عطا محمد نور: هیله ده چې تاجکستان افغان کډوال له دغه هېواده ونهباسي

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې دغه هېواد افغان کډوال له خپلې خاورې ونه باسي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې دغه هېواد افغان کډوال له خپلې خاورې ونه باسي.
ښاغلي نور دا څرګندونې پر اېکس خواله رسنۍ کړي او زیاته کړې یې ده،چې دا ډول خبرونه په داسې وخت کې خپرېږي چې له ایرانه د افغان کډوالو د پراخو اېستنو لړۍ دوام لري.
نوموړي وویل: «په داسې سختو ورځو کې چې افغان کډوال له ایران څخه اېستل کېږي، داسې راپورونه تر غوږو رسېږي، چې ګواکې تاجکستان هم د افغان کډوالو د اېستلو هوډ لري. هیلهمند یم چې دا خبرونه ریښتیا نه وي.»
عطا محمد نور همداراز د تاجکستان له ولس او دولت څخه د دوی د تېر ملاتړ او مېلمهپالنې مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان او تاجکستان د ژبني، کلتوري او تاریخي یووالي اوږده سابقه لري.
نوموړي ویلي: «تاجکستان او افغانستان دواړه د اوږدمهاله اړیکو او شریکو ارزښتونو لرونکي هېوادونه دي چې تل د متقابل درناوي اصولو ته ژمن پاتې شوي دي.»
نوموړي له تاجک چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان بحراني وضعیت ته په کتو، له افغان کډوالو سره خپلې بشري او د ورورولۍ مرستې دوامداره وساتي او د اېستلو پروسه له اجنډا څخه لرې وساتي.
د نوموړي په وینا، دا ډول اقدام به نه یوازې د زرګونو بېوزله او بېسرپناه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نازکو انساني اړیکو هم اغېز ولري.
تاجکستان له ۲۰۲۱م کال راپدیخوا د یو شمېر افغان کډوالو کوربهتوب کړی، خو تازه راپورونه ښيي چې ممکن د دغه هېواد حکومت د کډوالو سیاست ته بیا کتنه وکړي.
تر اوسه د تاجکستان له رسمي سرچینو د افغان کډوالو د اېستلو په اړه کوم رسمي تایید یا رد نه دی خپور شوی.

پاکستان له افغان طالبانو یو ځل بیا غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د هغو جنګیالیو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي، چې ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان په خاوره کې مېشت دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان یوه ترکي خبري اژانس «اناډولو» ته ویلي، چې دا موضوع د روانې اوونۍ په اوږدو کې په اسلاماباد کې په یوه غونډه کې طالب چارواکو ته یاده شوې ده.
ویاند زیاته کړه: «دا یوه جدي موضوع ده چې موږ یې پرلهپسې له طالب لوري سره شریکوو. د دې ستونزې دوام نه یوازې پاکستان، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، سیمهییز پرمختګ او د یووالي هڅې زیانمنوي.»
هغه هیله وښوده، چې افغان طالبان به ددې ګواښ جدي والی درک کړي او له پاکستان سره به په ګډه د امنیتي ننګونو د حل لپاره کار وکړي.
د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۳۰ مشکوک جنګیالي یې هغه مهال وژلي، چې د شمالي وزیرستان له لارې یې له ډېورنډ کرښې څخه د راوښتو هڅه کوله.
بلخوا، د جون په ۲۸مه هم د ځانمرګي برید له امله ۱۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول، چې وروسته پوځ د۱۴ وسله والو د وژلو ادعا هم وکړه.
طالب چارواکو تر اوسه د پاکستان دغو وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت پخوا په بیا بیا دا رد کړې چې ګواکې د «ټي ټي پي» جنګیالي د افغانستان له خاورې بریدونه کوي.
دوی ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ډلې لهخوا د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
خو پاکستان وایي، ثبوتونه لري چې د «ټي ټي پي» مشران په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه د بریدونو پلانونه جوړوي.
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان دا غوښتنه د سیمهییزو اندېښنو او امنیتي ننګونو سره تړاو لري، چې نه یوازې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې تر فشار لاندې راوستي، بلکې دا وضعیت د ټولې سیمې لپاره هم د ناامنۍ سبب ګرځېدلی دی.

د جرمني د فدارلي حکومت نوي شمېري ښيي، چې د سوریي، افغانستان، الجزایر او مراکش وګړي تر اصلي جرمنیانو ډېر په جرمونو کې ښکېل دي.
د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو ادارې ویلي، چې په هرو ۱۰۰ زرو تورنو کسانو کې د اصلي جرمنیانو شمېر ۱۸۸۷ دی، خو د سوریایانو شمېر ۸۲۳۶ او د افغانانو شمېر ۸۷۵۳ ته رسېږي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په جرمونو کې د بهرنیو تورنو وګړو شمېر تر اصلي جرمنیانو څلور برابره ډېر دی.
یادې ادارې ویلي، چې دا شمېرې په ځوانه طبقه کې نورې هم زیاتې دي.
د دوی په خبره د ۱۴ تر ۱۸ کلونو ځوانو له ډلې تر اصلي جرمنیانو د سوريي ځوانانو د جرمونو کچه پنځه برابره، د الجزایري ځوانانو شمېر ۵۶ برابره او د مراکش ځوانانو کچه ۱۹ برابره ډېره ده.
د جرمني د فدرالي جنايي پولیسو د معلوماتو له مخې، د غلا، فزیکي بریدونو او ځورونې په قضیو کې، له هر ۱۰۰ زره تورنو کسانو څخه ۱۶۸ تنه جرمنيان، ۱۲۹۱ سوریایان او ۱۲۱۸ افغانان دي.
د جرمني د اې اېف ډي ګووند غړي مارټین هېس په جرمونو کې جرمنیانو په پرتله د کډوالو شمېر زیاتوالي ته په غبرګون ویلي:«دا پایله د ناکامې کډوالۍ پالیسۍ محصول ده، چې څو لسیزې یې دوام وکړ.»
بلخوا، د برلین څارنوالۍ ویلي چې د مجرمو ډلو درې پر څلورمه برخه د جرمني تابعیت لري، خو ډېری دغه مجرمان له کډوالو سره تړاو لري او دا کړنې د کډوالو پر ځای د "جرمن" په کټګورۍ کې شمېرل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره د خوندي ځایونو شتون د دغه هېواد لپاره ستره ننګونه ده او هیله لري، چې طالبان د یادو اندېښنو په حل کې همکاري وکړي.
شفقت علي خان د یو خبرې کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو د خوندي ځایونو شتون د پاکستان لپاره یوه مهمه ننګونه ده.
نوموړي ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو د مسلې په اړه د طالب چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او هیله لري، چې کابل د اسلاماباد د یادو اندېښنو په حل کې همکاري وکړي.
اسلام اباد په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه اندېښنه ښودلې، چې تردې وړاندې په ځلونو طالب چارواکو د پاکستان دغه ډول څرګندونې بې اساسه بللي او برعکس ادعا کوي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعش ډلې روزنیز مرکزونه موجود دي.

څېړنې ښيي، چې د افغانستان نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ خو کاري فرصتونه، تعليمي او روغتیايي خدمتونه محدود دي، کلیوال خلک ښارونو ته مخه کوي، د مور او ماشوم مړینه ډېره شوې، د نفوسو د ډېروالي له امله جرمونه ډېر شوي او د افغانستان کرنیز سکټور هم له سقوط سره مخ دی.
د افغانستان نفوس او متضادې شمېرې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د بهرنیو او کورنیو ادارو او نادولتي ټولنو لهخوا سرشمېرنې شوې دي؛ خو دغه شمېرې نه یوازې دا چې یو له بل سره سمون نه لري، بلکې په حیرانوونکي ډول بدلون مومي؛ خو د ټولو څېړنو ترمنځ یو ګډ ټکی دا دی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې اتم مقام لري چې نفوس یې په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو دی.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان نفوس ۴۳.۸ مېلیونه اټکل کړی دی.
د دغه څېړنو پر بنسټ؛ د افغانستان د خلکو ۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه ښځې او د ۴۳ سلنه ماشومانو عمرونه تر څوارلسو کالو پورې دي.
د جولای د میاشتې پر اته نېټه د طالبانو د ملي احصایې ادارې د افغانستان د نفوسو په اړه یوه ویډېو خپره کړه. په دې ویډیو کې ویل شوي، چې د افغانستان ټول نفوس ۳۶.۴ مېلیونه اټکل شوی چې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ یې ښځې دي.
دغه ډول د کوچیانو شمېر یو نیم مېلیونه اټکل شوی دی؛ خو دغې ادارې دا نه دي ويلي، چې دغه شمېرې یې له کومه کړې دي او د سرشمېرنې میتود یې څه و.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې لیکلي، چې یوازې له ۲۰۲۱ څخه بیا تر دې دمه تر څلور نیم مېلیونه ډېر افغانان کډوال شوي او دا لړۍ لا روانه ده.
له بلې خوا بیا د بېلابېلو هېوادونو، په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو جبري راشړل یوه بله داسې ستونزه ده چې د نفوسو شمېرې یې ګډې وډې کړي دي.
د ناروې د کډوالو چارو شورا راپور ورکړی، چې تر دې دمه له ۱.۴ مېلیونو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راشړل شوي دي. په دې کډوالو کې تر یو مېلیون ډېر یې له ایران او پاتې نور یې له پاکستان څخه را اېستل شوي دي.
یوناما بیا لیکلي، چې یوازې د روان زېږدیز کال له جنورۍ څخه بیا (د جون میاشتې تر ۳۱مې) پورې ۹۴۹ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
له هېواده پر یوه مهال د خلکو وتل او بېرته راتګ داسې وضعیت رامنځ ته کړی، چې د افغانستان د خلکو کره شمېر معلومول یې که ناشونې کړی نه وي؛ خو ډېر یې پېچلی کړی دی.
د تېرو څو لسيزو جګړو له امله کور په کور سرشمېرنه نه ده شوې، یوازې پر هغو خلکو تکیه شوې چې تذکرې لري؛ خو د افغاستان ډېر کلیوال خلک او کوچیان اوس هم تذکرې نه لري.
له بلې خوا په افغانستان کې داسې خلک هم اوسېږي، چې نه یې ملي هویت څرګند دی او نه تذکرې لري.
له دې ډول خلکو څخه (جوګیان) یادولای شو. دوی څو کاله مخکې رسنیو ته شکایت وکړ، چې تذکرې نه لري او له حقوقي پلوه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، چې د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال افغانستان ته راغلي؛ خو لا تر اوسه په دې هېواد کې نه دي مدغم شوي.
ډېر ولادتونه او د مور او ماشوم مړینه
کله چې نفوس ډېر شي او روغتیايي خدمات او عامه پوهاوی کم وي د مور او ماشوم د مړينې کچه هم ورسره لوړېږي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده.
په دې اړه ډاکټر محب روښان وايي: «د نړۍوال روغتیايي سازمان او کورنیو روغتیايي ادارو شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې په هرو سلو زرو مېندو کې ۶۳۸ یې د لنګواله پر مهال مري. دغه ډول په هرو زرو ولادتونو کې ۴۳ مورروي (شیرخوره) ماشومان مري. هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کالو کم وي، په هرو زرو ماشومانو کې ۹۷ یې مري. هغه ماشومان چې مور یې د لنګون پر مهال مړه شي د ژوندي پاته کېدو چانس یې یوازې ۵۱.۵ سلنه دی.»
ډېر اولادونه او محدودې اقتصادي سرچینې
څېړنې ښيي، چې افغانان په تېره بیا کلیوال خلک د کلتوري او اقتصادي دلایلو له مخې ډېر اولادونه پيدا کوي. په افغانستان کې د بیمې، کافي او تضمین شوی تقاعد، د زړو خلکو د پالنې او روزنې خدمات نه شته؛ نو خلک وېرېږي که سپين ږېري شي نو زامن به یې لاسنيوی وکړي.
اقتصادي کارپوهان وايي، چې تل بېوزله خلک ډېر اولادونه زېږوي؛ ځکه دوی باور لري چې اولادونه یې بشري قوه ده. کله چې یې اولادونه ځوانان شي نو کار به وکړي او دوی به د اولادونو له لارې ډېر عاید ولري.
ډېره بشري قوه یوازې په هغو هېوادونو کې ګټوره وي، چې کاري فرصتونه یې ډېر وي؛ خو دا چې په افغانستان کې کاري فرصتونه، سرپناه، تعليمي او روغتیايي خدمات ډېر محدود دي، ډېر اولادونه نه یوازې دا چې د کورنۍ؛ بلکې د ټولنې او حکومت د اوږو بار هم دي.
اقتصادي کارپوه الیاس ضیايي وايي: «د نفوسو ډېروالی خپله د سياسي، اقتصادي او ټولنې وروسته پاتې کېدو پایله ده. باید د هر هېواد اقتصادي وده د نفوسو له ودې سره برابره وي؛ که د نفوسو وده تر اقتصادي ودې ټيټه وي، بېوزلي ډېرېږي او له بېوزلۍ سره بېلابېلې ناخوالې تړلې دي. موږ په افغانستان کې وینو، چې نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ خو برعکس اقتصادي وده خورا ورو ده.»
په ښارونو کې د خلکو تراکم
په تېرو څو لسيزو کې خلکو د ناامنۍ له امله کلي پرېښودل او ښارونو ته کډه شول؛ خو د افغانستان ښارونه نه یوازې دا چې د خپلو اصلي اوسېدونکو لپاره یې ښاري خدمات لکه د څښلو پاکې اوبه، زدهکړه، روغتیايي او نور نه شوای برابرولای؛ کليوال خلک یې نور هم د اوږو بار شول.
د افغانستان د کورنیو او بهرنیو څېړنیزو ادارو څېړنې ښيي، که له یوې خوا د افغانستان نفوس په چټکۍ سره ډېرېږي؛ له بلې خوا ښارونو ته دومره ډېر خلک ورځي، چې ښارونه یې د جذب ظرفیت نه لري.
ښارونو ته د کلیوالو خلکو د ورتګ ځانګړي لاملونه د کلیوالو کرنیزو ځمکو کموالی، وچکالي او په ټوله کې بېکاري ده.
څنګه چې د افغانستان په ښارونو کې له پخوا څخه صنعتي فضا محدوده وه؛ نو په ښارونو کې له دې بشري قوې څخه لازمه استفاده نه کېږي.
کلیوال خلک مخکې له دې چې ښارونو ته مخه کړي، یوازې له کښت او کروندې سره اشنا وو؛ د سواد کچه یې ټیټه وه او له ښاري ژوند سره ژر اشنا کېدو هم ډېر وخت غوښت؛ هغه و چې دوی له مجبوري مزدورۍ او خټګرۍ ته اړ شول.
څنګه کلیوال خلک ښارونو ته کډه شول؟
پخوا تر ډېره په کلي کې ځمکهوال او بزګران اوسېدل؛ خانانو معمولا ډېرې ښځې کولې او قبیلوي ذهنيت له مخې ډېر اولادونه یې زېږول، نتیجه یې دا شوه چې د خان ډېره ځمکه د هغه تر مرګ وروسته لس ټوټې او د زامنو تر زړېدو او مرګ وروسته دومره لږ شوه، چې نور یې دوی ته ډوډۍ نه شوای ورکولای.
کله چې ځمکه ډېره وه؛ نو د بزګر ډوډۍ هم ورسره تړلې و، خو کله چې ځمکه لږ شوه د خانانو زامن یا لمسیان په بزګرو واوښتل.
کله چې وچکالي راغله او دا لږ ځمکه هم شاړه پاتې شوه خلک اړ شول، چې ښار ته کډه شي او په پایله کې کرنه تقریبا فلج شوه.
کله چې کلیوال ښارونو ته کډه شول، د ښارونو نفوس هم ډېر شو او ښارونه پراخ شول، کرنیزو سيمو ته وغځېدل او کرنیزې ځمکې د استوګنې په سيمو واوښتې، چې دې کار کرنیز سکټور نور هم زندۍ کړ.
که څه هم افغانستان اوبه لري او ښې ډېرې دښتې هم لري، چې د زراعتي فارمونو له پاره ښې مناسبې دي؛ خو دا چې افغانستان په تېرو څو لسيزو کې امنيتي او سياسي ټیکاو نه دی لرلو؛ نو زراعتي فارمونه هم جوړ نه شول او ان دا چې پخواني فارمونه هم له پښو وغورځېدل.
ډېر نفوس او جرمونه
ارواپوهان وايي، کله چې بېکاري ډېره شي؛ نو هغه خلک چې تر ډېر لټون وروسته بیا هم کار نه شي موندلای او یا د کار مسلکي وړتیا نه لري، نو دوو کارونو ته مخه کوي یو اعیتاد او بل جرمونه دي.
د ارواپوهانو په خبره؛ اعیتاد په دې مانا چې غواړي په کاذب ډول محرومیت او ناخوالې هېرې کړي. په افغانستان کې د معتادېنو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي، دوی ته ډېری هغه معتادین ورغلي چې د اعتیاد لامل یې بېکاري ده.
دویمه ډله بیا جرمونو ته مخه کوي، چې خپله معتادين هم په جرمونو کې ورسره شریک دي.
په دې اړه ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي: «کله چې په یوه هېواد کې د خلکو شمېر ډېرېږي، د خلکو څارنه کمېږي. په هره اندازه چې د حکومت نظارت کمېږي، مجرمینو ته د جرم زمینه برابرېږي، حکومت نه شي کولای چې د ټولو مجرمانو مخه ونيسي.»
د نړۍوال نفوس ورځ هر کال د جولای میاشتې پر یوولسمه نېټه نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) لهخوا په ۱۹۸۹ کال کې هغه مهال ونومول شوه، چې د نړۍ نفوس د ۱۹۸۷ کال د جولای پر یوولسمه نېټه پنځو مېلیارډو ته ورسېد.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړینو شپږ میاشتو کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۴۰ پېښې یې ثبت کړې دي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۵۶ سلنه زیاتوالی پکې راغلی.
د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره وایي، چې طالبانو د رسنیو د ازادۍ ځپلو لړۍ ته په شدت دوام ورکړی او د ۲۰۲۵ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې یې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۴۰ پېښې ثبت کړې دي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په ثبت شویو پېښو کې له ۱۲۰ څخه ډېري یې د رسنیو د کارکوونکو د ګواښ او وېرولو پېښې دي.
د دوی د موندنو له مخې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د نوي قانون پر بنسټ د ژوندیو موجودات انځورونو خپرولو باندې بندیز، تصویري اطلاع رسونه په ځانګړي ډول تلویزیونونه نور هم محدود کړي دي. د خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو له خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لړۍ ۱۴ نورو ولایتونو ته هم غځېدلې او نورستان، فراه، بدخشان، بغلان، نیمروز، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، فاریاب، دایکندي، پنجشیر او لغمان ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرولو بندېز لګول شوی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۲۳ تلویزیونونو په ګډون ۲۶ رسنیو خپل فعالیتونه درولي، چې له دې ډلې یوازې درېیو تلویزیونونو له لنډې مودې وروسته بېرته فعالیت پیل کړی او په محدوده توګه ځیني تصویري راپورونه خپروي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۰ خبریالانو د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوي ، چې ځیني خبریالان له نیول کېدو څو ساعته او ځیني څو میاشتې وروسته بېرته خوشې شوي دي.« په تېرو شپږو میاشتو کې شپږ نیول شوي خبریالان، د واکمنې ادارې د محاکمو له لوري له شپږو مياشتو څخه تر یو کال بند محکوم شوي او اوس مهال په څرخي پله او بګرام زندانونو کې د خپل بند موده تېروي.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ټولنې پر ذهني او روحي سلامتۍ د رسنیو او خبریالانو د ازادي د ځپلو د شدت، ویجاړونکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او له طالبانو څخه غوښتنه کوي، چې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو د قانون سره سم دي د رسنیو بسټیزې ازادي ته درناوی وکړي، همدارنګه پر نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو باندې غږ کوي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د رسنیو زادۍ ته درناوی وکړي او د بیان ازادۍ له ځپلو لاس واخلي.
