• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کډوال: د پاکستان حکومت مو په پرله‌پسې توګه د ویزو غوښتنلیکونه ردوي

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۸ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې یوشمېر افغانان شکایت کوي، چې له کوم دلیل پرته یې د پاکستان حکومت په پرله‌پسې ډول د ویزو غوښتنلیکونه ردوي. دوی له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، چې په وروستیو میاشتو کې یې په وار، وار د ویزو غوښتنه کړې؛ خو له اوږد انتظار وروسته یې د ویزو غوښتنه رد شوې ده.

صفي الله چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي وايي، څلور میاشتې وړاندې یې د ویزې موده ختمه شوې؛ خو لاهم نه‌دی بریالی شوی، چې د خپلې ویزې موده وغځوي.

نوموړی وايي، تېره ورځ یې د درېیم ځل لپاره د خپلې ویزې د رد ایمېل ترلاسه کړ او په ایمېل کې د ویزې د ردېدو لامل په اړه ورته هېڅ نه و ویل شوي.

هغه وایي:« له ډېرو هڅو سره، سره بیاهم دوی ویزې نه راکوي. موږ دلته له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ یو. په کوم ښارګوټي کې چې اوسېږو، دلته نور افغانان هم شته. پولیس پوهېږي، چې موږ ویزې نه‌لرو؛ نو وخت ناوخت راځي او ډېر مو ځوروي.»

په پاکستان کې د مېشتو یو شمېر افغانانو په خبره؛ ډېری ردېدونکې ویزې روغتیایي او سیاحتي وې. په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشته بله افغان کډواله ثریا هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، چې روغتیایي ویزه یې له کوم دلیل پرته رد شوې ده.

هغه وایي: «د ویزو لپاره درخواست ورکوو او دوی یې له کوم دلیل پرته ردوي. په هرځل موږ شاوخوا د درېیو کسانو لپاره ۲۵ زره کلدارې ورکوو؛ خو اوس مو پریکړه کړې، چې نور غوښتنلیک نه جمع کوو؛ ځکه هسې پیسې پرې ځي.»

تر دې وړاندې په اسلام‌اباد کې د افغانانو شورا هم ویلي و، چې په دې وروستیو کې د ډېرو افغانانو ویزې ردېږي.

د پاکستان حکومت شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ په بشپړه ډول ودروله، چې دې مسلې په پاکستان کې مېشت افغانان له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

په اسلام‌اباد کې مېشت افغانان وايي، پولیس په دومداره توګه په هغو ښارګوټو کې چې تر ډېره افغانان په‌کې اوسېږي چاپې وهي او په بېلابېلو پلمو یې ځوروي.

دوی وايي، که څه هم د ویزو د تمدید لپاره یې ټولې قانوني لارې ازمایلې دي؛ خو بیا هم دغه ستونزه نه‌ده حل شوې او پاکستاني پولیسو ته د افغانانو د ځور او کړاو ښه پلمه په لاس ورغلې ده. په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د راپورونو پربنسټ؛ څه باندې نیم مېلیون افغانان په ویزو پاکستان ته تللي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

هغه استادان چې د طالبانو د ږېرې او جامو اصولو ته غاړه نه‌ږدي، له علمي ترفیع بې‌برخې کېږي

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت پرېکړه کړې، هغه استادان چې د دغې ډلې ټاکل شوی ظاهري معیار په پام کې نه‌نیسي؛ له علمي ترفیع بې‌برخې کېږي.

په دې اړه د افغانستان انټرنشنل فارسي برخې ته په یوه رسېدلي رسمي سند کې راغلي، د هغو استادانو علمي ترفیع به وځنډول شي چې سیرت او صورت یې د «شریعت» له اصولو سره برابر نه وي.

په سند کې راغلي، چې د پوهنتون استادانو د علمي ترفیع د ځنډ موضوع د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې وړاندې شوې ده.

په سند کې د ټولو پوهنتونونو رییسانو ته سپارښتنه شوې، تر هغې چې د استادانو د «سیرت او صورت» په اړه ډاډمن شوي نه‌وي؛ د دوی د علمي ترفیع دوسیې دې وزرات نه استوي.

طالبانو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل سره سم د استادانو او زده‌کړیالانو لپاره ځانګړی لارښود اعلان کړ، چې له مخې یې باید استادان د تدریس پرمهال جامې واغوندي، خولۍ په سر کړي او همدا شان خپلې ږېرې لنډې نه‌کړي.

په ورته وخت کې په اعلان شوي لارښود کې زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو ته هم ځانګړې لارښوونې شوې، که مراعت یې نه‌کړي نو ټولګیو ته له ورتګه منع کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره سم دوی د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې بندې کړې او په بېلابېلو برخو کې یې ګڼ محدودیتونه ولګول.

د لګول شویو محدودیتونو له کبله ګڼ استادان، زده‌کوونکي او هغه کورنۍ چې اولادونه یې له زده‌کړو بې‌برخې شوي د افغانستان پرېښودوو ته اړې شوې دي.

د افغان کډوالو فوټبال لوبډلې په پلازمېنې کپ سیالیو کې د اسلام اباد لوبډله ماته کړه

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۴ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان کډوالو فوټبال لوبډلې «اتحاد افغان» د «پلازمېنې کپ» سیالیو په لومړۍ لوبه کې د اسلام اباد «ستاره» لوبډلې ته ۴-۳ ماتې ورکړه.

دا سیالي د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه چې د وختونو په پای کې دواړه لوبډلې د ۲پر ۲ ګولونو مساوي شوې او لوبه تر پنالټیو وغځېده.

په اصلي لوبه کې د اتحاد افغان لوبډلې لپاره فردین سلطاني او احمد فواد ګولونه ووهل. په پای کې، د پنالټیو په لړۍ کې اتحاد افغان لوبډلې د ۴پر ۳ بریا خپله کړه.

د لوبې ستوری د اتحاد افغان لوبډلې ګول‌ ساتونکې معراج و، چې د سیال ټیم دوه پنالټي ګولونه یې مهار کړل او د خپلې لوبډلې د بریا په ترلاسه کولو کې یې مهم رول ولوباوه.

د سیالیو د تنظیموونکو په وینا، د پلازمېنې کپ د اتم‌ پړاو پچه اچونه به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ترسره شي او د اتحاد افغان لوبډلې راتلونکی سیال به هماغه مهال معلوم شي.

د خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو د مهدي انصاري جبري اعتراف غندلی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» په جلا خبرپاڼو کې د طالبانو له خوا د افغان خبریال مهدي انصاري څخه په زور اعتراف اخیستل غندلي دي. طالبانو د انصاري د جبري اعتراف ویډیو خپره کړې، چې پکې له بهر میشتو رسنیو سره د اړیکو او د طالبانو پر ضد تبلیغ یادونه کوي.

یادو بنسټونو د پنجشنبه په ورځ (د وږی ۱۰مه) په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي: «دا اعتراف د طالبانو په زندان کې د روحي او فزيکې فشار لاندې اخیستل شوی او دا د خبریالانو د حقونو ښکاره نقص دی.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې، چې دا کار د طالبانو له‌ خوا د رسنیو او خبریالانو د ځپلو د دوام یوه برخه ده.

همداراز د افغانستان د رسنیو مرکز د مهدی انصاري د روغتیايي حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د سمدستي ازادۍ غوښتنه یې کړې ده.

د افغان خبریالانو مرکز د مهدي انصاري محاکمه غیر عادلانه بللې او ټینګار یې کړی چې طالبان خبریالان د مدافع وکیل له شتون پرته محاکمه کوي او په زندان کې یې اچوي.

مهدی انصاري تېر کال د تلې په ۱۴مه نېټه د کابل دشت برچي سیمې څخه «د جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ» په تور نیول شوی و.

طالبانو تېر کال هغه ته د یونیم کال بند سرا اورلې وه.

په دې وروستیو کې د طالبانو استخباراتو د هغه د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړه.

مهدي انصاري ته نږدې سرچینې وايي، چې د طالبانو په زندان کې د هغه فزیکي او رواني حالت ښه نه دی.

په هرات ښار کې د تېلو په یوه ټانک کې اورلګېدنه رامنځته شوې

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱

د هرات څخه ځايي سرچينو ویلي، چې د جمعه په ورځ سهار (د تلې ۱۱مه) د تېلو په یوه ټانک د هرات ښار د «۶۴ متره» په نوم سيمه کې اور اخيستی دی. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي انځورونه ښيي، چې د پېښې له ځایه لويې لمبې پورته کېږي.

ځايي سرچينې زياتوي چې لومړی د چاودنې غږ واورېدل شو او بيا پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه.

تر اوسه اورلګېدنه نه ده مهار شوې او نه هم د چاودنې او اور لامل معلوم دی. همداراز،د مرګ ژوبلې او مالي زيانونو په اړه لا تر دې دمه معلومات نشته.

په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌ دي ويلي.

طالبان د ممتازو نارینه زده کوونکو لپاره په کابل کې ځانګړې لیسه جوړوي

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د ممتازو نارینه زده‌کوونکو لپاره په کابل کې د سیدجمال‌الدین افغان په نوم نمونه‌يي لیسه جوړوي.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه وزارت ویلي چې په دې ښوونځي کې به د اووم، اتم او نهم ټولګیو هغه زده‌کوونکي شاملېږي چې د خپلو درسونو په برخه کې یې لوړې لاسته راوړنې لرلې وي.

د خبرپاڼې له مخې، تر دې مهاله شاوخوا ۲۰۰ممتاز زده‌کوونکي په دې لیسه کې د زده‌کړو لپاره جذب شوي او ټاکل شوې ده چې په ټولیز ډول نږدې ۶۰۰زده‌کوونکي پکې ځای پر ځای شي.

دغه وزارت وايي چې د سیدجمال‌الدین افغان نمونه‌يي لیسه به له معیاري او عصري درسي امکاناتو او تجهیزاتو سره برابره وي او په نږدې راتلونکي کې به خپله درسي کړنلاره پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې په تېرو څلورو کلونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع شوې دي او د دې پرېکړې له امله پراخې کورنۍ او نړیوالې نیوکې راپورته شوي دي.