• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د افغانستان او قزاقستان اقتصادي اړیکې به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې پراخې شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر نور تلیو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه کړې چې د سوداګريزو اړیکو کچه به تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې همکاري باید د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو محدوده نه وي او باید د صنعتي محصولاتو او ټکنالوژۍ د وارداتو او صادراتو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په وینا، دواړو خواوو د سړک او اورګادي ګډو ټرانسپورتي شرکتونو د جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د ویزو په ورکولو کې د اسانتياوو رامنځته کولو هم موافقه وکړه.

د طالبانو په وینا، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې هېواد یې چمتو دی څو شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلینو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړي.

هغه د قزاقستان له خوا افغانستان ته د یو میلیون ډالرو بشري مرستو د ځانګړي کولو یادونه هم وکړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړل

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په بهرنیو چارو وزارت کې څه باندې ۱۳۰۰ کارکوونکي د یوه اېمېل له لارې له دندو ګوښه کړل. دغه ناڅاپی اقدام د بشري ځواک د کمولو یوه برخه ښودل شوې، خو د اداري اصولو، انساني حقونو او سیاسي موخو له اړخه یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت ۱۳۵۳کارکوونکو چې د یوه رسمي اېمېل له لارې له دندو د ګوښه کېدو خبر ترلاسه کړی، له ډلې یې۱۱۰۷ تنه غېرنظامي اداري کارکوونکي او ۲۴۶ تنه رسمي ډیپلوماتان دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا کار د وزارت د بشري منابعو د کمښت د پراخ پلان یوه برخه ده، چې موخه یې د لګښتونو کنټرول، د «غېرضروري پوستونو» له منځه وړل او د «موثر تشکیلاتي جوړښت» رامنځته کول بلل شوي.

دغه پرېکړې نه یوازې کارکوونکي حیران کړي، بلکې د سیاسي، حقوقي او ټولنیزو کړیو له خوا یې پراخ انتقادونه هم پارولي دي.

په یاد اېمېل کې چې کارکوونکو ته استول شوی، د هغوی د دندې لغوه کېدل اعلان شوي او له هغوی څخه غوښتنه شوې، چې د هماغې ورځې تر پایه خپل وسایل، لپټاپونه او امنیتي اسناد تسلیم کړي.

ویل کېږي، چې د دې اېمېل ژبه رسمي او لنډه وه او هېڅ ډول وضاحت، مشوره یا بدلون موده پکې نه وه یاده شوې.

د راپور له مخې، دا ګوښه کول به د وزارت دننه شاوخوا ۱۵تر ۱۸ سلنه بشري ځواک اغېزمن کړي، چې اکثریت یې د امریکا دننه په دفترونو کې فعال وو.

ایټالیا په لومړي ځل د کرېکټ ۲۰ اوره نړۍوال جام ته لاره پيدا کړه

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱

که څه هم د ایټالیا د کرېکټ لوبډله نسبتا کمزورې بلل کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې له اروپايي غوراوي سیالیو څخه د ۲۰ اوره نړۍوال جام ته د لارموندنې بریا ترلاسه کوي. ایټاليا خپله وروستۍ لوبه له نیدرلنډ سره تر سره کړه، چې ماته یې وخوړه خو د لوبې پایله د دواړو لوبډلو لپاره ګټوره وه.

د ایټاليا او نیدرلنډ په لوبه کې ایټاليا لوبډلې ته په کار وه، چې درنه ماتې ونه خوري؛ خو د بهترینې لوبې له کبله وتوانېده چې د کرېکټ نړۍوال ۲۰ اوره سیاليو کې د تاريخي ګډون ځای تر لاسه کړي.

ايټاليا نیدرلنډ لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه، خو مقابلې لوبډلې دغه هدف په ۱۶.۲ اور کې پوره کړ، چې له مخې يې دواړو لوبډلو نړۍوال جام ته لار پيدا کړه.

اسکاتلنډ لوبډلې چې تر دې وړاندې شپږ ځلې د کرېکټ شل اوره نړۍوال جام کې ګډون کړی و، دا ځل یې د ګډون فرصت له لاسه ورکړ.

د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب تر سره کېږي، چې لا هم دغو سيالیو ته له افریقا، اسیا او ختيځي اسیا څخه د پنځو لوبډلو د غوراوي ځایونه خالي پاتې دي.

تراوسه دغو سیالیو ته کوربه هېوادونه سریلانکا او هېواد هند، افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلستان، سوېلي افریقا، امریکا، وېسټ انډيز، ایرلنډ، پاکستان، کاناډا، هالنډ او ايټاليا لوبډلو لاره موندلې ده.

ملګري ملتونه: بې‌وسه افغان کډوال یو نااشنا افغانستان ته روان دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وایي، له ایران او پاکستان څخه د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو بهیر د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پر محدودو امکاناتو سخت فشار راوستی او دا وضعیت د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوه خبر کې ویلي، چې له ۲۰۲۴ کال څخه تر اوسه له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۶ میلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي.

د دوی په وینا، دغه شمېر د وړاندې شوي اټکل څخه هم زیات شوی دی.

د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ زياتوي، چې د کډوالو پراخه او چټکه ستنېدنه د افغانستان په سرحدي ولایتونو فشارونه زیات کړي؛ ځکه د دومره خلکو د جذب توان نه لري.

د دوی په وینا، دغه وضعیت په هېواد کې بېوزلي، ناامني او بشري اړتیاوې زیاتې کړې او افغانستان لا هم د اقتصادي سقوط او پراخو بشري حقونو د سرغړونو له ناوړه اغېزو سره مخ دی.

دغه سازمان لیکلي، چې راستنېدونکي کډوال په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان بیا داسې یو افغانستان ته ستنېږي چې ډېر لږ يې پېژنې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازی عرفات جمال وایي: «هغوی افغانان دي، خو ډېری یې له افغانستانه بهر زېږېدلي او خپلې زده کړې یې هم هلته کړې دي؛ د دوی کلتوري ارزښتونه له اوسني افغانستان سره توپیر لري او فکر او لیدلوری یې له موجوده وضعیت سره سمون نه خوري.»

د نوموړي په خبره، د ښځو او نجونو لپاره په ګاونډيو هېوادونو کې نسبي خپلواکي د طالبانو د فرمانونو له خوا د بندیزونو سره مخ دي.

فارن پالیسي ان فوکس: روسیې نړۍوال اصول تر پښو لاندې کړل او طالبان یې په رسمیت وپېژندل

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۱۲ GMT+۱

فارن پالیسي ان فوکس وېب‌پاڼه لیکي، چې د جولای په ۳مه نېټه روسیې له نړۍوالو اصولو سرغړونه وکړه او د طالبانو رژیم یې په رسمیت وپېژاند؛ یوه داسې پرېکړه چې نه یوازې د سیمې، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د حیرانتیا، اندېښنې او ژور بدلون نښه ګڼل کېږي.

وېب‌پاڼه زیاتوي، روسیې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالبانو سره نامحسوس تعاملات درلودل، اوس یې په رسمي ډول دا اداره منلې، په داسې حال کې چې نړۍ تر اوسه د طالبانو له واکمنۍ سره د مشروع تعامل څخه ډډه کړې ده.

دغه پېژندنه په داسې حال کې شوې، چې طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې له نړۍوالې انزوا سره مخ دي. له هغه وخته چې طالبانو کابل د وسلې په زور نیولی، نه اسلامي، نه لوېدیځو، نه پرمختللو او نه هم شاته پاتې هېوادونو د دوی حکومت ته د یوه مشروع دولت حیثیت ورکړی دی.

فارن پالیسي ان فوکس په خپله خپره کړې مقاله کې وایي، دا انزوا یوازې له دې امله نه وه چې طالبان د یوه ساده سیاسي بدلون استازي و، بلکې دا د هغوی له ظالمانه سیاستونو راولاړه شوې پایله وه، چې د ښځو او نجونو پر ضد یې غوره کړي وو، هغه سیاستونه چې له تعلیم، کار، ازاد تګ و راتګ او ان د غږ له حقه یې محرومې کړې. افغان ښځو ته کورونه په زندانونو بدل شول او طالبان هڅه کوي، د یوې بشپړې خاموشې ټولنې انځور رامنځته کړي.

په مقاله کې راغلي، په نړۍ کې دا ډول چلند د «جنس‌محور اپارتاید » په نوم یادېږي، چې د ملګرو ملتونو له خوا هم په کلکه غندل شوی.

طالبان دا ټول محدودیتونه د شریعت او افغاني کلتور تر نامه لاندې توجیه کوي، خو د دوی دریځ نه یوازې د اسلامي ارزښتونو له اصولو سره ټکر لري، بلکې د افغاني ټولنې له ارزښتونو سره هم مخالف دی. دا د دین او کلتور غلط تعبیر او د ښځو له ټولنیز ژوند څخه اېستل، د یو ملت نیمایي وګړي له حقونو بې‌برخې کوي.

وېبپاڼه لیکي، سره له دې چې نړۍ تر اوسه طالبانو ته مشروعیت نه دی ورکړی، خو روسیه په دې برخه کې استثنا ثابته شوه. د دې پرېکړې تر شا یو شمېر عوامل موجود دي.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د داعش خراسان څانګې له خوا په مسکو کې په یو کنسرټ کې برید وشو چې په کې ۱۳۳ تنه ووژل شول. دا خونړۍ پېښه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا انګیزه ورکړه، چې افغانستان ته د یوې امنیتي منځګړې سیمې په سترګه وګوري. له هغه وروسته روسیې خپل تعاملات له طالبانو سره پراخ کړل، د ترهګرې ډلې نوم یې ترې لرې کړ او سفارتي اړیکې یې نورې هم رسمي کړې.

وېبپاڼه زیاتوي، طالبان چې د داعش او نورو تندلارو ډلو پروړاندې ځانونه د یو سپر په توګه وړاندې کوي، هڅه کوي روسیه، ایران او نورې سیمې ته وښيي چې د هغوی شتون د یوه لوی تهدید مخنیوی کوي.

په مقاله کې راغلي، چې دا اړیکې یوازې امنیتي اړخ نه لري، بلکې روسیه د افغانستان له طبیعي منابعو، جیوپوليټیک موقعیت او د چین-روسیه-ایران اقتصادي دهلېز له امکان څخه هم ګټه اخیستل غواړي. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لوی قدرتونه یې له جغرافیې نه، د انسانانو له مخې ارزوي.

سره له دې چې روسیې خپله پرېکړه کړې، د طالبانو دننه وضعیت ارام نه دی. د دې رژیم دننه د اختلافونو څپه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال عباس ستانکزی چې د ښځو د زده‌کړې لپاره یې غږ اوچت کړی و، سږ کال مجبور شو ځان دوبۍ ته وباسي. همداراز د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له میاشتو راهیسې له کابل څخه لرې دی او ویل کېږي چې له اماراتو او سعودي سره په تماس کې دی، تر څو د طالبانو د سخت دریځه مشرتابه پر ضد یو معتدل خوځښت رامنځته کړي. دا د دې نښه ده، چې د طالبانو صف نه یوازې له بهر سره، بلکې له دننه هم متزلزل شوی.

فارن پالیسي ان فوکس وېبپاڼه لیکي، چې د نړۍ ډېری هېوادونه لا هم د روسیې له دې ګام سره مخالفت لري او دا پرېکړه د لوېدیځو ارزښتونو، د ښځو حقونو او نړۍوالو اصولو د کمزوري کېدو نښه بولي، ان هغه هېوادونه چې له طالبانو سره همدردي لري تر اوسه یې رسمیت نه دی ورکړی، ځکه د خپلو هېوادونو د پرمختللو طبقو له مخالفت څخه وېره لري.

روسېه دا ګام د نړۍوالو اصولو د ماتولو په موخه اخیستی، نه د سولې یا ثبات لپاره. دا یو سیاسي حساب دی چې په کې د افغان ښځو حقونه، د یوې ټولنې عزت او د نړۍوال نظم اصول قرباني شوي. نړۍ که د اصولو ساتنه غواړي، باید دا ډول استبداد ته مشروعیت ورنه کړي، بلکې د یو اصولي دریځ له لارې د افغان ولس ملاتړ ته ودرېږي.

افغان کډوال په امریکا کې د خوندیتوب پروګرام له لغوه کېدو سره د شړلو له ګواښ سره مخ دي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۹ GMT+۱

د جولای په ۱۴مه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هغه پرېکړه عملي کوي، چې پر بنسټ یې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت (TPS) پروګرام لغوه کېږي. له دې سره شاوخوا ۱۱ زره افغانان په متحده ایالاتو کې د سمدستي نیول کېدو او شړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ وایي، چې د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت یا « TPS» یوه قانوني درجه ده، چې د امریکا حکومت یې هغو وګړو ته ورکوي چې هېوادونه یې د ناامنیو، جګړو، یا طبیعي افتونو له امله د خوندي ژوند لپاره مناسب نه وي.

خو اوس، سره له دې چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ښځو، نجونو، اقلیتونو او عامو وګړو لپاره یو له تر ټولو خطرناکو ځایونو بلل کېږي، امریکا دا خوندي وضعیت پای ته رسوي.

د بشري حقونو نړۍوال سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې که ښځې او نجونې بېرته افغانستان ته وشړل شي، د طالبانو تر ظالمانه نظام لاندې به د دوی ژوند له جدي ګواښونو سره مخ وي. یوازې څو ورځې وړاندې، د جرمونو نړۍوالې محکمې (ICC) له خوا د طالبانو پر دوو جګپوړو مشرانو د ښځو د حقونو پر ضد د سیستماټیکو سرغړونو له امله د نیولو حکم صادر شو.

د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا، طالبان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تبعیض جرم ترسره کوي، کوم چې د انسانیت پر ضد یو جرم ګڼل کېږي.

طالبان له هغه وخته چې په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا له وتلو وروسته بېرته واک ته ورسېدل، د ښځو پر وړاندې یې پراخ محدودیتونه وضع کړي دي. ښځې نه شي کولی ثانوي ښوونځیو، پوهنتونونو یا کار ته ولاړې شي.

روغتیايي خدماتو ته لاسرسی محدود شوی او ښځې له عامو ځایونو ګوښه کړل شوي دي. ډېری افغان فعالانو او د ملګرو ملتونو چارواکو دا وضعیت « جنس‌محوره اپارتاید» بللی دی.

د امریکا د کډوالۍ د قوانینو له مخې، د پناه غوښتنې لپاره معمولاً افراد باید ځانګړی شخصي ګواښ ثابت کړي، خو ډېرې افغان ښځې دا ډول اسناد نه لري، ځکه چې دوی له یوه داسې رژیم څخه تښتي چې پراخې، ټولګټې او سیسټماټیکې سرغړونې کوي.

په همدې دلیل، د لنډمهال خوندیتوب وضیعت یو مهم قانون و، ترڅو افغان وګړي د اخراج له خطره وژغورل شي.

همداراز، ویل کېږي چې د «ټي پي اېس» لرونکو ځینو افغان ماشومان اوس د امریکا تابعیت لري. د دوی د اخراج له امله به یا دا ماشومان له خپلو مېندو او پلرونو بېلېږي یا به مجبوره شي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند ته ورستانه شي، یو داسې انتخاب چې دواړه یې د انساني ارزښتونو خلاف دي.

د بشري حقونو مدافعین، افغان فعالان او ګڼ شمېر امریکایي سناتوران له حکومت څخه غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي او«ټي پي اېس» بېرته فعاله کړي.

د هغوی په وینا، د دې پرېکړې دوام به زرګونه افغانان د سختو او نه‌تصورېدونکو ګواښونو سره مخ کړي او امریکا به د هغو انسانانو پروړاندې خپل اخلاقي مسوولیت له پامه وغورځوي، چې په تېرو کلونو کې یې د واشنګټن له ماموریتونو سره ملتیا کړې وه.

د یادولو وړ ده، چې تر دې دمه د امریکا حکومت د دغې پرېکړې د بدلولو رسمي اعلان نه دی کړی.