د ښځو د حقونو فعاله او انځور ګره ۲۵ کلنه کیمیا وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د جرمني د منلو پروګرام له لارې له افغانستان نه پاکستان ته لاړه. هغې تمه لرله چې ژر به جرمني ته انتقال شي، خو نوموړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اپریل په میاشت کې د جرمني سفارت له خوا د هغې مرکه ناڅاپي لغوه شوه.
کیمیا اوس د اسلام اباد په یوه مېلمستون کې له نورو ښځینه کډوالو سره د جرمني د پروګرام برخلییک ته سترګې په لاره ده. کیمیا وايي:«زما ټول ژوند یوازې دې مرکې ته راټیټ شوی. موږ یوازې یو ارام او خوندي ځای غواړو.»
کیمیا وايي، په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او بېرته افغانستان ته تګ ورته د منلو وړ نه دی. کیمیا زیاتوي:«که بېرته ولاړه شم، کار نه شم کولایی، زده کړه نه شم کولای، یواې سا اخلم، خو ژوند به نه کوم.»
له دې سره سم د پاکستان حکومت هم د افغانانو د جبري اېستلو عملیات چټک کړي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان حکومت له خوا دوې هغه افغان کورنۍ هم نیول شوې، چې جرمني ته د انتقال ژمنه ورکړل شوې وه.
د حسینې په نوم یوه افغانه خبریاله چې د جرمني د کډوالۍ پروګرام کې منل شوې ده وايي، چې د طالبانو او د خپل پخواني خاوند د کورنۍ له لوري له ګواښ سره مخ ده. هغوی ورته ګواښ کړی، چې وژني یې او لور یې ترې وړي. هغه زیاتوي چې «افغانستان ته بېرته تګ راته ناشونی دی.»
دا پروګرام د جرمني حکومت په ۲۰۲۲ کال کې پیل کړی و، چې له مخې یې هره میات تر ۱۰۰۰ پورې هغه افغانان منل کېدل، چې د بشري حقونو، تعلیم، سیاست یا نورو لاملونو له امله له خطر سره مخ دي، خو تر دوو کلونو وروسته له ۱۶۰۰ څخه کم افغانان جرمني ته رسیدلي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دمګړی شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان دغه هېواد ته د تګ په تمه دي.
پر همدغه مهال ځینو غیر دولتي بنسټونو ویلي، چې شاوخوا ۱۷۰۰۰ نور افغانان لا هم د نوم لیکنې په لوړنیو پړاوونو کې دي.
د جرمني حکومت ویلي، چې د افغان کډوالو د انتقال بهیر د بیاکتنې تر بشپړېدو ځنډېدلی، خو په پروګرام کې شامل کسان لا هم د حکومت له لوري تمویلیږی.
د کډوالو د پروګرام ځنډولو پرېکړه له هغه وروسته وشوه، چې په فبرورۍ میاشت کې د جرمني په ټاکنو کې د کډوالۍ مساله د خلکو له مهمو اندېښو څخه وه.
د جرمني په ټاکنو کې د ښي اړخي ګوند د کډوالو ضد دریځ له امله دویم مقام خپل کړ او نوی منځلاری ایتلاف غواړي دا ډول منلو پروګرامونه بند کړي.
د جرمني د لومړي وزیر د دفتر مشر ترستن فری ویلي:« د کډوالۍ کچه اوس دومره لوړه شوې، چې زموږ ټولنه یې د مدغم کولو ظرفیت نه لري. ترڅو چې موږ غیرقانوني مهاجرت ولرو، د رضا کارانه منلو پروګرامونه نه شي عملي کېدلای.»
په ورته مهال ګڼ شمېر افغانانو د جرمني د حکومت په وړاندې حقوقي دعوې کړې دي. د دغو افغانانو وکیل ماتیا لینرټ وايي:« جرمني نه شی کولای د خطر له منځه تلو پرته د دوی منل لغوه کړي.»
جرمني له ۲۰۲۱ کال راهیسې د بېلا بېلو پروګرامونو له مخې، شاوخوا ۳۶۵۰۰ افغانان منلي دي.