• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د سوداګرۍ لپاره نوې تګلاره تصویب کړه

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټې د پنجشنبې په ورځ یوه نوې مسوده منظوره کړه، چې له مخې به یې افغانستان، ایران او روسیې سره د مال پر مال سوداګرۍ تګلاره بدله او اصلاح شي.

په دې غونډه کې چې د ماليې او عوایدو فدرالي وزیر محمد اورنګزیب یې مشري کوله، د سوداګرۍ وزارت ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ موجوده چوکاټ ته بدلون ورکړل شي، څو سوداګریزې اړیکې لا اسانه او عملي شي.

له دې پرکړې وروسته به د افغانستان، پاکستان، ایران او روسیه د پیسو پر ځای سوداګري د توکو په تبادله تر سره کیږي.

دغې پرېکړې ته د پاکستان اقتصادي کارپوهان د پام وړ ارزښت ورکوي. د دوی په باور، د مال پر مال سوداګري به د یادو هېوادونو ترمنځ د هغو ستونزو هوارولو کې مرسته وکړي، چې د بانکي محدودیتونو او د پیسو د لېږد د ستونزو له امله رامنځته شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان زلزله ځپلي لاهم له جدي ننګونو سره مخ دي

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې څو اونۍ وروسته زلزله ځپلي لاهم له جدي ننګونو سره مخ دي او کورنۍ لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د ژمي په رارسېدو سره یوازې خیمې خلک له سختې یخنۍ څخه نه‌شي ساتلی.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د تلې په ۱۱مه) وویل:« د خلکو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه د ژمي راتګ دی او د ترانسپورت ستونزه هم په یوې جدي ننګوونې بدله شوې ده.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې زیاته کړه، چې ډېری کورنۍ لا تر اوسه په دې نه‌دي‌ توانیدلي چې په لرو پرتو سیمو کې له خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي او یادې پېښې د راستنېدونکو ژوند هم ستونزمن کړی دی.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت به د وخت په تېرېدو لا کړکېچن شي او زلزله ځپلي لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان په ختیځ کې وروستۍ زلزلې، په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې له ۲زرو ډېر کسان مړه او ۳زره نور ټپیان کړل.

د ملک سلمان بنسټ زلزله ځپلو ته د ۲زره لنډمهاله سرپناوو د وېش خبر ورکړ

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۱

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د وېش پروژه پیل شوه. دغه سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه مرستو په لړ کې به زلزله ځپلو ته شاوخوا ۲زره لنډمهاله سرپناوې ووېشل شي.

خپرپاڼه کاږي، چې دغه مرستې د سعوي پاچا د ملک سلمان بشري بنسټ له لوري شوې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې بیا ویلي، چې د ملک سلمان بنسټ په همکارۍ یې د کونړ مزار دره کې پر ۲۵۰ کورنیو غیر خوراکي توکي وېشلي دي.

یادې ټولنې ویلي، چې پر هرې کورنۍ یوه خېمه، پنځه کمپلې، د پخلنځي یو سیټ لوښي، فرش، ترموز، د حفظ‌الصحې وسایل، څراغ او د څښاک یوه اندازه اوبه وېشل شوي دي.

په کابل کې د سعودي سفارت تر دې وړاندې هم د افغانسان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د بېلابېلو مرستو په اړه ویلي و. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي و، چې د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکو زلزلو له کبله په ماشومانو کې د خورځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

یادې ادارې د یوه تفصیلي راپور له مخې دا هم ویلي، چې په کونړ کې د زلزلې له کبله ۸۵۰۰ کورونه نړېدلي او د ارزونو له مخې څه باندې نیم مېلیون کسان اغېزمن شوي دي.

یاد صندوق خبرداری ورکړی، که له ځنډ پرته د خلکو لاسنیوی ونه‌شي او بېړني ګامونه پورته نه‌شي؛ نو د هوا په سړېدو به خلک له لا زیاتو کړاوونو سره مخامخ شي.

د افغانستان په ختیځ او بیا په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې (د اګسټ میاشتې په ۳۱مې نېټې) د رامنځته شوې زلزلې له کبله د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې ۲۲۰۵ کسان مړه او له ۳۶۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

د ټرمپ ادارې د کابل هوايي ډګر د برید پلانوونکي قضیې څارنوال له دندې ګوښه کړ

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د سي‌بي‌اېس خبري شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا عدلیې وزارت د ویرجینیا د ختیځې ولسوالۍ لپاره دوه لوړپوړي څارنوالان له دندې ګوښه کړي دي. په راپور کې راغلي، چې د کابل هوايي ډګر د برید پلانوونکي شریف الله قضیې څارنوال مایکل بېن اري تېره اوونۍ له دندې ګوښه شوی دی.

که څه هم لا تراوسه په دې اړه معلومات نه‌دي شریک شوي، چې د شریف الله د قضیې څارنوال ولې له دندې ګوښه شوی؛ خو د راپورونو پربنسټ شریف الله به د روان ۲۰۲۵کال په وروستیو کې محاکمه شي.

شریف الله په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د خونړي ځانمرګي برید په تور نیول شوی دی.

په دغه ځانمرګي برید کې چې هغه مهال د داعش ډلې خراسان څانګې یې مسوولیت منلی و، ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۷۰ ډېر افغانان وژل شوي وو.

د کړکېچ نړۍواله ډله: د افغانستان لپاره د طالبانو پراختیايي تګلاره رڼه نه‌ده

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د کړکېچ نړۍوالې ډلې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د طالبانو پنځه کلنه تګلاره او اقتصادي پلان شفافیت نه‌لري او یوازې په‌کې د دغې ډلې اېډیالوژیک لیدلوري پراختیا او پیاوړتیا ته پاملرنه شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د طالبانو پنځه کلنه تګلاره د راروان کال په اپرېل میاشت کې وروستۍ شوه؛ خو لاهم په رسمي ډول نه‌ده خپره شوې او خلک ترې ناخبره دي.

د کړکېچ نړۍواله ډله وايي، که څه هم په تګلاره کې د خلکو د ژوند ښه‌والي، اقتصادي پیاوړتیا او د کانونو د مدیریت په برخو کې ژمنې شوې؛ خو په ورته وخت کې د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د اسلامي شریعت تطبیق او په ټوله کې د امنیت د ټینګښت په پلمو هڅه شوې، چې د طالبانو فکري ارزښتونه وپالل شي.

د یادې ډلې په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د اقتصادې ودې پر وړاندې د طالبانو په مخکې ګڼې ننګونې او ستونزې پر خپل ځای دي.

راپور کاږي، چې د قوانینو ناروښانه برخلیک، د دولتي بودجې سربېره د مرکزي بانک د زېرمو د شمېرو پټ ساتل د اقتصادي پراختیا پر وړاندې لویې ستونزې دي.

د طالبانو یو چارواکي دې ډلې ته ویلي، چې د طالبانو مشر د تفصیلي پلانونو د تصویب مخه نیسي.

په راپور کې راغلي، چې یوه وزارت څو کلن هر اړخیز پلان ترتیب کړی؛ خو د طالبانو مشر له مذهبي برخو پرته نور ټول مهم موارد لرې کړي، چې پلان یې بې‌ارزښته کړی.

طالبانو د روان کال د وږي میاشتې په لومړیو کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپله پراختیايي تګلاره اعلان کړه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په دغه تګلاره کې به د دوی ټولې پراختیايي چارې د یوه منظم چوکاټ لاندې توحید او پرمخ یوړل شي.

امریکايي څېړونکی: د بګرام په اړه له امریکا سره خبرې د طالبانو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۷ GMT+۱

د «هادسون» په نامه د یوه څېړنیز مرکز امریکايي څېړونکی لوک کافي وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د بګرام په اړه خبرې اترې د طالبانو ترمنځ بې‌باوري زیاتولای شي. نوموړی وايي، ښايي طالبانو د خپلو کورني اختلافاتو له امله د بګرام په تړاو د خبرو موضوع رد کړې وي.

دغه امریکايي څېړونکي په یوې مقاله کې ویلي، که طالبان امریکا ته په بګرام هوايي اډه کې د لاسرسي اجازه ورنه کړي؛ امریکا یې باید د نیولو لپاره ټول انتخابونه په پام کې ونیسي.

په مقاله کې راغلي، لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي که اړتیا پېښه شي؛ نو له پوځي ځواک څخه به کار واخلي، ټرمپ باید «زړور اوسي او د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ دې عمل وکړي.»

دغه امریکايي څېړونکی وايي، که څه هم بګرام ته بېرته د امریکایانو ستنېدل خورا سخته چاره بولي؛ خو په ورته وخت کې امکان یې هم نه ردوي.

هغه وایي:« هیڅوک دا تمه نه‌لري، چې امریکایي ځواکونه دې ژر ستانه شي؛ خو په ۲۰۰۱کال کې هم هېچا د امریکا ناڅاپي لاسوهنه نه وه اټکل کړې. که زمینه ورته برابره کړي، د امریکا حضور په افغانستان کې ارزښت لري.»

په مقاله کې د بګرام ستراتیژیک او مهم موقعیت ته په اشارې سره ویل شوي، چې د نړۍ شاوخوا ۸۵ سلنه نفوس له بګرام څخه د الوتنې په اته ساعته واټن کې پروت دی.

دغه امریکايي څیړونکی وايي، چې د امریکا لپاره په بګرام کې د دوی حضور د سترو زبر ځواکونو د سیالۍ په چوکاټ کې ګڼې ګټې لري؛ ځکه افغانستان له لوېدیځه له ایران، له ختیځه له چین، له سوېله له پاکستان او هند او له شماله له منځنۍ اسیا سره ګډه پوله لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان زېږدیز کال په پیل کې سپينې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بیا رسېدو سره سم، ټرمپ په دوامداره توګه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د اېستنې پر څرنګوالي نیوکې کړې وې او همداراز یې ویلي، چې جو بایډن باید بګرام اډه نه وای پرېښې.

ټرمپ په وروستیو کې خبرداری ورکړی، که طالبان د بګرام اډه امریکا ته و نه سپاري؛ نو یوه بده پېښه به رامنځته شي.