د تراب مړینه او غبرګونونه: تراب انقلابونو کې دومره نه و ځورېدلی، لکه د ژوند وروستیو شپو کې

د حماسي شاعر مطیع‌الله تراب پر ناڅاپي مړینې لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګیانو خواشیني ښودلې او هغه یې د ادب ځلانده ستوری بللی دی. په دې غبرګونونو کې په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور پخواني رییس ویلي، تراب په انقلابونو کې دومره ځورېدلی نه و، لکه د ژوند وروستیو شپو کې.