شهرزاد اکبر: روسیې د طالبانو ترهګریزې اړیکې له پامه غورځولي

د افغانستان د بشري حقونو پخواني کمیسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، روسیې د طالبانو اړیکې له ترهګرو ډلو سره له پامه غورځولي او دا ډله یې په رسمیت پېژندلې ده.
د افغانستان د بشري حقونو پخواني کمیسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، روسیې د طالبانو اړیکې له ترهګرو ډلو سره له پامه غورځولي او دا ډله یې په رسمیت پېژندلې ده.
شهرزاد اکبر پر خواله رسنۍ ایکس لیکلي، چې دا پرېکړه د طالبانو لخوا د بشريت پر ضد جنایتونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څخه سترګې پټول دي.
نوموړې زیاته کړې: « د روسیې دا اقدام د خواشینۍ وړ دی، ځکه نه یوازې جنایتونه نادیده نیسي، بلکې د افغان ښځو کړاوونه هم بېارزښته ګڼي.»
د نوموړې په وینا، د طالبانو رسمیت نړیوالو اصولو، بشري حقونو او عدالت ته سپکاوی دی.