طالبان د ممتازو نارینه زده کوونکو لپاره په کابل کې ځانګړې لیسه جوړوي

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د ممتازو نارینه زدهکوونکو لپاره په کابل کې د سیدجمالالدین افغان په نوم نمونهيي لیسه جوړوي.

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د ممتازو نارینه زدهکوونکو لپاره په کابل کې د سیدجمالالدین افغان په نوم نمونهيي لیسه جوړوي.
په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه وزارت ویلي چې په دې ښوونځي کې به د اووم، اتم او نهم ټولګیو هغه زدهکوونکي شاملېږي چې د خپلو درسونو په برخه کې یې لوړې لاسته راوړنې لرلې وي.
د خبرپاڼې له مخې، تر دې مهاله شاوخوا ۲۰۰ممتاز زدهکوونکي په دې لیسه کې د زدهکړو لپاره جذب شوي او ټاکل شوې ده چې په ټولیز ډول نږدې ۶۰۰زدهکوونکي پکې ځای پر ځای شي.
دغه وزارت وايي چې د سیدجمالالدین افغان نمونهيي لیسه به له معیاري او عصري درسي امکاناتو او تجهیزاتو سره برابره وي او په نږدې راتلونکي کې به خپله درسي کړنلاره پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې په تېرو څلورو کلونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع شوې دي او د دې پرېکړې له امله پراخې کورنۍ او نړیوالې نیوکې راپورته شوي دي.

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې ایران د یوې نوې ډله ییزې ستراتیژۍ په چوکاټ کې پلان لري سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي د خپلې لوېدیځې پولې له لارې عراق او ترکیې ته واستوي.
د ګارډین د راپور له مخې، دغه اقدام د ایران له اټومي تاسیساتو د بمبارېدو او د دغه هېواد په وړاندې د «ماشه میکانیزم » د فعالېدو وروسته د تهران د ځواب یوه برخه بلل کېږي. په دې ستراتیژۍ کې د توغندیز پروګرام پراختیا، د هوايي دفاعي سیستم پیاوړتیا او دملګرو ملتونو د اټومي څارونکو سره د همکارۍ ځنډول هم شامل دي.
ګارډین لیکلي، د پناه غوښتونکود لېږلو ګواښ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغو څرګندونو پڅېر دی چې ویلي یې وو، د اړتیا په صورت کې به میلیونونه سوریایي کډوال اروپا ته واستوي.
ایران په بېلابېلو دورو کې تر شپږ میلیونو پورې د افغان کډوال کوربه توب کړي دي، خو د «بښنې نړۍوال سازمان» د راپور له مخې یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو میلیون افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي دي. دغه کسان په اصل کې له فقر یا د طالبانو له واکمنۍ د تېښتې لپاره ایران ته تللي وو.
د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د ایران او اسراییل ترمنځ له ۱۲ورځنۍ جګړې وروسته د افغانانو جبري شړل ډېر شوي او تر نیم میلیونه پورې کسان له هغې جګړې وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د ایران د چارواکو له لوري د افغان پناه غوښتونکود شمېر په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې شوې، خو اټکل کېږي لږ تر لږه دوه میلیونه افغانان په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو پرته اوسېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ اټکل کړی چې سږکال ښايي تر څلور میلیونو پورې افغانان له ایران څخه بېرته وشړل شي.
د میزان په درېیمه، ځینو دیپلوماتیکو او امنیتي سرچینو خبرداری ورکړی و چې داعش ښايي له ایران او پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکود ډلهییزې شړنې څخه د خپلو موخو لپاره کار واخلي.
هانس یاکوب شینډلر، چې د ملګرو ملتونو د وسلهوالو ډلو د څارنې کمېټې پخوانی همغږی کوونکی و، ویلي: «د دې ګواښ ډېر دی چې داعش خراسان به تازه راستانه شوي افغانان د احتمالي جذب سرچینې په توګه وګوري».
نوموړي زیاته کړې چې داعش خراسان له ۲۰۲۱کال راهیسې هڅه کوي ناراضي طالبان او هغه افغانان جذب کړي چې د طالبانو په جوړښت کې ځای نه لري.
د یادولو وړ ده،چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د روان کال په چنګاښ میاشت کې له ایران او پاکستان څخه د افغانانود جبري او ډلهییزېشړنېپر ضد خبرداری ورکړی او د دې بهیر د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې وه.

د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي)اعلان کړی، چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو په ټول هېواد کې د خوړو او تغذیې بحران لا پسې سخت او ژور کړی دی.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې له ۹میلیونو زیات افغانان د خوړو د شدیدې ناامنۍ سره مخ دي او د ماشومانو او میندو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې ده.
راپور زیاتوي، د هېواد ختیځې سیمې په ځانګړي ډول کونړ او ننګرهار ولایتونه، چې د وروستیو زلزلو تر ټولو زیات زیان یې لیدلی، لا له وړاندې هم د تغذیې له بحراني حالت سره مخامخ وو او اوس وضعیت لا پسې خراب شوی دی.
په ورته وخت کې، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په جبري ډول شړل هم پر محدودو بشري سرچینو فشار زیات کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، تر اوسه یې په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۵۸زرو زیاتو اړمنو کسانو ته بېړنۍ خوراکي مرستې رسولي دي. خو دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د غرنیو او لېرې پرتو سیمو اوسېدونکي د خرابو لارو، د ځمکې د ناهموارۍ او د مخابراتي پوښښ د کموالي له امله تر ډېره د مرستو له رسېدو بې برخې پاتې دي.
په راپور کې راغلي، چې د بودجې د کمښت له امله د مرستو د ترلاسه کوونکو شمېر په میاشت کې تر یو میلیون کسانو پورې راټیټ شوی دی.
د«ډبلیو ایف پي»په وینا، یوازې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره یې بودیجه د ۶۲۲میلیونه ډالرو کسر لري، چې که ډک نه شي، د میلیونونو افغانانو د ژوندي پاتې کېدو چانس به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه غونډه به د روان اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه ترسره شي.
د روسیې «ټاس» خبري اژانس د راپور له مخې زاخارووا ویلي، په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او بلاروس ځانګړي استازي ګډون وکړي.
هغې زیاته کړه چې د بلاروس استازي ته د ځانګړي مېلمه په توګه بلنه ورکړل شوې ده.
ماریا زاخارووا ویلي چې دا غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پرانیستونکې وینا پیل شي، او امیرخان متقي به د دې غونډې په څنډه کې له لاوروف سره وګوري.
د هغې په خبره، په دغه غونډه کې به ځانګړې پاملرنه د افغانستان د ملي پخلاينې د بهير پياوړتيا، د سيمې هېوادونو او طالبانو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، د ترهګرۍ ضد او د نشهيي توکو پر وړاندې د ګډو عملي همکاریو د پراختیا موضوعاتو ته وشي.
د تمې وړ ده چې د غونډې په پای کې به ګډه اعلاميه خپره شي.
بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې متقي ته د سفر معافیت ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو د سپټمبر پر ۳۰مه امیر خان متقي ته د یوې اونۍ سفري معافیت منلې دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دتلې پر۶مه د یوې اعلامې په ترڅ کې وویل، چې روسیه به په لومړي ځل له طالب پلاوي څخه د دغه فارمټ د غړي په توګه هرکلی وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو فارمټ کې ددې ډلې غړیتوب یو مهم او اساسي ګام بللی او هیله یې ښودلې، چې دغه سیمه ییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باور جوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د مسکو فارمټ هغه سیمهییز چوکاټ دی چې تمرکز یې پر افغانستان دی او پخوانۍ ناستې یې هم د سیمهییزو همکاریو د پراخېدو په موخه ترسره شوې دي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو استخباراتي فعالیتونو د پراخولو ترڅنګ د عامه خلکو پر ژوند سخت څار پیل کړی او په ښار کې د اوسېدونکو کورنیو د ټولو غړو په اړه له سره معلومات راټولوي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، چې طالبانو یو ځل بیا په ښار کې د کورنو او د کورنیو د غړو ثبت پيل کړی، چې خلک یې د ګڼو ستونزوسره مخ کړي دي.
د کندهار د نهمې ناحیې یو اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې خپور شي افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته وویل: «طالبانو دوه کاله مخکې زموږ ټول کورونه ثبت کړي وو، خو اوس یې بیا هر کور ته د ثبت پاڼې وېشلي دي. په دې پاڼو کې له موږ غوښتل شوي چې د کور د هر غړي نوم، عمر، دنده، تېر فعالیتونه او حتی دا چې په کوم ګوند کې خو به غړیتوب نه لري ولیکو.»
هغه زیاتوي طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې که معلومات نیمګړي یا ناسم ثبت شي د کور مشر به مسوول وي او د طالبانو له خوا به ونیول شي.
د کندهار د پنځمې، شپږمې، اتمې، اوومې او څلورمې ناحیو اوسېدونکي هم وایي، چې ورته پاڼې ورکړل شوي دي.
د یو شمېر خلکو په خبره، طالبان د درې تر څلورو کیلومترو په واټن کې د څار لپاره ځانګړي کورونه نیسي او هلته خپل کسان ځای پر ځای کوي.
د شپږمې ناحیې یو اوسېدونکی وايي: «پنځه ورځې مخکې زموږ د کور سره نږدې طالبانو یو کور په کرایه واخیستی هلته بې وسلې کسان ورځي او راځي، خو موږ یې په اصلي دنده نه پوهېږو داسې ښکاري چې یوازې د خلکو د څار لپاره راغلي دي.»
د نهمې ناحیې یو بل اوسېدونکی وایي، طالبانو په هره کوڅه کې یو یا دوه کورونه نیولي او د سیمې څار یې زیات کړی دی.
هغه وايي: «د شپې له مخې ځینې کسان زموږ د سیمې ځوانان دروي، د هغوی تلیفونونه ګوري، چې څه پکې دي، دا کسان یونیفورم نه لري، پولیس هم نه دي، خو داسې ښکاري چې استخباراتي کسان دي.»
د خلکو په وینا، د طالبانو له لوري د دې ډول پاڼو وېشل او د کورنیو د هر غړي په اړه تفصیلي معلومات غوښتل د خلکو د شخصي ژوند پر وړاندې جدي سرغړونه ده.
د کندهار د پنځمې ناحیې یو بل اوسېدونکی نظر جان وایي: «موږ ته داسې ښکاري چې طالبان غواړي د هر وګړي شخصي ژوند تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راولي، حتی د ښځو په اړه هم پوښتنې کوي، چې څه کوي، دا زموږ د شخصي حریم تېری دی.»
د ډېری خلکو په وینا د طالبانو د سخت څار له امله خلک نه یوازې د خپلو فعالیتونو په اړه اندېښمن شوي، بلکې له وېرې د خپلو نظرونو له څرګندولو ډډه کوي.
د اتمې ناحیې یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «خلک له دې وېرې چې طالبان یې نیسي یا یې ځوروي، هېڅ غږ نه شي پورته کولای حتی د کورنۍ غړي هم د دې پاڼو د ډکولو پر مهال له یو بل سره په خبرو کې محتاط دي.»
د کندهار اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طالبانو دا ډول چلند د خلکو پر ورځني ژوند، د هغوی پر ازادیو او د ټولنې پر اعتماد سخت اغېز کوي.
د دوی په وینا، د طالبانو د سخت څار له امله هغوی نه یوازې د خپلو اړیکو او خبرو اترو پر مهال له وېرې سره مخ دي، بلکې د راتلونکي په اړه هم بې باوره دي.
طالبانو دوه کاله وړاندې هم په کندهار کې ټول کورونه ثبت کړي وه او دغه لړۍ یې یو ځل بیا پيل کړې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړی او افغان سوداګر عباس ابراهیم زاده په ازبکستان کې د پولیسو له خوا نیول شوی. د نوموړي خپلوانو رسنیو ته د هغه نیول کېدل تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی یې د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن دي.
د عباس ابراهیم زاده خپلوانو د پنجشنبه په ورځ رسنیو ته ویلي: «د ازبکستان پولیسو هغه له کوم جرم پرته تېره اونۍ نیولی.»
د دوی په خبره، د ازبکستان پولیسو له تېرې یوې اونۍ راهیسي هغه په زندان کې ساتلی او ان عدلي او قضايي ادارو ته یې هم ندی سپارلی.
د ازبکستان پولیسو تر اوسه په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
د نوموړي خپلوانو ویلي، چې پولیسو مخکې د هغه د خوشي کولو لپاره ۳۵۰ زره ډالره ضمانت غوښتنه کړې وه.
د دوی په خبره، یاده اندازه د ضمانت پیسې بانک ته سپارل شوي خو لا هم نوموړی په زندان کې دی.
د عباس ابراهیم زاده خپلوان زياتوي: «نوموړی د زړه، شکرې او ځیګر نارغیو سره مخ دی چې په زندان کې ورته لازمه پاملرنه نه کیږي.»
کورنۍ یې دا هم ویلي، چې دوی یې روغتیايي وضعیت ته اندېښمن دي.
عباس ابراهیم زاده، چې افغان سوداګر دی اصلي د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه د افغانستان د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د بلخ د خلکو استازی و.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته نوموړی له افغانستان څخه ووت.
