، چې نوموړی د طالبانو په زندان کې له بدسلوکۍ او شکنجې سره مخ شوی دی.
د طالبانو محکمې نوموړی د "د حاکمیت ضد مطالبو د خپرولو" په تور، پرته له دې چې د وکیل او خپلې کورنۍ ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي، د یو نیم کال بند په سزا محکوم کړی و.
له هغه مهاله چې طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه په هېواد کې خورا سخت محدود شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، «واشنګټن پوهیږي افغانستان به د امریکا د ضرب الاجلونو بدل کې خپل ملي حاکمیت قرباني نه کړي». زاخارووا وايي، امریکا هڅه کوي افغانستان کې په یو یا بل ډول خپل پوځي حضور بېرته ټینګ کړي. ټرمپ ویلي، که طالبان بګرام ور ونه سپاري، بدې پېښې به وشي.
زاخارووا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي خبرداري ته په اشاره، چې طالبان یې د بګرام اډې نه ور سپارلو په صورت کې په بدو پېښو ګواښلي، وویل، چې افغانستان ددغسې خبرداریو او ضرب الاجلونو پر وړاندې خپل حاکمیت نه قربانوي.
نوموړې زیاته کړه: « واشنګټن ښه پوهېږي افغان ولس، چې د ناټو پر وړاندې د جګړې په نتیجه کې یې خپلواکي ګټلې، د هېڅ ډول ضرب الاجل په بدل کې له خپل ملي حاکمیت څخه تېرېدونکی نه دی. دا خبره د افغانستان د حکومت رسمي استازي ذبیحالله مجاهد هم په ښکاره توګه کړې ده».
هغې وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د ادارې پر مهال امریکا له افغانستان نه په عملي ډول وتښتېده او خپله شل کلنه ناکامه جګړه یې پای ته ورسوله.
د تاس اژانس د رپوټ له مخې، زاخارووا زیاته کړې، « اوس هغوی هڅه کوي چې په یو ډول یا بل ډول خپل پوځي حضور بېرته په دې هېواد کې ټینګ کړي. د کابل ترڅنګ موقعیت لرونکې بګرام هوايي اډه چې عصري شوې ده، طبعاً د هغوی لپاره یو ستره تمه بلل کېږي».

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د انټرنېټ د څو ورځني بندیز له امله د افغان محصلانو لپاره د «علامه محمد اقبال» تحصیلي بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د تلې تر ۱۸مې نېټې غځول شوې ده.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د پنجشنبې په ورځ (د تلې لسمه) پر اېکس پاڼې لیکلي چې د دغو بورسونو د غوښتنلیک وروستۍ نېټه د روان کال د تلې له ۸مې څخه د تلې ۱۸مې نېټې ته وغځېده.
د اقبال بورسونو پروګرام د پاکستان د لوړو زدهکړو کمېسیون تر نظارت لاندې ترسره کېږي او له ۱۳۸۸ کال راهیسې یې زرګونو افغان زدهکوونکو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
دغه بورسونه د زدهکړو ټول لګښتونه، استوګنځای، د ژوند او یوه ځل سفر لګښت پوښي. د دې پروګرام په درېیم پړاو کې چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې پیل شوی، پلان دی چې په درې کلونو کې ۴۵۰۰ بورسونه افغان زده کوونکو ته ورکړل شي.
منل شوي افغان زدهکوونکي به په پاکستان کې په معتبرو دولتي پوهنتونونو کې زدهکړه وکړي. د زده کړې د دورې اوږدوالی د څانګې له مخې توپیر لري؛ د لیسانس دوره معمولا څلور کاله، طب پنځه کاله، ماسټري دوه کاله او دوکتورا لږ تر لږه درې کاله وخت نیسي.

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نن سهار نه پیل شوې نښته لاهم روانه ده، چې دواړه لوري پکې درندې او سپکې وسلې کاروي. ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ډزې همدا شېبه دوام لري، خو د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نشته.
سرچینه زیاتوي: «دوه امبولانسونه د کونړ مرکز پر لور لاړل، خو تر اوسه نه ده معلومه چې ټپیان پکې وو که مړي.»
تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د فاروق اعظم د کورنۍ غړي وايي، چې نوموړی له خوشې کېدو وروسته، اوس خپل کور ته رسېدلی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی پرون له زندان نه خوشې شوی دی. فاروق اعظم د نجونو د زده کړو د ملاتړ له امله د طالبانو د مشر په امر زندان ته اچول شوی و.
فاروق اعظم د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت لوړپوړی سلاکار دی چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده په امر نیول شوی و.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې فاروق اعظم د طالبانو له زندان نه پرون خوشی شوی او خپل کور ته تللی دی.
د تلې پر اوومه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو ددې ډلې د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم له نظارتخونې څخه د کابل نظامي محکمې ته لېږدولی دی. د سرچینو په وینا، د طالبانو ځینو وزیرانو فاروق اعظم ته ویلي و، چې د ملاهبت الله په امر نیول شوی او دوی یې د ازادولو واک نه لري.
یوې سرچینې چې په دې لیدنو کې یې حضور درلود، افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ځینو طالب مشرانو فاروق اعظم د طالبانو له مشر ملاهبت الله نه بښنې غوښتلو ته هڅولی و، خو فاروق اعظم له بښنې انکار کړی و.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت دغه سلاکار د وږي پر۲۴مه خپل زوی ته په لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی.
فاروق اعظم د کونړ د زلزلې پر مهال پر فیسبوک لیکلي و ، «ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي.»
هغه د هېواد دننه او بهر پر ښځینه روغتیایي پرسونل غږ کړی و، چې که یې امکان وي عاجل دې د کونړ زلزلهځپلو ته د مرستې لپاره ورشي.
نوموړي د پوښتنې په ډول لیکلي و، «ایا زمونږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی».
طالبان په دې تورن دي، چې خپل منتقدان نیسي او د خلکو د غلي کولو لپاره یې د ویرې او ډار اچولو سیاست غوره کړی دی.