• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لوړپوړی امریکایي کارپوه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پراخې جګړې ګواښ زیات شوی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۰

امریکایي څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی او کولی شي ټوله سوېلي اسیا بې‌ثباته کړي. هغه لیکلي، په سوېلي اسیا کې تر ټولو د اندېښنې وړ ټکی د هند او پاکستان نه، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دی.

مايکل کوګلمن د اتلانټيک شورا د سوېلي اسيا لوړپوړی څېړونکی او يو پېژندل شوی امريکايي ليکوال دی.

نوموړي په هغه مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ د «فارن افيرز» مجله کې خپره شوې، ليکلي چې د طالبانو د ادارې او د پاکستان د دولت ترمنځ روانه شخړه داسې پړاو ته رسېدلې چې د پراخې جګړې ګواښ يې په جدي ډول زيات شوی دی.

پاکستان طالبان تورنوي، چې د تحريک طالبان پاکستان وسله‌والو ته یې پناه ورکړې او اجازه ورکوي چې له افغان خاورې څخه پر پاکستان بريدونه ترسره کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د وسله‌والو بريدونه په بې‌ساري ډول زيات شوي او امنيتي ځواکونه په ځانګړې توګه په ډیورنډ کرښه کې تر ټولو ډېر د دغو بريدونو نښه ګرځېدلي دي. رسمي او غېررسمي شمېرې ښيي، چې ۲۰۲۵ کال په تېره يوه لسيزه کې د پاکستان تر ټولو خونړی کال و.

دا امريکايي کارپوه ټينګار کوي، چې له دواړو لوريو څخه هېڅ يو هم د تاوتريخوالي د کمولو لپاره انګېزه نه لري. طالبان د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره د نږدې ايډيالوژيکو اړيکو له امله د خپلمنځي درزونو له رامنځته کېدو وېره لري او همدارنګه د دې اندېښنه لري چې که پر ټي‌ټي‌پي فشار راوړي يا يې وشړي، دغه ډله به د داعش خراسان څانګې پر لور ورټېله شي، له همدې امله د هغوی د مهار يا اېستلو ته چمتو نه دي.

کوګلمن زياتوي، چې د پاکستان له غوښتنو څخه سرغړونه د طالبانو لپاره کورنی لګښت نه لري، بلکې د هغوی مشروعيت زياتوي؛ ځکه د افغانستان د عامه افکارو لويه برخه پاکستان ته منفي نظر لري او هر ډول بهرنۍ حمله کولی شي خلک د طالبانو د واکمنۍ تر شا سره يو موټی کړي.

د هغه په وينا، د پاکستان پوځ ته چې د تحريک طالبان پاکستان په بريدونو کې تر ټولو ډېر تلفات اوښتي، د طالبانو له لوري د خيانت احساس کوي او د روغې جوړې لېوالتيا نه ښيي.

د کوګلمن په باور، د طالبانو وروستۍ نږدېوالی له هند سره تر بل هر عامل زيات اسلام‌اباد اندېښمن کړی دی. په دې کې نوي ډیلي ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو پرله‌پسې سفرونه، له څو کلونو وروسته په کابل کې د هند د سفارت بشپړ بېرته پرانيستل او د دواړو لوريو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراخولو خبرې شاملې دي.

هغه د پاکستان د پوځ د مشر او د دغه هېواد د تر ټولو ځواکمن شخص عاصم منير هغه ښکاره خبرداری يادوي چې طالبانو ته يې ويلي دي، چې بايد يا له پاکستان سره اړيکې غوره کړي او يا د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ، خو دواړه يو ځای نه‌شي کولی.

دا امريکايي څېړونکی ليکي، چې د قطر، ترکيې او سعودي عربستان د منځګړيتوب هڅې تر اوسه يوازې لنډمهاله اوربندونو ته رسېدلې او د پام وړ پايله يې نه ده لرلې. د کوګلمن په اند، چين کېدای شي د منځګړيتوب لپاره مناسب انتخاب وي؛ ځکه هم په دې بحران کې مستقيمې ګټې لري، هم پر طالبانو اقتصادي نفوذ لري او هم له دواړو لوريو سره د همکارۍ مخينه لري.

خو نوموړی ټينګار کوي، چې طالبان ښايي د چين د نږدې اتحاد له امله له پاکستان سره دغه هېواد بې‌طرفه منځګړی ونه ګڼي. کوګلمن خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو احتمالي پايلې ډېرې پراخې او خطرناکې دي.

د هغه په وينا، دا ډول شخړه کولی شي دواړه هېوادونه له ژورې بې‌ثباتۍ سره مخ کړي، د تحريک طالبان پاکستان بريدونه د پاکستان دننه زيات کړي، په سيمه کې د امريکا پر ګټو او امريکايي وګړو د بريد خطر لوړ کړي، ناامني په ټوله سوېلي اسيا کې خپرې کړي او د هند او پاکستان ترمنځ د نوې شخړې احتمال پياوړی کړي.

هغه زياتوي، چې دا وضعيت همدارنګه د داعش خراسان په څېر افراطي ډلو ته ګټه رسولی شي.

نوموړی په پای کې خبرداری ورکوي، چې دا ډول جګړه کېدای شي ډېره خونړۍ وي، زرګونه کسان بې‌ځايه کړي، ټوله سيمه بې‌ثباته کړي او نړۍوال ترهګريز ګواښونه لا پسې زيات کړي. د هغه په وينا، نړۍ نه‌شي کولی د دې ګواښ پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: پاکستان د دیوالیه کېدو له ګواښ څخه ژغورل شوی دی

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، هېواد یې د دیوالیه کېدو له جدي ګواښ څخه وتلی او اوس اقتصادي ثبات ته رسېدلی. نوموړي د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د سخت مالي او اقتصادي رکود تر پولې رسېدلی و.

د هغه په وینا، هغه مهال شپه او ورځ داسې راپورونه خپرېدل چې د پاکستان اقتصاد د بشپړې ړنګېدو په درشل کې دی.
شهباز شریف د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) سره سختو مذاکراتو ته په اشارې وویل، چې د دې بنسټ چارواکو څو څو ځله خبرداری ورکړی و چې د پاکستان لپاره وخت په ختمېدو دی.

نوموړي زیاته کړه، چې هېواد یې په خورا نازکو شرایطو کې قرار درلود او د مالي پروګرامونو دوام له جدي بې‌باورۍ سره مخ و. د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه ادعا وکړه، چې له «هند سره د بریا» وروسته د پاکستان نړۍوال حیثیت بدل شوی دی. د هغه په وینا، د پاکستان په اړه د هېوادونو چلند کې بدلون راغلی او د پاکستاني پاسپورټ ارزښت هم لوړ شوی دی.

شهباز شریف وویل: «پاکستان په ډیپلوماتیکو او دفاعي ډګرونو کې مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي. د حق په معرکه کې له بریا وروسته، موږ په نړۍ کې ځانګړی مقام خپل کړی دی. له دې بریا وروسته زموږ په نړۍوالو سفرونو کې د هېوادونو په چلند کې ښکاره بدلون لیدل شوی او اوس د پاکستاني پاسپورټ درناوی په ټوله نړۍ کې کېږي».

نوموړي د خپل هېواد اوسني اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل: «دا مهال، د روان کال په درېیمه ربعه کې د پاکستان د بهرنۍ اسعارو زېرمې دوه برابره شوې دي، که څه هم په دې شمېر کې د ملګرو هېوادونو پورونه هم شامل دي».

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره یو ځای یې د مالي سرچینو د برابرولو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي. د هغه په خبره: «چین موږ سره په تر ټولو سختو شرایطو کې مرسته وکړه؛ همدارنګه سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر. په همدې توګه دا مالي پروګرام جوړ شو او بشپړ شو».

شهباز شریف د خپلو خبرو په دوام وویل، چې اوس کولی شي «بې له کوم شک او تردید» اعلان وکړي چې د پاکستان اقتصاد ثبات ته رسېدلی دی. د هغه په خبره، د انفلاسیون کچه تر «یو عددي» حد پورې راکمه شوې او د پولي تګلارې کچه شاوخوا ۱۰ اعشاریه ۵ سلنه ده.

نوموړي یادونه وکړه: «یو وخت داسې هم و چې د پولي سیاست کچه د ۲۱ اعشاریه ۵ او ۲۲ سلنې ترمنځ وه او انفلاسیون په چټکۍ سره لوړېده؛ هغه مهال د خلکو لپاره راتلونکی ناڅرګند و». خو د پاکستان لومړي وزیر خبرداری ورکړ، چې یوازې اقتصادي ثبات بسنه نه کوي.

هغه ګډونوالو ته زیاته کړه: «برېښنا لا هم ګرانه ده او که د پولي سیاست د کچې د کمېدو بهیر همداسې دوام ونه کړي، نو صنعتونه به ونه شي کولی چې د نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره خپل بشپړ ظرفیت وکاروي».

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان اقتصاد له کلونو راهیسې پر بهرنۍ مالي مرستو ولاړ پاتې شوی، په ځانګړي ډول د نړۍوال وجهي صندوق پورونه او د سعودي عربستان، چین، متحده عربي اماراتو او قطر مالي ملاتړ په‌کې شامل دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان د دفاع وزیر اعلان کړی، چې د پاکستان ـ چین د ګډو جوړو شویو جې‌اېف–۱۷ جنګي الوتکو د پېرلو غوښتنه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده او یو شمېر هېوادونو لکه لېبیا، اذربایجان، سوډان او سعودي عربستان څو مېلیارده ډالري تړونونه لاسلیک کړي او یا هم د وروستي توافق پړاو ته رسېدلي دي.

پاکستاني چارواکي هیله‌من دي، چې د وسلو صادرات به د پام وړ بهرنۍ عایدات رامنځته کړي او د هېواد پر بهرنۍ مالي مرستو به تکیه کمه کړي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند افغان طالبان «بې‌مغزه ځناور» وبلل

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د ولسمشر ویاند د افغانستان انټرنشنل د هغه ځانګړي راپور په غبرګون کې چې په نږدې څلورو کلونو کې د افغانستان د ۶۶۶۰ کسانو د وژل کېدو یادونه په‌کې شوې، افغان طالبان «بې‌مغزه ځناور» وبلل.

مرتضی سولنګي د افغانستان انټرنشنل د دغه راپور د شریکولو پر مهال پر خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل: «له دغو بې‌مغزو ځناورو نه څه تمه لرئ؟».

یاد پاکستاني چارواکي د جمعې په ورځ د سلواغې میاشتې په لسمه دا څرګندونې د افغانستان انټرنشنل د ځانګړي راپور سره یو ځای په خپل رسمي حساب کې خپرې کړې، خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی. افغانستان انټرنشنل تازه په یوه ځانګړي راپور کې څرګنده کړې چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر نږدې څلورو کلونو پورې په افغانستان کې ۶۶۶۰ کسان وژل شوي دي.

د راپور موندنې ښيي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په شمال په ځانګړي ډول بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب پیروان په منظم او هدفمند ډول ترور شوي دي. د طالبانو اداره د دغو ډېری پېښو څېړنه د جنایي جرمونو تر عنوان لاندې کړې ده.

د افغانستان انټرنشنل په راپور کې د طالبانو د احصاییې ادارې د اسنادو له قوله راغلي، چې د طالبانو د هغه ادعا خلاف چې وایي په ټول هېواد کې یې بشپړ امنیت ټینګ کړی، د دوی د واکمنۍ پر مهال جنایي جرمونه د پخواني حکومت پرتله ۶۰ سلنه زیات شوي دي.

همدارنګه، د طالبانو د احصاییې ادارې له لوري وړاندې شوې شمېرې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د غلا کچه ۱۰۰ سلنه لوړه شوې او دوه برابره شوې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي د «صندلۍ کارونه او جوړونه» اسلام کې هېڅ ستونزه نه لري

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په هرات ولایت کې د صندلۍ جوړېدو باندې د بندیز په اړه خپرې شوې اوازې بې‌بنسټه دي او دا وزارت صندلۍ «غېر اسلامي» نه ګڼي.

د دې وزارت ویاند د جمعې په ورځ د (سلواغې ۱۰مه) خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، دا اداره «هېڅ داسې حکم نه صادروي چې د اسلامي شریعت خلاف وي».

د خبرپاڼې په متن کې راغلي، چې په هرات ولایت کې امربالمعروف ته د ځینو کړنو نسبت ورکول «عاقلانه کار نه دی» او دا ډول ادعاوې د «بې‌اساسه اوازو او مغرضانه تبلیغاتو» برخه دي. یاد وزارت زیاتوي، ځینې کسان او کړۍ د «ناسمو تورونو او غېرواقعي کړنو» په نسبت ورکولو سره هڅه کوي چې د دې ادارې څېره زیانمنه کړي.

په وروستیو اوونیو کې، په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف د مأمورانو کړنې څو ځله د خلکو غبرګونونه راپارولي دي. له دې ډلې، د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د دغو محتسبانو لاسوهنه یادولی شو.

د جمعې په شپه، د مرغومي د میاشتې په ۲۶مه، د دې مراسمو پر مهال طالبانو فارغو شویو محصلینو ته امر وکړ، چې خپلې نېکټايانې خلاصې کړي. همداراز، د مرغومي د میاشتې په لړ کې د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو هغو ښځو ته چې مانتو یا اوږدې چپنې یې اغوستې وې، د هرات ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت هغه اداره ده، چې د خلکو پر فردي او ټولنیز چلند څارنه کوي او د طالبانو قوانین عملي کوي. یادې ادارې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پخوانیو ډېرو مدني او حقوقي بنسټونو ځای نیولی او د هېوادوالو په ورځني ژوند کې پراخ رول لري.

د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح طالبان د تاریخ تر ټولو لوی غله وبلل

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه مننه کړې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د مرستو د درولو لایحه یې تصویب کړې ده. هغه په دې تړاو یوه پېغام کې طالبان د «تاریخ تر ټولو لوی غله»‌ بللي دي.

هغه نن جمعه (د سلواغې ۱۰مه) پر اېکس‌پاڼې یوې لیکنه کې زیاته کړې، چې پر کابل واکمنه دا ډله «خپل جنایتونه د ږیرې، پګړۍ او ریاکارانه دین‌دارۍ تر شا پټوي».

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۹مه) هغه لایحه تصویب کړه، چې موخه یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د مرستو بندول دي. که دا لایحه په قانون بدله شي، لږ تر لږه ۶۳۱ مېلیونه ډالره چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي وو، د امریکا د خزانې وزارت ته به بېرته وسپارل شي.

امرالله صالح په خپله لیکنه کې د امریکا د استازو جرګې د غړي ټیم بورچټ او د هغه د ټیم له هڅو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې «د دې لایحې له پرمختګ سره، د لابي‌ګرو غېر دولتي بنسټونو له لوري د تېښتې هېڅ لاره رامنځته نه‌شي او تر هېڅ پلمې لاندې طالبانو ته پیسې ورنه کړل شي».

د افغانستان د پخواني حکومت د ولسمشر مرستیال ادعا کړې، چې د امریکا د مرستندویو مرستو له مجموعې څخه شاوخوا ۱۱۰ مېلیونه ډالر د طالبانو په خزانه کې پراته دي.

تر دې وړاندې، د ۱۴۰۲ لمریز کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) ته تایید کړې وه، چې په هرو ۱۰ تر ۱۴ ورځو کې، ۸۰ مېلیونه ډالره نغدې پیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته لېږي.

د بریتانیا ځانګړی استازی: د طالبانو قوانین د افغانانو له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي ویلي، چې یو عادلانه او سوله‌ییز افغانستان یوازې هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وشي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو له‌خوا د محکمو د کړنلارو وروستي اقدامات دا ښيي چې دا ډله د عدالت او بشري حقونو پر خلاف قوانین پلي کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي په وینا، یاد قوانین په ښکاره ډول د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو، او همدارنګه د هغو کسانو پر وړاندې تبعیضي بڼه لري چې د طالبانو له‌خوا پر خلکو تپل شویو ټولنیزو اصولو سره سمون نه خوري.

هغه زیاته کړه چې دا ډول کړنې نه یوازې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات پر وړاندې هم جدي خنډونه رامنځته کوي.