• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران په سراوان کې یو افغان ځوان وژل شوی او پلار یې تښتول شوی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۷ GMT+۱

حال وش د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران د سراوان ولسوالۍ په دازدک کلي کې ناڅرګندو وسله والو یو افغان ځوان وژلی او د هغه پلار یې تښتولی دی.

حال وش د وژل شوي کس هويت ناصر همت‌خېل (۲۷ کلن) ښودلی، چې د افغانستان د بغلان ولایت اوسېدونکی و. پلار يې موسی همت‌خېل (۶۸ کلن) لا هم د وسله‌والو له لوري يرغمل دی او د برخلیک په اړه‌یې تر دې دمه هېڅ معلومات نشته.

د حال‌وش د رپوټ له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په سهار وختي رامنځته شوې، کله چې وسله‌والو د دغې کورنۍ پر استوګنځي بريد کړی. ناصر يې په ډزو وژلی او پلار یې له ځان سره بېولی دی.

د سيمې خلکو ويلي چې دا پلار او زوی له څو کلونو راهيسې د کډوالو په ډول په دې سیمه کې اوسېدل، کارګر وو او له چا سره یې ستونزې نه درلودې.

تر اوسه د بریدکوونکو هويت او د پېښې د انګېزې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم کومې ډلې د پېښې مسوولیت منلی دی.

تر اوسه په ایران کې د طالبانو سیاسي استازولیو ددې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پزشکیان مرستیاله: اېستل شوي افغانان دې د خپلو پیسو لپاره د ایران استازولیو ته ورشي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د ښځو په چارو کې د ایران د ولمسشر مرستیالې زهرا بهروزاذر ویلي، هغه افغانان چې له ایران نه اېستل شوي، له شواهدو او اسنادو سره یوځای دې د خپلو حقوقي او مالي غوښتنو لپاره په هرات کې د ایران کونسلګرۍ او یا کابل کې د دغه هېواد سفارت ته مراجعه وکړي.

زهرا بهروزاذر په خراسان رضوي ولایت کې د دوغارون له لارې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر څخه تر لېدني وروسته له ایرنا سره په خبرو کې ویلي، افغان کډوال دې د خپلو مالي او حقوقي غوښتنو په اړه شکایتونه په هرات کې د ایران له کونسلګرۍ او یا هم په کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره شریک کړي.

نوموړي ویلي:«ځینو افغانانو شکایتونه کړي، چې د کورونو د کرایې یا ګروۍ مخکې ورکړې پیسې بېرته نه دي ورکړل شوې. دا ډول ستونزې به د کډوالو د حقوقي ادارو له خوا وڅېړل شي او څوک چې له دې ستونزې سره مخ دي، کولای شي قانوني اسناد وړاندې کړي او ستونزه حل کړي.»

همدارنګه دغې ایرانۍ چارواکې ویلي، د افغان کډوالو د اېستلو بهیر کې د سرغړونو او د کډوالو شکایتونو ته د رسېدو لپاره یې د ټیلیفون شمېرې هم اعلان کړې او د افغان کډوالو هر ډول شکایتونه به وڅېړل شي.

زهرا بهروزاذر وايي، چې د ایران د حکومت لپاره د افغان کډوالو د اېستلو موضوع خورا مهمه ده.

نوموړې زیاتوي:«دا خلک کلونه زموږ میلمانه وو او له ایرانیانو سره یې په سوله ییزه فضا کې ژوند کاوه. اوس باید له هېواده ووځي، هڅه مو داده چې د اېستلو پرمهال باید له انساني کرامت ډک چلند وشي.»

د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې له ایران څخه شړل شوي افغان کډوال وايي، د ایران پولیس او ملکي خلک یې سرمایه لوټي او دوی خالي لاسونه افغانستان ته شړل کیږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: جرمني له افغانانو سره خپلې د ویزې ژمنې عملي کوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واديفول ویلي، چې که څه هم د افغانانو د منلو نوي پروګرامونه بند شوي دي، خو جرمنی به هغه ژمنې چې پخوا له افغانانو سره شوې وې، بشپړې عملي کړي. نوموړی وايي، « موږ مکلف یو څو هغو ژمنو ته وفادار پاتې شو چې مخکې مو کړې دي».

دا څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د برلین اداري محکمې په یوه پرېکړه کې د جرمني دولت مکلف وباله چې تایید شویو افغانانو ته ویزې ور کړي څو جرمني ته لاړ شي.

د ویلټ د رپوټ له مخې، واديفول د جرمني له رسنیو سره په خبرو کې وویل، « هو، د ایتلافي تړون له مخې دا پروګرام دوام نه لري، خو موږ مکلف یو چې هغو ژمنو ته وفادار پاتې شو چې مخکې مو کړې دي».

نوموړي دا هم زیاته کړه چې د محکمې پر پرېکړه به بیاکتنه کېدای شي، خو هره هغه ژمنه چې قانوني اعتبار ولري، دولت یې عملي کوي.

محکمې دا پرېکړه د یوې افغانې کورنۍ د قضیې پر بنسټ وکړه چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې یې د جرمني له فدرالي منلو پروګرام څخه د تګ رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه، خو لا هم د سفر اسناد نه دي ورکړل شوي.

د جرمني د فدرالي دولت له خوا پیل شوی دغه پروګرام هغو افغانانو ته ځانګړی شوی و، چې د طالبانو له اړخه له جدي ګواښ سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۲۴۰۰افغانانو ته د منلو رسمي ژمنې ورکړل شوې دي.

د اتحادیې او سوسیال‌دیموکرات ګوندونو ایتلاف پرېکړه کړې چې دا ډول د داوطلبانه منلو پروګرامونه به "تر ډېره" بند کړي، خو محکمې ویلي، که نوې ژمنې نه ورکول کېږي، پخوانۍ ژمنې چې لغوه شوې نه وي، باید عملي شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خپله پرېکړه واخیسته: په پښتو او دري دواړو ژبو راپورونه لیکو

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۱

یوه ورځ وروسته له هغه چې افغانستان انټرنشنل پښتو د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې په پښتو ژبه د مکتوبونو لیکلو راپور ورکړ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په وزارت کې اداري مکتوبونه او راپورونه "د افغانستان په دواړو ملي ژبو" لیکل کېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۲مه، وویل چې په کورنیو چارو وزارت کې ډیری مکتوبونه په فارسي ژبه لیکل کېږي او سراج الدین حقاني د خپل ویاند دفتر ته امر کړی چې په خپلو ویناوو کې ډیر فارسي خبرې وکړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرچینو نن افغانستان اتڼرنشنل ته وویل چې «تېره شپه د افغانستان انټرنشنل پښتو د ددې خبر له خبرېدو وروسته د یاد وزارت د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی رییس مفتي محمد سالم عبرت خپل حضور ته غوښتی و او هغه ته یې ویلي چې دا کار تاسې په خپلسري توګه کړی او باید له دې پرېکړې تېر شئ او له دې وروسته ورته کړنې ترسره نه کړئ».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو رسمي سند کې، چې افغانستان انټرنشنل تېره ورځ خپور کړ، د یاد وزارت ټولو ولایتي چارواکو ته سپارښتنه شوې چې له بدخشان، بامیان او پنجشېر پرته، په ټولو ولایتونو کې رسمي مکتوبونه او اسناد باید په پښتو ژبه ولیکل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په رهبري غونډه کې چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې ترسره شوې، پرېکړه شوې وه چې د یاد وزارت د تفتیش لوی ریاست اړوند مرکزي او ولایتي مسوولین او مفتشین مکلف دي چې له دې وروسته ټول اداري مکتوبونه، وړاندیزونه، استعلامونه، د ارزونو راپورونه او نور رسمي اسناد په پښتو ژبه ولیکي.

د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو فغانستان انټرنشنل ته وویل چې یوازې درې ولایتونه بدخشان، بامیان او پنجشېر له دې پرېکړې مستثنا دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې سند کې راغلي، چې په دې پرېکړه د کورنیو چارو وزارت او د یاد وزارت ټولې اړوندې ولایتي ادارې مکلفې دي څو په اړه یې لازمې کړنې ترسره او په ۴۸ ساعتونو کې اطمنان وړاندې کړي.

دغه سند د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی رییس مفتي محمد سالم عبرت له خوا لاسلیک شوی دی.

د تېر جمهوریت پرمهال د افغانستان اساسي قانون کې د هېواد دوه رسمي ژبې پښتو او دري وې خو په دولتي ادارو کې د مکتوبونو او راپورونه لیکلو پرمهال بیا د دواړو رسمي ژبو ترمنځ انډول نه ساتلو په اړه نیوکې موجودې وې.

ندیم: نړیواله ټولنه هم د همکارۍ شعار ورکوي او هم زموږ مشران په محاکمه کولو ګواښي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره په لېدنه کې د دې ډلې پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چلند نیوکې کړې. نوموړی وايي، چې نړیواله ټولنه یوخوا له افغانستان سره د همکارۍ شعارونه ورکوي، خو بل پلو ددوی د مشرانو د محاکمې ګواښونه کوي.

ندیم ویلي:«نړیواله ټولنه له یوه اړخه له افغانستان سره د همکارۍ او ملاتړ شعارونه ورکوي او له بله اړخه د اسلامي امارت ره‍بران په محاکمه کولو ګواښي.»

ندیم د نړیوالې ټولنې له مرستو هرکلی کړی، خو وايي، چې دین، اسلامي شریعت او د خلکو غوښتنې یې د نظام لومړیتوبونه دي.

د ندیم څرګندونې داسې مهال دي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د طالبانو د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

طالبان وايي په مزارشریف کې یې یو تښتول شوی ۱۳ کلن ماشوم ژغورلی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په بلخ ولایت کې یې د انسان تښتوونکو له منګولو یو ۱۳ کلن ماشوم احمدشاه جان ژغورلی او بیرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی. د ماشوم ژغورنې عملیاتو کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ وویل، چې یاد ماشوم څو ورځې وړاندې دمزارشریف ښار د اوومې ناحیې په اړوند سیمه کې له ښوونځي نه د کور په لور روان و چې انسان تښتوونکو وتښتاوه.

د نوموړي په وینا، د انسان تښتوونکو خلاف د طالبانو د بلخ والي ملا محمدیوسف وفا په مستقیم هدایت او مشرۍ د دې ډلې د بلخ د استخباراتو ریاست، مرکزي لوی ریاست، د ۸۸۸مې ملي قطعې ځانګړو ځواکونو، امنیه قومندانۍ او نورو اړوندو ادارو په ګډه پراخ عملیات پیل کړل.

قانع وايي، دغه عملیات د مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند سلیم څلورلارې ته څېرمه شوي، چې په پایله کې یې دوه تنه انسان تښتوونکي وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی.

طالبانو وروسته تښتول شوی ماشوم احمدشاه جان د بلخ ولایت مقام ته انتقال کړی او هلته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.