• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نی: افغان خبریالان د رسنیو په تاریخ کې تر ټولو سخت وضعیت تجربه کوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۸ GMT+۱

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) د سیاسي خپرونو په تړاو د طالبانو د تازه لارښود په غبرګون کې ویلي، چې طالبان ورځ تر بلې خپله اصلي څېره نړۍ ته بربنډوي. د طالبانو کلتور وزارت له رسنیو غوښتي چې سیاسي خپرونې له خپرېدو وړاندې دوی ته ور کړي او شنونکي ثبت شي.

یادې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوي لارښود ته، چې د دې ډلې له اجازې پرته سیاسي خپرونې نه شي خپرولای، غبرګون ښودلی.

د نی په اعلامیه کې ویل شوي، چې « څلور کاله مخکې افغانستان د سیمي په کچه د بیان ازادۍ له پلوه یو له غوره هېوادونو ګڼل کېده، خو اوس دا ارزښت نږدې له منځه تللی او خبریالان د رسنیو په تاریخ کې تر ټولو سخت وضعیت تجربه کوي.»

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري رسنیو ته په یوه څلور مخیز لارښود کې په رسمي توګه امر شوی، چې د یادې ډلې پر پالیسۍ نیوکې ونه کړي.

د دغه لارښود له مخې، ټولې رسنۍ اړې دي چې د سیاسي او ټولنیزو خپرونو د ثبتولو لپاره د دغې ډلې له یاد وزارت څخه رسمي اجازه‌لیک واخلي.

همداراز رسنۍ مکلفې شوې دي، چې خپلې سیاسي خپرونې تر خپرېدو دمخه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپاري او یوازې د اړوند چارواکو له تایید وروسته یې خپرې کړي.

په دې سند کې روښانه شوې، چې د رسنیو شنونکي هم یوازې هغه مهال کولای شي د بحثونو یا خبري خپرونو برخه شي چې له وزارت څخه یې د «چارو شنونکي» ځانګړې پېژندپاڼه یا کارت ترلاسه کړی وي.

پر همدغه مهال په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د سیاسي خپرونو چمتو کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو، امر بالمعروف او اطلاعات او کلتور وزارت د استازو له اجازې پرته هیڅ سیاسي او تحلیلي بحث نه شي خپرولای.

هغه زیاته کړه، «له ډیره وخته همدا موضوع جریان لري، ان د بحث په منځ کې طالبان خبر شوي دي، له خپرېدو وړاندې یې د بحث موضوع تغیر کړې ده. کیدای شي زموږ دفتر کې ځینې کسان له طالبانو سره اړیکه کې وي. ځینې موضوعات دوی راکوي او وايي، چې د دې بحث لپاره دا دا کسان راوغواړئ.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر رسنیو د دوامداره فشارونو او اقتصادي ستونزو له امله ۳۷۰ رسنۍ تړل شوې او پاتې رسنۍ د ازادۍ له ارادې بې برخې او د طالبانو تبلیغات خپروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایراف: له اذربایجان سره د طالبانو اړیکې د ایران لپاره امنیتي عواقب لرلای شي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د ایران ایراف رسنۍ په یوه تحلیل کې ویلي، چې د طالبانو او اذربایجان ترمنځ اړیکې، چې د اسراییل سیمه ییز ملګری ګڼل کیږي، د ایران لپاره امنیتي، استخباراتي، سیاسي او اقتصادي عواقب لرلی شي.ایراف وايي، طالبان د اقتصادي ډیپلوماسۍ په پرده کې سیاسي اړیکې ټینګوي

ایراف په خپل یوه تحلیل کې، چې د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۱۲مه یې خپور کړی، ویلي، چې اذربایجان ته د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سفر ښيي چې طالبان د اقتصادي ډیپلوماسۍ په پرده کې سیاسي اړیکې جوړوي.

ایراف وايي، دغه سفر د ایران او اسراییل ترمنځ له شخړو وروسته کیږي. تهران اذربایجان د اسراییل سیمه ییز ملاتړی ګڼي او ویره لري چې دغه اړیکې به په افغانستان کې د ایران نفوذ کمزوری کړي او د سیمې د قدرت توازن به بدل کړي.

د ایراف په وینا، د اذربایجان لپاره افغانستان د بې کچې سرچینو او ستراتیژیک اتصال یو مرکز دی چې کولی شي د سیمه ییز تجارت پراختیا ته وده ورکړي. شنونکي وايي، که څه هم اقتصادي عوامل اصلي انګېزه ده، خو ژورې سیاسي موخې هم شته.

د طالبانو د سفیر منلو غوښتنه ښيي چې طالبان غواړي خپل حکومت ته په نړیواله کچه مشروعیت ورکړي، خو دا کار د اقتصادي همکارۍ په بڼه ترسره کوي.

100%

سیمه ییز تاوتریخوالی او د تهران اندیښنې

د ایراف په باور، برادر د ایران او اسراییل ترمنځ د نازک اوربند په حال کې دغه سفر وکړ. ایران د طالبانو او اذربایجان له اړیکو څخه چې د اسراییل ملاتړی ګڼل کیږي، اندیښمن دی. تهران ویره لري چې دغه اړیکې به په افغانستان کې د ایران نفوذ کمزوری کړي او د سیمې د قدرت توازن به بدل کړي.

که څه هم طالبانود اسراییل پر کړنو نیوکې کړې دي او د ایران ملاتړ یې کړی، خو له اسراییل سره د اذربایجان نږدې اړیکې د طالبانو د ستراتیژۍ پر څرنګوالي پوښتنې راپورته کوي.

ایراف وايي، تهران د استخباراتي او امنیتي ګواښونو له زیاتیدو ویره لري، په ځانګړې توګه د هغو راپورونو له مخې چې اذربایجان د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې ښکېل دی او د کسپین سمندرګي پر ساحل د بې پیلوټه الوتکو فعالیتونه شوي.

اذربایجان غواړي د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او منابع وکاروي او خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړي، خو د طالبانو حکومت بیا د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې خپل واک مستحکم کول غواړي او غواړي له سیمه ییزو شخړو ځان لرې وساتي.

د یادې ایرانۍ رسنۍ په باور، که اذربایجان د طالبانو د سفیر له منلو سره موافقه وکړي، دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وي.

د رسنۍ په باور، طالبانو بیا بیا ویلي چې دوی د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې غواړي افغانستان د سیمې د وصل مرکز وګرځوي، نه د انفصال، نو دا سیاست څرګندوي چې طالبان په سیمه‌ییز تاوتریخوالي کې د احتیاط لاره غوره کړي او هڅه کوي له اقتصادي اړیکو سره ځان بوخت کړي څو له شخړو ځان وساتي.

100%

ایراف وايي، دا اټکلونه دي، چې ښايي اذربایجان د اسراییل په بریدونو کې لاس درلود او په داسې حال کې، چې ایران او اسراییل لاهم یوبل ته ګوته په ماشه دي، دا سناریو شته، چې اذربایجان د افغانستان له پولې احتمالي نفوذ وکړي.

د داعش د بریدونو وېره؛ طالبانو په کابل کې د عاشورا مراسمو لپاره امنیتي تدابیر سخت کړي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۱

طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د عاشورا یا محرم د را رسېدو په درشل کې امنیتي تدابیر سخت کړي او د جوماتونو او تکیه خونو په شاوخوا کې یې وسله وال کسان ځای پرځای کړي دي. طالبانو په ورته وخت کې په هرات کې د عاشورا څښاک غرفې او بیرغونه راټول کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبه د ( چنګاښ۱۲مه) وویل، چې د عاشورا مراسمو په رانږدې کېدو سره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د تکیه خانو د امنیت لپاره د دې ډلې د عامه نظم ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځانګړي اقدامات د عاشوار په مراسمو کې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي او په سوله ییزه فضا کې د یادو مراسمو د ترسره کولو لپاره اخېستل شوي دي.

وړاندې په خبرپاڼه کې راغلي چې تکیه خانې او هغه ځایونه چې د عاشورا مراسم پکې ترسره کیږي د دوی د امنیتي ځواکونو تر۲۴ ساعته جدي څار لاندې دي او له خلکو هم غوښتنه شوې چې د امنیت په ټنیګښت ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د داعش خراسان ډلې وخت ناوخت په افغانستان کې شیعه مسلمانان او د محرم او عاشورا مراسم په نښه کړي دي.

د امنیتي تدابیرو له سختېدو سره هممهاله، په هرات کې پر دې ډله نیوکې دي، چې د محرم اړوند څښاک غرفې او بیرغونه یې ټول کړي او له خلکو سره یې اخ و ډب کړی دی.

د حبیبي کورنۍ: موږ او امریکا شواهد لرو چې محمودشاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۲ GMT+۱

په داسې حال کې، چې طالبانو د محمودشاه حبیبي له زنداني کولو انکار کړی، د نوموړي ورور احمدشاه حبیبي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادعا ناسمه ده او دوی له امریکا سره په ګډه داسې شواهد لري، چې محمودشاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی.

احمدشاه حبیبي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د طالبانو هغه اعلامیه په کلکه رد کړه، چې ګواکې محمودشاه حبیبي دوی نه دی نیولی.

احمدشاه حبیبي وايي، ورور یې د طالبانو د استخباراتو کسانو نیولی او د طالبانو په زندان کې دی.

احمدشاه حبیبي زیاتوي:«په سپینه ورځ دوی [طالبان] راغلل، محمودشاه حبیبي یې، چې موټر چلوونکی هم په موټر کې ورسره و، د کور له مخې ونیوه. د حبیبي د نیولو لپاره پنځه شپږ موټرونو کې طالبان راغلي وو او ټول سړک یې یونیم، دوه ساعته بند کړی و. بیا دوی [طالبان] کورته داخل شول، کور یې تلاشي کړ، کتابونه او اسناد یې له ځان سره یووړل. په کور کې زما خور هم وه، طالبانو ورته ویلي وو، چې “موږ د استخباراتو” کسان یو.»

احمدشاه حبیبي وايي، په همدې ورځ طالبانو د نوموړي پر دفتر هم چاپه ووهله او ۲۹ تنه کارکوونکي یې بندیان کړل.

د نوموړي په وینا، طالبانو له څېړنو څه موده وروسته د محمودشاه حبیبي ۲۸ کارکوونکي خوشې کړل خو یو کارکوونکی یې اوس هم په زندان کې دی.

احمدشاه حبیبي وايي:«ټولو کارکوونکو تایید کړه، چې دوی طالبانو نیولي وو، طالبانو ورڅخه تحقیقات کړي وو او وروسته دا ټول کسان راخوشې شول. ټول کلی ورباندې خبر دی چې زما ورور طالبانو بندي کړی دی. هلته خو بل داسې حکومت نه شته، چې په سپینه ورځ دې کوڅه بنده کړي او خلک دې بندیان کړي، معلومداره خبره ده، چې دا طالبان وو.»

احمدشاه حبیبي وايي، د امریکا حکومت هم داسې شواهد په لاس کې لري، چې محمودشاه حبیبي‌ د طالبانو په زندان کې دی او طالبانو هم منلې، چې له هغوی سره بندي دی.

احمدشاه حبیبي زیاته کړه:«له وږ سره ثبوتونه شته، د امریکا له حکومت سره ثبوتونه شته، چې موږ به یې وروسته محکمې ته وړاندې کړو او یا به یې رسنیز کړو. خپله د طالبانو چارواکو راته ویلي دي، چې زما ورور له دوی سره بندي دی، خو کله چې موږ د همکارۍ غوښتنه کړې ده، هغوی ویلي دي، چې دا موضوع اوس زموږ تر وس لوړه ده».

د افغانستان د ملي هواېي چلند پخوانی رییس محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په ۱۰ مه د «ای ار ایکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره ونیول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې د چنګاښ په ۲مه اعلان وکړ، چې که څوک د افغاني توکمه امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ میلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي. په خبرپاڼه کې ویل شوی چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چین د سینکیانګ له یوه پلاوي سره کتلي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د چین د سینکیانګ ولایت مرستیال سرمنشي ژاو چاو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د کابل او بیجینګ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا سربیره د اقتصادي، ترانزیتي او سوداګریزو همکاریو پر پراخېدو او د ګډو پروژو د ارزونې پر موضوعاتو بحثونه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، « چینايي پلاوي د افغانستان امنیتي وضعیت او جغرافیایي موقعیت ستایلی او دواړو خواوو د دوامداره تماسونو او همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی».

چینايي اړخ تر اوسه ددې لیدنې په اړه څرګندونې نه دي کړې.

په ننګرهار کې د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت د خازني بانک د نصب چارې پیل شوې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د ننګرهار د همېشه‌بهار سب سټېشن د پیاوړتیا لپاره د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت خازني بانک (Capacitor Bank) د نصبولو چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه ۶۵ میلیونه افغانۍ ارزښت لري.

د ننګرهار د برېښنا رییس مولوي انور شاه د پروژې د پرانېست غونډې پر مهال وویل چې دوی ژمن دي چې په ننګرهار کې د برېښنا شته ستونزې حل کړي.

د یادې پروژې پرانیستې پر مهال د برېښنا شرکت د برنامو رياست د تطبيق مرستيال دوکتور عبدالقاهر عابد وویل، چې د وارداتي ۵۰۰ کېلوولټه برېښنا لېږد مزي پروژې چارو په بشپړېدو سره به، په هېواد کې د برېښنا انرژۍ کچه زیاته شي او ګڼې ستونزې به ورسره حل شي.

له دې وړاندې د برېښنا شرکت د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره د ۴۰ مېګاواټو په ظرفیت او د لغمان ولایت لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاوو جوړولو پروژو چارې هم پرانېستې وي، خو د فابریکو څښتنان پر برېښنا شرکت تور لګوي، چې کافي برېښنا نه ور کوي.

د چنګاس په نهمه په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو یو شمېر مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته شکایت وکړ، چې د طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د اوسپنو ویلي کولو پر فابریکو برېښنا کمه کړې ده.

په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو او تولیدي فابریکو ځینو مشرانو وویل، چې عبدالباري عمر ورته ویلي چې دوی د برېښنا له کمښت سره مخ دي او نه شي کولی چې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو ته ۱۷ ساعته برېښنا ورکړي او دا یې ۱۱ ساعتونو ته را کمه کړې ده.